امنیت

د ایران په جنوب ختیځ کې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو په یو جنرل باندې په وروستي برید کې يو ساتونکی ووژل شو

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران سرحدي ګشت کوونکي ځواکونه دلته په دې عکس کې لیدل کیږي چې د مارچ په ۲۳مه خپور شوی و. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران سرحدي ګشت کوونکي ځواکونه دلته په دې عکس کې لیدل کیږي چې د مارچ په ۲۳مه خپور شوی و. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان په صوبه کې تازه برید چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) یو جنرل یې په نښه کړو، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د چارواکو او لوړ پوړو قوماندانانو په وړاندې د بریدونو د مخ په زیاتیدونکي نمونې په توګه کتل کیږي، چې د رژیم د پالیسۍ پروړاندې د خلکو د زیاتیدونکي ناخوښۍ څرګندونه کوي.

د اپرېل په ۲۳مه، نامعلومو وسله والو په هغه موټر ډزې وکړې چې د آی آر جي سي یو جنرل یې بووستلو، او په پايله کې د هغه ساتونکی د ټوپک په جګړه کې ووژل شو.

بریګيډير جنرل حسين الماسي، چې په سیستان او بلوچستان صوبه کې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د سلمان فارسي بريګيډ کمانډر دی، د دغه برید هدف و. د آی آر جي سي پورې تړلو رسنیو وويل چې الماسي په برید کې روغ پاتې شو او ژوبل شوی نه دی.

د الماسي وژل شوی ساتونکی محمود ابسلان د آی آر جي سي د سلمان فارسي بريګيډ د ډپټي کمانډر جنرل پروېز ابسلان زوی و.

د صوبې د څار ادارې "رسد بلوچ" ټیلیګرام چینل کې خپاره شوي ویډیوګانې ښیي چې د محمود ابسلان لاش له هسپتال څخه خوشې کیږي.

دولتي رسنیو اعلان وکړو چې نامعلوم بریدګر نیول شوي خو نور جزیات یې ورنه کړل.

د آی آر جي سي کمانډر قاسم سلیماني د ایران او عراق د جګړې په پېل کې سلمان فارسي بريګيډ جوړ کړو. دغه بريګيډ له هغه وخت راهیسې په سیستان او بلوچستان، کرمان او هرمزګان صوبو کې فعال دی.

سلیماني د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په بغداد کې وژل شوی و.

دا تازه برید د هغو مراسمو په څنډه کې ترسره شو چې د مۍ د میاشتې له ۵ مې نېټې څخه مخکې ترسرہ کيږي، چې په ۱۹۷۹ کال کې د آی آر جي سي د تاسیس د کلیزې ورځ ده.

د سیستان او بلوچستان د جګړو تاریخ

سیستان او بلوچستان صوبه، چې زياتره پکې سنيان اوسيږي، له اوږدې مودې راهیسې د ناکرارۍ ښکار شوې ده.

د پاکستان او افغانستان په پوله پروت سویل ختیځ صوبه اکثر وخت د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ د بریدونو او نښتو ډګر وي.

د نشه يي توکو قاچاقبران او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي ډلې، چې ډېر یې وسله وال دي، په ځانګړې توګه په سیستان او بلوچستان کې فعال دي، او اکثر وختونه په پوله او صوبه کې، په ځانګړې توګه په مرکزي ښار زاهدان کې، د آی آر جي سي ځواکونو سره نښتې کوي.

د آی آر جي سي عناصرو او چارواکو باندې بریدونه يوه عامه خبره ده، چې ځینې پکې د بلوچ ډلو لخوا ادعا شوې کوم چې د تبعیض او محرومۍ شکایت کوي.

د جنورۍ په مياشت کې، په سیمه کې په نښتو کې د نهو کسانو په ګډون د آی آر جي سي درې غړي ووژل شول.

یوه میاشت وړاندې، امنیتي ځواکونو یو وسله وال ووژلو چې د آی آر جي سي د کلیوالي استخباراتو پر دفتر یې برید کړی و.

او د نومبر په میاشت کې، ارنا خبري اژانس وویل چې د پولې په اوږدو کې په نښتو کې د امنیتي ځواکونو درې غړي ووژل شول.

د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په سیستان او بلوچستان کې د نیم پوځي ځواکونو په یو بس د بم په چاودنه کې د آی آر جي سي لږ تر لږه ۲۷ غړي ووژل شول. دولتي رسنۍ وويل چې د سني جیش العدل (د انصاف پوځ) وسله والې ډلې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.

له پامه غورځول شوې صوبه

د سیستان او بلوچستان نږدې ۶۵ سلنه نفوس بلوچيان دي، چې اکثریت یې سنيان دي. څارونکي وايي چې بلوچيان اکثر وخت له پامه غورځول کیږي، ځکه چې دوی یو توکمیز اقلیت دی.

د ایران سني نفوس هم اکثر د تبعیض شکایت کوي، خو دا تور د رژیم لخوا رد شوی.

په سیستان او بلوچستان کې د حکومت بې غوري د سختې وچکالۍ، د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې، د څښاک د اوبو د کموالي او د اوږدې مودې د بجلۍ دبنديدو لامل شوي دي.

دې کار د بلوچيانو په ستونزو کې زیاتوالی راوستی دی، چې له مخکې نه د بېکارۍ او د سرچینو د نشتوالي سره مخ دي.

د رژیم چارواکو، چې په دوامداره توګه سني مسلمانانو ته په مساوي ډول ګوري، په حقیقت کې د سني اکثریت صوبې له پامه غورځولې دي.

سیستان او بلوچستان د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په مياشت کې د ناکرارۍ سره مخ شوه کله چې امنیتي ځواکونو او د آی آر جي سي غړو د ایران او پاکستان ترمنځ په پوله باندې ساروان ښار ته نژدې په هغو ګڼ شمېر کسانو باندې ډزې وکړې او ويې ووژل کومو چې تېل وړل.

دغه برید یو تاوتریخجن پاڅون پېل کړو چې په ترڅ کې یې رژیم د نورې ناکرارۍ د مخنيوي لپاره په سیمه کې انټرنیټ بند کړو.

د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په مياشت کې وویل، په سیستان او بلوچستان کې د روزګار د فرصتونو د نشتوالي له کبله د دې توکميز بلوچ وګړي له پولې هاخوا په غير قانوني توګه د بلوچ ملګرو سره د تجارت کولو نه علاوه ډیرې کمې متبادلې لارې لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500