روغتیا

د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله د پولې په تړلو کې د ایران 'جرمي غفلت'

د زرک خان له خوا

سرتیري په ۲۰۲۰ کال کې د هغو خلکو لپاره د قرنطين مرکز په لور په يو سړک باندې ولاړ دي کوم چې له ایران څخه د تفتان ښار له لارې راستنیږي. [شاهد علي/ ای اېف پي]

سرتیري په ۲۰۲۰ کال کې د هغو خلکو لپاره د قرنطين مرکز په لور په يو سړک باندې ولاړ دي کوم چې له ایران څخه د تفتان ښار له لارې راستنیږي. [شاهد علي/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د ایران سره خپله پوله د خلکو لپاره بنده کړې ده چې د کورونا ویروس د نويو ډولونو مخه ونیسي. دا يو داسې اقدام دی چې د وبا سره په مقابله کې په تهران باندې د پاکستان بې باوري څرګندوي.

د ملي کمانډ او عملیاتو مرکز (اېن سي او سي)، چې یوه دولتي اداره ده او د کورونا ویروس پروړاندې د غبرګون نظارت کوي، د می په ۲مه اعلان وکړو چې دوی به د ۴ مې څخه تر ۲۰ مې پورې یعني د دوو هفتو لپاره د ایران سره خپله پوله وتړي.

پاکستان د ایران سره تقريباََ ۹۳۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

اېن سي او سي د می په ۲ مه په يو بیان کې وویل، "دا پریکړه به یوازې پاکستان ته په راتلونکو مسافرو باندې پلي شي، پداسې حال کې چې دا به د موجوده کارګو/ سوداګرۍ په خوځښت باندې هیڅ اغیزه ونلري."

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکوونکی د اپرېل په ۲۸مه د کورونا ویروس واکسین لګوي. په پاکستان کې، د کووېډ-۱۹ لومړي دوه کېسونه چې له ایران سره يې تړاو لرلو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۶مه راپورته شوي وو. [ زرک خان/ پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې یو روغتیایي کارکوونکی د اپرېل په ۲۸مه د کورونا ویروس واکسین لګوي. په پاکستان کې، د کووېډ-۱۹ لومړي دوه کېسونه چې له ایران سره يې تړاو لرلو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۶مه راپورته شوي وو. [ زرک خان/ پاکستان فارورډ]

ګاډي د دسمبر په میاشت کې د بلوچستان د تفتان له لارې د ایران څخه پاکستان ته داخليږي. پاکستان د می په ۲مه اعلان وکړو چې دوی به د دوو هفتو لپاره د ایران سره خپله پوله وتړي ترڅو د کووېډ-۱۹ د نويو ډولونو د رارسیدو مخه ونيسي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

ګاډي د دسمبر په میاشت کې د بلوچستان د تفتان له لارې د ایران څخه پاکستان ته داخليږي. پاکستان د می په ۲مه اعلان وکړو چې دوی به د دوو هفتو لپاره د ایران سره خپله پوله وتړي ترڅو د کووېډ-۱۹ د نويو ډولونو د رارسیدو مخه ونيسي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اېن سي او سي زیاته کړه چې په دواړو هیوادونو کې به پاکستاني اتباع خپل هيواد ته د بیرته ستنیدو پرمهال ازموینې او د قرنطین پروتوکولونو تعقيب کولو ته اړتيا لري.

په اسلام اباد کې میشته يو دولتي روغتیايي چارواکي وویل، "د ایران سره د پولې د تړلو په اړه د اېن سي او سي پریکړه د تهران له "جرمي غفلت "سره تړاو لري چې په پاکستان کې د کورونا ویروس د خپریدو لامل وګرځيدو."

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "له ایران سره پوله په پيل کې د دوو هفتو لپاره تړل شوې ده." هغه زیاته کړه چې د پولې د بيرته پرانستلو پریکړه به د اېن سي او سي په وروستۍ ناسته کې کیږي.

لومړي کېسونه د ایران سره تړاو لري

ګڼ شمیر پاکستانیو په ایران تنقيد کړی چې د کورونا ویروس د خپریدو په اړه د معلوماتو په خپرولو کې يې له ځنډ څخه کار اخیستلی و، وروسته له هغه کله چې په اسلامي جمهوریت کې د کووېډ-۱۹ کېسونه راپورته شول، او پدې توګه نورو هیوادونو ته يې د دې په خپریدو کې مرسته وکړه.

رايټرز راپور ورکړو، ایراني چارواکو د دسمبر ۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په مياشت کې په قم کې، چيرته چې ډيرو پاکستانيانو سفر کړی و، د ناروغانو د مخ په زياتيدونکي شمير په اړه د ډاکټرانو خبرداری له پامه وغورځولو کومو چې زياته تبه لرله او د پړپوسانو په ناروغۍ اخته وو.

ځینو شنونکو ادعا وکړه چې د ایران رژیم په پیل کې د ویروس د خپریدو خبرونه پټ وساتل چې د فبروري ۲۰۲۰ کال په پارلماني ټاکنو کې د خلکو په ګډون باندې د اغيز کولو مخه ونیسي.

د قرنطین لپاره د اقداماتو د اعلان کولو پرځای، د ایران صدر حسن روحاني له خپلو ملګرو څخه وغوښتل چې په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکړي.

په پاکستان کې، ډاکټرانو د کووېډ-۱۹ لومړي دوه کېسونه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۶ مه ثبت کړل. دغه دواړو کېسونو له ایران سره تړاو لرلو. په دغه وخت کې، هره ورځ په سلهاو پاکستاني زيارت کونکي د شیعه زیارتونو د لیدو لپاره هره ورځ د تفتان له لارې څخه تیریدل.

دا احتمال شتون لري چې ډیر پاکستاني زیارت کونکي چې په دې ناروغۍ اخته شوي وو د ۲۶ فبرورۍ څخه مخکې پاکستان ته راستانه شوي و ځکه چې ایران "په خپله خاوره کې د کورونا ویروس د خپریدو په اړه معلومات پټ ساتلې ول".

په پاکستان کې خصوصي ادارو چې ایران ته د زیارتونو د سفرونو انتظام کوي، وويل، ایران ته په زرګونو زیارت کونکو ته د کورونا ویروس د خپریدو په اړه تهران کره معلومات ورنه کړل.

حسيني د سپتمبر په مياشت کې وويل، "د فبرورۍ په لومړيو کې، په ایران کې له مخکې نه د کورونا ویروس د خپریدو له امله د مرګونو په اړه اوازې پیل شوې وې." "خو د ایران رژیم دا معلومات له هرچا څخه پټ وساتل، په ځانګړي توګه د نورو هیوادونو له زيارت کوونکو څخه."

د حسیني په وینا، ځکه چې زیارت کوونکو د ویروس د خپریدو په اړه څه خبرداری نه و ترلاسه کړی، هغوی تر هغه وخته پورې ایران ته سفر کولو کله چې تهران په رسمي ډول د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۹ مه د وبا او د مرګونو په اړه اعلان وکړو.

جبري بيرته ليږل

د کورونا ویروس د خپریدو د پټولو لپاره د خپلو هڅو په تعقیب کې، تهران د فبرورۍ په میاشت کې په سلګونو پاکستاني زيارت کونکي د ويروس لپاره د معاينې پرته بيرته راوليږل.

لکه څنګه چې په ایران کې د ناروغۍ کېسونه په چټکۍ سره ډيريدل پیل شول، پاکستاني چارواکو د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶مه د ایران سره پوله بنده کړه. د ۲۰۲۰ کال د اپرېل د مياشتې پورې، ډاکټرانو وموندله چې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو ۵۱٪ برخه د دغه زيارت کونکو سره تړاو لرلو.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ۲۰۲۰ کال د می په میاشت کې وويل، ایران په بلوچستان کې د پولې له لارې شاوخوا ۵۰۰۰ پاکستاني اتباع په بيرته تلو مجبوره کړل، سره لدې چې اسلام آباد وغوښتل چې تر هغه وخته پورې انتظار وکړي ترڅو د هغوی لپاره د قرنطین مرکزونه جوړ کړل شي.

قريشي هغه وخت د قومي اسمبلۍ په يوې غونډه کې وويل، "ما د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې او د پاکستاني شیعه زیارت کوونکو د انتظاماتو لپاره مې د وخت غوښتنه وکړه."

هغه وويل، وروسته له هغې چې د ایران رژیم ځواب ورکړو چې دا د وخت په برخه کې همکاري نه شي کولی، "نو پاکستان د خپلو وګړو د تر لاسه کولو نه بغير بله هيڅ يوه چاره نه لرله."

ډیر پاکستاني زيارت کونکو وویل چې ایراني چارواکو دوی ونیول او په زور يې راوليږل.

د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې محمد حسین د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې وویل، "موږ د ایران مشهد ته د زیارت لپاره تللی وو." "خو هلته چارواکو موږ ونیولو او په بسونو کې يې سپاره کړو او موږ يې د تفتان پولې ته راوړلو.

حسين وويل، ایراني چارواکو د هغه په څیر په زيارت کونکو باندې د دې ناروغۍ پړه واچوله، او زیارت کونکي او کډوال يې روغتیایی پاملرنې ته د لاسرسۍ ترلاسه کولو نه منع کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500