بشري حقونه

د ایران د واکسینو د ستراتیژۍ بياکتنه: انکار، دوکه، بې ایماني

د پاکستان فارورډ له خوا

ایرانیان، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په جريان کې يې حفاظتي ماسکونه اچولي دي، د مۍ په ۲۸مه په تهران کې په یو بس کې سفر کوي. زياتره خلک واکسينو ته لاسرسی نه لري. [ای اېف پي]

ایرانیان، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په جريان کې يې حفاظتي ماسکونه اچولي دي، د مۍ په ۲۸مه په تهران کې په یو بس کې سفر کوي. زياتره خلک واکسينو ته لاسرسی نه لري. [ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ډیر هیوادونه د کووېډ-۱۹ په پروړاندې خپلو نفوس ته د واکسينو ورکولو په پروسه کې دي، ایران وروسته پاتې شوی دی ځکه چې د رژیم ناسم مدیریت او غلطو معلوماتو ډیر ایرانیان د وژونکي ویروس او د دې له ډولونو سره مخامخ کړې دي.

ایران په منځني ختیځ کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو او مړیو ترټولو لوی شمیر لري. د رسمي معلوماتو له مخې، د جون تر ۱۸ مې پورې، له ۳ ملیونو څخه د ډیرو ایرانیانو د ویروس ازموينه مثبته راغلې ده او له ۸۲۰۰۰ څخه ډیر په کې مړه شوي دي.

ماهرین وایي چی اصلي ارقام د پام وړ لوړ دي.

د بحران او مخ پرزیاتیدونکي خطرو سربيره، ایراني چارواکو د وبا له خپرېدو راهیسې د عامې روغتیا په پرتله سیاست ته لومړیتوب ورکړی دی.

د ایران ستر رهبر علي خامنه اي د جنورۍ په ۸ مه په دې تصوير کې د یوې وینا پر مهال ښودل کیږي، کله چې هغه اعلان وکړو چې هغه به د ایران خلکو ته د متحده ایالاتو او انګلستان د واکسینونو د رسېدو مخنيوی وکړي. [د عالي رهبر دفتر]

د ایران ستر رهبر علي خامنه اي د جنورۍ په ۸ مه په دې تصوير کې د یوې وینا پر مهال ښودل کیږي، کله چې هغه اعلان وکړو چې هغه به د ایران خلکو ته د متحده ایالاتو او انګلستان د واکسینونو د رسېدو مخنيوی وکړي. [د عالي رهبر دفتر]

ایرانیان، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په جريان کې يې ماسکونه اچولي دي، د می په ۱۶مه د تهران په مرکز کې په انقلاب څلورلارې کې په دې تصوير کې ښودل شوي دي. زياتره ایرانیان واکسینو ته لاسرسی نه لري. [عطا کینیر/ای اېف پي]

ایرانیان، چې د کورونا ويروس ناروغۍ په جريان کې يې ماسکونه اچولي دي، د می په ۱۶مه د تهران په مرکز کې په انقلاب څلورلارې کې په دې تصوير کې ښودل شوي دي. زياتره ایرانیان واکسینو ته لاسرسی نه لري. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د دې یوه روښانه بیلګه دا وه چې د ایران مشر علي خامنه اي د جنورۍ په میاشت کې له متحده ایالاتو او انګلستان څخه د کووېډ-۱۹ واکسینونو په واردولو بندیز ولګوو.

د بندیز په اړه، حکومتي چارواکو وویل چې دوی به واکسین "له یو خاص هیواد" څخه واخلي، او د سرچینې د نوم د ښودلو څخه يې انکار وکړو ځکه چې دوی د بې اعتباره چینايي او روسي واکسینونو له کبله د عکس العمل ويره لرله.

حتی د ایران خپل د عامې روغتیا چارواکي چې د دې د کووېډ-۱۹ کاري ځواک د غړیو په توګه کار کوي ورته بې اعتمادي څرګند کړی دی.

حتی په داسې حال کې چې ایران په تير وخت کې د ازموینو او طبي تجهیزاتو د کمي سره مخ و، متحده ایالاتو ایران ته په دواړو برخو کې د مرستې وړاندیز وکړو -- چې دغه وړاندیز رد کړل شو.

د جنورۍ د مياشتې ۸ مه نيټه لومړی ځل نه و چې خامنه اي په ورته وینا کې د لویدیځ قدرتونو او کورونا ویرس په عامه توګه یادونه وکړه.

په مارچ ۲۰۲۰ کال کې د نوروز (ایراني نوي کال) په موقع په وينا کې خامنه اي اشاره وکړه چې کيدي شي متحده ایالاتو دا ویروس تولید کړی وي..

د ناروغۍ په لومړیو مرحلو کې، مخکې له دې چې دا په نړۍ کې خپره شوه، دا ویروس، چې په قم کې پيل شوی و، په ایران کې خپور شو. قم د هیواد ترټولو لویه او يوه مهمه مدرسه ده.

د رژیم چارواکو په قم کې دا ناروغي پټه وساتله، او ویروس ته یې په ټول هيودا کې د خپريدو اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې دوی د غلطو معلوماتو په کمپاین باندې کار کولو چې درې اساسونه يې لرل: انکار، دوکه او بې ایماني.

په ورته وخت کې د ایران حکومت چین ته -- چې د ويروس پيژندل شوي سرچينه ده -- د الوتنو په دوامداره توګه اجازه ورکړه.

وروسته له هغه چې د مرګ ژوبلې زیاتوالي د ایران حکومت مجبوره کړو چې دا وبا ومني، چارواکو په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کيدو او مرګونو د شمیر په اړه دروغ ویل پیل کړل.

دروغ او ډیر دروغ

د رژیم دروغې افواهګانې په ایران کې د نفسياتي جګړې او د ذهن سازۍ په خورا پیژندل شوي پروسه کې خپریږي.

په لویدیځ کې د ګڼو واکسینونو د جوړولو وروسته، دغه رژیم په دروغه ادعا وکړه چې دا د بندیزونو له امله دغه واکيسنونو ته لاسرسی نه لري، حتی د ملګرو ملتونو کووېډ-۱۹ ته د نړیوالې لاسرسۍ ادارې (کويکس) د ایران لپاره ۴۲۱۶۸۰۰ خوراکونه مختص کړي ول.

سربیره پردې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (او اېف ای سي) اعلان وکړو چې واکسینونه په ایران باندې د بندیزونو څخه معاف دي.

د ایران د رژیم چارواکو د کويکس له لارې د واکسینونو پیرودلو لپاره خپل داستان بدلولو ته دوام ورکړی، حتی چې یو له بل سره مخالفت لري.

په یو وخت کې، حتی چارواکو وويل چې ایراني الوتکو په ضروري کم درجه حرارت کې د فایزر یا موډرنا واکسینونو د ساتلو وړتیا نه لري، او ادعا کوي چې دوی به ایران ته په لاره کې روغ پاتې نشي.

د ترانسپورت چارواکو دا ادعا رد کړه.

لږ وروسته، خامنه اي د امريکې او د بریتانیې په واکسینو باندې د بندیز اعلان وکړو، او په لویدیځ یې تورونه پورې کړل چې دا هڅه کوي چې په ایرانیانو باندې د خپلو تولید شويو واکسینو "ازموینه" وکړي.

دا ټولې کړنې د رژیم لخوا تنظیم شوي وې چې د چین څخه د واکسینو د اخيستلو لپاره حالات جوړ کړي. چين د دوی اوږدمهاله ملګری دی او له هغې سره دوی د ۲۵ کالو معاهده لاسلیک کړې ده چې په هیواد کې یې ډيره ګډوډي رامينځته کړې ده.

چین پخپله اعتراف کړی دی چې کيدی شي د دې واکسینونو په تاثیر کې ستونزه موجود وي..

د اپرېل په مياشت کې، سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړو، د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز مشر ګاو فو په چینګدو کې یو کانفرنس ته وویل چې دغه اداره "په دې کار کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ نه دی."

په واکسين ورکولو کې شاته پاتې کيدل

د ایران د روغتیا وزارت د جون په ۱۸ اعلان وکړو چې یوازې ۴۳۶۹۰۳۹ ایرانیانو د واکسینو لومړی دوز ترلاسه کړی دی، او یوازې ۸۹۵۱۵۲ کسانو دویم دوز ترلاسه کړی دی.

ايرانيان، چې د واکسینو اخیستلو لپاره ليواله او مايوسه دي، د دې نه علاوه بله لاره نه لري چې هغه واکسين ترلاسه کړي کوم چې د دوی رژیم ورته په هیواد کې اجازه ورکوي، ځکه چې دوی د لوی مالي فشار او د بیکارۍ د لوړې کچې سره مخ دي.

رسمي شمیرې، چې په دوامداره توګه د اصلي ارقامو په پرتله کمې دي، ښیي چې د مۍ تر وروستیو ورځو پورې، لږ تر لږه ۱.۴ ملیونه ایرانیان د کورونا ویروس د بحران له کبله بې روزګاره شوي دي.

ایران له چین او روسیې څخه واکسینونه اخیستلي او وارد کړي دي، په داسې حال کې چینايي واکسین تر ټولو زيات دي.

یوازې د مۍ په میاشت کې، د چینایي واکسینو څه دوه ملیونه خوراکونه ایران ته صادر شول.

حتی د جون د نیمایي پورې، زياتره خلکو لاهم واکسین ندي ترلاسه کړي. د مشرانو وګړو لوی شمیر یوازې د واکسینو یو دوز ترلاسه کړی او اوس ورته ویل کیږي چې دوهم دوز به تر بل نوټس پورې شتون ونه لري.

د ایران حکومتي چارواکي وايي، "ملګري هیوادونه" چې د ایران حکومت ته يې واکسینونه پلورلي دي د تادیاتو ترلاسه کولو سربیره "په خپلو ژمنو پوره کولو" کې پاتې راغلي دي.

مړه شوي کسان د مشرانو لاسته راوړنې دي

په ورته وخت کې، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو چې د خامنه اي له کلک ملاتړ سره د ایران په اقتصاد باندې زيات نفوذ لري، د لویو مالي ګټو د ترلاسه کولو لپاره چمتو دی.

تیره میاشت، د روحاني حکومت خصوصي سکتور ته د کووېډ-۱۹ واکسینونو واردولو اجازه ورکړه. که څه هم، خصوصي سکتور په حقیقت کې د آی آر جي سي سره تړلي شرکتونه یا هغه شهزادګان دي چې له خامنه اي سره نږدې اړیکې لري.

په عین حال کې، د ایران د روغتیا وزارت د خپل واکسین جوړولو په پروسه کې دی، چې په اړه يې ساینسي تفصيلات ډير کم موجود دي.

د جون په ۱۳ مه، د ایران د روغتیا وزیر سعید نماکي اعلان وکړو چې د ایران واکسین، COVIran Barekat، لپاره انساني آزمایښتونه بشپړ شوي، او په راتلونکې میاشت کې به هره هفته تقريباََ ۳ ملیونه خوراکونه تولید شي.

د Barekat د درملو ۹۰٪ برخه د امام [خمیني] د لارښود د اجرایوي مرکزي دفتر ملکیت دی.

COVIran Barekat د امام [خمیني] لارښود اجرایوي مرکزي دفتر، چې د قانون پوه د سرپرستۍ لاندې د څو ملیونه ډالرو کارپورېشن دی او د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب نه لږ وروسته د روح الله خمیني لخوا تاسيس شوی و، په ليبارټرۍ کې جوړ شوی و.

د رژیم چارواکو په تکرار سره ویلي چې دوی د کووېډ-۱۹ د اتو مختلفو واکسینونو جوړولو په پروسه کې دي، چې یو په کې د کیوبا په شراکت سره جوږيږ، خو د اړوندو عملیاتو په اړه توضیحات او معلومات څرګند نه دي.

نامناسبه لومړيتوبونه

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا بحران روان دی، دغه رژیم غوره کړې چې خپلې کمې شوې سرچینې په آی آر جي سي او د هغې په سیمه ایزو پراکسیو باندې خرچ کړي، چې په دې کې د لبنان حزب الله، عراقي ملیشې او په یمن کې حوثيان شامل دي.

په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د مرکې یوه تازه آډیو فایل د رژیم د غير مناسبه لومړیتوبونو نور ثبوت وړاندې کوي.

په دغه فايل کې، چې د اپرېل په ۲۵ مه په پراخه کچه خپور شوی و، د بهرنیو چارو وزیر د ایران په بهرنۍ پاليسۍ کې د آی آر جي سي او د قدس ځواک د پام وړ رول اعتراف کوي.

ظريف په دغه مرکه کې په پرله پسې ډول ټينګار وکړ چې اسلامي جمهوريت د سفارتکارۍ په پرتله خپل سيمه ييز شتون او توسعه پالېسۍ ته لومړيتوب ورکوي.

دغه رژیم د نړۍ له قدرتونو سره د مهم اټومي تړون څخه سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د مۍ په میاشت کې د ایران د نا اعلان شوي اټومي فعالیت او د هغې د بډايه شوي یورانیم ذخيرې په اړه انديښنه څرګنده کړه، کومه چې له ټاکل شوي حد څخه ۱۶ چنده زياته وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500