امنیت

افغان ځواکونو په هلمند کې د القادې هغه ۳۰ غړي وژلي کومو چې د طالبانو سره مرسته کوله

د پاکستان فارورډ له خوا

د ۲۱۵ میوند قول اردو غړي د مې په ۱۶ مه په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي انځور کې د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې روان دي. [ميجر جنرل سید سمیع سادات/ټویټر]

د ۲۱۵ میوند قول اردو غړي د مې په ۱۶ مه په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي انځور کې د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې روان دي. [ميجر جنرل سید سمیع سادات/ټویټر]

لښکرګاه -- د افغان ملي پوځ يو کمانډر وويل، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه باندې د طالبانو په بریدونو کې د زياتوالي په ځواب کې د القاعدې لږ تر لږه ۳۰ غړي ووژل.

طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ (د می په ۳۱ مه) راپور ورکړو چې په تیرو دریو هفتو کې طالبانو په لښکرګاه باندې تقريباََ ۷۰۰ بریدونه کړي دي، چې زياتره یې د ښار په شاوخوا کې د پولیسو پر ولسوالیو کړي دي.

د افغان ملي پوځ ۲۱۵ میوند قول اردو کمانډر ميجر جنرل سید سمیع سادات وویل، د دې ډلې سره "د القاعدې جنګیالیو مرسته کړې وه".

هغه طلوع نیوز ته وویل، "د القاعدې جنګیالیو په لومړۍ لیکه کې زموږ د سرتیرو پروړاندې جګړه کړې ده." "په تیرو دریو هفتو کې په نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي."

یو پولیس د سړک د یوې پوستې ساتنه کوي، په داسې حال کې چې په کور دننه بې ځایه شوې کورنۍ د مۍ د میاشتې په پنځمه نيټه د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ له جګړې څخه تښتي. چارواکو وويل چې امریکايي الوتکو د هیواد په سویل کې د طالبانو د لوی برید په وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ کولو، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو پوځ سرتیري د وتلو په حالت کې دي. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

یو پولیس د سړک د یوې پوستې ساتنه کوي، په داسې حال کې چې په کور دننه بې ځایه شوې کورنۍ د مۍ د میاشتې په پنځمه نيټه د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ له جګړې څخه تښتي. چارواکو وويل چې امریکايي الوتکو د هیواد په سویل کې د طالبانو د لوی برید په وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ کولو، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو پوځ سرتیري د وتلو په حالت کې دي. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

هغه وویل، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو د القاعدې د غړو د شناخت او نورو اسنادو په اړه شواهد راټول کړي دي.

سادات د می په ۲۵ مه په ټویټر کې په يو خپور شوي آډیو کې يو خپلواکه ژورنالیست بلال سروري ته وویل، "په هلمند کې د جګړې ډګر … خورا سخت دی، او سږکال د مۍ په میاشت کې وروسته له هغې دې شدت وموندو کله چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمينځ موافقه پای ته ورسیده او طالبانو په لښکرګاه ښار، په ناوه او نهر سراج کې پراخه بریدونه پیل کړل."

هغه وویل، "په تیرو اوو ورځو کې، طالبانو له ۳۹۰ څخه زیات بریدونه کړي دي، چې زياتره پکې په لښکرګاه ښار باندې متمرکز وو، او تقريباََ ۳۰۰۰ جنګیالي په ټول هلمند او جنوب لویدیځ افغانستان کې رایو ځای شوي شول."

"خو دوی په خپل هیڅ یو هدف کې ندي بریالي شوي، او دوی خورا تلفات هم ترلاسه کړي دي."

سادات وویل، طالبانو غوښتل چې په لښکرګاه قبضه وکړي، دغه ښار له کندهار څخه جدا کړي او څو لویو لارو ته يې لاسرسي بنده کړي.

هغه وويل، "په درېو واړو اهدافو کې دوی په لویه کچه ناکامه شوي دي."

سادات د می په ۲۶ مه ټویټ وکړو، د مۍ له لومړۍ نیټې راهیسې، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو د طالبانو ۶۵۳ غړي وژلي او د ۲۰۰ څخه ډیر یې ژوبل کړي دي.

هغه ليکلي، "د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو نه یوازې د دوی ۱۴ تش په نامه يونټونه ختم کړل، بلکې د دوی د جګړې ۳۱ کمانډران يې هم ووژل، چې په دوی کې تش په نامه نايب ګورنر هم شامل دی."

هغه د مۍ په ۲۶ مه هم ټویټ وکړو، "د لښکرګاه له جګړې څخه مونږ درې سبقونه ترلاسه کړي دي: ۱) طالبانو د دوحې خبرې اترې د پوځي بريدونو لپاره استعمال کړې او د ترهګرۍ لپاره يې د یوې وسیلې په توګه کاروي. ۲) افغان ځواکونه به طالبانو ته ماتې ورکړي ۳) ځايي خلک له طالبانو څخه نفرت کوي."

د دې نښتو له امله لږ تر لږه ۴۵۰۰ کورنۍ په لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې بې ځایه شوي دي، چې ځینو پکې د ښار په خوندي سیمو کې پناه اخيستې ده.

احمد، چې د لښکرګاه یو اوسیدونکی دی او په کور کې هغه وخت پاتې شوی و کله چې د هغه کورنۍ له کوره وتښتیدله، د تاوتریخوالي غندنه وکړه.

هغه طلوع نیوز ته وویل، "ستونزې پدې ډول نه شي حل کیدی." "موږ الله ته دعا کوو چې سوله راولي."

د القاعدې سره اړيکې

په هلمند صوبه کې د طالبانو بریدونه وروسته له هغه ډیر شوي کله چې د مۍ په میاشت کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په رسمي ډول له افغانستان څخه وتل پیل کړل. د چارواکو له مخې، د ځواکونو وتل به د ۱۱ سپتمبر څخه مخکې پای ته ورسيږي.

په عېن وخت کې، د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې د تير سپتمبر په میاشت کې د قطر په دوحه کې پیل شوې وې، خو پرمختګ په ځای ودريدلی سره لدې چې په نړيواله کچه د خبرو اترو د پیل لپاره هڅې شوي دي.

طالبانو له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پلمه د خپل "جهاد" لپاره کارولې ده.

دې ډلې د واشنګټن سره د سولې د تړون د یوې برخې په توګه چې په فبروري ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوی و د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه هم کړې وه.

کتونکي وايي، د طالبانو په تاوتریخوالي کې زیاتوالی، د دې ډلې له القاعدې سره دوامداره اتحاد او په ملکي وګړو باندې د داعش د بریدونو زغمل د طالبانو منافقت په ګوته کوي.

د مشرانو جرګې غړي محمد آصف صديقي د اپرېل په وروستيو کې وويل، افغان امنيتي ځواکونه او ادارې، ملګري ملتونه او متحده ايالات ټول تاييدوي چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي.

هغه وويل، پر ځای يې، طالبانو له القاعدې سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې ټینګې کړي او لا یې پیاوړې کړي دي.

صديقي وويل، "طالبان او القاعده ګډې موخې او ګټې لري … او دوی د خپلو دښمنانو پروړاندې د یو بل تخنیکي، پوځي، مالي او استخباراتي ظرفیتونه کاروي."

د ملي امنیت رياست مشر احمد ضیاء سراج د اپرېل په ۲۷ مه په پوځي عملياتو کې د القاعدې د څو لوړ پوړو چارواکو د وژل کیدو په حواله خبريالانو وويل، "دا ښکاره خبره ده چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې په انفرادي [قوماندانۍ کچه] یا سیمه ییزه کچه نه دي پرې کړي."

هغه وویل، "طالبانو په افغانستان کې ټولو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه برابر کړي دي... د طالبانو له ملاتړ پرته، هیڅ يوه ترهګره ډله فعالیت نه شي کولی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500