امنیت

د سنګوریانو ډله: په افغانستان کې د طالبانو لپاره یو وحشتناک خوب

د ضیا ثمر راپور

یوې ډلې، چې په پټه په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد جګړه کوي، د یاغیانو تر منځ‌ وېره او ګډوډي رامنځته کړې ده.‌ د دې ډلې غړي د طالب جنګیالیو په څېر ښکاري -- هغوی اوږدې ږیرې لري، او د طالبانو په څېر تورې پګړۍ په سروي، او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي. [ضیا ثمر]

افغانستان -- یوه ډله، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد پټ جنګ کوي، د اورپکو د جنګیالیو تر منځ د وېرې او ګډوډۍ سبب شوې ده.

د «سنګوریان» ګروپ -- چې نوم یې د یوې ترکۍ تلوېزیوني ډرامې د پټو فعالانو له ډلې څخه اخیستل شوی -- له محلي اوسېدونکیو څخه تشکیل شوی او افغان حکومت یې ملاتړ کوي.‌

د دې ډلې غړي د طالب جنګیالیو په څېر ښکاري -- هغوی اوږدې ږیرې لري، او د طالبانو په څېر تورې پګړۍ په سروي، او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

سنګوریان ډله د۱۳۹۴ په مرغومي کې د ملي امنیت ریاست په مرسته رامنځته شوه او اوس د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، او همدارنګه په نادعلي او ناوه ولسوالیو کې جګړه کوي.

د سنګوریانو ډلې غړي د مرغومي په ۱۹ مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې د افغان ملي اردو او محلي پولیسو سره څنګ په څنګ په تصفیوي عملیاتو کې برخه اخلي. [ضیا ثمر]

د سنګوریانو ډلې غړي د مرغومي په ۱۹ مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې د افغان ملي اردو او محلي پولیسو سره څنګ په څنګ په تصفیوي عملیاتو کې برخه اخلي. [ضیا ثمر]

د سنګوریانو ډلې جنګیالي د ۱۳۹۵ د غوایي په ۲۹ مه، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې طالب اورپکو ته په کمین کې انتظار کوي. [ضیا ثمر]

د سنګوریانو ډلې جنګیالي د ۱۳۹۵ د غوایي په ۲۹ مه، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې طالب اورپکو ته په کمین کې انتظار کوي. [ضیا ثمر]

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس د کب په ۲ مه سنګوریان جنګیالي ښیي، چې د هلمند ولایت د ګرېشک ولسوالۍ په آب پشک سیمه کې ځای پرځای شوي دي.

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس د کب په ۲ مه سنګوریان جنګیالي ښیي، چې د هلمند ولایت د ګرېشک ولسوالۍ په آب پشک سیمه کې ځای پرځای شوي دي.

د لښکرګاه په مختار سیمه کې د سنګوریانو د ډلې قوماندان عزت الله مجاهد سلام ټایمز ته وویل، «څو چې زمونږ په بدن کې یو څاڅکی وینه هم وي، مونږ به د الله د رضا لپاره د منافقو طالبانو پر ضد جګړه وکړو،»

هغه وویل،‌ «ټول ملکي خلک له مونږ سره همکاري کوي. قومي مشران او پخواني مجاهدین له مونږ سره ملګري دي،»

«مونږ له دې پرته چې د دې هېواد دښمنان -- د ایران غلامان، د روسیانو بچیان ورک کړو نور هېڅ هدف نه لرو. زه نه جنرالي غواړم نه ډګروالي -- زه یوازې دا غواړم چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

د طالبانو لپاره یو 'لوی سرخوږی'

د سنګوریانو ډلې نه یوازې د امنیت په ټینګولو، بلکې همدارنګه د طالب جنګیالیو تر منځ د بې اعتمادۍ په رامنځته کولو کې هم خپل رول ثابت کړی دی.‌

له لښکرګاه څخه یوه قومي مشر حیات الله جمال وویل، طالب جنګیالي له دغه ګروپ څخه سخت وېرېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان حتی د یوې شپې لپاره په هلمند کې په هېڅ ځای کې هم د سنګوریانو ډلې له وېرې ارام نشي کولی،»

هغه وویل،«تر اوسه پورې دوه کاله کیږي، خو مونږ له سنګوریان ډلې څخه ناوړه چلند نه دی لیدلی. هغوی ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسولی او نه یې له ملکي خلکو نه پیسې اخیستي دي.»

هغه وویل، «هغوی ډېر امنیت راوستی دی. مونږ له هغوی سره خوشحال یو. هغه څوک، چې د سنګوریانو پر ضد تبلیغات کوي، هغه د اورپکو جاسوسان دي.»

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي محمد ظریف بارکزي، چې ۵۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخت راهیسې چې سنګوریان راغلي او دلته توظیف شوي، طالبان له دې ځای څخه منع شوي دي. دا ډله د طالبانو لپاره یو غټ سرخوږی دی، او هغه د هغوی لپاره په هرځای کې په سرخوږي بدله شوې ده.»

په ناوه ولسوالۍ کې یوه دوکاندار محمد ولي بارک سلام ټایمز ته وویل، «له دې امله چې طالبانو ملکي خلک وېرول او له دې امله چې هغوی له ورانولو څخه پرته نور هېڅ نه کول... خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېدل،»

هغه وویل، «سنګوریانو وکولی شوای چې له ډېرو سیمو څخه طالبان وباسي،»

یوه قومي مشر او د ولسوالۍ د شورا د دفاعي کمېټې آمر عبدالخالق وویل، «د سنګوریانو ډلې... شپه او ورځ هڅه وکړه چې دلته په ګرېشک کې طالبان وځپي او هغوی دښمن ته ماتې ورکړه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس دښمن وېرېدلی دی، او نشي کولی چې په ارامه خوب وکړي.‌ هغوی نشي کولی چې بیا په ازاد ډول فعالیت وکړي.»

طالبان مات او وځپل شول

په هلمند کې د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د سنګوریانو ډلې یو شمېر مخور طالبان د جنګ له کرښو څخه را اېستلي او اوس هغوی د حکومت په توقیف کې دي.‌

هغه وویل، «دې ډلې په نوزاد، واشېر، موسی کلا او نادعلي ولسوالیو کې په مخامخ جګړو کې د طالبانو یو شمېر مشهورې ډلې له منځه وېوړې. د غوایي په ۲۰ مه په موسی کلا ولسوالۍ کې ۴ مخور طالبان ونیول شول، او اوس هغوی له مونږ سره په توقیف کې دي.»

هغه وویل،‌«دې ډلې د طالبانو د ملا تیر مات کړی دی او اوس طالبان یو په بل باور نه کوي،»

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام ټایمز ته وویل، «سنګوریان ډلې سیمې ساتلي او یاغیانو ته یې ماتې ورکړي دي،»

هغه وویل، «سنګوریانو له ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې، په لیرې پرتو سیمو کې یې د طالبانو پر ضد مخامخ جګړې کړي او ښه نتایج یې ترلاسه کړي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکې، ایران او هند د ټولو سازشونو باوجود به طالبان بریالي شي.

ځواب

دا د مجاهدینو په وړاندې د امریکې سازش دی ... دا د داعش غړي دي چې په دې وروستیو کې منتقل کړی شوي دي ... او دا د طالبانو په جامه کې د غلط فهمۍ رامنځته کولو يوه هڅه ده. خو افغان طالبان به د الله په فضل سره بریالي شي.

ځواب

زه نه پوهیږم چې سلام ټايمز د کوم ځای نه فعاليت کوي. حقیقت دا دی چې طالبان په افغانستان کې د زیاتره ګروپونو استازی دی. د شمالي اتحاد د اکثریتي استازو سره موجوده اوسنی حکومت يو اقليتي حکومت دی. په افغانستان یا په بله سیمه کې ریښتیني سوله د ټولو ډلو په ځانګړي توګه د اکثریتي ډلې د استازو نه بغير ترلاسه کيدې نه شي.

ځواب