کډوالان

په عکسونو کې: بې ځایه شوي افغانان د تاریخي اسلامي ځای په کهنډراتو کې میشت شوي دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

image

سړي د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې په یو تاریخي ځای قلعه کوهنه کې یو زوړ محل ته نږدې په لاره روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

د قلعه بوست د تاريخي قلعه محراب د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې د لښکرګاه په څنډه کې په بوست کې ليدل کيږي. [وکيل کوهسار/ای اېف پي]

image

په کور دننه بې ځایه شوې يوه افغان ښځه د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې په لشکرګاه کې په يو تاریخي ځای قلعه کوهنه کې خپل کور ته روانه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

په کور دننه يو بې ځایه شوی افغان سړی او ماشومان د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې په لشکرګاه کې په يو تاریخي ځای قلعه کوهنه کې، چيرې چې دوی د نورو کورونيو سره ژوند کوي، د يو محل په کهنډراتو کې دننه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

په کور دننه بې ځایه شوي افغان ماشومان د مارچ په ۲۷مه د يو محل په کهنډراتو کې ګرځي چیرې چې دوی د قلعه کوهنه په تاریخي ځای کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

د قلعه بوست تاريخي قلعې ته نږدې د يو محل کهنډرات د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې د لښکرګاه په څنډه کې په بوست کې په دې تصوير کې ښودل شوي دي. [وکيل کوهسار/ای اېف پي]

image

په کور دننه بی ځایه شوی افغان سړی د مارچ په ۲۷مه د يو محل په کهنډراتو کې دننه آرام کوي چيرې چې په کور دننه بې ځايه شوي کورنۍ د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې د قلعه کوهنه په تاریخي ځای کې ژوند کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

په کور دننه بې ځایه شوي افغان ماشومان د مارچ په ۲۷مه د يو محل په کهنډراتو کې دننه ګرځي چیرې چې دوی د هلمند صوبې په لښکرګاه کې د قلعه کوهنه په تاریخي ځای کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

يو سړی او هلک د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې په لښکرګاه کې د قلعه کوهنه په يو تاريخي ځای کې یو زوړ محل ته نږدې، چيرې چې بې ځايه شوي کورنۍ ژوند کوي، په لاره روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

په کور دننه بې ځایه شوي افغان سړي او هلکان د مارچ په ۲۷مه د يو محل د ديوال په اوږدو کې روان دي چيرې چې دوی د نورو کورنيو سره د هلمند صوبې په مرکزي ښار لښکرګاه کې د قلعه کوهنه په تاریخي ځای کې ژوند کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

image

د قلعه بوست تاريخي قلعې ته نږدې د يو محل کهنډرات د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې د لښکرګاه په څنډه کې په بوست کې په دې تصوير کې ليدل کيږي. [وکيل کوهسار/ای اېف پي]

image

يو څو سړي د هلمند صوبې د لښکرګاه په څنډه کې د قلعه بوست په تاريخي قلعه کې د مارچ په ۲۷مه ګرځي. [وکيل کوهسار/ای اېف پي]

هلمند -- په هلمند صوبه کې د زرو کالو زوړ د شاهي ښار کهنډرات، چې یوځل د نامتو اسلامي سلطنتونو څخه د سلطانانو د ژمي استوګنځی و، د هغو سلګونو افغانانو کور جوړ شوی چې د طالبانو له تاو تریخوالي څخه تښتیدلي دي.

د هلمند سیند په اوږدو کې په يو ګړنګ کې د خاورې جوړ حیران کن پیچلی مرکز، چې د ورانیدو او د ښار د پراخه کيدو د تجاوزاتو او همدارنګه د عارضي ودانیو، چې په دې کې دننه يې وده کړې ده، له ګواښ سر مخ دی.

د اکتوبر د میاشتې راهیسې په زرګونو افغانان د طالبانو له بریدونو وروسته په هلمند کې بې ځایه شوي دي، او پداسې حال کې ګڼ شمیر په مرکزي ښار لښکرګاه کې -- کوم چې د دولت تر کنټرول لاندې دی -- میشته شوي دي او ځينې کسان د نورو داخلي بې ځايه شويو کورنیو سره په کهنډاراتو کې يو ځای شوي دي.

قلعه کوهنه، لکه څنګه چې په سیمه ایزه کچه پیژندل کیږي، یا د لرغون پیژندونکي د لښکري بازار په توګه پیژني، د خپلې کچې، د پام وړ معمارۍ او په ديوالونو باندې د نقش نګارۍ له کبله نړیواله پاملرنه ځانته راړولې ده.

image

په کور دننه بی ځایه شوي افغان سړي د مارچ په ۲۷مه د هلمند صوبې په لشکرګاه کې په يو تاریخي ځای قلعه کوهنه کې، چيرې چې دوی د خپلو کورونيو سره ژوند کوي، د يو زوړ محل په اوږدو کې په لاره روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په ۱۰ کیلو میتره کې پروت دغه ځای د غزنوي او غوري سلطانانو یوازینی پیژندل شوی استوګنځای دی -- دا هغه دوه خاندانونه دي چې د ۱۰مې او ۱۳مې پیړۍ تر مینځ یې په هغه سيمه کې حکومت کړی و چې په اوسني وخت کې افغانستان دی او د شمالي هندوستان پورې يې د اسلامي هنر خپور کړی و.

فیلیپ مارکوېس، چې په افغانستان کې د فرانس د لرغونپوهنې د وفد مشر دی، وويل، "په اسلامي نړۍ کې هیڅ ځای شتون نلري چیرې چې موږ ورته یو ځای ولرو -- دا هغه یو ځای دی چې مربوط دی، پراخه دی او په هرصورت کې اوس هم نستباََ ښه خوندي ساتل شوی دی."

هغه ای اېف پي ته وویل، "د دې ساتل مهم دي ځکه موږ ډاډه یو چې دا به موږ ته د دې دور په اړه ډېر څه معلومات وښيي.

دطالبانو د تاوتریخوالې څخه تښتیدل

د پخوانیو برجونو په مینځ کې، اوسیدونکو دروازې او کړکۍ نصب کړي دي او د خټو او واښو سره يې ويجاړيدونکي دیوالونه رنګ کړي دي چې پياوړي او خالي ځايونه پکې بند کړي دي.

د اوسپني نيلي رنګ دروازه د آغا محمد د دوو کوټو په کوچني کور کې لګيدلې ده. په دغه کور کې ۱۱ کسان اوسيږي او هغه په کې د خپل ماشوم زوی لپاره عارضي زانګو لري چې د باڼس نه د جوړ شوي چهت پورې ځوړنده ده.

هغه وويل، "په چهت کې درزونو ته وګوره." "زه ویره لرم چې یوه شپه به دا راغوزار شي."

سویلي افغانستان له تازه جګړې سره مخ شوی ځکه چې د افغان حکومت او طالب مشرانو ترمینځ د سولې خبرې اترې ځنډيدلي دي، او د متحده ایالاتو او ناتو ځواکونه به د سپتمبر په ۱۱مه خپل وروستي سرتیري له هیواد څخه وباسي.

طالبانو د خپلې روانې جګړې د توجیه کولو لپاره د بهرنیو ځواکونو له شتون څخه کار اخیستی دی، خو سره لدې چې د پلان له مخې د سرتيرو په ويستلو کې پرمختګ کيږي، وسله والو په دوامداره توګه د املاکو پروژې ويجاړوي او د ملکي خلکو او د ملي دفاع او امنیت ځواکونو (ای اېن ډي اېس اېف) پروړاندې بريدونه ترسره کوي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د مۍ په ۱۷مه وویل، په دې وروستیو هفتو کې، طالبانو د هلمند، کندهار، بغلان، هرات، فراه او غزني صوبو د نیولو لپاره هڅې کړې دي.

هغه وويل، نه یوازې دوی د يو لوی ښار یا صوبې په نیولو کې ناکامه شوي، بلکې دوی درانه تلفات هم ترلاسه کړي دي، ځکه چې د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو له ۱۰۰۰ څخه ډیر طالبان جنګیالي، کمانډران او کلیدي غړي وژلي دي.

د قلعه کوهنه ښار ډیر اوسیدونکي د پولیسو له کورنیو څخه دي.

۴۸ کلنې بي بي حلیمې وویل، "ما د دې حکومت لپاره درې زامن قرباني کړي دي."

هغې وويل، "طالبانو زموږ کورونه ونيول، نو موږ دلته ژوند کوو او زه يو کوچنی زوی لرم."

یو ګاونډي زیاته کړه، "هر کور له کونډو څخه ډک دی."

۵۴ کلن خودې نظر پر حکومت غږ وکړو چې هغو کورنیو ته چې په کهنډراتو کې ژوند کوي بجلي ورکړي.

هغه وویل، "موږ د جګړو له امله بې ځایه شوي یو. زموږ سیمه لاهم د طالبانو تر کنټرول لاندې ده." هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ چې په دې سیمه کې ژوند کوي د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکړي دي.

"موږ خپلې سیمې ته بيرته نه شو راتلی." "موږ دلته ژوند کوو ځکه چې بې وسه یو."

د دغه ځای ساتل

په دغه ځای کې، چې د ۱۹۵۰په کلونو کې په لومړي ځل د ډافا لخوا موندل شوی و، له هغه وخت راهیسې د ساتنې کار نه دی شوی.

په هغه وخت کې، لرغون پیژندونکو محلونه، یو جومات او نورې نږدې ودانۍ، لکه د لوخو جوړولو او هنر ورکشاپونه، او د تازه خواړو د خوندي کولو لپاره کارول شوي یخ بکسونه په ګوته کړل.

په خورا حیرانونکو کیندنو کې د نقاشیو هغه لړۍ ده چې د محکمې انځورونه ښيي، چې دا په هغه دور کې يوه ډيره نادره خبره وه چې په هغې کې په اسلامي ټولنه کې د ژوندیو موجوداتو حقيقي انځور يو ښه کار نه ګڼل کيدو.

دغه نقاشۍ چې د کابل موزیم ته استول شوي دي په ۱۹۹۰ کلونو کې د کورنیو جګړو پرمهال ویجاړې شوي یا پټې شوي وې.

د ډافا ډايريکټر مارکوېس اوس د نړیوالې تودوخې د اغیزو په اړه اندیښمن دی، چې کیدې شي د سیلاب لامل شي.

له یوې خوا، د خټو او واښو څخه جوړ شوي ديوالونه چې نويو اوسیدونکو په نيم ويجاړ شویو برجونو کې جوړ کړي دي د دوی په عارضي توګه ساتنه کړې ده.

مارکوېس وویل، "خلک پخپله طريقه د ځای ساتنه کوي ځکه چې دا د دوی کور دی."

هغه د "لرغون پیژندنې پارک" جوړولو وړاندیز وکړو چې د ساتنې په پروسه کې بې ځایه شوي افغانان پکې شامل شي چې ګټه وټه ترلاسه کړي او د محل د ديوالونو بهر میشته شي.

خو د شاه محمود حسرت لپاره، چې د دې قلعې په اړه يې کتاب لیکلی دی، د پراخه او نه څيړل شويو کهنډاراتو برخلیک نامعلوم دی.

هغه وویل، "موږ واقعي وېره لرو چې زموږ تاریخ به ويجاړ شي." هغه په حکومت غږ وکړو چې د ساحې ساتنه وکړي.

هغه دغه قلعه "مقدس مزار" سره پرتله کړه او ويې ويل، "د بوست تاریخي قلعه د هلمند د اوسیدونکو لپاره خورا مهمه ده. دا له ۳۰۰۰ کلونو څخه ډیر لرغونی تاریخ لري."

"که چیرې حکومت دوی ته اجازه ورکړي، نو زه ډاډه يم چې هره جمعه به زرګونه خلک هلته لیدنه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500