جرم او انصاف

متحده آيالات د طالبانو له خوا د صوبايي مرکزونو د نيولو په جريان کې د هوایي بریدونو سره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د متحده آيالاتو چارواکي وايي چې د دوی پوځ د افغان ځواکونو سره د طالبانو وسله والو، چې د هیواد د نیولو هڅه کوي، پروړاندې د هغوی په جګړه کې د ملاتړ لپاره بي-۵۲ الوتکې کاروي. [سینټکام]

د متحده آيالاتو چارواکي وايي چې د دوی پوځ د افغان ځواکونو سره د طالبانو وسله والو، چې د هیواد د نیولو هڅه کوي، پروړاندې د هغوی په جګړه کې د ملاتړ لپاره بي-۵۲ الوتکې کاروي. [سینټکام]

کابل -- چارواکو د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۹مه) وويل چې د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه د متحده ایالاتو د الوتکو په هوایي ملاتړ د افغانستان په سویلي ښارونو کې د طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي، د یوې هفتې د خونړي برید وروسته چې طالبانو په کې شپږ صوبايي مرکزونه ونیول.

د ملي دفاع وزارت وويل، په تیرو ۲۴ ګهنټو کې په سلګونو وسله وال وژل شوي یا ټپیان شوي دي، پداسې حال کې چې په کندهار او هلمند صوبو کې -- چې د طالبانو دودیز مرکزونه دي -- د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزۍ له مخې، طالبانو "درانه تلفات" ترلاسه کړي او امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

هغه وویل، "افغان امنیتي ځواکونه په ښارونو کې ګشت کوي."

د کندوز ښار د طالبانو له برید څخه یوه ورځ وروسته د اګست په ۸ مه په دې تصوير کې ښودل شوی دی. [ټولنیزې رسنۍ]

د کندوز ښار د طالبانو له برید څخه یوه ورځ وروسته د اګست په ۸ مه په دې تصوير کې ښودل شوی دی. [ټولنیزې رسنۍ]

په دې فایل عکس کې چې د اګست په لومړۍ نیټه اخیستل شوی د افغان ملي پوځ کمانډو ځواکونه د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمینځ د روانې جګړې په جریان کې د سړک په اوږدو کې چمتو ولاړ دي. د متحده ایالاتو ګرین بیریټس لخوا روزل شوی او په عصري تجهیزاتو سمبال، د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه د طالبانو پروړاندې د لومړۍ لیکې وسله ده. [هوشانګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې فایل عکس کې چې د اګست په لومړۍ نیټه اخیستل شوی د افغان ملي پوځ کمانډو ځواکونه د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمینځ د روانې جګړې په جریان کې د سړک په اوږدو کې چمتو ولاړ دي. د متحده ایالاتو ګرین بیریټس لخوا روزل شوی او په عصري تجهیزاتو سمبال، د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه د طالبانو پروړاندې د لومړۍ لیکې وسله ده. [هوشانګ هاشمي/ای اېف پي]

نیویارک ټایمز د شنبې په ورځ راپور ورکړو، د متحده ایالاتو پوځ د طالبانو پروړاندې په مبارزه کې د افغانستان د ملي دفاع او امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ لپاره هوایي بریدونه تيز کړي -- چې په قطر کې له هوایي اډې څخه بي-۵۲ او ای سي-۱۳۰ سپیکټر جنګي الوتکې کاروي.

دغه سرچینې ورځپاڼې ته وويل، بي-۵۲ الوتکې په کندهار، هرات او لښکرګاه کې بريدونه ترسره کوي.

د ټایمز راپور ورکړو چې متحده ایالات وسله وال ریپر ډرون او ای سي-۱۳۰ سپیکټر جنګي الوتکې هم کاروي او هره ورځ لږ تر لږه پنځه ماموریتونه ترسره کوي.

د متحده ایالاتو د مرکزي کمانډ ویاند میجر نیکول فیرارا د شنبې په ورځ ای ايف پي ته وویل، "امریکایي ځواکونو په وروستیو ورځو کې زموږ د افغان ملګرو د دفاع لپاره يو څو هوایي بریدونه ترسره کړي دي."

یاغیان د څو هفتو راهیسې د کندهار او لښکرګاه -- چې دواړه سيمې د پښتنو اکثریت لري او چيرې چې طالبان خپل قوت ترلاسه کوي -- د نيولو هڅه کوي خو حکومت وايي چې دوی تر دې دمه یوازې څنډو ته او یا يو څو سیمو ته رسیدلي دي.

د افغان ملي پوځ ۲۱۵م میوند قول اردو کمانډر ميجر جنرل سید سمیع سادات ای اېف پي ته له لښکرګاه څخه وويل، "موږ هغه کورونه، سړکونه او ودانۍ پاکوو چې طالبان پرې قبضه کوي."

په عين حال کې، یونیسف د ماشومانو د مړینې شمیره وغندله. یونیسف د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې په ۲۴ ګهنټو کې لږ تر لږه ۲۷ ماشومان په جګړو کې وژل شوي، چې په کندهار کې ۲۰، په خوست کې ۲ او په پکتیا صوبه کې ۵ تنه وژل شوي دي.

دغه سازمان وویل، "یونیسف د هغو راپورونو په اړه هم ژوره اندیښنه لري چې ماشومان په پراخه کچه د وسله والو ډلو لخوا په جګړه کې ګمارل کیږي."

ګډوډي او لوټمار

طالبانو د جمعې له ورځې راهیسې د شپږو صوبو مرکزونه نیولي دي، چې په ځایي اوسیدونکو کې یې ویره رامينځته کړې او ډیر کسان یې د خپل ژوند لپاره تیښتې ته اړ کړي دي.

د نیمروز صوبې مرکز زرنج لومړی ښار و چې د جمعې په ورځ طالبانو ونیولو.

چارواکو وويل، دا ښار -- چې د ایران پولې ته نژدې دی -- په ستراتیژیکي توګه مهم ندی، خو زرنج ته په ننوتلو سره، طالب وسله والو د ښار د زندان دروازې خلاصې کړې او د نورو مجرمانو سره يې طالب بندیان خوشې کړل.

په ټویټر کې ویډیوګانو وښودل چې خلک دولتي دفترونه لوټ کوي او میزونه، د دفتر کرسۍ، المارۍ او تلویزیونونه پټوي.

د دغه ويډيوګانو حقیقت نه دی تایید شوی.

د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو یو ویاند تایید کړه، په همدغه ورځ، طالبانو د کابل په یو جومات کې د افغان حکومت ویاند دواخان مینه پال ووژلو.

هغه يو څو ورځې وروسته له هغې ووژل شو کله چې طالبانو د دفاع د وزیر بسم الله محمدي د وژلو هڅه وکړه خو ناکامه شول او خبرداری یې ورکړو چې دوی به د دې ډلې پر ضد د امریکې د زياتو هوایي بریدونو د غچ اخيستلو لپاره د انتظاميې لوړ پوړي چارواکي په نښه کړي.

د جوزجان ډپټي ګورنر عبدالقادر مالیا ای اېف پي ته وویل، طالبانو د شنبې په ورځ د جوزجان صوبې شبرغان ونيولو، وروسته له هغې چې دوی د افغانستان د ملي دفاع او امنيت د ځواکونو او سیمه ییزو ملیشو ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ستانکزۍ ټینګار وکړو چې یاغیان یوازې د ښار په يو څو برخو باندې کټرول لري.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه، چې د اضافی ځواکونو او پاڅون ځواکونو ملاتړ لري، به ښار یو ځل بیا له ترهګرو څخه پاک کړي.

د شبرغان یو اوسیدونکي وویل، اوسیدونکي په کور دننه پاتې کيږي، او د خپل راتلونکي په اړه ويره لري.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، "طالبان په هر ځای کې دي، د خپلو بیرغونو سره، خو هغه څه چې زه يې د کړکۍ له لارې وينم، سړکونه ويران دي."

دغه ښار د پخواني نايب صدر عبدالرشید دوستم کور لري، چې په دې هفته کې په ترکیه کې له درملنې څخه افغانستان ته راستون شو او اوس په کابل کې دی.

همکارانو وویل چې هغه د شنبې په ورځ له صدر محمد اشرف غني سره ولیدل چې د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړي.

د هغه د پارټۍ ویاند احسان نیرو وویل، "موږ له حکومت څخه وغوښتل چې لږ تر لږه ۵۰۰ کمانډو ځای پر ځای کړي ترڅو موږ د ښار د بیرته نيولو لپاره کار وکړو."

د افغانستان د دفاع وزارت وويل، د افغانستان د ملي دفاع او امنيت ځواکونه د مهمو تاسیساتو د بیرته نیولو لپاره مبارزه کوي.

ستانکزۍ وویل، د ځانګړو ځواکونو په ګډون اضافي ځواکونه په سرپل او شبرغان کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل، "دا ښارونه چې طالبان یې نیول غواړي، ډیر ژر به د هغوی په هدیره بدل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500