کيري باتي -- په بحر الکاهل کې په يو کوچني ټاپو کې د چین د سفیر عکسونه او ویډیوګانې په دې هفته کې په انټرنیټ خپرې شوې او په پراخه کچه يې تنقيد وشو، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو څرګنده کړه چې دا "د انديښنې وړ" خبره ده او "د هغه چلند يو سمبول دی چې چین د قرضدارانو سره کوي".
د چین سفیر تانګ سونګن د دې میاشتې په پیل کې د کیري باتي ټاپو هیواد څخه لیدنه وکړه، او د هغه اخیستل شوی يو تصوير ښیي چې دغه سفیر د هغه ځوانانو په ملا ګرځي کوم چې د هغه مخې ته په ځمکه پراته دي.
د دغه ټاپو اوسیدونکو ته د متحده ایالاتو دفاعي اتاشي کمانډر کانټسټاین پانایوټو په ټویټر وويل، "زه په ساده ډول د داسې وضعيت تصور نه شم کولی چې په هغه کې د يو هیواد د سفیر لخوا (یا د دې لپاره د يو بالغ کس له خوا!) د ماشومانو په ملا ګرځيدل د منلو وړ چلند وي. بیا هم موږ دلته په کيري باتي کې د چین د سفیر شکريه ادا کوو."
ډیر خلک په دې بحث کوي چې دا عکس په دغه هيواد کې د بیجینګ د پراخه نفوذ يو سمبول دی.
د تير سپتمبر په میاشت کې، د کيري باتي حکومت د چین د مخ په زیاتیدونکي سرمايه کارۍ او نفوذ په جريان کې په ناڅاپه ډول د تاييپي، تائیوان پر ځای بیجینګ په سفارتي توګه ومنلو.
ډېرې اندیښنې هم شتون لري چې کيري باتي به د بیجینګ غوښتنې ته غاړه کیږدي چې د هغې په یو ټاپو کې بحري اډه جوړه کړي، او د توسيع پسند چین پراختیايي پلانونو ته به وده ورکړي. .
د چین رژیم د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۲۰مه) د خپل سفیر دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا مراسم په کلتوري توګه د بحرالکاهل د دغه ټاپو د اوسیدونکو لپاره مناسب وو.
د آسټرالیا د بحر الکاهل دفتر مشر، چې د ټاپو رواجونو سره خورا اشنا دی، د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۸مه) وویل، د آسټرالیا اوسني هايي کمیشنر بروس کوولډ په ورته مراسمو کې برخه نه ده اخیستې.
قرض دار هيوادونه تماشه کوي
دا حيرانونکی تصوير په نړۍ کې د هغه وګړو لپاره ښه نه دی چې د بیجینګ تر نفوذ لاندې هیوادونو کې ژوند کوي.
په پاکستان کې، د چین ضد احساسات مخ په زياتيدو دي ځکه چې بيجنګ د سیمه ییزو ټولنو پر ځای د اقتصادي او جغرافيايي او سياسي اهدافو تعقیب کوي.
په داسې حال کې چې پاکستان د کورونا ویروس ناروغۍ سره مبارزه کوي، چې بې شمیره سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او روغتیايي زیان يې رامینځته کړی دی، داسې ښکاري چې د چین اقتصاد د وبا په ناروغۍ کې د پام وړ ښه والی ترلاسه کړی، او ګڼ شمیر نښې -- چې په دې کې د چینيانو هغه وروستي تصويرونه شامل دي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د راپورته کيدو په ځای ووهان کې په غونډو کې د ماسکونو او ټولنيز واټن نه بغير برخه اخلي -- وړاندیز کوي چې بیجینګ له مخکې نه د بحران نه راوتی دی.
دې عدم توازن یو داسې وضعیت رامینځته کړی چې په کې یو ځواکمن چین د دې وړتیا لري چې د پاکستان په څیر د هیوادونو نه ناوړه ګټه پورته کړي کوم چې د وبا له کبله ډیر کمزوري شوي دي، او څارونکي وایي چې بیجینګ همدا کار کوي.