روغتیا

ایران او چین په پاکستان کې د جعلي درملو له پلور څخه لویه ګټه ترلاسه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خېبر پښتونخواه د روغتیا ادارې د اېف آی ای سره په يوې ګډه چهاپه کې د جولای په ۲۱مه د پېښور په نمک منډۍ بازار کې د چين او ایران له خوا جوړ شوي جعلي درمل ونیول. [د اشفاق يوسفزۍ نه په مننه]

د خېبر پښتونخواه د روغتیا ادارې د اېف آی ای سره په يوې ګډه چهاپه کې د جولای په ۲۱مه د پېښور په نمک منډۍ بازار کې د چين او ایران له خوا جوړ شوي جعلي درمل ونیول. [د اشفاق يوسفزۍ نه په مننه]

پېښور -- ایران او چین په داسې وخت کې په پاکستان کې د پلورل شويو جعلي درملو نه په پراخه کچه ګټه ترلاسه کوي کله چې دغه هیواد د وژونکي کورونا ويروس وبا سره په دوامداره توګه مبارزه کوي.

په خېبر ټيچنګ هسپتال کې يو ډاکټر محمد علي وویل، "ډیر ناروغان شکایت کوي چې دوی ته ورکړل شوي درمل مؤثره نه دي، نو مونږ يې مجبوره کړو چې دغه درمل وګورو چې دوی یې اخلي او مونږ وموندل چې دا درمل يا خو چینايي یا ایراني وو."

هغه وويل، ډاکټرانو ناروغانو ته انټي بایوټیکس، د درد لرې کولو درمل او ویټامینونه وړاندیز کړي وو، خو ځینې فارميسيو دوی ته د زیاتو ګټو لپاره چینایي یا ایراني درمل ورکړي ول.

علي وویل، "له ایران او چین څخه قاچاق شوي او غیر رجسټر شوي درمل د اصلي درملو په پرتله د فارميسيو لپاره لس چنده زیاته ګټه ترلاسه کوي."

د خېبر پښتونخواه د روغتیا ادارې د جولای په ۱۳مه په ډبګري ګارډنز سيمه کې ګڼ شمیر قاچاق شوي درمل، شېمپوان او د سينګار سامان ونیول. [د اشفاق یوسفزۍ نه په مننه]

د خېبر پښتونخواه د روغتیا ادارې د جولای په ۱۳مه په ډبګري ګارډنز سيمه کې ګڼ شمیر قاچاق شوي درمل، شېمپوان او د سينګار سامان ونیول. [د اشفاق یوسفزۍ نه په مننه]

محمد اکرم، چې په پېښور ډرګ ټسټنګ ليبارټرۍ کې يو تجزيه کار دی، وویل چې قاچاق شوي درمل هغه مواد نه لري کوم چې د دوی په لېبلونو باندې ښودل شوي وي، چې دا خورا خطرناک جرم دی.

هغه وويل، "د قاچاق شويو درملو زیاته برخه [جعلي] انټي بیوټیکس دي، خو موږ دا وموندله چې دا ساده پوډر لري چې اکثر روغتیا ته زیان رسوي. خو ځایي سوداګر د پیرودونکو د دوکه کولو لپاره لېبلونه بدلوي."

د پاکستان د درملو د اتحادیې د سيکريټري عمیر رانا له مخې، قاچاق شوي درمل په دوو طريقو سره زیانمن دي.

هغه وویل چې د قاچاق شويو درملو پلورونکي "حکومت ته مالیه نه ورکوي او عامه روغتیا ته زیان رسوي. د درملو تقريباََ ۷۵۹ شرکتونه، چې په دې کې د درملو ۲۵ څو هيواديز شرکتونه شامل دي، هر کال حکومت ته ۵۰۰ ملیونه ډالره [۸۴.۱ ملیارده پاکستان روپۍ] مالیه ورکوي."

رانا وويل، چې قاچاق شويو درملو د تیر کال په پرتله د مشروع درملو په پلور کې ۴۰٪ کمې راوستی دی، چې پاکستان ته په مالي توګه زيان رسوي. هغه زياته کړه چې وفاقي حکومت بايد د درملو غیر قانوني خرڅول کنټرول کړي.

هغه وويل، "حکومت باید په چین او ایران کې له چارواکو څخه وغواړي چې د پاکستان پر خلکو رحم وکړي او پاکستان ته د جعلي درملو د قاچاق مخه ونیسي. داسې راپورونه شتون لري چې ناروغان د هفتو پرځای د میاشتو لپاره انټي بایوټیکس کاروي، خو بيا هم دوی په بيمارۍ کې اخته وي."

نورې بيمارۍ، لکه مرګي، شوګر او فشار، هم ورته حالت لري او څنګه چې پیرودونکي ارزان درمل اخلي، نو دوی په پایله کې د ډیرو روغتیایي ستونزو سره مخامخ کيږي.

دا کيسه د هغه څرګندونو نه وروسته راپورته شوه کله چې چین د پاکستان روغتیایي ادارو ته د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د شخصي حفاظتي تجهیزاتو (پي پي اي) د پلور څخه لویه ګټه ترلاسه کوي..

دا رژيمونه ملامت دي

د عزيز صديقي له مخې، چې د پاکستان د درملو د تنظیمولو په اداره کې ډايريکټر (اپريشنز) دی، د ایران او چین څخه د هر ډول درملو له پلور څخه، په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې، خورا زیاته ګټه ترلاسه کیږي.

هغه وويل، "موږ له ایران او چین دواړو څخه د قاچاق شويو انټي بایوټیکس، د درد لرې کولو، د خوب راوستلو، د آرام راوستلو، هرمونز، د فشار ضد او د حمل د مخنیوي لپاره د درملو زيات مقدار ضبط کوو."

د کم نرخ درمل خورا شهرت لري، په ځانګړي توګه کله چې پیرودونکو وليدله چې وبا د دوی ګټه راکمه کړې ده.

صديقي وويل، "موږ وخت په وخت ټولو صوبو ته لارښوونه کوو چې د خلکو د خونديتوب لپاره د غير قانوني درملو د خرڅولو مخه ونيسي ځکه چې دا [د ژوند يا مرګ] خبره ده."

د صدیقي له مخې، دا هیواد د درملو د انسپکټرانو د کمي سره مخ دی، کوم چې په اغيزمنه توګه د قاچاق شويو درملو سره معامله کولی شي.

هغه وويل، "تقريباََ ۵،۰۰۰ ډرګ انسپکټران شتون لري، چې په هیواد کې د ۴۰۰،۰۰۰ فارميسيو معاينه کولو ته اړتیا لري، چې دا یو ستونزمن کار دی."

د خېبر پښتونخواه د درملو جوړونکو اتحاديې صدر محمد شوکت په صوبه کې د قاچاق شويو درملو په اړه یو ناوړه انځور وړاندې کړو.

هغه وويل، "په دغه صوبه کې ۷۰ ډرګ انسپکټران شتون لري، چې د درملو تقريباََ ۱۵،۰۰۰ دوکانونه نه شي کتلې. هغه وویل، د پېښور په نمک منډۍ بازار کې پلورونکي جعلي، غير معياري او غیر رجسټر شوي درمل پلوري، چې لویه برخه يې له چین او ایران څخه راځي."

شوکت وویل، د ایران او چین حکومتونه مسؤل دي چې قاچاق کونکو ته اجازه ورکوي چې مشکوک درمل پاکستاني بازارونو ته ورسوي.

هغه وويل، "چین او ایران دواړه د درملو له سوداګرۍ څخه ډيره مالیه ترلاسه کوي."

هڅې دوام لري

د پېښور يو ډرګ انسپکټر عبدالغفور وویل، د قاچاق شويو درملو کاروبار خورا پیچيده شوی دی، او موندل يې آسان کار نه دی.

هغه وويل، "په تیرو دریو میاشتو کې، موږ [يعنې په ټول هيواد کې] د ۱ ملیونه ډالرو [۱۶۸.۲ ملیونه پاکستانۍ روپۍ] درمل نیولي دي او ۳۰ کسان مو له دریو څخه تر شپږو میاشتو پورې جيل ته لیږلي دي."

د مارچ له میاشتې راهیسې، چارواکو په ټول هيواد کې د ۸،۸۶۵ درملو نمونو معاینه کړي او په ټول هیواد کې یې ۱،۰۱۳ درمل جعلي وموندل. هغه زیاته کړه چې جعلي درمل ټول له ایران یا چین څخه راغلې ول.

هغه وويل، "[وفاقي] حکومت په پام کې لري چې د ۱۹۷۶ کال د مخدره توکو په قانون کې ترميم وکړي، چې د هغه کسانو لپاره سزا زياته کړي کوم چې د جعلي درملو په پلور کې ښکيل دي. احتمال لري چې دا بل به د یوې میاشتې په اوږدو کې په قومي اسمبلۍ کې وړاندې شي."

چارواکي هغه دوکانونه بندوي چې قاچاق شوي درمل پلوري، خو دا اکثر په یو میاشت کې دننه بيرته خلاصيږي. که چیرې نوی ترمیم شوی بل قانون جوړ شي، نو دوکانونه به په دایمي توګه بند پاتې شي.

د پېښور يو ډرګ انسپکټر محمد شفیق وویل، د چین څخه قاچاق شوي شپږ درمل په ځانګړي ډول لوړ طلب لري او پیرودونکي یې په تور بازار کې لټوي.

هغه وویل، "په پېښور کې د کارخانو بازار د قاچاق شويو درملو مرکز دی. دا مواد د غیرقانوني پلورونکو لخوا بيرته په کڅوړو کې اچول کيږي، چې ټول هیواد ته یې رسوي." هغه زیاته کړه چې قاچاق وړونکي جعلي شېمپوان، صابون او د سينګار سامان هم بازارونو ته استوي.

شفیق وویل، "په تیر کال کې، موږ د ۱۰ ملیونه ډالرو [ ۱.۷ ملیارده پاکستانۍ روپۍ] د ایران او چین څخه قاچاق شوي درمل ونيول او وسوځول. موږ په دوامداره توګه د دې خطر د مخنیوي لپاره او د د دې د زيانونو نه د عامو خلکو د ژغورلو لپاره چهاپې وهو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500