پېښور -- پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د کورونا ويروس د خپریدو پړه په ګاونډي ایران اچوي.
د ډان ورځپاڼې له مخې، پاکستان تر دې دمه د کورونا ویروس ۱،۰۰۰ تصدیق شوې کيسونه او اوه مرګونه ثبت کړي دي.
د وزیر اعظم عمران خان لپاره د روغتیا ځانګړي معاون ډاکټر ظفر میرزا د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، "په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ تایید شوي اتیا سلنه ناروغان له ایران څخه دي، کوم چې د عامې روغتیا نړیوال اضطراري حالت سره د مقابلې کولو توان نه لري."
ایران: د کورونا ويروس ګرم مرکز
ایران، چې له پاکستان او نورو ځایونو څخه د شیعه زيارت کونکو لپاره يو مشهور ځای دی، په هغه هيوادونو کی دی چې د وبا له امله ډير زيات ځپل شوي دي.
![د پوځ او پولیس پرسونل د مارچ په ۲۴ مه د پېښور په قصه خواني بازار کې د کورونا ويروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په جزوي توګه د ښار د بندولو په دوران کې ګشت کوي. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2020/03/25/23204-army3-585_329.jpg)
د پوځ او پولیس پرسونل د مارچ په ۲۴ مه د پېښور په قصه خواني بازار کې د کورونا ويروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په جزوي توګه د ښار د بندولو په دوران کې ګشت کوي. [شهباز بټ]
![د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان (ګس اړخ ته) د مارچ په ۲۳ مه په پېښور کې د هغه زيارت کونکو لپاره د قرنطین مرکز څخه لیدنه کوي کوم چې له ایران څخه راستانه شوي دي. [د خېبرپښتونخواه حکومت د مطبوعاتو دفتر]](/cnmi_pf/images/2020/03/25/23213-pic1-585_329.jpg)
د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان (ګس اړخ ته) د مارچ په ۲۳ مه په پېښور کې د هغه زيارت کونکو لپاره د قرنطین مرکز څخه لیدنه کوي کوم چې له ایران څخه راستانه شوي دي. [د خېبرپښتونخواه حکومت د مطبوعاتو دفتر]
ای اېف پي راپور ورکړو چې تهران د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۵ مه) د نوي کورونا ویروس له کبله د ۱۴۳ نويو مرګونو اعلان وکړو، چې د مرګونو رسمي شمیره ۲،۰۷۷ ته لوړه شوه.
په پېښور کې د روغتیا پخواني مدیر ډاکټر محمد سهيل وویل، د ایران نا اهلي د اضطراري حالت په جریان کې څرګنده شوې ده.
هغه وویل، "موږ د هغه کسانو په لټه کې يو چې د کورونا ويروس ناروغۍ تصدیق شوي ناروغانو سره په تماس کې پاتې شوي وو."
هغه وویل، خېبر پښتونخواه، چې ۴۰۲ زيارت کونکي يې قرنطين کړي دي له ایران څخه راغلي وو، د ۷۸ اوسیدونکو، د ۵۵ زيارت کونکو په ګډون، د ویروس مثبت ټسټونه لري. دې د ځینې کسانو ټسټونه وکړل چې د بيرته راتلونکو زيارت کونکو سره یې اړیکې لرلې.
سهیل وویل، د ۳۵ نه زياتو نمونو ټسټونه لا نه دي شوي. تمه کيږي چې په دې کې به د ۸۰٪ نه زيات ټسټونه مثبت وي.
په پېښور کې میشت طبي عالم ډاکټر محمد رفیق وویل، ډیر زيارت کونکي د بې وسۍ په حالت کې وو ځکه چې دوی د ضروري درملو ترلاسه کولو اجازه نه لرله کله چې ايراني چارواکو په ناڅاپي توګه هغوی ته د تلو امر وکړو.
زيارت کونکو، چې اوس په خېبرپښتونخواه کې قرنطين شوي دي، په ایران کې د تاسیساتو د نشتوالي شکایت وکړو. رفیق وویل چې په ایران کې ځایي چارواکو دوی د درملو د اخیستو لپاره بازارونو ته د تلو نه وروسته له هغې منع کړل کله چې وبا پيل شوه او له هغه وخت راهیسې د دې ناروغۍ د خپریدو پړه پر هغوی اچوي.
پاکستان له ایران او افغانستان سره په خپلو سرحدونو کې له یو ملیون څخه ډیرو راتلونکو کسانو سکريننګ ترسره کړی دی، خو د کېسونو د زیاتوالي وروسته یې دغه پولې تړلي دي.
د ډيرو ناروغانو امکان شتون لري
رفيق وويل، "ډېر هغه کسان چې په تادۍ سره راغلي ول له نورو [پاکستانيو] سره يوځای شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د ناروغۍ شمير زيات شي."
رفیق وویل، "پاکستان د ټولو هغو کسانو د سکرین کولو له ستونزو سره مخامخ دی چې د تایید شویو ناروغانو سره په تماس کې ول."
هغه زياته کړه، هغه زیارت کونکي چې دوه میاشتې مخکې له ایران څخه د سکريننګ نه بغير راستون شوي وو، یو بل مهم ګواښ دی. "ټول بحران د ایران له کبله دی. پاکستانیو وویل چې دوی د ایراني چارواکو د تبعیض سره مخ دي."
جاويد حسين، ۲۴ کلن، چې د هنګو اوسیدونکی دی، وویل چې د کورونا ويروس د ناروغۍ سره د ایران مبارزه ښه نه ده. د دې د چمتووالي کچه ډېره ټیټه وه.
هغه پوښتنه وکړه، "که ایران د خپلو خلکو ساتنه نه شي کولی، نو موږ څنګه تمه کولی شو چې دا به د نورو ساتنه وکړي؟"
د هنګو یو بل اوسیدونکي جمیل حسین، چې د هغه مشر ورور په هغه کسانو کې دی چې په پېښور کې قرنطين شوی دی، وويل چې په لسګونو کلیو کې، په زرګونو اوسیدونکي د زيارت کونکو، چې ايران ته يې سفر کولو، په سمبالولو کې د ايراني چارواکو د بدنظمۍ له کبله په دې ناروغۍ کې د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.
هغه وويل، د هغه کورنۍ د ټولو زيارت کونکو د روغتیا په اړه اندیښنه لري.
هغه وویل، "موږ له حکومت څخه مننه کوو چې د ۱۴ ورځو لپاره يې بیرته راستنیدونکي ځان له ساتلي دي."
د ايران مشران د شيطان/ابليس تعقيب کوي
ځوابتبصرې 4
څنګه هغه خلک خطر رامنځته کولی شي کوم چې صرف دوه میاشتې مخکې راغلي ول.
ځوابدوی باید وموندل شي، ګنې ډیر خلک به اغیزمن شي.
ځوابتبصرې 4
دا لومړی ځل نه دی چې ايران د پاکستان له خلکو سره ناوړه چلند کړی دی.
ځوابتبصرې 4