روغتیا

پاکستان د کورونا ويروس ناروغۍ په ناروغانو کې د پراخه کمي وروسته بيرته خلاص شو

د اشفاق يوسفزۍ لخواد

خلک د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۸ مه په راولپنډۍ کې د باډي بلډنګ په يو مرکز کې وروسته له هغې ورزش کوي کله چې حکومت اعلان وکړو چې دا به په هیواد کې د کورونا ويروس محدودیتونه لرې کړي. [فاروق نعیم/ ای ایف پي]

خلک د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۸ مه په راولپنډۍ کې د باډي بلډنګ په يو مرکز کې وروسته له هغې ورزش کوي کله چې حکومت اعلان وکړو چې دا به په هیواد کې د کورونا ويروس محدودیتونه لرې کړي. [فاروق نعیم/ ای ایف پي]

پېښور -- په پاکستان کې ټول رستورانتونه، پارکونه، تهيټرونه، سينما ګانې او عامه ترانسپورت به د کورونا ویروس په کېسونو او مرګونو کې د پام وړ کموالي وروسته د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۰مه) بيرته پرانیستل شي.

د اګست تر میاشتې پورې، د کورونا ویروس کېسونه او مرګونه له هغه وخت راهيسې ۹۰٪ کم شوي دي کله چې دا خپلو لوړو کچو (پيک) ته ورسيدل.

اسد عمر، چې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پاکستان د کاري ځواک رهبري کوي، وویل چې سکولونه او يونيورسټۍ به د سپتمبر په ۱۵مه وروسته له هغې بيرته پرانیستل شي کله چې وروستۍ بیاکتنه وشي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، د جون په میاشت کې په پاکستان کې هره ورځ د ویروس له امله د مرګونو شمير تقريباََ ۱۵۰ ته ورسیدو. خو دغه شمیر په تدريجي توګه کم شوی او د اګست په ۶مه یوازې ۲۱ مرګونه راپور شول.

روغتیایي کارکونکي د جولای په ۱۷مه په پېښور پریس کلب کې د ژورنالستانو د وینې نمونې ترلاسه کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د انټي باډيز لپاره يې ټسټونه وکړي. [شهباز بټ]

روغتیایي کارکونکي د جولای په ۱۷مه په پېښور پریس کلب کې د ژورنالستانو د وینې نمونې ترلاسه کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د انټي باډيز لپاره يې ټسټونه وکړي. [شهباز بټ]

ډاکټر پاليتا ګوناراتهنا ماهيپاله، چې په پاکستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازی دی، وويل چې "د کورونا ويروس ناروغۍ په وړاندې د پاکستان په وخت غبرګون په سیمه کې ترټولو ښه دی، خو دا اوس هم اړتیا لري چې د جسماني فاصلې ساتلو، د ماسکونو اچولو او د لاسونه وينځلو اقدامات پلي کړي او هغه لاسته راوړنې وساتي چې دې ترلاسه کړي دي."

د ماهیپالا له مخې، د جولای په ۲۵مه د کورونا ویروس تقريباََ ۲۶۰ ناروغانو ته وینټیلیټرونه لګيدلې ول، چې دا هغه شمیر دی چې د اګست په ۶مه ۹۹ ته راټیټ شو.

هغه وویل، د کېسونو شمیر هره ورځ په اوسط ډول د ۵،۰۰۰ نه راټیټ شوی دی. "د ۲۱ جولای نه تر ۵ اګست پورې، موږ هره ورځ ۲۵۰ کېسونه ثبت کوو، چې دا يوه لویه بریا ده."

د کورونا ويروس ناروغۍ د خپريدو په مخنيوي کې د پاکستان اوسنۍ بریا په داسې حال کې رامينځته کيږي چې د ایران او چین کړنو بحران لا ډیر خراب کړی دی.

ناروغه زيارت کونکي

د فبرورۍ په میاشت کې د وبا په پیل کې، د ایران رژیم په سلګونو پاکستاني زيارت کونکي د ویروس لپاره د ټسټ کولو نه بغير رواستول، چې په پایله کې په ځایي خلکو د دې وبا د خپرېدو لامل وګرځيدو. د اپرېل پورې، په پاکستان کې د ناروغانو ۵۱٪ برخه د دغه زيارت کونکو سره تړاو لرلو.

ډاکټر عمر فاروق، چې په پېښور کې ډاکټر دی، وویل چې دغه رژیم زيارت کونکي سم سمبال نه کړل او هغوی يې بیرته پاکستان ته راوليږل، چې دوی په دې پوهه ول چې ډير کسان پکې د کورونا ويروس ناروغان دي.

هغه وویل، "له ایران څخه ویروس وړونکي د ځایي خلکو سره يو ځای شول او ناروغي یې خپره کړه."

فاروق وویل، "د وبا د خپریدو په لومړیو ورځو کې، پاکستان د ځایي کارپوهانو تر نیوکو لاندې راغی ځکه چې پاکستان په دې کې ناکامه شو چې د ایران نه د راغلو کسانو ټسټونه وکړي او یا هغوی جدا کړي. خو، موږ وضعیت د می په میاشت کې د خلکو د قرنطين کولو له لارې کنټرول کړو."

هغه وويل، "پاکستان تقريباََ ۷،۰۰۰ له ایران سره د تفتان پر پوله او بیا په خېبر پښتونخواه [خېبر پښتونخواه] او پنجاب صوبو کې قرنطين کړل او وروسته له هغې يې خوشې کړل کله چې د هغوی ټسټونه منفي راغلل."

د اګست تر ۷ مې پورې، د ایران رژیم د ۳۲۳،۰۰۰ نه زيات تاييد شوي کېسونه او د ۱۸،۱۰۰ نه زيات مرګونه راپور کړل.

البته،د بي بي سي فارسۍ خدمت د اګست په ۳مه راپور ورکړو، چې په ایران کې د کورونا ویروس له امله د مرګونو شمیر د حکومت له خوا د ادعا شوي شمیر څخه تقریباً درې چنده دی.

د حکومتي ریکارډونو سره سم، د ۲۰ جولای پورې، په دغه وخت کې د رژيم د روغتيا وزارت له خوا د راپور شويو ۱۴،۴۰۵ مړو په پرتله نږدې ۴۲،۰۰۰ ناروغان د کورونا ويروس له امله مړه شوي وو.

د کورونا ويروس په ناروغۍ اخته د ناروغانو شمیر د رسمي ارقامو په پرتله نږدې دوه چنده وو: د ۲۷۸،۸۲۷ په پرتله ۴۵۱،۰۲۴.

چينايي غلط معلومات، ناقص شخصي حفاظتي آلات

چین، چې د ویروس مرکز و، له پاکستان سره هم مرسته ونه کړه.

ډاکټر امجد جلال، چې په اسلام آباد کې د پاکستان د طبي علومو په انسټیټوټ کې د ساري ناروغیو متخصص دی، وويل، تمه کيده چې بیجینګ، چې په ۲۰۱۹ کال کې يې په ووهان کې کورونا ویروس وموندلو، به د ناروغۍ په هکله ګټور معلومات ورکړي او د ناروغۍ په مخنيوي کې به له نړۍ سره مرسته وکړي.

هغه وويل، پرځای د دې، چینایي رژیم د تور لګولو په لوبه کې ښکيل شو.

جلال وويل، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان په یو ټویټ کې يوه دروغه ادعا وکړه چې د متحده ایالاتو پوځ کورونا ويروس په ووهان کې معرفي کړی و.

هغه زياته کړه، ژاو په یو نيوز کانفرنس کې وروسته د خپلې پخوانۍ ادعا نه منکر شو.

په اسلام آباد کې د پاکستان د علمي او صنعتي څیړنو د شورا يو ساینسدان شفیق شاه وویل، چین غلط معلومات خپاره کړل او ادعا يې وکړه چې دې د ویروس خپریدل کنټرول کړي دي.

شاه زیاته کړه، په عېن وخت کې، بیجینګ "شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي)، وینټیلیټرونه، ماسکونه او ټیسټ کټونه اروپایي هیوادونو او پاکستان ته چمتو کړل، چې نامناسب یا ناقص وو".

ډاکټرانو د جولای په مياشت کې وويل، په چین کې جوړ شوي خراب وینټېلټرونه په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله د مخ په زياتيدونکو مرګونو يو لوی عامل دی.

په سوات کې په سيدو ټيچنګ هسپتال کې ډاکټر رفيق احمد وويل، "ناقص وینټیلېټرونه د کورونا ويروس د هغه ډيرو ناروغانو د مرګونو يو لوی لامل دی چې د ډیرې پاملرنې په یونټونو کې يې میخانیکي وینټیلېشن ته اړتیا لرله."

هغه زیاته کړه، "دغه وينټېليټرونه د ښه کیفیت نه ول، چې په پایله کې يې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړو."

د چین ناقص شخصي حفاظتي آلات د پاکستان د روغتیا پاملرنې د کارکونکو د ګڼ شمیر مرګونو سره هم تړاو لري..

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500