روغتیا

هسپتالونه د کورونا ويروس ناروغۍ په ناروغانو باندې د تمرکز لپاره عمومي خدمات بندوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو ډاکټر چې حفاظتي ماسک یې اچولی دی په تلیفون خبرې کوي، په داسې حال کې چې هغه په اسلام آباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټوټ هسپتال کې د آیسولېشن وارډ نه وځي. [عامر قریشي/ ای اېف پي]

یو ډاکټر چې حفاظتي ماسک یې اچولی دی په تلیفون خبرې کوي، په داسې حال کې چې هغه په اسلام آباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټوټ هسپتال کې د آیسولېشن وارډ نه وځي. [عامر قریشي/ ای اېف پي]

پېښور -- په پاکستان کې د کورونا ویروس خپریدل، چې روغتیايي چارواکو یې پړه د څه حده پورې په ګاونډي ایران اچوي، د هسپتالونو وړتیا د عمومي ناروغیو د علاج لپاره کموي ځکه چې دوی په ناروغانو، چې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي، او د روغتیایي کارکونکو په ساتنې باندې تمرکز کوي.

یو ورته مرکز په پېښور کې د ۱،۷۵۰ بسترو لیډي ریډینګ هسپتال دی، کوم چې د کورونا ويروس ناروغانو نه علاوه د نورو لپاره روغتیایي خدمات ودرولي دي ځکه چې زيات طبي کارکونکي په کورونا ویروس اخته کیږي.

د هسپتال ډايريکټر ډاکټر خالد مسعود وویل، "موږ د کورونا ويروس ناروغۍ د خپريدو له کبله د کارکونکو لپاره اختياري خدمات وځنډول. زموږ له ۲۰۰ څخه ډیر ډاکټران، نرسانې او نيم طبي کارکونکي په ویروس اخته شوي دي."

هغه وویل، د پیښې او بيړني حالاتو څانګې خلاصې دي، خو خلک د دې اندیښنو له امله د علاج نه ډډه کوي چې کيدې شي دوی هم په ویروس اخته شي.

د خېبر پښتونخواه په مردان کې مردان میډیکل کمپلیکس د می په ۵ مه خالي لیدل کيږي. دا مرکز د عمومي ناروغانو لپاره بند شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

د خېبر پښتونخواه په مردان کې مردان میډیکل کمپلیکس د می په ۵ مه خالي لیدل کيږي. دا مرکز د عمومي ناروغانو لپاره بند شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

د می په ۶ مه په خېبر ټيچنګ هسپتال پېښور کې د زړه د ناروغانو وارډ ليدل کيږي. دا د مارچ د ۲۴مې نيټې راهيسې د کورونا ويروس وبا له کبله بند شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

د می په ۶ مه په خېبر ټيچنګ هسپتال پېښور کې د زړه د ناروغانو وارډ ليدل کيږي. دا د مارچ د ۲۴مې نيټې راهيسې د کورونا ويروس وبا له کبله بند شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

مسعود وویل، "د کورونا ويروس له پیل څخه مخکې، موږ به هره ورځ ۷،۰۰۰ ناروغان د عادي ناروغیو سره ترلاسه کول، چې هغوی به د غوږونو، پوزې او ستوني، سترګو، زړه، شوګر، طبي، جراحي، هډوکو او نورو پروسیژرونو لپاره د تشخیص او علاج وړيا خدمات ترلاسه کول." "خو اوس، ټول [د کورونا ويروس ناروغۍ نه علاوه] خدمات د دې لپاره بند شوي دي چې کارکونکي د دې ناروغۍ نه خوندي وساتل شي."

دا هسپتال ۳،۵۰۰ ملازمين لري، چې په دوی کې ۵۰۰ ډاکټران شامل دي چې په ۲۷ ځانګړتیاو کې خدمات وړاندې کوي، خو اوس دوی د کورونا ویروس ناروغانو د علاج لپاره وقف شوي دي. هغه زیاته کړه چې هغه کارکونکي چې د دې ناروغانو سره کار نه کوي په کور کې پاتې کيږي.

د تلیفون مشورې ډیریږي

نور هسپتالونه له ورته وضعيت سره مخ دي.

په پېښور کې خېبر ټيچنګ هسپتال (کی ټي ايچ)، چې ۳۰ وارډونه او ډیرې مسلکي څانګې لري، وروسته له هغې ويران پاتې شوی کله چې حکومت د مارچ په ۲۴ مه د ټول انتخابي طبي خدماتو د ځنډولو اعلان وکړو.

د خېبر پښتونخواه د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې (وايي ډي ای) صدر ډاکټر رضوان کنډي له مخې، د دې پرځای، ډاکټران په هسپتال کې د تلیفون له لارې مشورې ورکوي.

په داسې حال کې چې دا خدمت د شخصي فزیکي معاینې څخه لږ ښه دی، وايي ډي ای (YDA) په هسپتالونو کې ټيلي ميډيسن کلینیکونه جوړ کړي چې له ناروغانو سره مرسته وکړي او د لاک ډاون پر مهال ټولنیز واټن يقيني کړي.

هغه زیاته کړه، "موږ هره ورځ شاوخوا ۱،۵۰۰ تلیفونونه د ناروغانو څخه ترلاسه کوو، او زموږ متخصصین دوی ته د علاج وړانديز کوي." "خو د هغه کسانو لپاره چې جراحي او نور علاج ته اړتیا لري، دا د فزیکي معاینې نه بغير ممکن نه وي."

يو بل طبي مرکز، په پېښور کې حیات آباد میډیکل کمپلیکس، هم د عامې روغتیا خدماتو په بندولو اړ شوی چې د خپلو طبي ټيمونو خونديتوب يقيني کړي.

د خېبر پښتونخواه د روغتيا ډپټي ډايريکټر ډاکټر احسان علي وويل، "موږ ۱،۵۷۸ روغتیايي مرکزونه لرو چیرې چې ۴۷،۰۰۰ کارکونکو به هره ورځ د ۱.۳ ملیونه لیدونکو خدمت کولو، خو دې وبا مونږ مجبوره کړي يو چې ټول خدمات بند کړوځکه چې موږ نه غواړو چې خپل کارکونکي په ناروغۍ اخته کړو."

پرايويټ هسپتالونو او کلینیکونو د کورونا ويروس له امله خپل عمومي روغتیايي خدمات بند کړي دي.

د مردان يو اوسيدونکي جواد علي وويل، "موږ د خپل پلار د علاج په لټه کې يو، چې د شوګر په ناروغۍ اخته دی، خو د ليدلو لپاره هيڅ يو مرکز نشته." "هغه په دوامداره توګه ټسټونو ته اړتیا لري چې د خپل شوګر کچه معلومه کړي او په اساس یې علاج ترلاسه کړي."

هغه وويل، د هغه په ګاونډ کې ډیر سخت ناروغه اوسیدونکي بيړني علاج ته اړتیا لري، خو د ویروس خپریدل د روغتیا پاملرنې سیسټم تباه کړی دی.

'د خطر زنګ'

د حکومت لخوا په هسپتالونو کې د عمومي ناروغیو د علاج د مخنیوي لپاره دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې هیواد د کورونا ويروس د لازياتو کېسونو سره مخ دی، چې دا یوه داسې وبا ده چې روغتیايي چارواکي يې پړه په ګاونډي ایران رژیم باندې اچوي..

د روغتیا په اړه د وزیر اعظم ځانګړي معاون ډاکټر ظفر مرزا د مارچ په ۲۴ مه رسنیو ته وویل چې په پاکستان کې په لومړيو ورځو کې د کورونا ویروس ناروغۍ څه اتیا سلنه برخه د ایران له کبله رامينځته شوې ده.

چارواکو ایراني رژیم د دې کال په سر کې په زرګونو پاکستانی زیارت کونکو ته په هیواد کې دننه د کورونا ویروس د خپریدو په اړه د دقیق معلوماتو په نه ورکولو تورن کړی دی.

د خېبر پښتونخواه د روغتیا ډپټي ډايريکټر علي وویل، له ایران څخه د هغه پاکستاني زيارت کونکو بيرته راستنيدل په خېبر پښتونخواه کې د وبا سبب وګرځيدو د کومو چې ټسټونه نه و شوي او په دغه ناروغۍ اخته شوي وو.

هغه وويل، دا د عامې پوهې خبره ده چې تهران د کورونا ويروس وضعیت په سمه توګه نه دی سمبال کړی، کوم چې نه یوازې د دې د خلکو لپاره بلکې د پاکستان او نورو هیوادونو لپاره د عامې روغتیا یوه لوی مسله ګرځیدلې ده.

د قرنطین مرکز مسؤل ډاکټر عبدالله خان د می په ۵ مه وویل، د ایران څخه د راستنیدونکو زيارت کونکو لپاره په ډيره اسماعیل [ډی آی خان] کې جوړ شوی قرنطین مرکز ۶،۵۰۰ راستنیدونکي ترلاسه کړي او دا يې وموندله چې ۴،۶۰۰ په کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

"دغه زيارت کونکي مخکې د پاکستان او ایران پولې ته څیرمه په تفتان کې په قرنطین مرکزونو کې پاتې شوي وو. دغه مرکزونه د معيار مطابق نه وو."

تفتان د تاسیساتو بشپړ خصوصيات نه لرل، نو ځکه چارواکو ځینې زيارت کونکي ډی آی خان ته ولیږل چې هلته کې د هغوی قرنطین پوره کړي.

هغه زیاته کړه، "زياتره زيارت کونکي په خېبر پښتونخواه او د هیواد په نورو سیمو کې خپلو اصلي سیمو ته لاړل او نور کسان يې په ناپوهۍ سره په ناروغۍ اخته کړل."

خان وویل، "هغه کسان چې په پاکستان کې د قرنطین له مرکزونو نه وتښتیدل، دوی د خپلو ټولنو لپاره د خطر په توګه ثابت شول ځکه چې دوی نور کسان په ناروغۍ اخته کړل."

طارق حسین، ۵۵ کلن، چې په هغه زيارت کونکو کې دی چې ايران ايستلی و، وويل، ایراني چارواکو زيارت کونکو ته اجازه ور نه کړه چې په ایران کې د تبې، زکام، ټوخي او د بدن د دردونو لپاره دوايانې واخلي، د دې پر ځای، چارواکو هغوی په ګاډو کې سپاره کړل او هغوی يې پولې ته واستول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس دا بالکل ښکاره ده، چې د کورونا ویروس خپریدلو په ټوله نړۍ کې د حکومتونو د وړتیاو نشتوالی په ګوته کړی، پشمول د هغه هیوادونو چې په اقتصادي توګه خورا قوي دي خو د دې وژونکې ناروغۍ په مخنیوي کې يې د پام وړ یا حتی د اطمينان وړ پایلې رامینځته نه کړې.

ځواب

ډاکټران هم له کورونا څخه بې خبره دي. که دوی نور خدمات بندوي، نو بیا به څنګه یو کس ژوندی پاتې شي که هغه په سرطان اخته وي، نو بیا د ماشومانو به څه حال وي؟ دا يوه لويه نيمګړتيا ده، موږ نشو کولی چې نور ناروغان له پامه وغورځوو په داسې حال کې چې د کورونا ویروس سره مبارزه کوو.

ځواب

ډاکټران هم له کورونا څخه بې خبره دي. که دوی نور خدمات بندوي، نو بیا به څنګه یو کس ژوندی پاتې شي که هغه په سرطان اخته وي، نو بیا د ماشومانو به څه حال وي؟ دا يوه لويه نيمګړتيا ده، موږ نشو کولی چې نور ناروغان له پامه وغورځوو په داسې حال کې چې د کورونا ویروس سره مبارزه کوو.

ځواب