روغتیا

د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره پاکستاني ښارونه بند کړی شول

د شهزدا بټ او ای اېف پي لخوا

د ریسکیو ۱۱۲۲ پرسونل د مارچ په ۲۲ مه د پېښور په مختلفو سيمو کې د ناروغۍ وژلو سپری کوي. [شهباز بټ]

د ریسکیو ۱۱۲۲ پرسونل د مارچ په ۲۲ مه د پېښور په مختلفو سيمو کې د ناروغۍ وژلو سپری کوي. [شهباز بټ]

پولیس د مارچ په ۲۲ مه په پېښور کې د یو کس د کور نه بهر يوه خیمه لګوي چې شک پرې کيږي په کورونا ناروغۍ اخته دی. [شهباز بټ]

پولیس د مارچ په ۲۲ مه په پېښور کې د یو کس د کور نه بهر يوه خیمه لګوي چې شک پرې کيږي په کورونا ناروغۍ اخته دی. [شهباز بټ]

یو کارکونکی په پېښور کې د مارچ په ۲۲ مه په بوټو باندې د ناروغۍ وژلو سپرې کوي. [شهباز بټ]

یو کارکونکی په پېښور کې د مارچ په ۲۲ مه په بوټو باندې د ناروغۍ وژلو سپرې کوي. [شهباز بټ]

د ټريفک رڼاګانې د مارچ په ۲۲ مه د پېښور په هغه بازارونو کې لیدل کیدی شي چې مخکې به په کې ګڼه ګوڼه وه. [شهباز بټ]

د ټريفک رڼاګانې د مارچ په ۲۲ مه د پېښور په هغه بازارونو کې لیدل کیدی شي چې مخکې به په کې ګڼه ګوڼه وه. [شهباز بټ]

یو سړی د مارچ په ۲۲ مه د پېښور د يو بند بازار مخې ته د سړک پلورونکي نه د مخ ماسکونه اخلي. [شهباز بټ]

یو سړی د مارچ په ۲۲ مه د پېښور د يو بند بازار مخې ته د سړک پلورونکي نه د مخ ماسکونه اخلي. [شهباز بټ]

په پېښور کې خالي باب پیښور فلای اوور د مارچ په ۲۲ مه لیدل کيدی شي. [شهباز بټ]

په پېښور کې خالي باب پیښور فلای اوور د مارچ په ۲۲ مه لیدل کيدی شي. [شهباز بټ]

د پولیسو یو افسر د مارچ په ۲۲ مه د پېښور په صدر بازار کې يو دوکاندار ته وايي چې د کورونا ويروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د ضلعي انتظاميې له هڅو سره سم د ماښام تر ۷ بجو نه مخکې خپل دوکان بند کړي. [شهباز بټ]

پاکستاني پوځيان، چې په مخونو يې ماسکونه اچولي دي، د مارچ په ۲۳ مه د کراچۍ په يو خالي سړک باندې چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې هر څه تړل شوي دي. [رضوان تبسم/ ای اېف پي]

پاکستاني پوځيان، چې په مخونو يې ماسکونه اچولي دي، د مارچ په ۲۳ مه د کراچۍ په يو خالي سړک باندې چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې هر څه تړل شوي دي. [رضوان تبسم/ ای اېف پي]

پیرودونکي په فارمیسۍ کې په قطار کې ولاړ دي وروسته له هغې چې د سیند صوبايي حکومت د مارچ په ۲۲ مه د تړلو اعلان وکړو. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

پیرودونکي په فارمیسۍ کې په قطار کې ولاړ دي وروسته له هغې چې د سیند صوبايي حکومت د مارچ په ۲۲ مه د تړلو اعلان وکړو. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

د پېښور پولیس چارواکو د مارچ په ۲۳ مه د پېښور په څنډه کې د قرنطین مرکز د امنیت معاينه کوي چې د هغه پاکستانیانو لپاره جوړ کړی شوی دی چې له ایران څخه بیرته راستانه شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د پېښور پولیس چارواکو د مارچ په ۲۳ مه د پېښور په څنډه کې د قرنطین مرکز د امنیت معاينه کوي چې د هغه پاکستانیانو لپاره جوړ کړی شوی دی چې له ایران څخه بیرته راستانه شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- د پاکستان په ځینو برخو کې مالونه، ریسټورانټونه او عام ځایونه تړل شوي دي ځکه چې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې دوام لري.

د دې ناروغۍ په ځواب کې، د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۳ مه) په ټولو څلورو صوبو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د وسله والو ځواکونو ځای پرځای کولو منظوري ورکړه.

د سیند حکومت د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲ مه) د ۱۵ ورځو لپاره د صوبې د تړلو اعلان وکړو چې د مارچ په ۲۳ مه به پيل شي.

د پنجاب حکومت هم د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) د ۱۴ ورځو لپاره د غیر ضروري خدماتو او دوکانونو د بنديدو اعلان وکړو چې د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) به پيل شي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ پرسونل د مارچ په ۲۲ مه د کورونا ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره په پېښور کې په سول سکریټریټ کې دننه د ناروغۍ وژلو سپری کوي. [شهباز بټ]

د ریسکیو ۱۱۲۲ پرسونل د مارچ په ۲۲ مه د کورونا ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره په پېښور کې په سول سکریټریټ کې دننه د ناروغۍ وژلو سپری کوي. [شهباز بټ]

د دوشنبې په ورځ په هیواد کې د کورونا ويروس کېسونو شمیر ۸۰۳ ته لوړ شو، چې زياتره په سیند صوبه کې دي، چې په ټولیزه توګه شپږ کسان په کې مړه شوي دي.

د پنجاب وزیر اعلی سردار عثمان بزدار په لاهور کې وویل، "په کور کې پاتې کیدل د دې ویروس سره د مبارزې یوازینی حل دی." هغه زياته کړه چې د مالونو او عامه ځایونو د تړلو پریکړه د غیر ضروري غونډو مخه نیولو لپاره وشوه.

په عین حال کې، په خېبرپښتونخواه کې روغتیایي کارمندانو د صوبې په مختلفو برخو کې د ناروغۍ د وژلو لپاره په سړکونو او عامه ځایونو کې د کلورينو سپرې پیل کړی دی.

د خېبرپښتونخواه د مرستې، بیارغونې او ابادولو ادارې سکرتري عابد مجید وویل، د ژغورنې کارمندانو په خپلو اړوندو ضلعو کې په عامه ځایونو کې د ناروغۍ د وژلو لپاره کلورین او نور کیمیاوي توکي ترلاسه کړي دي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ لارۍ د دوشنبې په ورځ ليدل کيدې شي چې په داخلي پېښور ښار او د صوبې په نورو برخو کې د کلورینو محلول شیندي.

د خېبر پښتونخواه حکومت وياند اجمل وزير وويل، "د پښتونخواه د مثبت کېسونو شمېره ۳۱ ده، په داسې حال کې چې د ۲۰۰ ناروغانو معاينه روانه ده."

هغه زياته کړه، د پېښور په څنډه کې د قرنطین یو مرکز جوړ شوی چیرته چې له ایران څخه راستنیدونکي ۱۳۲ پاکستانیان به قرنطین شي.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور وویل، "موږ د قرنطین په مرکزونو او شاوخوا کې پولیس ځای پر ځای کړي چې له ایران څخه د راستنیدونکو څارنه وکړي." هغه زیاته کړه چې راستنیدونکي به یوازې هغه وخت د وتلو اجازه ولري کله چې دوی ښه وي.

خېبر پختونخواه په ضلعه کې دننه ترانسپورټ هم بند کړی او ټول مارکیټونه یې بند کړي دي.

یو پاکستانی ماډل

فېسبوک د دوشنبې په ورځ بهرني ډويلوپران استخداموي چې داسې لارې چارې رامنځته کړي چې د دې میسینجر خدمت د هغه روغتیایي سازمانونو سره مرسته وکړي چې د نوي کورونا ویروس سره مبارزه وکړي، چې دا يو داسې ګام دی چې پاکستان له مخکې نه اخیستی دی.

د فېسبوک پیغام رسونکي پلیټفارم له مخې، یونیسف او د پاکستان د عامې روغتیا وزارت له مخکې نه میسنجر کاروي چې د کورونا ويروس په اړه عام خلک با خبره وساتي.

د میسینجر نايب صدر سټان چوډنوسکي په یو بلاګ پوسټ کې وليکل چې دغه ټولنیزې شبکې د سافټویر ساونت ته بلنه ورکړې چې په آنلاین "هیکاتون" کې برخه واخلي چې هدف یې داسې لارې چارې رامنځته کول دي چې د ټولنیز واټن اسانولو لپاره میسنجر استعمال کړي او د وبا په اړه دقیق معلومات وړاندې کړي.

هغه د يو نړیوال پروګرام پرانسته وکړه چې موخه یې دولتي روغتیایي سازمانونه او د ملګرو ملتونو ادارې له ډويلوپرانو سره يو ځای کول دي چې هغوی کولی شي چې داسې لارې چارې رامنځته کړي چې د دقيق معلوماتو د شريکولو لپاره میسینجر وکاروي او د کاروونکو پوښتنو ته په چټکۍ سره ځوابونه ورکړي.

د سافټویر جوړونکي، د مثال په توګه، د ادارو سره مرسته کولی شي چې د عامو پوښتنو په ځواب ورکول اتومات کړي، چې کارمندانو ته به اجازه ورکړي چې له ډیرو چيلنجونو سره مبارزه وکړي.

[جاوید خان له پېښور څخه په دې راپور کې برخه واخیسته.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500