ديپلوماسي

په پاکستان کې د کورونا ویروس د خپريدو تر شا د ایران جرمي غفلت دی

د ضياء الرحمان لخوا

یو سرتیری، چې په مخ يې ماسک اچولی دی، چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې بسونه د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۸ مه هغه زيارت کونکي وړي کوم چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي ښار تفتان له لارې د ایران نه راغلي دي. [شاهد علي/ ای اېف پي]

یو سرتیری، چې په مخ يې ماسک اچولی دی، چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې بسونه د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۸ مه هغه زيارت کونکي وړي کوم چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي ښار تفتان له لارې د ایران نه راغلي دي. [شاهد علي/ ای اېف پي]

کراچۍ -- پاکستانیان، عام وګړي او روغتیايي چارواکي ټول يو شان، په پاکستان کې د نوې کورونا ويروس د خپريدو پړه په ګاونډي ایراني رژیم اچوي.

د کورونا ويروس لومړني دوه کېسونه، چې د ایران سره تړاو لري، د فبرورۍ په ۲۶ مه په عامه توګه ښکاره شول.

د سيند صوبې د روغتیا د ریاست له مخې، یحیی جعفري، چې ۲۲ کاله عمر لري او د کراچۍ اوسېدونکی دی، لومړی تصدیق شوی ناروغ و. هغه د فبرورۍ په ۶ مه د ۲۸ کسانو د يوې ډلې سره په ایران کې د زيارت کونکو لپاره يو مشهور ځای قم ته سفر کړی و.

هغه په تهران کې په لږه غوندې نزله کې اخته شو او د فبرورۍ په ۲۰ مه کراچۍ ته مخکې له دې راستون شو کله چې څو ورځې وروسته د کورونا ويروس لپاره د هغه ټسټونه مثبت راغلل.

پاکستانیان د کورونا ويروس لپاره د منفي ټسټونو نه وروسته د اپريل په ۷ مه په پېښور کې قرنطین مرکز پریږدي. [ظاهر شاه شیرازي]

پاکستانیان د کورونا ويروس لپاره د منفي ټسټونو نه وروسته د اپريل په ۷ مه په پېښور کې قرنطین مرکز پریږدي. [ظاهر شاه شیرازي]

د کراچۍ په شیرشاه سیمه کې حکومتي کارکونکي د اپرېل په ۷ مه د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مکروبو ضد سپرې کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ په شیرشاه سیمه کې حکومتي کارکونکي د اپرېل په ۷ مه د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مکروبو ضد سپرې کوي. [ضیاء الرحمان]

هغه پاکستانیان وایي کوم چې د دې کال په سر کې په ایران کې وو، د ایران رژیم په هيواد کې د کورونا ویروس د خپریدو په اړه زرګونو زيارت کونکو لکه جعفري ته دقیق معلومات ورنه کړل.

عسکري، چې د کراچۍ يو سافټویر انجینير دی او د فبرورۍ په پیل کې په ایران کې و، وویل چې د کورونا ویروس د مرګونو په اړه اوازې له مخکې نه په هغه وخت کې خپرې شوې وې.

عسکري، چې يوازې يې د خپل تخلص کارول غوره کړل، وويل، "خو د ایران حکومت په قصدي توګه هيڅ يو کس ته، په ځانګړې توګه د نورو هیوادونو زیارت کونکو ته د ویروس د خپریدو په اړه معلومات ورنه کړل."

هغه وويل، همدا وجه وه چې زيارت کونکو خپلو زیارتونو ته دوام ورکړ او تر هغه وخت پورې يې په ایران کې وخت تیر کړو کله چې رژیم په پای کې د فبرورۍ په ۱۹ مه دغه وبا او مرګونه په ډاګه کړل، خو تر دغه وخت پورې په پاکستان کې دغه ويروس خپور شوی و.

خبرداری

رویټرز د اپریل په ۲ مه په ایران کې روغتيايي چارواکو او ډاکټرانو ته په اشاره سره راپور ورکړو، ایراني چارواکو د دسمبر ۲۰۱۹ او جنورۍ په وروستیو کې په قم کې د هغه ناروغانو د مخ په زياتيدونکو شمير په اړه د ډاکټرانو خبرداری له پامه وغورځولو کومو چې زياته تبه لرله او د پړپوسانو په ناروغۍ کې اخته وو.

د پاکستان د روغتیا چارواکي وايي، د ایراني رژیم لخوا د کره معلوماتو نه ورکول په پاکستان کې د ویروس د خپریدو سبب وګرځيدو.

په اسلام آباد کې يو سينير روغتیايي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې، وویل، "پاکستان د ایران د جرمي غفلت له امله د ویروس لخوا ډير زيات ځپل شوی دی."

هغه یادونه وکړه چې پاکستان د ایران سره ۹۰۰ کلومتره اوږده (۵۶۰ ميل) پوله د فبرورۍ په ۲۶ مه د لومړیو دوو کېسونو له راپورته کیدو وروسته بنده کړه.

دغه چارواکي وویل، "حکومت ۳،۰۰۰ کسان د عارضي خيمو په سرحدي ښار تفتان کې د ۱۴ ورځو لپاره قرطين کړل."

ډان ورځپاڼې د اپریل په ۹ مه راپور ورکړو چې په ۱،۱۶۰ کسانو کې د ۴۵۳ زيارت کونکو، چې داسې ښکاريده چې د هغوی ټسټونه منفي راغلی ول او وروسته خوشې شوی ول، ټسټونه مثبت راغلل.

د روغتیا په اړه د وزیر اعظم ځانګړي معاون ډاکټر ظفر مرزا د مارچ په ۲۴ مه رسنیو ته وویل چې په پاکستانيانو کې د کورونا ویروس ناروغۍ اتیا سلنه برخه د ایران له کبله رامنځته شوې ده.

د اپرېل په ۱۳ مه د فدرالي روغتیا وزارت لخوا د خپاره شويو ارقامو له مخې، په پاکستان کې په ۵،۳۷۴ تصديق شویو ناروغانو کې، د پاکستاني زيارت کونکو شمير ۱،۳۶۲ دی، چې له ایران څخه راستانه شوي وو او ټسټونه يې مثبت راغلي دي. د نورو هیوادونو څخه د مثبت کېسونو، د خلیج هیوادونو او اروپایي هیوادونو په شمول، شمیر ۱،۲۲۱ دی.

جرمي غفلت

شعیب انصاري، چې په کراچۍ کې یو څیړونکی دی او د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو مطالعه کوي، وویل، تهران د کورونا ویروس خبرونه په ځانګړې توګه پټ وساتل چې په پارلماني ټاکنو کې د ووټونو د متاثره کيدو مخه ونیسي.

د کورونا ویروس لخوا د ځپل شویو کسانو لپاره د قرنطین اقداماتو اعلان کولو پرځای، د ایران صدر حسن روحاني د خلکو څخه وغوښتل چې د فبرورۍ په ۲۱ مه د هیواد په پارلماني ټاکنو کې رایې ورکړي.

انصاري وويل، "د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې له پراخو احتجاجونو، په جنوري ۲۰۲۰ کې د اوکراین ملکي الوتکې ویشتلو له امله د نړيول فشار او د متحده ايالاتو سره د سخت کړکيچ له کبله د ایراني رژیم مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی."

د ایران رژیم په دې وروستیو میاشتو کې په شفافيت کې ډيرې غلطۍ کړې، چې له دې سره تهران د خپل نفوس او نړیوالې ټولنې په وړاندې د اعتبار په لحاظ سره ډیر زيات زيان ترلاسه کړی دی.

د جنورۍ په مياشت کې، سره له دې چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتکې پي ايس ۷۵۲ ويشتلو ته اشاره کوي، تهران په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د دې خپل توغندي دغه الوتکه راغورځولې وه.

خو د زیاتیدونکي نړیوال او داخلي فشار له کبله، رژيم په پای کې دا حقیقت ومنلو -- چې د ایران پوځ دغه الوتکه په "ویجاړونکې غلطۍ” سره راغورځولې وه.

دا اعتراف -- او د پټولو د هڅې پيښه -- په ایران کې د حکومت ضد د څو وورځو احتجاجونه رامنځته کړل.

په زرګونو ایرانیان له نوي غوسې سره سړکونو ته راووتل او دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "دروغجن مرده باد" او د رژیم پر ضد نور شعارونه ورکول.

خامنه اي څو ځله دغه وبا يوه ټوکه او او د دښمن پروپيګنډه ګڼلې ده. د ایراني چارواکو په حکم، ځينو عالمانو ادعا وکړه چې په قم کې زیارت د ناروغانو د علاج وړتیا لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په بل ډول، ایران د پاکستان ښکاره او مشهور دښمن دی او تل د هند همکار دی ځکه چې د هند جاسوسي ادارې له ایران څخه کار کوي. کلبوشن يو ښکاره ثبوت دی

ځواب

چې د متحده ایالاتو د متحدینو له ځورونې څخه خلاصی ترلاسه کړي

ځواب