روغتیا

د کورونا وایرس ګواښ وروسته له هغې لوړ شو کله چې ایران ناروغه شوي زیارت کونکي او کډوال وويستل

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

په ایران کې میشت افغان کډوال وايي چې دوی د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره کيږي او په هغوی باندې په ایران کې د کورونا وایرس د خپریدو پړه اچوي ځکه چې رژیم په دوامداره توګه افغانستان ته کارکونکي ليږي.

هرات -- د ایران له خوا د زرګونو زيارت کونکو او کډوالو، چې په وژونکي کورونا وايرس ناروغۍ کې اخته شوي دي، په جبري توګه پاکستان او افغانستان ته ليږل په سيمه کې د دغه ناروغۍ د خپريدو خطر په پراخه کچه زياتوي.

ای اېف پي په دې هفته کې د مهاجرت نړیوال سازمان په حواله راپور ورکړو چې تقريباََ ۷۰،۰۰۰ افغانان -- چې ډير په کې په کورونا وايرس ناروغۍ کې اخته شوي دي -- په تیرو ۲۰ ورځو کې له ایران څخه، چې د وبا له خوا متاثره شوی دی، ايستل شوي دي، چې په سرحدي لارو باندې روغتیايي کارکونکي له زيات فشار سره مخامخ کوي.

په ورته وخت کې، تقريباََ د هغه پاکستاني راستنيدونکو د نيمې برخې د کورونا وايرس ناروغۍ ټسټونه مثبت راغلي کوم چې د تفتان پر پوله باندې له ایران څخه راغلي دي.

د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹ مه) د روغتیا نړيوال سازمان په يو راپور کې ويل شوي، "په ۳۰۳ نمونو کې، چې له هغه مسافرینو څخه راټول شوي چې له تفتان څخه راغلي، ۲۹۰ پروسس شوي او د ۱۴۳ (۴۹٪) په کې ټسټونه مثبت راغلي دي."

یو پولیس چې په مخ یې ماسک اچولی دی، د مارچ په ۱۸ مه د کراچۍ په ويران کليفټن ساحل کې وروسته له هغې ګشت کوي کله چې ملي چارواکو د کورونا وايرس ناروغۍ د خپریدو په اړه د اندیښنو له کبله په عامه توګه بنديز ولګوو. [آصف حسن/ای اېف پي]

یو پولیس چې په مخ یې ماسک اچولی دی، د مارچ په ۱۸ مه د کراچۍ په ويران کليفټن ساحل کې وروسته له هغې ګشت کوي کله چې ملي چارواکو د کورونا وايرس ناروغۍ د خپریدو په اړه د اندیښنو له کبله په عامه توګه بنديز ولګوو. [آصف حسن/ای اېف پي]

د ایران یو لوړ پوړي چارواکي د مارچ په لومړۍ نیټه د یو مرکز لیدنه کوي چیرې چې روغتیايي منسوبين د کورونا وایرس ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مختلف تخنیکونه نندارې ته وړاندې کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران یو لوړ پوړي چارواکي د مارچ په لومړۍ نیټه د یو مرکز لیدنه کوي چیرې چې روغتیايي منسوبين د کورونا وایرس ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مختلف تخنیکونه نندارې ته وړاندې کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

له ایران څخه ايستل شوي کډوال د مارچ په ۱۲ مه د هرات صوبې په اسلام قلعه کې افغانستان ته د بيرته داخلېدو په تمه دي. [عمر]

له ایران څخه ايستل شوي کډوال د مارچ په ۱۲ مه د هرات صوبې په اسلام قلعه کې افغانستان ته د بيرته داخلېدو په تمه دي. [عمر]

د روغتیا نړیوال سازمان ځینې چارواکي وېره لري چې په زرګونو نور پاکستانیان، چې د دغه وایرس له خوا متاثره شوي، به د ایران سره د پولې څخه تير شي.

د تفتان په سرحدي لاره کې او د ډیراسماعیل خان په قرنطین مرکز کې ډیر کسان په ایران کې ونیول شول او په زور پاکستان ته راوليږل شول.

محمد حسين، چې ۵۶ کاله عمر لري او د خېبر پښتونخواه د هنګو ضلعې اوسیدونکی دی، وويل، "موږ د زیارت لپاره د ایران مشهد ته لاړو، خو هلته کې چارواکو موږ ونیولو او په بسونو کې يې سپاره کړو او موږ يې د تفتان پولې ته راوړلو. "هلته کې هیڅ څه طبي انتظامات نه وو."

حسین وویل، ایراني چارواکو د هغه په څیر په زيارت کونکو باندې د دې ناروغۍ پړه اچوله، چې مطلب يې دا و چې دغه وایرس دوی وارد کړی و، او زیارت کونکي او کډوال يې روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسۍ ترلاسه کولو نه منع کړل.

حسین په هغه ۱۹ پاکستانی مسافرينو کې دی چې په ډی آی خان کې قرنطين شوی او ایران ته تللی و. په دوی کې په پنځلس کسانو کې د دغه وژونکي وايرس تشخيص شوی دی.

ډاکټر رئیس خان، چې په ډی آی خان کې د قرنطين شويو زيارت کونکو څارنه کوي، وويل، "ايران په پاکستان کې دکورونا وايرس ناروغۍ د خپریدو مسؤل دی ځکه چې ډیر خلک د سکريننګ پرته خپلو کورونو ته تللي دي."

يو بل راستون شوی کس، ندیم علي، چې ۵۲ کاله عمر لري او اوس په ډي آی خان کې قرطين شوی دی، وويل، د پاکستاني زيارت کونکو د مرګ او رنځ مسؤلیت په مستقيمه توګه د ایران "ناتوانه او بې ایمانه" حکومت لري.

ناروغه شوي افغان کډوال ايستل

راستنیدونکي افغانان له ایراني ناوړه چلند سره خپلې تجربې لري.

احمد احمدي، چې یو افغان کډوال دی او په تهران کې یې کار کولو، وویل چې ایراني پوځ هغه او د هغه نهه کلن زوی ونیولو او بیا یې په اسلام قلعه سرحدي لاره افغانستان ته وليږل.

هغه وويل، "دوی هغه کسان افغانستان ته ليږي چې ښکاري چې د ناروغۍ نښې نښانې لري، خو هغه کسان نيسي چې کورونا وایرس لري او په سخت حالت کې وي او په قرنطین کې یې ځای په ځای کوي."

هغه زیاته کړه، "ایراني ځواکونو زه د خپل نهه کلن ماشوم زوی سره ونیولم او راته یې وویل چې زه ... ناروغي لرم، او [بیا] هغوی زه راوليږلم."

یو بل کډوال په تهران تور ولګوو چې دوی هر افغان بيرته ليږي چې په نظر ورته راځي.

نذیر احمد، ۶۵ کلن، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوی او اوس مهال د هرات په ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کيمپ کې ژوند کوي، وویل چې ایراني امنیتي ځواکونه د کورنا وايس په بهانه هر هغه افغان اوباسي چې د دوی په لاس ورځي.

هغه وويل، "ايراني پوليسو زه او يو څو نور کسان ونيول او هغوی مونږ ته وويل چې موږ کورونا وايرس لرو او موږ بېرته خپل هېواد ته لاړ شو."

هغه زیاته کړه، "موږ په تهران کې کار کولو او یو اپارتمان مو شريک لرلو." "هغوی موږ له خپلو کمرو څخه راوویستو، مونږ يې په ګاډو کې واچولو او موږ یې د افغانستان پولې ته بوتلو." هغوی موږ ته وویل چې موږ افغانان کورونا وايرس لرو چې ایرانیان په ناروغۍ اخته کوي. "

د هرات صوبې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ډايريکټر احمد جاوید ندیم تایید کړه چې له ایران څخه د کډوال شویو افغانانو شمېر د تیرو میاشتو په پرتله لوړ شوی دی.

هغه وويل، "هره ورځ په لسګونو افغانان د اسلام قلعه له لارې هرات صوبې ته ننوځي کوم چې د ايران حکومت له خوا ايستل شوي دي." "لکه څنګه چې کورونا وايرس د ایران په ډیرو ښارونو کې خپریږي، دغه شان له ایران څخه په ايستل شويو افغانانو کې څو چنده زیاتوالی راغلی دی."

د کوروناوایرس انتقال

تهران د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) وویل، په تیرو ۲۴ ګهنټو کې په ایران کې کورونا وایرس ۱۴۹ کسان وژلي او ۱،۲۳۷ نور کيسونه تایید شوې دي، چې په دغه هیواد کې د مړو شمیر ۱،۴۳۳ ته رسیدلی او په ټولیزه توګه ۱۹،۶۴۴ کسان په دغه ناروغۍ کې اخته شوي دي.

که څه هم، د وایرس د خپریدو په اړه خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایران د رژیم د شفافيت د نشتوالي په اړه په نړيواله کچه انديښنه دوام لري.

د ډان ورځپاڼې له مخې، پاکستان د مارچ په ۲۰ مه د کورونا وايرس ناروغۍ ۴۴۸ تاييد شوي کيسونه لرل، چې درې کسان پکې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت په وینا، افغانستان د مارچ په ۲۰ مه ۲۴ تاييد شوي کيسونه لرل.

په افغانستان کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ډپټي ډايريکټر ډاکټر محمد اصف کبیر وویل، په ایران کې د کورونا وایرس په پراخه کچه خپريدل په پام کې نيولو سره، له ایران څخه د کډوالو په ایستلو کې زیاتوالی د لويې اندیښنې خبره ده.

هغه وویل، "د ګڼ شمیر کډوالو ايستل د عامې روغتیا لپاره يو جدي ګواښ دی." "ټول هغه کسان چې په افغانستان کې کورونا وایرس لري په دې وروستیو کې له ایران څخه راستانه شوي دي."

کبیر زیاته کړه، "د ایران حکومت باید هغه کسان د افغانستان پولو ته [د هغوی د ايستلو لپاره] ونه ليږي کوم چې د کورونا وایرس نښې نښانې لري ځکه چې دا کسان په ټولنه کې د وایرس د خپریدو لامل ګرځيدی شي."

د هرات ګورنر عبدالقیوم رحیمي د مارچ په ۱۴ مه په خپل دفتر کې په یو خبري کانفرنس کې وویل، "په افغانستان کې د کورونا وایرس لامل ایران دی." "هغه ټول ناروغان له ايران څخه راستانه شوي دي د کومو چې د کورونا وایرس ټسټونه مثبت راغلي او په روغتون کې ځای پر ځای شوي دي. که له ایران څخه د دغه افغان کډوالو ایستل یا بیرته راستنیدل دوام ولري، نو دا به د افغانانو لپاره لوی ګواښ رامنځته کړي."

رحیمي وویل، افغانستان باید ژر تر ژره اقدام وکړي چې د مخ په زياتيدونکي بحران مخه ونيسي.

هغه وویل، "له ایران څخه د راستيندونکو شمیر [او] له ګڼ شمير داخلي نقطو څخه افغانستان ته د داخلیدو سره، که چیرې موږ اوس څه اقدام ونکړو او یوځای کار ونه کړو ... نو موږ به د ایران په پرتله بدترین وضعیت ولرو."

هغه وویل، "زه ويره لرم ... چې [هغه] ورځ به راشي چې موږ به د مړو شمیرلو توان ونه لرو."

[اشفاق يوسفزۍ د پېښور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500