روغتیا

پاکستان په ګاونډي ایران کې د مرګونو له زیاتیدو سره د کورونا وایرس پر وړاندې مبارزه سختوي

د جاويد خان او شهزاد بټ لخوا

یوه عیسايڼه رضاکاره د مارچ په ۱۵ مه د پېښور په سینټ جان ګرجا کې هغه کورنيو ته د لاس مينځلو درمل ورکوي کوم چې د یکشنبې په ورځ په عبادت کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

یوه عیسايڼه رضاکاره د مارچ په ۱۵ مه د پېښور په سینټ جان ګرجا کې هغه کورنيو ته د لاس مينځلو درمل ورکوي کوم چې د یکشنبې په ورځ په عبادت کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

په پېښور کې یو خالي سکول د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

په پېښور کې یو خالي سکول د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

يو ليدونکی په پېښور کې د سکول دروازې نه بهر د مارچ په ۱۶ مه د سکول د بندیدو نوټس لولي. [شهباز بټ]

يو ليدونکی په پېښور کې د سکول دروازې نه بهر د مارچ په ۱۶ مه د سکول د بندیدو نوټس لولي. [شهباز بټ]

په پېښور کې د ودونو يو خالي هال د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

په پېښور کې د ودونو يو خالي هال د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

په پېښور کې يوه سنيما د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوې ده. [شهباز بټ]

په پېښور کې يوه سنيما د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوې ده. [شهباز بټ]

یو پاکستانی کس د مارچ په ۱۵ مه په پېښور کې د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت د ټکټ دفتر مخې ته ناست دی چې غواړي چې سعودي عرب ته خپل پرواز بيرته بدل کړي. پاکستان ټولو نړیوالو الوتکو ته امر وکړ چې یوازې درې هوايي ډګرونه -- کراچۍ، لاهور او اسلام آباد -- د مارچ له ۱۵ څخه تر ۳۱ پورې د کورونا وایرس وبا په وړاندې غبرګون کې وکاروي. [شهباز بټ]

پاکستاني کسان د مارچ په ۱۵ مه په پېښور کې د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت د ټکټ دفتر مخې ته ناست دي چې سعودي عرب او خليجي هيوادونو ته خپل پروازونه بيرته بدل کړي. پاکستان ټولو نړیوالو الوتکو ته امر وکړ چې یوازې درې هوايي ډګرونه -- کراچۍ، لاهور او اسلام آباد -- د مارچ له ۱۵ څخه تر ۳۱ پورې د کورونا وایرس وبا په وړاندې غبرګون کې وکاروي. [شهباز بټ]

یوه عیسايڼه رضاکاره د مارچ په ۱۵ مه د پېښور په سینټ جان ګرجا کې هغه کورنيو ته د لاس پاکولو درمل ورکوي کوم چې د یکشنبې په ورځ په عبادت کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

یوه عیسايڼه رضاکاره د مارچ په ۱۵ مه د پېښور په سینټ جان ګرجا کې هغه کورنيو ته د لاس پاکولو درمل ورکوي کوم چې د یکشنبې په ورځ په عبادت کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

پېښور -- د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۶ مه) د بیان له مخې، پاکستان وروسته له هغې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره زيات اقدامات کوي کله چې په خېبر پښتونخواه کې د هغه ناروغانو ټسټونه مثبت راغلل کوم چې د ايران نه راغلي ول.

چارواکي وايي، دغه ناورغان په ډيره اسماعیل خان کې ورسته له هغې قرنطين شول کله چې دوی د ايران د تفتان نه بيرته راغلل او دوی په خېبر پښتونخواه کې د کوويډ-۱۹ لومړي ناروغان دي. ټول ناورغان پاکستاني دي.

د مالیې صوبايي وزیر تیمور جهګړا د مارچ په ۱۶ مه په یو بیان کې وویل، "په ۱۹ کسانو کې د ۱۵ کسانو ټسټونه مثب راغلي کوم چې د ایران نه خېبرپښتونخواه ته راغلې دي."

د ای اېف پي له مخې، نور به بیرته راستنیدونکي هيڅکله د ایران نه راشي، لږ تر لږه په قانوني ډول. پاکستان د مارچ په ۱۶ مه د ایران او افغانستان سره خپلې پولې د دوو هفتو لپاره وتړلې. نړیوال پرازونه لاهم فعال دي.

د پېښور په يو سکول کې د امتحان لپاره خالي هال د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د پېښور په يو سکول کې د امتحان لپاره خالي هال د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

مخ په زياتيدو شميرې

د کورونا وایرس شمیره لوړیږي.

د سه شنبې د ورځې (د مارچ په ۱۷ مه) پورې، پاکستان د ۱۸۷ کوويډ-۱۹ ناروغانو په اړه راپور ورکړی، چې له ۱۵۰ څخه زيات یې په سیند صوبه کې دي.

ډير زيات هغه پاکستانیان دي چې د ایران نه راستنیږي.

د خېبر پښتونخواه حکومت وياند اجمل وزير وويل، د خېبر پښتونخواه حکومت پلان لري چې د مارچ په ۱۷ مه د ۲۲۵ پاکستانی راستنیدونکو ټسټونه وکړي.

د سیند صوبې وزیراعلی سید مراد علي شاه د مارچ په ۱۶ مه وویل، "د ټولو هغه کسانو [په سیند کې] په مختلفو هسپتالونو کې پاملرنه کيږي د کومو چې ټسټونه مثبت راغلي دي، په داسې حال کې چې ځینې په خپلو کورونو کې قرنطين شوي دي."

هغه وویل، ټول ناروغان ښه دي. هغه زیاته کړه چې د سیند حکومت د ۱۰،۰۰۰ پورې د ټیسټ کټونو بندوبست کړی او د اړتیا په صورت کې نور هم ترلاسه کولی شي.

احتياطي تدابير

د پاکستان حکومت له عامو خلکو څخه غوښتنه کړې چې احتیاطي اقدامات وکړي او ويره ونه لري.

وزیر اعظم عمران خان د مارچ په ۱۴ مه ټویټ وکړو، "زه غواړم چې قوم ته خبر ورکړم چې زه د کوويډ-۱۹ سره د مقابلې لپاره د اقداماتو څارنه کوم او ډیر ژر به قوم ته خطاب وکړم. زه به خلکو ته مشوره ورکړم چې زموږ د حکومت لخوا صادر شوي د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي. په داسې حال کې چې د احتیاط ضرورت شته، خو د ويرې هيڅ ضرورت نشته."

ټاکل شوې ده چې خان به د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) قوم ته د وبا په هکله خطاب وکړي.

د مارچ له ۱۵ څخه تر مارچ ۳۱ پورې نړیوالې الوتکې یوازې درې هوایي ډګرونه کارولی شي: اسلام آباد، لاهور او کراچۍ. کارکونکي په دغه هوایي ډګرونو کې د وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره ځانګړي سکریننګونه ترسره کوي.

سکولونه، کالجونه، يونيورسټۍ، په هسپتال کې د بهرنيو ناروغانو لپاره څانګې، عامه ځایونه، د ودونو هالونه او نور تاسیسات بند شوي دي.

په ځینو کيسونو کې، ودونه په لنډ نوټس سره منسوخ شول.

د پېښور یو اوسیدونکي نعیم احمد، چې د خپل د تره زوی د واده لپاره يې د واده هال بوک کړی و، وویل، "زموږ واده د یکشنبې په ورځ [د مارچ په ۱۵ مه] ټاکل شوی و، خو انتظاميې موږ ته وویل چې حکومت بندیز لګولی دی."

د خېبر پښتونخواه د مرستې او بيارغونې څانګې سيکريټري ريليف عابد مجید وویل، "زيات نه زيات ۹۰ تاسيسات، د ودونو هالونو، هاسټلونو، کالجونو، سکولونو، سنيماګانو او نورو تاسیساتو په ګډون، چې اوس هم خلاص ول، د دې هفتې په دوران کې په پېښور کې وتړل شول."

هغه د خلکو څخه وغوښتل چې د غونډو نه ډډه وکړي، خپل لاسونه په صابون سره ومینځي او خپلو مخونو ته دې لاس نه وروړي.

راډيو پاکستان د مارچ په ۱۷ مه راپور ورکړو، په یوې فتوه کې، د پاکستان د عالمانو شورا له خلکو څخه وغوښتل چې له روغبړ کولو او غاړه ورکولو نه ډډه وکړي او خپله وینا دې "اسلام علیکم" پورې محدود کړي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ خدماتو ویاند بلال احمد فیضي وویل، ریسکیو ۱۱۲۲ ته "ځانګړي کټونه او آلات ورکړل شوي چې د مشکوک کسانو ټسټونه وکړي او هغوی هسپتال ته منتقل کړي."

هغه زیاته کړه، ځانګړو ټیمونو روزنه ترلاسه کړې چې څنګه د يو مريض ټسټ وکړي او هغه منتقل کړي.

مرګونه په ایران کې مخ په ډیریدو دي

پاکستان په داسې حال کې اقدامات کوي کله چې په ګاونډي ایران کې وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي.

ایراني چارواکو د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) په یو ورځ کې د مرګونو لوړ شمير ثبت کړو.

له ۱۹ فبرورۍ راهيسې، کله چې حکومت په ايران کې د کورونا وايرس د لومړي کيس په اړه راپور ورکړو، په ۱۶،۰۰۰ ناروغانو کې د وروستي ۱۳۵ مرګونو سره د مرګونو مجموعي شميره ۹۸۸ ته ورسيدله.

دغه ناروغۍ لږ تر لږه ۱۲ ایراني سیاستدانان او چارواکي وژلي، دواړه اوسني او پخواني، او ۱۳ نور په دې ناروغۍ کې اخته شوي چې قرنطین شوي یا علاج ترلاسه کوي.

خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایراني رژیم د پاتې راتلو په اړه په نړيواله کچه انديښنه زياته شوې، ځکه چې په دغه هیواد کې د کورونا وايرس په پراخه کچه خپریدل د ګاونډیو هیوادونو او نورو لپاره يو خطر دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د د فبرورۍ په ۲۵ مه غوښتنه وکړه چې د ایران رژیم دې د کورونا وایرس د خپریدو په اړه "حقیقت په ډاګه کړي"، او د حقيقت د پټولو تورونو په اړه يې انديښنه څرګنده کړه.

په عين حال کې، چین په فعاله توګه هڅه کوي چې د وایراس د خپريدو په اړه د سازشي نظريو د خپرولو سره په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا په خپریدو کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي.

او تیره میاشت، د روس دولتي میډیا د وایرس د لامل په اړه سازشي نظريې پيل کړې، او بیا په کرملین پورې تړلي په زرګونو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کارونکو بله ورځ دغه پیغام خپرول پيل کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500