روغتیا

پاکستان د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې زياتوي

د ضياء الرحمان لخوا

اوسیدونکي د فبرورۍ په ۲۷ مه په ملتان کې په سړک باندې د کوويډ-۱۹ کورونا وايرس پروړاندې د مخنیوي د اقدام په توګه د مخ حفاظتي ماسکونه لري. په پاکستان کې لومړي دوه کېسونه ثبت شوي دي. [عارف علي/ای اېف پي]

اوسیدونکي د فبرورۍ په ۲۷ مه په ملتان کې په سړک باندې د کوويډ-۱۹ کورونا وايرس پروړاندې د مخنیوي د اقدام په توګه د مخ حفاظتي ماسکونه لري. په پاکستان کې لومړي دوه کېسونه ثبت شوي دي. [عارف علي/ای اېف پي]

کراچۍ -- د پاکستان د روغتیا چارواکي په هیواد کې د کورونا وايرس د خپریدو د مخنیوي لپاره وروسته له هغې کار کوي کله چې دوه کېسونه رامنځته شول، چې د ايران سره تړاو لري.

د روغتیایي چارواکو په وینا، د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ مه) د دوو ناروغانو د کوويډ-۱۹ وایرس ټسټونه مثبت راغلل. یو په کراچۍ کې او بل په اسلام آباد کې دی.

دواړه په ښه حالت کې دي او ایران ته یې سفر کړی و. د روغتیایي چارواکو له مخې، د دوی د راستنیدو په وخت کې، د دې ناروغۍ لپاره د دوی ټسټونه مثبت راغلل.

د وزیر اعظم عمران خان د روغتیا ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر مرزا د پنجشنبې په ورځ په یو نيوز کانفرنس کې له هغو کسانو څخه وغوښتل، چې په دې وروستيو کې يې متاثره شويو هيوادونو ته سفر کړی و -- په ځانګړې توګه چين او ايران ته -- چې د روغتیا وزارت د مرستو ټلیفوني کرښې ته زنګ ووهي، چې د دې وايرس په وړاندې د احتیاطي تدابیرو په اړه زده کړه وکړي.

د کراچۍ پولیس او د سیمې اوسیدونکي د فبرورۍ په ۲۷ مه حفاظتي ماسکونه اچوي چې د کورونا وایرس د خپریدو مخه ونیسي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس او د سیمې اوسیدونکي د فبرورۍ په ۲۷ مه حفاظتي ماسکونه اچوي چې د کورونا وایرس د خپریدو مخه ونیسي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د ټیرونو کاریګر د فبرورۍ په ۲۷ مه حفاظتي ماسک اچولی دی. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د ټیرونو کاریګر د فبرورۍ په ۲۷ مه حفاظتي ماسک اچولی دی. [ضیاء الرحمان]

مرزا له هر هغه چا څخه وغوښتل چې هيلپ لاين ته زنګ ووهي او هسپتال ته لاړ شي کوم چې د دې رنځ نښې نښانې لري.

په عین حال کې، د کراچۍ چارواکو د پنجشنبې په ورځ په ځانګړې توګه د شیعه سپاه بازار سیمې څخه لیدنه وکړه چې د هغه حاجیانو په اړه تفصيلات راټول کړي چې د ۶ مې فبرورۍ راهیسې ایران ته تللي دي. دا سیمه ډیرې کمپنۍ لري چې ایران او عراق ته حاجیان لیږي.

د سیند صوبې وزیر اعلی سید مراد علي شاه د پنجشنبې په ورځ وویل، د سیند حکومت نږدې ۱۵۰۰ اوسیدونکي په ګوته کړي چې په تیرو دوو هفتو کې له ایران څخه راستانه شوي، او دا ټول به د ۱۵ ورځو لپاره قرنطين شي.

هغه وويل، صوبايي انتظاميه هیله لري چې په راتلونکو ۴۸ ګهنټو کې وضعیت کنټرول کړي.

د سیند او بلوچستان حکومتونو په دولتي هسپتالونو کې د جلاتوب وارډونه جوړ کړل او په صوبه کې یې روغتیایي اضطراري حالت نافذ کړو.

دواړو حکومتونو د ماشومانو د ساتنې لپاره د احتیاط په توګه د څو ورځو لپاره سکولونه بند کړي دي.

د شفافيت نشتوالی

خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایران د رژیم د شفافيت د نشتوالي په اړه په نړيواله کچه انديښنه زياتيږي، ځکه چې په ايران کې د کورونا وايرس بې لګامه خپریدل د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هیوادونو لپاره يو خطر دی.

تهران د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ مه) په تیرو ۲۴ ګهنټو کې د کورونا وايرس د اوو مرګونو راپور ورکړو، چې د ټولټال تلفاتو شمیر ۲۶ ته او د متاثره شويو کسانو شمير ۲۴۵ ته ورسيدو.

ایران له چین څخه بهر په هغه هيوادونو کې دی چيرې چې دا وایرس ترټولو زيات خپور شوی دی، که څه هم چارواکي داسې ښکاري چې دا ګواښ کم ښيي او غلطې شمیرې خپروي.

د دې ناروغۍ په اړه د معلوماتو د خپریدو د مخنيوي لپاره په یوې هڅه کې، د ایران سایبر پولیسو د چهارشنبې په ورځ د ۲۴ کسانو د نيولو اعلان وکړو چې په انټرنيټ باندې د "افواهګانو د خپرولو" په تور تورن ول.

د ایران رژیم په دې وروستیو میاشتو کې په شفافيت کې ډيرې غلطۍ کړې، چې له دې سره تهران د خپل نفوس او نړیوالې ټولنې په وړاندې د اعتبار په لحاظ سره ډیر زيات زيان ترلاسه کړی دی.

په زرګونو ایرانیان په تيره مياشت کې د زياتې غوسې سره سړکونو ته راووتل، د مثال په توګه، کله چې دا څرګنده شوه چې رژيم دروغ ويلې ول او دا ورته معلومه وه چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) په تيره مياشت کې د یوکراین الوتکه راغورځولې وه.

پاکستان د فبرورۍ په ۲۴ مه له ایران سره خپله ځمکنۍ پوله هغه وخت وتړله او زيارت کونکي یې د تفتان په سرحدي لاره او په بلوچستان صوبه کې په پنځو نورو سرحدي لارو باندې د سفر کولو نه منع کړل کله چې په ایران کې د کورونا وايرس د مرګونو په اړه راپور ورکړل شو.

په پاکستان کې د دې دوو کېسونو نه وروسته، د پاکستان د هوایي چلند څانګې د پنجشنبې په ورځ د ایران او پاکستان تر منځ ټول پروازونه ودرول.

د بلوچستان د روغتیايي چارواکو له مخې، له هغه وخت راهيسې چي چارواکو دغه پوله وتړله، له ۲۰۰ څخه زيات کسان، چې په بلوچستان کې د تفتان د لارې پاکستان ته داخل شوي، د دوه هفتو لپاره قرنطين کړي دي.

ای اېف پي راپور ورکړو، د روغتیایي امنیت لپاره د جان هاپکنز مرکز د وروستي تازه راپور له مخې، په نړۍ کې له ۸۲،۱۰۰ څخه ډیر کسان متاثره شوي او ۲،۸۰۰ مړه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500