سياست

متنازعه افغان سیاستدانان په پاکستان کې د تهران لپاره په ملاتړ ترلاسه کولو کې پاتې راغلي

د عبدل غني کاکړ لخوا

محمد محقق په ۲۰۱۷ کال کې د ایران د ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي سره. دغو دواړو بیا په نومبر ۲۰۱۸ کال کې په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړیوال کانفرانس کې له يو بل سره وکتل. [فايل]

محمد محقق په ۲۰۱۷ کال کې د ایران د ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي سره. دغو دواړو بیا په نومبر ۲۰۱۸ کال کې په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړیوال کانفرانس کې له يو بل سره وکتل. [فايل]

کویټه -- دفاعي او سیاسي شنونکي وايي چې په پاکستان کې د ملاتړ لپاره د تهران هڅې -- په دې وروستیو کې کویټه او د هیواد نورو برخو ته د ایران په ملاتړ د یو افغان سیاستدان له سفر سره ولیدل شوې -- د ناکامۍ سره مخ دي.

په راولپنډۍ کې د استخباراتو د یو لوړ پوړي چارواکي له مخې، محمد محقق (ښې اړخ ته)، چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت مشر دی، د جنورۍ په ۱۳ مه پاکستان ته په پنځه ورځني سفر کې د لس کسيزه پلاوي مشري وکړه.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه پلاوي "نه یوازې د کویټې په ګډون د هیواد په مختلفو برخو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو سره ولیدل، بلکې د هغه ګڼ شمیر شیعه سیاسي او مذهبي مشرانو سره يې هم وکتل، کومو چې تل د ایران د ګټو لپاره دلته کار کړی دی."

هغه وویل، "ایران د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو له امله په مختلفو سکتورونو کې له کړکیچونو سره مخ دی." هغه زیاته کړه چې "داخلي لانجې په سیمه کې د ایران ستراتیژیکي ګټو ته ډیر زیان رسوي."

محمد محقق (ښي اړخ ته)، چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت چيرمين دی، د جنورۍ په ۱۵ مه په کویټه کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې. [فايل]

محمد محقق (ښي اړخ ته)، چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت چيرمين دی، د جنورۍ په ۱۵ مه په کویټه کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې. [فايل]

محمد محقق د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۶ مه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په تهران کې. محقق په تيرو کلونو کې په سوریه، عراق او نورو ځایونو کې د تهران لپاره په ملیشو کې د پاکستان او افغان شیعه ګانو د استخدام لپاره په ښکاره ډول ملاتړ څرګند کړی دی. [فايل]

محمد محقق د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۶ مه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په تهران کې. محقق په تيرو کلونو کې په سوریه، عراق او نورو ځایونو کې د تهران لپاره په ملیشو کې د پاکستان او افغان شیعه ګانو د استخدام لپاره په ښکاره ډول ملاتړ څرګند کړی دی. [فايل]

د ایران په ملاتړ افغان سیاستدان محمد محقق (ګس اړخ ته) د جنورۍ په ۱۶ مه په کویټه کې د هزاره جمهوري پارټۍ چيرمين عبدالخالق هزاره سره خبرې اترې وکړې. [فايل]

د ایران په ملاتړ افغان سیاستدان محمد محقق (ګس اړخ ته) د جنورۍ په ۱۶ مه په کویټه کې د هزاره جمهوري پارټۍ چيرمين عبدالخالق هزاره سره خبرې اترې وکړې. [فايل]

هغه وویل، "د ایراني کمانډر ميجر جنرل قاسم له وژلو وروسته، د ایران حکومت نږدې کار کوي چې د خپلې راتلونکي تګلارې اهدافو لپاره خپلې پراکسي ډلې متحد کړي." "له دې امله د محقق په مشرۍ کې دغه پلاوی دلته د لابي کولو لپاره استول شوی و."

سلیماني، چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (IRGC) د قدس ځواک کمانډر و، د جنورۍ په ۳ مه په عراق کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو حکومت په تیر اپریل کې د IRGC لخوا په نړۍ کې د لسیزو تخريبي کړنو نه وروسته دغه ډله يو تروریستي سازمان وګرځولو.

دغه چارواکي وویل، "په پاکستان او افغانستان کې لاسوهنه د ایران د بهرني سیاست یوه مهمه برخه ده." "ایران غواړي چې د مذهبي یووالي او اسلامي اخوت په شکل کې زموږ په سیاست کې خپلې ریښې پياوړي کړي."

هغه وويل، "زموږ د دفاع او ملي امنیت تګلارې خورا ښکاره دي، او متعلقه چارواکي د بهرني نفوذ د شنډولو لپاره په ګډه کار کوي." "زما په اند، هغه اصلي هدف په هر ډول ناکامه شوی دی چې له هغې لپاره پلاوی پاکستان ته استول شوی و."

د ایران پلوه دریځ سره مرسته کول

د افغانستان د خوست صوبې سوداګر او د يو وخت لپاره د پارلمان کانديد اختر زمان رئیسي له مخې، د محقق او د هغه د پارټۍ د نورو مشرانو رول په افغانستان کې متنازعه دی.

د عيني شاهدانو له مخې، په نومبر ۲۰۱۸ کال کې، په داسې حال کې چې د افغانستان د اجرايیوي رياست مرستيال په توګه يې کار کولو، محقق په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړیوال کانفرنس کې برخه واخیسته، چیرې چې هغه د ایران ستر رهبر آیت الله علي خامنه اي سره وکتل او په ښکاره یې د افغان ضد دریځ ملاتړ وکړ.

هغه ادعا وکړه چې افغانان په پراخه کچه په سوریه او عراق کې د ایران د جګړې ملاتړ کوي، او دغه شخړه یې "جهاد" وبللو، او له اسلامي مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ایراني رژيم د پوځي هدفونو ملاتړ وکړي.

په کانفرانس کې په یو بیان کې، محقق د سليماني او په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې دواړو ستاينه وکړه.

هغه د ایران له خوا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د فاطمیون ډويژن تر بیرغ لاندې د افغان "جنګیالیو" د استخدام لپاره د ملاتړ څرګندونه وکړه. د ايران اسلامي انقلاب ساتونکو قول همدارنګه په زینبیون بريګيډ کې شيعه ګان استخداموي چې په سوريه کې د ایران د پوځي ګټو لپاره د کرايۍ عسکرو په توګه جګړه وکړي.

د امریکاغږ د راپور له مخې، محقق وویل، "زه د عراق، سوریې، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو له ټولو هغو جنګیالیو څخه، چې په دې جنګونو کې یې همکاري کړې ده، مننه کوم."

صدر محمد اشرف غني په جنوري ۲۰۱۹ کال کې محقق د اجراییوي رییس عبدالله عبدالله د مرستیال په توګه له دندې څخه ګوښه کړو.

ريسي وويل، "د محقق پارټي د افغانستان د شيعه جنګياليو د فاطميون ډويژن ترټولو لويه مرسته کوونکي ده."

هغه وویل، "ایران هڅه کوي چې په سیمه کې خپل پراکسي رول پياوړی کړي ... او په افغانستان کې د ایران رول تل تر سخت تنقيد لاندې پاتې شوی دی."

په پاکستان کې د تهران لابي ښه نه ده

په اسلام آباد کې د ملي دفاع يونيورسټۍ د سولې او شخړې د مطالعاتو د څانګې اسسټنټ پروفیسر راشد احمد وویل، د پاکستان په کورنیو چارو کې د ایران نفوذ ښه نه دی.

هغه وویل، "د دې سفر هدف په پراخه کچه ناکامه شوی ځکه چې محمد محقق په پاکستان کې د ایران لپاره د ملاتړ په ترلاسه کولو بریالی نه شو."

احمد وویل، "پاکستان له مخکې نه د خپل بهرني دفتر له لارې اعلان کړی چې دا به په هر سیمه ایز بحران کې بې طرفه پاتې شي."

هغه زیاته کړه، "د دې سیمې سیاسي وضعيت ورځ په ورځ بدلیږي، او د سیمه ایزو شخړو پایله ګاونډیو ټولو هیوادونو ته زيات زیان رسوي."

مير خدا بخش ماري، د بهرني پاکستاني بلوچيانو د اتحاد نايب چيرمين، وویل، "د سیاسي او امنیتي حالاتو د بدلون له امله ټول سیمه ایز هیوادونه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ بياکتنه کوي." دغه سازمان، چې په پاکستان او بهر کې فصلونه لري، د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو سره مبارزه کوي.

هغه وويل، "پاکستان ته د محقق په مشرۍ د پلاوي وروستی سفر د دې پرمختګونو یوه برخه کیدی شي."

هغه وويل، "یو باثباته او پرمختللی امنیتی حالت تل د هر هیواد د ستراتیژیکې پالیسۍ يوه مهمه برخه ګڼل کیږي." "لکه څنګه چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې کلیدي رول لري ... ایران د خپلو ملاتړو ډلو له لارې په پاکستان کې لابي کوي چې په دې خبرو اترو کې د ایران ګټې پیاوړي کړي."

هغه وویل، "له ټولو هڅو سربيره، داسې ښکاري چې د محقق په مشرۍ وروستی پلاوی د ایران لپاره په لابي کولو کې ناکامه شوی دی."

ماري وویل، هر هغه ډله به کاميابه نه شي چې د بهرنیو ګټو لپاره لابي کوي. هغه زياته کړه چې د ایران دريځ به په پاکستان کې په اسانۍ ونه منل شي.

"پاکستان هیڅکله هم د بهرنيو ګټو لپاره د خپل ملي امنیت په پالیسۍ باندې روغه جوړه نشي کولی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 11

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په بشپړ ډول غیر منطقي تجزيه چې د مسلمانانو تر منځ کرکه رامنځته کوي او همدارنګه لیکوال د شیعه مسلمان پر وړاندې د کرکې څرګندونه کوي.

ځواب

ما له مخکې نه په دې ویب پاڼه کې لوستلي، دوی بې طرفه ليکل نه کوي. د دوی ماموریت خطرناک ښکاري. زه دا په فېسبوک باندې بلاک کوم چې بیا يې ونه ګورم.

ځواب

ایا د ایران بهرنۍ تګلاره دومره ضعیفه ده چې د ښاغلي کاکړ په وینا د پاکستان ملاتړ ترلاسه کولو لپاره باید د یو کمزوري او جنجالي افغان سياستدانانو نه ملاتړ ترلاسه کړي؟ ایا ایران د خپلې بهرنۍ پالیسۍ کارپوهانو څخه دومره ډیپلوماسي نشي ترلاسه کولی؟

ځواب

ایا دا د ترهګر لخوا تمويل شوې ورځپاڼه ده؟ شرم دې وي په تا باندې

ځواب

داسې ښکاري چې لیکوال په دې غصه شو چې لفافه يې خالي وموندله، همدا وجه ده چې ښاغلې غني کاکړ د کمزوري معلوماتو او خراب علم سره د قلم په څیر د ځواک سره ټوکه کړې ده.

ځواب

بې نومه شنونکي او د پاکستان ضد لیکوالان سازش کوي چې پاکستان له ګاونډیو اسلامي هیوادونو څخه لرې کړي. په اسلامي نړۍ کې د پاکستان د يوازې کولو لپاره بې ارزښته هڅې کيږي چې دښمن ګاونډي هیواد پاکستان په اسانۍ سره تیر کړي.

ځواب

ډیره خرابه مقاله. یوازې هغه کسان به په دې لیکنه باور ولري څوک چې د افغانستان د دې ستر شخصیت په اړه هیڅ معلومات نه لري.

ځواب

دا کالم د تجزيې څه لږ غوندې مواد هم نه لري، بلکې دا د نسل پرستۍ د دفاع لپاره یوه ناکامه هڅه ده، داسې لالچي او نژادپالونکي (د بشر ضد) لیکوالان ډیر زيات دي. دا په هیڅ صورت کې د حیرانتیا خبره نه ده.

ځواب

ټول بکواس

ځواب

دا مقاله له حقایقو څخه لرې ده، یوازې هغه حقیقت چې دې خپور کړو، هغه د دې تش په نامه خبر رسنۍ او د مقالو لیکوالانو د تعصب نه ډک دريځ دی چې په دې مقاله کې د هر يو لفظ څخه څرګند دی. ښکاره د فاطمیون بريګيډ دی چې د رضاکارانو څخه جوړ شوی دی نه چې د اجیرانو نه، نه دوی ته معاش ورکول کیږي او نه هم له دوی سره د تابعیت ژمنه شوې. د آسیا نیوز لپاره دوه ټکي، "جعلي خبرونه".

ځواب

دوی هر هغه څه کولی شي چې دوی يې غواړي خو وروسته د پاکستان شيعه ګان باید د خپلو ورک شويو پرسونلو د بیرته راوستلو لپاره په پراخه کچه احتجاجونه نه کوي. هغوی د ایران د مفاد لپاره تللي و نو بکواس بند کړئ او اوس د هغوی انتظار کوئ.

ځواب