تروريزم

په پاکستان کې د فرقه یي شخړو ګواښ د سلیماني په مرګ سره کم شو

د عبدل غني کاکړ لخوا

یو ایرانی عسکر د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه شیعه زیارت کونکو ته ګوري. [اسنا]

یو ایرانی عسکر د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه شیعه زیارت کونکو ته ګوري. [اسنا]

کویټه -- د پاکستان شنونکي او څارونکي وايي چې د ایراني رژيم نيابتي جګړو او د سیمه ییز تسلط لپاره پلانونو د ميجر جنرل قاسم سلیماني په وژلو سره قوي ګوزار ترلاسه کړو.

سلیماني، چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر و، د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل، هغه "په فعاله توګه پلانونه جوړول چې په عراق او ټوله سیمه کې په امریکایي سفارتکارانو او د خدماتو پر غړو باندې بريد وکړي" او دې د قاسم سلیماني په وژلو سره د متحده ایالاتو د پرسونلو د ساتنې لپاره پریکنده دفاعي اقدامات وکړل.

قدس ځواک، چې د بیت المقدس لپاره عربي نوم لري، په بهرني ماموریتونو کې تخصص لري. دا افراطي ډلو ته روزنه، تمویل او وسلې ورکوي، چې د لبنان حزب الله او د فلسطین ډله حماس پکې شامل دي.

د ایراني رژیم لخوا په قم کې جوړه شوي غونډه د زینبیون بریګيډ د غړو "شهادت" لمانځي. زينبيون بريګيډ هغه يوه پوځي ډله ده چې په پاکستاني عسکرو باندې مشتمله ده، چې په سوریه، عراق او نورو ځایونو کې د تهران لپاره نيابتي جنګونه کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایراني رژیم لخوا په قم کې جوړه شوي غونډه د زینبیون بریګيډ د غړو "شهادت" لمانځي. زينبيون بريګيډ هغه يوه پوځي ډله ده چې په پاکستاني عسکرو باندې مشتمله ده، چې په سوریه، عراق او نورو ځایونو کې د تهران لپاره نيابتي جنګونه کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

سلیماني او د هغه قدس ځواک د سوريې هیواد په کورنیو جګړو کې د سوریې رژیم د ځواکونو په ملاتړ کولو کې خورا اهمیت لرلو.

د خپل سیمه ایز نفوذ پراخولو او د واکمنۍ رامنځته کولو په لټه کې، قدس ځواک افغاني، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان ګماري چې د دې د ګټو لپاره جګړه وکړي.

د قدس ځواک لخوا جوړه شوې یوه اصلي ډله زینبیون بریګیډ ډله ده، چې هغه ملیشه ده چې د پاکستانی مهاجرینو او زیارت کونکو څخه جوړه ده.

په کویټه کې د امنیت او سیمه ایزو چارو کارپوه ندیم احمد وویل، سلیماني "په سیمه کې د ایران د انقلاب د صادرولو اجنډې اصلي لوبغاړی و او ... د سولې د روانو هڅو لپاره یو ګواښ و".

هغه وویل، "په تیرو څو کلونو کې، په سیمه کې په فرقه یي نفوذ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. زما په اند، د قاسم سلیماني وژل به دغه فرقه ییزه شخړه ډيره کمه کړي."

هغه زياته کړه، تهران د شیعه ګانو تسلط رامنځته کولو لپاره د پلان د يوې برخې په توګه په ګاونډيو هيوادونو کې لاس وهي.

احمد وویل، "سلیماني د ډیرو پراکسي ملیشو بنسټ ایښودونکی و، او د هغه مرګ د هغه ډلو رول خورا کمولی شي چې ایران يې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره تمويلوي."

هغه يادونه وکړه، سربیره پردې، د سلیماني مرګ "د افغانستان د سولې په پروسه باندې هم مثبت اغیز کولی شي."

احمد وويل، "ایران له ډیرې مودې راهیسې د افغان سولې خبرو اترو ته زيان رسوي، او د افغان طالبانو ځینې ډلې په ښکاره ډول ادعا کوي چې ایران د سلیماني له لارې هغوی ته وسلې او نور لوژیستیکي ملاتړ چمتو کوي."

د ډاکټر طلعت شبیر لپاره، چې په اسلام آباد کې دفاعي شنونکی او د اسلام آباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټکې د پاکستان چائینه سټډي سنټر ډايريکټر دی، په پاکستان باندې د سلیماني د مرګ اغیز د پام وړ دی.

هغه وویل، "پاکستان په سيمه کې تر ټولو زيانمنونکی هيواد دی چې د افراطیت او فرقه یي شخړو له ګواښ سره مخ دی."

شبیر وویل، "موږ نور په هیواد کې شخړې نشو زغملی او فرقه یي شخړه زموږ یوه لویه خطا ده." "په راتلونکو ورځو کې، ایران کولی شي چې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره خپلې پراکسي ملیشې وکاروي، خو زه باید ووایم چې موږ باید په خپله خاوره کې د داسې یوې هڅې د ناکامولو لپاره محتاط پاتې شو."

هغه وویل، "کيدې شي چې په پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو کې وسله وال پراکسي ملیشې په راتلونکي کې زموږ د سیمې د بې ثباته کولو لپاره وکارول شي."

هغه د حکومت د تروریزم ضد پلان ته په اشارې کولو سره وویل، "د پراکسي جنګونو ګواښ کمولو لپاره، دا وخت دی چې د ملي عمل پلان ۲۰ شقونه پلي کړو."

يوه خوندي سيمه

په اسلام آباد کې د امنيتي چارو شنونکي ميجر (ريټايرډ) عمر فاروق وویل چې د سلیماني په وژلو سره به سیمه یو خوندي ځای شي.

"قاسم سلیماني د بې شمیره بې ګناه خلکو د مرګ مسؤل و او هغه د لسیزو راهیسې ډیر سیمه ایز هیوادونه بې ثباته کړې ول. هغه د تهران د ګټو ترلاسه کولو لپاره د سیمې وضعیت د بې ثباته کولو لپاره پلانونه جوړول."

هغه وويل، د مثال په توګه، د ایران امنیتي ادارې د سلیماني په مشرۍ "نه یوازې په ایران، بلکې په پاکستان کې د بلوچستان صوبې په سرحدي سیمو کې هم د سني بلوچيانو په ډله ییز وژلو کې لاس لرلو.

فاروق زیاته کړه، "دا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له بيانونو څخه څرګنده ده چې يو شمير بریدونه، چې وسله والو په بلوچستان کې ترسره کړي ول، د ایران سره تړاو لرلو، او څیړنو ثابته کړه چې په دغو بريدونو کې ښکيل وسله وال ایران ته وتښتیدل."

هغه وويل، "قاسم سلیماني د سیمې د سولې لپاره ګواښ و، او هغه پراکسي مليشې کارولې چې ګاونډیو هیوادونو ته د ایران انقلاب صادر کړي."

د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان ښار په تفتان کې یو قومي مشر برکت جمال ديني وویل، د ایران رژیم د پولې په اوږدو کې په ګڼ شمير بريدونو کې ښکيل دی او په تیرو څو کلونو کې دا ډول زياتره بريدونه د سلیمانې تر کمانډ لاندې د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا تر سره شوي ول.

هغه وویل، "موږ په خپلو سرحدي سیمو کې د ایران د سرحدي ځواکونو د برید له امله ګڼ شمیر بې ګناه خلکو ژوند له لاسه ورکړی دی." "په ما باور وکړئ، زموږ خلک اوس هم د سلیماني وژل لمانځي، لکه څنګه چې د هغه د مرګ وروسته، موږ هيڅ يو برید نه دی ليدلی او اوس زموږ په سیمه کې امن ښکاره دی."

جمال دیني زیاته کړه، "په ایران کې د بلوچيانو اقليت د ایران له سیاستونو او په ځانګړي ډول د آی آر جي سي له خوا په سیستان - بلوچستان، زاهدان او د ایران په نورو سیمو کې، چې د پاکستان پولې ته نږدې دي، د ظلمونو سره مخ دي."

هغه وویل، "موږ هیله لرو چې د قاسم سلیماني وژل به زموږ په سرحدي سیمو کې د سولې پر وضعیت خورا مثبت اغیز ولري." "موږ غوښتنه کوو چې د پاکستان حکومت دې په سرحدي سیمو کې د ایران د توغندیو نه د خلاصون لپاره زيات کوټلي ګامونه پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 12

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنرل سلیماني یو اسلامي اتل دی چې په خپل ټول روښانه ژوند کې يې د اسلام دفاع کړې وه او د صهیونیانو، امریکې او تکفیریانو په وړاندې يې جګړه وکړه. زینبیون بریګيډ موندل شوی چې د شیعه ګانو د امامانو د سپڅلو زيارتونو دفاع کوي، نه چې فرقه یي جنګ کوي. طالبان، لشګر جهنګوي، القاعده او ټول افراطیان له هغو هیوادونو څخه دي چې د دې مقالې لیکوال ترې پیسې ترلاسه کوي.

ځواب

دا راپور، چې له ایران سره د تعصب او دښمنۍ پراساس دی، د سعودي بادارانو او د دوی د پاکستاني غلامانو د خوشحالولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده. داسې ښکاري چې غني کاکړ لاهم نه دی بدل شوی او ژورناليزم د يوې فاحشې په توګه کارولو سره خپل جیب ډکوي.

ځواب

د لیکوالانو داخلي ریښتیني احساسات یې وښودل، د سليماني نه مخکې، چا په پاکستان کې په ۱۹۶۳ کال کې په سیند صوبه کې د سلګونو شیعه ګانو په وژلو سره دا پراکسي جګړه کوله. که چیرې دا هغه کس و چې د جنګ لپاره يې شیعه ځوانان استخدام کړي ول نو بیا دوی چیرته دي او ولې دوی انتقام نه اخلي، په داسې حال کې چې د بمي چاودنې هره پيښه د طالبانو لخوا ترسره کيږي. په هرې يوې بمي چاودنې کې د ۱۰۰ نه زيات پاکستانیان وژل شوي دي. دا یوازې د څو ډالرو لپاره د متحده ایالاتو د ویزې افسر ته د خپلو مقالو په ښودلو سره خپل ځانونه خرڅوي چې دوی په ورته ډول فکر کوي لکه څنګه چې تاسو (متحده ایالات) د یو ظالم قوي هیواد په توګه کار کوئ. په دې وروستيو کې د برما د مسلمانانو د وژنو په اړه څه فکر لرئ؟ چین د مسلمان اقليت په وړاندې عمل کوي؟ وغيره دا هغه کسان دي چې د لیدو، اوریدلو او فکر کولو توان نلري، د هغه څه نه علاوه چې متحده ایالات يې کوي سم دي.

ځواب

ډیر معلوماتي!

ځواب

غول خوری دوسانو دروغ وایاست

ځواب

په پاکستان کې د سپاه صحابه او د نورو تروریستي سازمانونو سره د سعودي د مرستې په اړه څه وايئ... زما په اند ستاسو معلومات خورا محدود دي ... ستاسو مقاله په بشپړ ډول د فرقه واريت پر اساس ده او د دغه جنرل په وړاندې تاسو چې کوم تورونه لګولي دي، هغه فضول او بې بنياده دي...

ځواب

بالکل ریښتیا

ځواب

نن تاسو ژورنالیزم توجیه کړو

ځواب

که هغه په پاکستان کې شیعه ګانو ته روزنه ورکوله نو بیا ولې سپاه صحابه د مخکې نه شیعه ګان وژل. حتی دوی په بلوچستان کې د شناختي کارډونو کتلو وروسته ووژل شول، هغه وخت کاکړ چیرته خخ کړی شوی و؟ ایا دا ترهګري نه وه؟

ځواب

تر نن ورځې پورې پوهه نه شوم چې سلیمان ولې پاکستان ته ګواښ وکړو، په داسې حال کې چې پاکستان هیڅکله په ایران کې د دولت ضد ډلې ملاتړ نه دی کړی، که امریکا د هغې دښمن و، نو بیا ولې په افغانستان او عراق کې اتحاد شتون لرلو؟

ځواب

له ایران سره د تعصب او دښمنۍ پراساس دا راپور د سعودي مشرانو او د خپلو پاکستاني غلامانو خوشحالولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده. داسې ښکاري چې غني کاکړ لاهم نه دی بدل شوی او ژورناليزم د فاحشه په توګه کارولو سره خپل جیب ډکوي.

ځواب

بالکل

ځواب