امنیت

افغان سیاستوال همکارۍ ته د ودې ورکولو لپاره په پاکستان کې په يو کانفرنس کې ګډون کوي

د ضياء الرحمان لخوا

ځینې افغان سیاسي مشرانو د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲۳ مه په بوربن کې د سولې په کانفرنس کې ګډون وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور رامنځته کړي او په مختلفو سکټورونو کې همکاري پیاوړي کړي. [داود محمد/ ای ايف پي ټي وي/ای ايف پي]

اسلام اباد -- بااثره افغان سیاسي مشرانو او د پاکستان لوړ پوړو چارواکو یو وفد په مري کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو او په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا په اړه موافقه وکړه.

د ۵۰ نه زياتو افغان سیاستوالو د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۳ مه) "د افغان د سولې کانفرنس" په نامه يو کانفرنس کې ګډون وکړ، چې د پاکستان دوو خپلواکو څيړنيزو موسسو -- د لاهور د سولې تحقیقاتو مرکز (ايل سي پي آر) او د سویل آسیا د ستراتیژیکي ثبات انسټيټوټ (ساسي) -- په يو سیاحتي سیمه، بوربن، کې يې انتظام کړې وو.

زياتره افغان ګډنوالو د اپوزیسیون سره تعلق لرلو، چې په دوی کې ګڼ شمير هغه اميدواران شامل ول چې د سپتمبر په مياشت کې د صدر لپاره انتخاباتو ته ولاړ دي.

د پام وړ ګډون کوونکو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د سولې د عالي شورا چيرمين، محمد کریم خلیلي، د بلخ ګورنر عطا محمد نور، پخوانې مرستيال اجراییوي مشر محمد محقق او د ملي امنیت پخوانې سلاکار او صدارتي اميدوار محمد حنیف اتمر شامل وو.

افغان پلاوي د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي (ښي اړخ ته دوهم) سره د جون په ۲۲ مه په بوربن کې د سولې کانفرنس نه مخکې د تصويرونو لپاره پوز جوړوي. د افغانستان سينير سیاسي مشرانو په بوربن کې اسلام آباد ته د افغانستان صدر اشرف غني د سفر نه مخکې د سولې په کانفرنس کې ګډون وکړو. [ايس ټي آر/ای ايف ي]

افغان پلاوي د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي (ښي اړخ ته دوهم) سره د جون په ۲۲ مه په بوربن کې د سولې کانفرنس نه مخکې د تصويرونو لپاره پوز جوړوي. د افغانستان سينير سیاسي مشرانو په بوربن کې اسلام آباد ته د افغانستان صدر اشرف غني د سفر نه مخکې د سولې په کانفرنس کې ګډون وکړو. [ايس ټي آر/ای ايف ي]

ګلبدین حکمتیار د جون په ۲۳ مه په مري کې په يو کانفرنس کې خبرې کوي. [پاکستان راډیو]

ګلبدین حکمتیار د جون په ۲۳ مه په مري کې په يو کانفرنس کې خبرې کوي. [پاکستان راډیو]

دا غونډه د بحث لپاره د جون په ۲۷ مه پاکستان ته د صدر اشرف غني د رسمي سفر نه مخکې ترسره شوه.

صدر غني د جون په ۴ مه وويل، "دا دوره د دوو اړخيزو اړیکو د ښه کولو لپاره د يوې هڅې برخه ده چې زياتره د بې باورۍ او متقابل تورونو له امله خرابې شوي دي."

د جنورۍ په میاشت کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او محمد عمر داوودزۍ، چې د سولې او سیمه ایزې موافقې لپاره د صدر غني ځانګړی استازی دی، هم پاکستان ته سفر وکړو چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

د تلپاتې سولې لپاره همکاري

شنونکي وايي، د افغاني مشرانو ګډون دا کانفرنس کامياب کړو.

طاهر خان، چې په اسلام آباد کې يو شنونکی دی او د پاکستان - افغان اړیکو څارنه کوي، وويل، "پاکستان د افغان مشرانو رابللو سره د افغانستان ۱۷ کلنه جنګ د ختمولو لپاره خپله ژمنتیا وښودله."

هغه وويل، د همکارانو ګډون، لکه د افغانستان مهم سياسي مشران، د روغې جوړې بهير خورا پراخه کوي او کاميابوي.

ګډونوال د ښه اړیکو او په سیمه کې د سولې راوستلو هڅو په اړه خوشبین وو. ټولو کسانو په دې ضرورت باندې ټينګار وکړو چې په افغانستان کې د کلونو راهيسې وينه تويیدل پای ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي، چې د دې کانفرنس پرانسته یې وکړه، وویل، پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

قريشي وويل، "پاکستان د يو داسې افغانستان ملاتړ کوي چې پخپله هم سوله لري او د ګاونډيانو سره هم سوله ولري. پاکستان د افغانستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا احترام کوي."

هغه زياته کړه، پاکستان په بشپړه توګه او په ښه نيت او له ګډ مسوليت سره په افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته کړې ده او خپل رول ته به دوام ورکړي.

حکمتیار د خپل جنګ ځپلي هیواد لپاره د سولې په روان بهیر کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.

حکمتیار انادولو ایجنسۍ ته وویل، "پاکستان یو ډير مهم هېواد دی، او اسلام اباد کولی شي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول ولوبوي، او اوس دا رول لوبوي."

د اتمر د سولې او تعدیل ټیم لخوا يو خپور شوي بیان هم وویل چې دا ژمنه لري چې د هرې هغه صادقانه هڅې ملاتړ وکړي چې موخه یې په افغانستان، په پاکستان کې د غونډو په شمول، سوله راوستل وي.

په دغه بيان کې ويلې شوي، "موږ د سولې او روغې جوړې ملاتړ لپاره د پاکستان د رول ستاینه کوو او هیله من يو چې پاکستان به په افغانستان کې دننه د مستقیمو خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500