بیجینګ -- دولتي رسنیو راپور ورکړو چې د چین صدر شي جین پینګ د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۶مه) د تایوان سره نږدې په یوې مهمه سیمه کې د ځواکونو د عملیاتو د معاینې په دوران کې وویل چې د هېواد پوځ باید "د جګړې جرات ولري".
چین واکمن تایوان د خپلې خاورې يوه برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې د اړتیا په صورت کې به یوه ورځ دا ټاپو تر خپل واک لاندې راولي.
دولتي ټلویزیون CCTV راپور ورکړو چې د خلکو د ازادۍ پوځ د ختیځ تهيټر کمانډ د یوې معاینې په ترڅ کې، شي جين پينګ پوځي استازو ته وویل چې دوی باید "د جګړې جرات ولري، په جګړه کې ښه وي، او په کلکه د ملي حاکمیت (او) امنیت دفاع وکړي."
سي سي ټي وي د شي جين پينګ له قوله وويل، "اوس مهال نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوي دور ته داخله شوې ده، او زموږ د هېواد امنيتي وضعيت نور هم بې ثباته او غير يقيني شوی دی."
شي جين پينګ وويل، "دا اړينه ده چې د جګړې او جنګ پلانونه پراخه کړو -- څو د حقيقي جګړې لپاره په پوځي روزنې تمرکز وکړو، او د بريا لپاره خپل ظرفيت په چټکۍ سره ښه کړو."
د دغه خپرونکي په وینا، هغه زیاته کړه، پوځ باید ... د جګړې د چمتووالي او جګړې لپاره د ګوند د کمیټۍ د مشرانو ظرفیت لوړ کړي.
د پنجشنبې په ماښام يو فوټېج، چې سي سي ټې خپور کړی و، شي جين پينګ په خاکي پوځي شرټ کې وښودلو، پداسې حال کې چې په سټېج باندې د خطاب کولو نه مخکې د پوځي چارواکو د ستاینې په ترڅ کې کمرې ته داخل شو.