امنیت

'تیار اوسئ': د تایوان ملکي وګړي د چینایي برید لپاره روزنه ترلاسه کوي

د ای اېف پي او پاکستان فارورډ لخوا

په دې عکس کې چې د اپرېل په ۱۶مه اخیستل شوی، زده کونکي د تایوان په تایپي کې په کوما اکيدمۍ کې د ملکي دفاع په کورس کې ګډون کوي. [جېک مور/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د اپرېل په ۱۶مه اخیستل شوی، زده کونکي د تایوان په تایپي کې په کوما اکيدمۍ کې د ملکي دفاع په کورس کې ګډون کوي. [جېک مور/ای اېف پي]

ډاکټر لین یوه تینګ خپله هفته د دې لپاره غوره کړې ده ترڅو د ملکې دفاع لارښونې زده کړي چې هغه يې کولی شي خپلو دوه کوچني ماشومانو ته وښيي که چېرې چین په واکمن تایوان برید وکړي.

دلته وسلې نشته، یوازې د چین د هایبرډ جګړې په وړاندې د عکس العمل په اړه مهمه روزنه ده.

دا ټولګي د تایوان د مخ په زیاتیدونکي بیړني حالت برخه ده چې د اوکراین جګړې د لرې نه له لیدلو او په تېر کال کې​ د چینایي مشقونو د دوو پړاوونو زغمولو وروسته د خورا خراب حالت لپاره تيار وي، چې پکې هغه مشقونه شامل دي چې د اپرېل په پېل کې پای ته ورسیدل​.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین برید وکړو. چین تایوان یو جلا شوي صوبه ګڼي او وخت په وخت ورته د برید ګواښ کوي.

۴۵ کلن لین، چې په تایپي کې يې د کوما اکيډمۍ په ټولګیو کې برخه اخیستې وه، وویل، "کله چې د جګړې امکان وي، زه فکر کوم چې موږ باید چمتووالی ولرو."

هغې وویل، "په لومړۍ لیکه کې پاتې کېدل د مرستې یوازینۍ لار نه ده." هغې زياته کړه چې د هغې اته کلن او ۱۲ کلن ماشومان باید پوه شي چې په بحران کې څه وکړي.

د کوما ښوونکي د ځای خالي کولو د چمتووالي په اړه عملي لارښوونې وړاندې کوي، لکه د نږدې هوايي برید سرپناه موندل او په بیړني کڅوړو کې څه بسته کول.

خو دوی پدې غلطو معلوماتو هم تمرکز کوي چې د بېجینګ برید به څنګه وي، او په ټاپو باندې د ۱۰۰۰ توغندیو د باران یا په ساحل کې د ۵۰۰۰۰ کښتیو د ځای پر ځای کېدو ادعاګانې ردوي.

تنظیم کونکي وايي چې دوی د هغه چینایي داستانونو په وړاندې د "رواني دفاع لومړۍ کرښه" جوړوي چې هڅه کوي د تایوان په ډیموکراتیک سیسټم او د هغې په دفاعي وړتیاو باندې بې باوري رامنځته کړي.

د ورځې اوږد ټولګي، چې ۱۰۰۰ تايواني ډالره (۳۳ آمريکايي ډالره) لګښت لري، د بیړني طبي روزنې سره پای ته رسیږي، لکه څنګه د وینې د بندولو آله وکاروئ او په زخمونو پټۍ ولګوئ.

صبر وکړئ. ژوندي پاتې شئ. غالب شئ!'

ښوونکي د فلم "Save Private Ryan" څخه د اوماها ساحل کې د ښکته کېدو منظر او په اوکراین کې د استوګنې سیمو باندې د توغندیو بریدونو څخه عکسونه وکارول ترڅو په درسونو کې خپل ټکي بیان کړي.

لین وویل، "په ټولګي کې ځای ترلاسه کول خورا ستونزمن وو. زه فکر کوم چې دا د څه حده پورې د اوکراین د جګړې له امله دی."

کوما د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ راهیسې ۱۰۰۰۰ تایوانیان روزلي دي، پداسې حال کې چې ټولګي د دوی د پېل کیدو وروسته په څو دقیقو کې پلورل کیږي ځکه چې تایوانيان د ځان خوندي ساتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.

د تایوان په ۲۳ ملیونه اوسیدونکو کې دا په کثرت سره لیدل شوي چې ملکي خلک په جنګي مشقونو کې برخه اخلي، او حکومت په ټول ټاپو کې د هوایي برید مشقونه کوي او د چینایي یرغل لارښود کتاب جوړوي.

کوما د څو شتمنو متشبثینو لخوا تمويل شوی چې د ټاپو په دفاع کې ملیونونه ډالره لګوي، چې پکې د تایوان د لومړي سیمی کنډکټر شرکت UMC بنسټ ایښودونکی رابرټ تساو شامل دی.

هغه د تېر اګست په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د هغه وخت د مشرې نانسي پلوسي سره د لیدنې وروسته د بیجینګ د لویې کچې مشقونو وروسته د ټاپو د دفاع لپاره د بودیجې ژمنه وکړه.

کوما د درې ملیونه اوسیدونکو په روزلو سره د تایپي پراخه پوځي لګښتونو سره د مرستې لپاره عالي اهداف لري او غواړي د دې اوړي لپاره د پلان شويو آنلاین درسونو له لارې ياده پروسه ګړندۍ کړي.

په یو لاسي کتاب کې چې د تایوان تور ميلو پکې یو ټوپک لري، ګډون کونکو ته یې وویل، "موږ د پیسو نه بغېر پاتې کيدی شو. [د طبیعي ګیس نه بغير]. د ګرمو اوبو نه بغير. د رڼا نه بغير. خو د آزادۍ نه بغير نه."

په دغه کتابچه کې ليکل شوي، "موږ به په هرڅه بریالي شو. صبر وکړئ. ژوندي پاتې شئ. غالب شئ!"

'کیټ بسته کړئ'

کوما په دې وروستیو کې یوازې د ښځو لپاره ځینې ټولګي پېل کړي، چې ویل کیږي د نارینه وو په پرتله ډېرې ښځې په کې ګډون کوي، چې له مخکې نه د پوځي زده کړې د ترسره کولو لپاره ليوالتيا لري یا د چینایي برید په صورت کې باید راوغوښتل شي.

د کور مېرمنې، چې د خپل وروستي نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه، خپل دوه ماشومان یې له خپل میړه سره پرېښودل ترڅو په روزنه کې برخه واخلي.

۴۰ کلنې ميرمن وویل، "که جګړه وشوه، زه به شاته ودريږم. ما پدې ټولګي کې برخه واخیسته ترڅو پوه شم چې زه د نورو سره د مرستې لپاره څه کولی شم."

"زه باید په دې پوه شم چې څه وکړم او څه تياری وکړم، ترڅو د خپلو ماشومانو خوندیتوب ډاډمن کړم."

۳۷ کلن اکاونټنټ یو چیاو لینګ د مۍ په میاشت کې د شوټینګ کورس بشپړولو لپاره ملکي درسونه کارول ترڅو هغه د خپل ضعیفه والدینو سره مرسته وکړي.

هغې وویل، "که جګړه رامنځته شي، زه به د خپل کور د دفاع لپاره د تومانچې څخه کار واخلم. زه د خپلو والدینو پاملرنه کوم، کوم چې له ۶۰ او ۷۰ کالو څخه زیات عمر لري. زه د دوی د ساتنې مسوولیت لرم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500