امنیت

چین د دفاعي لګښتونو د وروستي زیاتوالي توجیه کولو لپاره پروپيګنډه کاروي

د رويو لخوا

د چین نیم پوځي پولیس د اپرېل په ۱۰مه د شانګهای په بونډ کې ولاړ دی. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

د چین نیم پوځي پولیس د اپرېل په ۱۰مه د شانګهای په بونډ کې ولاړ دی. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

شنونکي وايي، په دفاعي لګښتونو کې د چین وروستي زیاتوالي، د هند - آرام سمندر په سیمه کې د خپل مخ په زیاتیدونکي جارحانه اقداماتو سره، نور هېوادونه اړ کړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، چې دا د سیمه ایزو وسلو سیالۍ او د تاو تریخوالي زیاتوالي ته وده ورکوي.

د ملي ولسي کانګرس د بودجې د مسودې له مخې، د چین د ۲۰۲۳ کال دفاعي بودیجه به ۱.۵۵ ټریلیون چينايي يووانو (تقريباََ ۲۲۴ ټریلیونه آمريکايي ډالره) ته ورسیږي.

دا د تېر کال په پرتله ٪۷.۲ زیاتوالی په ګوته کوي، چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې په پوځي لګښتونو کې د کال تر ټولو لوړ زیاتوالی دی، او د حکومت د ٪۵ جي ډي پي ودې د هدف څخه خورا ډېر دی.

د زیاتوالي معنی دا ده چې د ډیر اقتصادي ننګونو سربېره، د چین مشر شي جین پینګ لاهم د اقتصاد په پرتله پوځي لګښتونو ته لومړیتوب ورکوي.

د چين د خلکو د آزادۍ پوځ (پي اېل ای) يوه J-20 سټيلت جنګي الوتکه د نومبر په ۸مه د چين په ژو های ښار کې د چين د ۲۰۲۲ کال په هوايي نندارتون کې الوتنه کوي. [سي اېن اېس/ای اېف پي/چاينه آوټ]

د چين د خلکو د آزادۍ پوځ (پي اېل ای) يوه J-20 سټيلت جنګي الوتکه د نومبر په ۸مه د چين په ژو های ښار کې د چين د ۲۰۲۲ کال په هوايي نندارتون کې الوتنه کوي. [سي اېن اېس/ای اېف پي/چاينه آوټ]

څارونکي وايي، خو بیجینګ هڅه کوي چې د پوځي واکمنۍ د پراخولو اراده کمزورې کړي، او د خپل تبلیغاتي مشین په کارولو سره د پام اړولو لپاره کار کوي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) په ۲۰۲۲ کال کې وویل چې د چین د بیان شوي پوځي لګښتونو او وړتیاو ترمنځ اړیکه په اسانۍ سره څرګنده نه ده.

CSIS یادونه وکړه، "رسمي ارقام د پوځ سره تړاو لرونکي ګڼ شمېر لګښتونه نه ښکاره کوي، چې ځینې پوځي څیړنې او پراختیا، د چین د فضایي پروګرام اړخونه، د دفاعي تحرک فنډونه، د ځمکې مجاز پلور یا د ځینو يونټو لخوا تولید شوي اضافي خوراک، د کالج د زده کونکو لپاره د استخدام بونسونه، او د صوبايي پوځي اډې عملیاتي لګښتونه پکې شامل دي."

د چین جارحيت

په داسې حال کې چې چین هر کال خپل پوځي پراختیا او تجديد ګړندی کوي، ​آسیایي ګاونډیان، متحده ایالات او متحدین یې له نږدې څاري او د دې د ستراتیژیکې ارادې او پوځي شتون په اړه اندېښنې څرګندوي​.

دي ويک ورځپاڼې تېر کال راپور ورکړو، د یادونې وړ ده چې چین د ۱۷ نورو هېوادونو سره ځمکنۍ شخړې لري. دا حتی د خپل متحد شمالي کوریا سره هم شخړه لري.

د ټوکیو په يونيورسټۍ کې د اسیا د پرمختللو مطالعاتو د انسټیټیوټ پروفيسر یاسوهیرو ماتسودا د مارچ په ۷مه امریکا غږ ته وویل چې د چین د پوځي ماموریتونو موخه دا ده چې د هند او ارام سمندر په سیمه کې په ځانګړې توګه د تایوان، جاپان او سویل ختیځې اسیا پروړاندې خپل ګواښ زيات کړي.

هغه وويل، له امريکا سره د چين پرله پسې پرتله کول ​د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد د تسلط هوډ څرګندوي​.

د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۰مه)، چین اعلان وکړو چې د تایوان په شاوخوا کې یې درې ورځنۍ جنګي مشقونه بشپړ کړي، چې د ځواک ننداره یې وکړه او فرضي هدفي بریدونه او د واکمن ټاپو د محاصره کولو مشق يې پکې وکړو.

تایوان یو جمهوري ټاپو دی چې بیجینګ يې ادعا کوي.

د چین درې جنګي کښتۍ د جمعې په ورځ د تایوان په شاوخوا اوبو کې سفر وکړو، پداسې حال کې چې یوه جنګي الوتکه او د آبدوز ضد هيلي کوپټر هم د ټاپو د هوایي دفاع پیژندنې زون (ADIZ) څخه تېر شو.

چین د تېر اګست په میاشت کې د خپل ځواک ترټولو لويه ننداره وکړه کله چې یې د تایوان په شاوخوا کې جنګي بېړۍ، توغندي او جنګي الوتکې ځای پرځای کړې.

د ای اېف پي د ډیټابیس په وینا، د تایوان د ملي دفاع وزارت لخوا خپاره شوي د ورځني تازه معلوماتو پراساس، چین په ۲۰۲۲ کال کې د تایوان ADIZ ته ۱۷۲۷ الوتکې استولې وې.

دا نسبتاََ په ۲۰۲۱ کال کې نږدې ۹۶۰ او په ۲۰۲۰ کال کې ۳۸۰ وې.

په ورته وخت کې، د جنوبي چین سمندر په ډېرو برخو کې په بحري سرچینو د بیجینګ ادعاګانې په پراخه کچه غیرقانوني ګڼل کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې "بیجینګ د سویلي چین په سمندر کې د سویل ختیځې آسیا د ساحلي دولتونو د حاکمیت حقونو ته د زیان رسولو لپاره له ګواښ څخه کار اخلي، دوی د ساحلي سرچینو څخه اوباسي، دوی ته د کښتیو د لارو څخه د لرې کولو ګواښ کوي، یو اړخیز حاکمیت ساتي، او کب نیونکي خپلې ګټې وټې ته د لاسرسي څخه محروموي."

جاپان هم د چینایانو د جارحيت سره مخ دی.

Inquirer.net د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې راپور ورکړو، د جاپان د ساحل ساتونکي په وینا، د چین د ساحل ساتونکي کښتۍ په ۲۰۲۱ کال کې ۳۴ ځله په ختیځ چین سمندر کې سینکاکو ټاپوګانو (چې په چین کې د دیاویو ټاپو په نوم پیژندل کیږي) ته نږدې د جاپان ځمکنیو اوبو ته داخلې شوې.

دغه جاپاني کس وويل، د اپرېل په ۲مه، د چين د ساحل ساتونکو کښتۍ د سينکاکو ټاپوګانو ته څېرمه د جاپان په ځمکنيو اوبو کې د درېو کښتيو تر وتلو مخکې د ۸۰ ګهنټو او ۳۶ دقيقو لپاره په ريکارډ ډول پاتې شوې.

په جاپان کې د کیوډو نیوز له مخې، دا د هغه وخت راهيسې ترټولو اوږده موده ده چې چینایي کښتۍ په اوبو کې پاتې شوې کله چې د جاپان حکومت په ۲۰۱۲ کال کې دغه کوچني ټاپوګان د دولتي کنټرول لاندې راوستل.

په ځواب کې، د جاپان حکومت د ۲۰۲۳ کال لپاره خپله دفاعي بودیجه دوه چنده کړه او ۶.۸ ټریلیونه جاپانې ين (تقربياً ۵۱ ملیارده آمريکايي ډالره) ته يې ورسوله، چې په داسې لګښتونو يې د لسيزو اوږد محدودیتونه مات کړل.

د جاپان وزیر اعظم فومیو کیشیدا وویل، "د جاپان په شاوخوا کې، په هېوادونو او سیمو کې په یو اړخیزه توګه د ځواک په واسطه د وضعیت د بدلون په لټه کې یو څرګند بدلون راغلی دی، او جاپان به د دې بدلون په وړاندې د ځواب ورکولو لپاره په پوځي او سفارتي توګه پراخه اقدامات وکړي."

د پي اېل ای پراختيا توجيه کول

په چین کې په ټولنیزو رسنیو کې، چې په پراخه کچه تر څارنې لاندې دي او سانسور شوي، په بحثونو کې د خلکو د آزادۍ د پوځ (پي اېل ای) د لګښتونو حد کم ښودل شوی.

د چین حکومت د دفاعي لګښتونو زیاتوالی ردوي او د لویدیځ د "اشتعال" په اړه بحث کوي.

د چین د کمونست ګوند (سي سي پی) ملکیت د انګلیسي ژبې ورځپاڼې چاینه ډیلي د هېواد د پوځي لګښتونو د زیاتوالي په اړه نیوکې ته په ځواب کې وویل چې بودیجه باید "غلط تعبیر" نشي.

دغه ورځپاڼې لویدیځ هېوادونه د دوه ګوني معیارونو په تور تورن کړل او ویې ویل چې په داسې حال کې چې دوی د احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره دفاعي لګښتونه زیاتوي، دوی چین تورنوي چې د هند - آرام سمندر په سیمه کې د امریکا مشرتابه ته ګواښ کوي.

هغه وویل، "نړېواله ټولنه باید د چین دفاعي بودیجې ته په ارام او په دليل سره پام وکړي."

خو دا امکان شتون نلري چې د چین جنګي مشقونه او د تایوان په هوایي حریم او د ګاونډیو هېوادونو په ځمکنیو اوبو کې د هغې نفوذ به "سوله ايز" عکس العمل رامنځته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500