اقتصاد

د روسیې د تېلو د پېرلو لپاره د پاکستان له خوا د یوآن کارول له امریکې سره اړیکو ته زيان رسوي

د زرک خان لخوا

په يو زوړ عکس کې، یو ساتونکی د اسعارو د تبادلې شرکت بهر خپله دنده ترسره کوي. [زرک خان]

په يو زوړ عکس کې، یو ساتونکی د اسعارو د تبادلې شرکت بهر خپله دنده ترسره کوي. [زرک خان]

اسلام آباد -- سیاسي شنونکي او چارواکي خبرداری ورکوي، د چین د کرنسۍ په کارولو سره د روسیې د خام تېلو د تادیې لپاره د پاکستان وروستی اقدام ممکن د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

د پاکستان د پټروليم د چارو وزير مصدق ملک د جون په ١٣مه وويل، اسلام آباد ماسکو ته د روسيې د رعايتي خامو تېلو لپاره په يوآن کې، چې د چين کرنسي ده، تاديه وکړه.

پاکستان د جون په ۱۱مه د کراچۍ په بندري ښار کې د روسیې د خامو تېلو لومړۍ جوپه، چې د ۴۵۰۰۰ میټریک ټنه کارګو وه، ترلاسه کړه.

د مالي بحران سره مخ پاکستان د ریکارډ انفلاسیون، مالي عدم توازن او د بهرنیو اسعارو د کمو زیرمو سره لاس او ګرايوان دی چې په مشکل سره د یوې میاشتې د ارزښت واردات پوره کوي.

​د چین قرضونو او مالي تړونونو د پاکستان قرض نور هم زیات کړی او دغه هېواد یې له اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ کړی دی.

شنونکي خبرداری ورکوي، سربېره پر دې، په یوآن کې د روسیې د خامو تېلو پیرود ممکن د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

په لاهور کې په پنجاب يونيورسټۍ کې يو سیاسي ساینس پوه محمد شریح قاضي د مۍ په ۱۱مه ساوت ايشينز وايسز، چې په واشنګټن ډي سي کې د سټیمسن مرکز د آنلاین پالیسۍ يو پلېټ فارم دی، ته په يوې تبصرې کې وويل، "پاکستان ممکن یوآن د کرنسۍ په توګه مناسبه او یا حتی غوره وګڼي."

هغه زیاته کړه، "پاکستان کولی شي د چین په اړه د خپل ستراتیژیک تمایل له امله د دې بدليدونکو نړېوالو حالاتو څخه څه ګټه ترلاسه کړي."

هغه وویل، "که څه هم، په داسې کولو سره، پاکستان دا خطر لري چې ځان د متحده ایالاتو څخه په بشپړه توګه جلا کړي."

ځینې پاکستاني کتونکي خبرداری ورکوي چې په یوآن کې تجارت به د پاکستان د اقتصاد لپاره یو ځانمرګی ګام وي.

د پاکستان ټوډی ورځپاڼې له مخې، سید جاوید علي شاه، چې د سوداګرۍ وزارت پارلماني سيکريټري دی، په تېر دسمبر کې خبر ورکړو چې د پاکستان او امریکا تجارت په مالي کال ۲۰۲۱ کې د ۷.۸ ملیارده ډالرو په پرتله په مالي کال ۲۰۲۲ کې (د ۱ جولای ۲۰۲۱ څخه تر ۳۰ جون ۲۰۲۲) کې ۱۰.۵ ملیارده ډالرو ته رسیدلی.

پدې کې هر کال ۳۴.۶ فيصده زياتوالی راغلی دی.

هغه وویل، امریکا د پاکستان د محصولاتو تر ټولو لوی واردوونکی دی.

امجد چاولا، چې په کراچۍ کې متحده ایالاتو ته د کپړو یو صادرونکی دی، وویل، "اسلام آباد باید د چین سره د تړونونو کولو څخه مخکې، په حقيقي ډول فکر وکړي، په ځانګړې توګه په چینایي کرنسۍ کې نړېواله سوداګري ترسره کول."

هغه وويل، "د پاکستان له خوا د چینايي کرنسۍ کارول به په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته نه کړي. د دې پرځای به دا له امریکا سره اړیکې خرابې کړي."

هغه وویل، "پاکستان کولی شي د چین او ​امریکا ترمنځ د خرابو اړیکو څخه ګټه پورته کړي​ او د بیجینګ د خوشالولو لپاره د لنډ مهاله اقداماتو پرځای، متحده ایالاتو ته د خپلو توکو صادرات پیاوړي کړي."

د چینایي کرنسۍ بې ثباتي

اقتصاد پوهانو اسلام آباد ته د چینايي کرنسۍ د ثبات په اړه خبرداری ورکړی، ځکه چې یوآن د امریکايي ډالر پر وړاندې په پرله پسې ډول راټیټیږي.

مارکیټ انسایډر د تېرې چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۴مه) راپور ورکړو، چینایي یوآن "د نومبر راهیسې د کووېډ وروسته د خراب اقتصادي بیارغونې په جریان کې د متحده ایالاتو د ډالرو په مقابل کې ترټولو ټیټ دی."

دغه راپور په ماکوري ګروپ کې د بهرنیو اسعارو ستراتیژیست ترنګ توی لي په حواله وويل، د یوې بلې اندازې پراساس، "یوآن په حقیقت کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې ترټولو ټیټه کچه لري."

له چین څخه بهر د یوآن ګټورتوب يوه بله اندېښنه رامنځته کوي.

د کراچۍ د کپړو صادرونکي چاولا وویل، "د چین د کرنسۍ د ثبات وروسته، بله لویه ستونزه د نړېوالې کرنسۍ په توګه د هغې منل دي."

هغه وویل، "په نړېوال بازار کې، امریکایي ډالر، یورو، او جاپاني ین تر ټولو عام استعمالیدونکي اسعار دي."

هغه وويل، "د امريکا ډالر يوه باثباته کرنسي ده؛ نو ځکه نړېوال سوداګر پرې باور لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500