سوداګري

د ماسکو ځلنده فدراسیون برج ختیځ په رینسم ویئر عملياتو کې ښکیل دی

د پاکستان فارورډ لخوا

د ماسکو د فدراسیون برج ختیځ (وستوک) په اروپا کې د ترټولو لوړې ودانۍ په توګه شهرت لري او د لسګونو کریپټو کرنسۍ شرکتونو کوربه توب کوي، چې ډېر پکې د رينسوم ويئر په بریدونو کې د مرستې لپاره تر څیړنې لاندې دي. [Apartments.fedtower.ru]

د ماسکو د فدراسیون برج ختیځ (وستوک) په اروپا کې د ترټولو لوړې ودانۍ په توګه شهرت لري او د لسګونو کریپټو کرنسۍ شرکتونو کوربه توب کوي، چې ډېر پکې د رينسوم ويئر په بریدونو کې د مرستې لپاره تر څیړنې لاندې دي. [Apartments.fedtower.ru]

ماسکو -- د استخباراتي چارواکو او د انټرنيټ څېړنکو په وینا، د روسیې د رينسوم ويئر مجرمان چې د امریکایي شرکتونو، روغتونونو او د ښاري حکومتونو څخه یې په ملیونونو ډالره غصب کړي دي، یوه ډېره عمومي خبره په ګډه لري.

دوی د ماسکو د يو خورا مشهور ځای پتې شریکوي، چې د فدراسیون برج ختیځ (وستوک) په نوم پیژندل کیږي.

بلومبرګ بزنس ویک تېره میاشت راپور ورکړو چې د ۹۷ منزلونو د شیشې او فولادو برج، چې په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شوی و، لپاره تبلیغاتي توکي د "توغنديو او چاودنو" په وړاندې د هغې په خونديتوب باندې ویاړ کوي.

په دغه ودانۍ کې د روسیې لوړ پوړي دولتي چارواکي او د سوداګرۍ مسؤلین ژوند او کار کوي، او په دغه برج کې د استوګنې يونټونه په ۳۶ ملیونه ډالرو خرڅیږي.

ښځې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۹ مه د ماسکو په مرکزي ښار کې هغه پوسټر ته نږدې تيريږي چې د شوروي اتحاد د بنسټ ایښودونکي ولادیمیر لینین انځور، د بټکوین سمبول او دا شعار 'ډیجیټل راتلونکي ته ورشئ' لري. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

ښځې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۹ مه د ماسکو په مرکزي ښار کې هغه پوسټر ته نږدې تيريږي چې د شوروي اتحاد د بنسټ ایښودونکي ولادیمیر لینین انځور، د بټکوین سمبول او دا شعار 'ډیجیټل راتلونکي ته ورشئ' لري. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د شرکت په وېب پاڼو کې د لیست شويو پتو له مخې، د ۲۰۱۸ کال راهیسې، په دغه ودانۍ کې د يو درجن څخه ډېر شرکتونه هم ځای پر ځای شوي چې د کریپټو کرنسۍ نغدي پيسو ته بدلوي.

پداسې حال کې چې دا ډول معاملې په طبیعي توګه غیرقانوني ندي، دا ډول شرکتونه کولی شي مجرمانو ته وړتیا ورکړي چې د ډیجیټل جرمونو څخه ګټه ترلاسه کړي - لکه څنګه چې د رينسومويئر ډلو لخوا ترسره شوي.

دغه ډلې د هدفونو ډیجیټل ډېټا انکرپټ کوي او بیا یې د خلاصولو لپاره د تاوان غوښتنه کوي.

قربانیان په عمومي توګه په کریپټو کرنسۍ کې پيسې ورکوي، چې په نامعلومه توګه يې ملکیت ترلاسه کیدی شي، او بیا ډلې یې معیاري اسعارو لکه یورو، امریکایي ډالر یا روبلو ته بدلوي.

کرملین سترګې پټوي

د می په میاشت کې په یوه لويه قضیه کې، د "ډارکسایډ" په نوم د روسیې د رينسوم ويئر ډلې د کالونيل پایپ لاین څخه ۴.۴ ملیونه ډالره ترلاسه کړل. کالونيل پايپ لاين په متحده ایالاتو کې یو لوی پایپ لاین دی چې له ټکساس څخه نیویارک ته تصفیه شوي پټرول او د جیټ تیل لیږدوي.

دې برید پایپ لاین په عارضي توګه بنديدو ته اړ کړو، چې اکمالات یې ګډوډ کړل او د متحده ایالاتو په ختیځ کې يې په ګيس سټیشنونو کې قطارونه جوړ کړل.

د جون په میاشت کې د یوې سرمشریزې غونډې په جریان کې، د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د روسیې په صدر ولادیمیر پوتین فشار راوړو چې د رینسم ویئر ډلو مخه ونیسي او خبرداری یې ورکړو چې د دې ډول بریدونو په ختمولو کې ناکامي به له انتقام سره مخ شي.

خو په روسیه کې میشت د رينسم ويئر مجرمانو د متحده ایالاتو د شبکو په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

نیویارک ټایمز د دسمبر په ۶مه راپور ورکړو چې د متحده ایالاتو حکومت د فدراسیون برج ختیځ کې يو څو شرکتونه په نښه کوي ځکه چې دا غواړي د روسیې د رینسم ویئر ډلو ته سزا ورکړي او ډېر امنیتي شنونکي يې پدې قانع کړي چې روسي چارواکي د رینسم ویئر چلونکو په اړه غلې پاتې شوي دي.

دا برج د ماسکو د مالي ډسټرکټ په منځ کې دی، چې د ډېرو دولتي وزارتونو په نظر کې دی. په دې وزارتونو کې د روسیې د ډیجیټل پراختیا، سیګنالونو او ډله ایزو مخابراتو وزارت شامل دي.

د روسیې د انټرنیټ پياوړي تنظیموونکی او د رسنیو د سانسور اداره روسکوم نيډزور د دې وزارت لاندې راځي.

بلومبرګ د نومبر په ۳مه راپور ورکړو، "د روسیې ادارو د غیر موثریت يوه لويه بيلګه موندل ستونزمن کار دی، خو د هغو ډېرو سوداګرو شتون چې د رينسم ويئر سره اړیکې لري او په هغه ځای کې کار کوي چې غالباََ د ماسکو ترټولو مشهور د دفتر برج دی، تر ټولو لويه بيلګه ده."

ډیمیټري سمیلیانیټس، چې په میساچوسټس کې د سایبر امنیت شرکت ریکارډيډ فیوچر سره د ګواښ د استخباراتو شنونکی دی، نیویارک ټایمز ته وویل، "دا ډېر څه څرګندوي."

ريکارډيډ فيوچر د ماسکو په مالي ډسټرکټ کې تقريباََ د اسعارو د تبادلې ادارې په ګوته کړي چې په غیر قانوني فعالیت کې ښکیل ګڼل کیږي.

په فدراسیون برج ختیځ کې د کریپټو کرنسۍ د تبادلې کلستر چې شک کيږي په غیرقانوني فعالیت کې ښکيل دي دا په ګوته کوي چې څنګه د روسیې د رينسم ويئر مجرمانو ته اجازه ورکړل شوې چې په ښکاره ډول پټ شي.

سمیلیانټس وویل، "د روسیې د قانون پلي کونکي معمولاً ځواب لري: 'د روسیې تر واک لاندې سيمو کې هیڅ يوه پرانيستې قضیه شتون نلري. هیڅ قربانیان نشته. تاسو څنګه تمه لرئ چې موږ دا معزز خلک محاکمه کړو؟'"

هدفونه تقریبا په ځانګړې توګه د روسیې څخه بهر دي، چې په روسیه کې دننه يې محاکمه تقریباََ ناممکنه ده.

دغه ورځپاڼې د متحده ایالاتو د بندیزونو په اعلان کې لږ تر لږه د مستند شوي یوې قضیې، چې يو شکمن کس پکې د روسیې د جاسوسۍ ادارې سره مرسته کوله، په حواله راپور ورکړو، نور عوامل انصاف نور هم پیچيده کوي.

د رينسم ويئر بریدونه مخ په ډیریدو دي

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د مالي جرمونو پلي کولو شبکې (فينسن) د اکتوبر په ۱۵مه راپور ورکړو، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د رينسم ويئر بریدونو قربانیانو جرمي هیکرانو ته شاوخوا ۵۹۰ ملیونه ډالره تادیه کړي -- چې د ۲۰۲۰ کال د ټولټال ۴۱۶ ملیونه ډالرو په پرتله پکې ۴۲ فيصده زیاتوالی راغلی دی.

دغه راپور په سپینه ماڼۍ کې د رینسم ویئر خلاف نوښت دوه ورځنۍ غونډې وروسته خپور شو، چې د متحده ایالاتو او له ۳۰ څخه زیاتو هیوادونو څخه د سایبر امنیت مشران پکې شامل ول.

مشرانو د اکتوبر د ۱۴مې په خپور شوي په یو ګډ بيان کې وليکل، "رينسم ويئر د جدي اقتصادي او امنیتي پایلو سره د نړیوال امنیت لپاره مخ په زیاتیدونکی ګواښ دی."

هیوادونو ژمنه وکړه چې د "خوندي پټنځایونو" هیوادونه په نښه کړي چېرې چې ناوړه لوبغاړي د فعالیت کولو توان لري. د متحده آيالاتو حکومت روسیې ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې.

د فينسن راپور وویل، که اوسني رجحانات دوام ومومي، د مشکوک فعالیت راپورونه اټکل کوي چې د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله د رينسم ويئر پورې اړوند سږکال ثبت شوي د لیږد ارزښت به لوړ وي.

د فينسن په وینا، د ۲۰۱۱ کال راهیسې، امریکایانو د سایبر جنایتکارانو ته د ۱.۵۶ ملیارده ډالرو تاوان ادا کړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، "رينسم ويئر د متحده ایالاتو د مالي سکتور، سوداګرۍ او د خلکو لپاره مخ په زیاتیدونکی ګواښ دی."

وروستي بریدونو هغه سکتورونه په نښه کړي چې لږ امنیت یا د خپلو خدماتو د اهميت له امله لوړ ارزښت لري، چې پدې کې د تولید، قانون، بیمې، د روغتیا پاملرنې، انرژۍ، تعلیم او د خوړو رسولو سکتورونه شامل دي.

سربیره پردې، لږ تر لږه د ۲۰۱۹ له وروستیو راهیسې، د رينسم ويئر ډلې په تاکتیکونو کې ښکیل دي چې عایدات لوړ کړي او د قربانیانو لپاره اضافي هڅونه رامینځته کړي چې تاوان ورکړي.

په یو داسې تاکتیک کې چې "د دوه ګونې شوکې" په نوم یادیږي، دغه ډلې د قربانیانو ډیټا په پراخه کچه ترلاسه کوي، غلا شوي معلومات انکرپټ کوي او بیا یې د خپرولو ګواښ کوي که چېرې د تاوان غوښتنې پوره نه شي.

د چېن انالیسس په وینا، چې د کریپټو اسعارو د لیږد تعقیب کولو شرکت دی، د مثال په توګه تېر کال، د "ریوک" په نوم د روسیې د رینسم ویئر ډلې د کووېډ-۱۹ وبا په جریان کې د امریکایي روغتونونو د کمپیوټري سیسټمونو په انکرپټ کولو سره ۱۶۲ مليونه ډالره ترلاسه کړل او د ډیټا د خوشې کولو لپاره د فیسونو غوښتنه کوي.

د فدراسیون برج ختیځ پرضد مبارزه

د متحده ایالاتو د خزانې ډپټي سيکريټري ويلي اډیمو د فينسن د راپور له خپریدو وروسته په یو بیان کې وویل، "د رينسم ويئر فعالین هغه مجرمان دي چې د نړیوال مجازي اسعارو په چاپيريال کې په موافقت کونکو رژیمونو کې یې د نيمګړتيا له امله توان ترلاسه کړی."

"د خزانې وزارت د رينسم ويئر بريدونو په مخنیوي کې مرسته کوي او د مجرمانو لپاره دا ستونزمن کوي چې د خپلو جرمونو څخه ګټه ترلاسه کړي، خو موږ په خصوصي سکتور کې شریکانو ته اړتیا لرو ترڅو د دې غیر قانوني فعالیت په مخنیوي کې مرسته وکړي."

د سپتمبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو حکومت د سویکس په نوم د کریپټو اسعارو په تبادله باندې بندیزونه ولګول، او دا شرکت یې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ۱۶۰ ملیونه ډالرو غیرقانوني فنډونو په مینځلو تورن کړو.

د چېن انالیسس په وینا، دا لیږدونه د شرکت د پیژندل شوي سوداګرۍ ۴۰ فيصده برخه ده.

سویکس د فدراسیون برج ختیځ په ۳۱ منزل کې د سویټ کيو څخه فعالیت کوي.

د سویکس بنسټ ایښودونکی واسیلي زابیکین او د بندیزونو په وخت د شرکت ترټولو لوی ونډه لرونکی، ایګور پیتوخوفسکي، دواړه هر ډول غلط کار یا غیرقانوني فعالیت ردوي.

د روسیې خبري رسنیو راپور ورکړی چې د نومبر په میاشت کې، د هالېنډ پولیسو د متحده ایالاتو د بېرته سپارلو د حکم په کارولو سره د ایګ چېنج په نوم د شرکت مالک ډینس ډوبنیکوف ونيولو.

بلومبرګ راپور ورکړو، ایګ چېنج د فدراسیون برج ختیځ په ۲۲ منزل کې دفترونه لري او په متحده ایالاتو او اروپا کې د پیسو مینځلو تورونو له کبله تر تحقیق لاندې دی.

ډوبنیکوف په یو بیان کې، چې د نومبر په ۵مه د هغه د یوې بلې کمپنۍ، بریف کېس، لخوا خپور شوی و، هر ډول غلط کار رد کړو.

د نړۍ ترټولو لوی د کریپټو کرنسۍ مارکيټ، بائنانس، "هغه ډېر اکاونټونه او غير قانونه ليږدونه بند کړل" کوم چې د ايګ چېنج او کېش بينک سره تړاو لري. کېش بينک یو بل شرکت دی چې په فدراسیون برج ختیځ کې کار کوي.

بائنانس وویل چې دې د احتمالي غیرقانوني فعالیتونو په اړه د قانون پلي کولو ته خبرداری ورکړی او هغه حسابونه یې بند کړل چې دې په ګوته کړې ول.

د چېن انالیسس په وینا، Buy-bitcoin.pro، یو بل آپرېټر چې په فدراسیون برج ختیځ کې مرکزي دفتر لري، په سلګونو زره ډالره د رينسم ويئر فنډونه پروسس کړي، چې د هايډرا په ګډون د نورو غیرقانوني آپریټرانو لپاره د فنډونو پروسس کول پکې شامل دي. هايډرا په روسیه کې ترټولو لوی تور نېټ مارکیټ دی.

ایګ چېنج، کېش بينک او Buy-bitcoin.pro د تبصرې لپاره د بلومبرګ غوښتنو ته ځواب ورنه کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500