اقتصاد

د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ سوداګري تر نوي کچې پورې زياته شوې ده

د جاويد محمود لخوا

پاکستاني کارکونکي د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په ۱۶ مه په فیصل آباد کې د کپړو جوړلو په يوې فيکټرۍ کې يو مشين چلوي. د کپړې محصولات د پاکستان هغه اصلي صادرات دي کوم چې پاکستان متحده ايالاتو ته برآمد کوي. [خلیل الرحمان / ای ايف پي]

پاکستاني کارکونکي د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په ۱۶ مه په فیصل آباد کې د کپړو جوړلو په يوې فيکټرۍ کې يو مشين چلوي. د کپړې محصولات د پاکستان هغه اصلي صادرات دي کوم چې پاکستان متحده ايالاتو ته برآمد کوي. [خلیل الرحمان / ای ايف پي]

اسلام آباد -- په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو د سفارت خانې له مخې، د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ سوداګري ډيره زياته شوې ده.

د سفارت خانې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، که څه هم د ۲۰۱۷ مالي کال (د ۱ جولای ۲۰۱۶ نه تر ۳۰ جون ۲۰۱۷ پورې) حتمي شمیرې تراوسه پورې نه دې اټکل شوي، خو د يوې اندازې مطابق د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت د ۶ ملیارده ډالرو ( ۶۶۳ ميليارده پاکستانۍ روپو) نه زيات شوی دی.

هغه وویل چې په مالي کال ۲۰۱۱ کې دا ریکارډ ۵.۸۱ ميليارده ډالره ( ۶۴۲ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) وو.

د پاکستان د سټېټ بينک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ مالي کال کې، پاکستان متحده ایالاتو ته د ۳.۵ میلیارده ډالرو ( ۳۸۷ میلیارده پاکستانۍ روپو) سامان صادر کړل. پاکستان د متحده ایالاتو نه نږدې د ۲.۶ میلیارده امریکايي ډالرو (۲۸۲ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) سامان برآمد کړل.

سوداګران د فبرورۍ په ۹ مه په کراچۍ کې په پاکستان اسټاک ایکسچینج کې د سوداګرۍ په يو سيشن کې قیمتونه ګوري. په مالي کال ۲۰۱۷ کې د پاکستان په صادراتو کې د کمې سربيره، د متحده ایالاتو سره سوداګري ریکارډ کچې ته رسيدلې ده. [آصف حسن / ای ايف پي]

سوداګران د فبرورۍ په ۹ مه په کراچۍ کې په پاکستان اسټاک ایکسچینج کې د سوداګرۍ په يو سيشن کې قیمتونه ګوري. په مالي کال ۲۰۱۷ کې د پاکستان په صادراتو کې د کمې سربيره، د متحده ایالاتو سره سوداګري ریکارډ کچې ته رسيدلې ده. [آصف حسن / ای ايف پي]

د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري د ۶ ملیارده امريکايي ډالرو نه زياته شوه، چې په مجموعي توګه په صادراتو کې د کمې سره د پاکستان په سوداګرۍ کې يو ميليارده امريکايي ډالره ( ۱۱۰ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) اضافه شوې.

د ۲۰۱۶ مالي کال په پرتله، د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ تجارت په مالي کال ۲۰۱۷ کال کې ۷۸۰ ميلیونه ډالرو ( ۸۶.۳ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) ته ورسیدو.

پاکستان، چې کوم محصولات متحده ایالاتو ته صادروي، په هغې کې د لوبو سامان، د سرجرۍ توکي، څرمن او د پالش شوي څرمنې محصولات، د کپړو سامان، د مالوچو تار، کپړې، کارپټونه او وريجې شامل دي. پاکستان د متحده ایالاتو نه د بجلۍ مشينونه، آلات، وچه ميوه، خوشبوګاني، کافي او نور خوراکي توکي درآمد کوي.

'یو ښه پرمختګ'

د اقتصادياتو پوهان د دواړو هېوادونو تر مینځ د سوداګرۍ زیاتوالی يو مثبت ګام ګڼي او وايي چې د ودې لپاره نور هم امکان شته.

شجاعت مبارک، چې د اقتصادياتو ماهر، ټي وي اينکر او په کراچۍ کې په محمد علی جناح يونيورسټۍ کې د سوداګرۍ د مطالعاتو د څانګې مشر دی، وویل، "دا ښه پرمختګ دی چې د پاکستان او امریکې ترمنځ تجارت ۶ ملیارده ډالرو ته رسیدلی دی."

هغه وويل، د دوه اړخیزه تجارت د پراختیا لپاره، پاکستان او متحده ایالاتو له پکار ده چې د اوږدې مودې سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي. هغه زیاته کړه، چې متحده ایالات په سیمه کې د پاکستان د اهمیت له امله د پاکستان په پیاوړي اقتصاد کې دلچسپي لري.

مرتضی مغل، چې په اسلام آباد کې د څيړنيزې موسسې د پاکستان د اقتصاد څار تنظيم صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ۲۰۱۷ مالي کال په اوږدو کې د ۲۰۱۶ مالي کال په پرتله د پاکستان په صادراتو کې څه بدلون رانه غې او ۲۱.۹۳ ملیاردو امريکايي ډالرو ( ۲.۴ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) ته ورسیدو، خو دا یو ښه پرمختګ دی چې تیر کال د پاکستان او متحده آيالاتو ترمنځ تجارت مخ په وړاندې روان شو."

متحده ایالات د پاکستان يو ډير ښه سوداګریز ملګری دی او په هغو يو څو هیوادونو کې شامل دی د کومو سره چې هر کال پاکستان په سوداګرۍ کې اضافه کوي.

سوداګري نوره هم زياتول

مغل د دواړو هیوادونو چارواکو څخه وغوښتل چې په راتلونکو کلونو کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ستراتیژي جوړه کړي.

هغه وويل، پاکستان او متحده ایالاتونو له پکار ده چې د غورې سوداګرۍ تړون لاسليک کړي چې موخه يې په راتلونکو دوو کلونو کې سوداګري تر ۱۰ میلیارده امريکايي ډالرو (۱.۱ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) ته ورسوي.

هغه وويل، پاکستان لا د مخکې نه د مختلفو تجارتي شريکانو سره د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ تړونونه لاسليک کړي دي او داسې تړونونه د متحده ايالاتو سره هم لاسليک کيدې شي.

اشفاق خان، چې په اسلام آباد کې د ساینس او ټیکنالوژۍ په يونيورسټۍ کې د ټولنیزو او بشري علومو په سکول کې د اقتصادو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې متحده ایالات د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ټيکسټايل په صادراتو باندې پاکستان ته رعايت ورکړي.

هغه دا څرګنده کړه چې متحده ایالاتو د ټيکسټايل په صادراتو باندې بنګلادیش ته ځانګړی رعايت ورکړی دی، په داسې حال کې چې اروپایي ټولنه له ۲۰۱۳ راهیسې د پاکستان سره ځانګړې تړونونه لري.

خان وويل چې پاکستان او متحده ايالات دواړه بايد په راتلونکې کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره لارې په ګوته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډيره معلوماتي مقاله ده

ځواب

مونږ امريکې ته ډير مال برامد کوو.

ځواب