اقتصاد

په چین کې د روسي سوداګرو لپاره فرصتونه ډیریږي ځکه چې دوی د اوکراین د شخړې پرمهال د ګټې په لټه کې دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

خلک د مارچ په ۲۲مه په بیجینګ کې د روسي جامو د دوکان څخه تیریږي. د چین د کسټمز معلوماتو له مخې، بیجینګ د ماسکو ترټولو لوی سوداګریز شریک دی، پداسې حال کې چې تېر کال د سوداګرۍ حجم ۱۴۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و، چې د ۲۰۱۹ په پرتله پکې ۳۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. [جېډ ګاو/ای اېف پي]

خلک د مارچ په ۲۲مه په بیجینګ کې د روسي جامو د دوکان څخه تیریږي. د چین د کسټمز معلوماتو له مخې، بیجینګ د ماسکو ترټولو لوی سوداګریز شریک دی، پداسې حال کې چې تېر کال د سوداګرۍ حجم ۱۴۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و، چې د ۲۰۱۹ په پرتله پکې ۳۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. [جېډ ګاو/ای اېف پي]

بیجینګ -- د مارات لپاره، چې په شنګهای کې مېشت یو روسي سوداګر دی، د هغه په هېواد باندې بندیزونو په چین کې یو غیر متوقع فرصت رامنځته کړی ځکه چې شرکتونه د خپلو اکمالاتو لړۍ د خلاص ساتلو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

يو شرکت، چې لا د مخکې نه په اروپا او شمالي امریکا کې د خپلو عرضه کونکو څخه د جلا کېدو وروسته په چین کې د شریکانو په لټه کې دی، د دغه ۴۲ کلن شخص سره اړیکه نیولې ده.

"بس چمتو اوسئ." هغه وویل چې دا په بیلاروس کې د مېشته شرکت څخه پیغام و. بيلاروس د روسیې یو متحد دی چې په اوکراین باندې د برید ملاتړ کولو له کبله تر بندیزونو لاندې دی.

مارات، چې په چین کې دننه د جګړې په اړه د تبصرې د حساسیت له امله يې یوازې خپل یو نوم څرګند کړو، وويل، "دا به زما لپاره د کار لوی بار وي او ... په پایله کې به زه ډېره ګټه ترلاسه کړم."

کرملین او بیجینګ دواړو په اوکراین کې د جګړې په اړه خبرې اترې سختې محدودې کړې -- چې پدې کې د ژورنالیستانو د "اشغال" او "جګړې" کلمو کارولو څخه منع کول شامل دي -- او د غلطو معلوماتو اضافي کمپاینونه يې ترسره کړي او د روسیې پلوه پروپيګنډه يې خپره کړې ده.

وروسته له هغه چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین تېره میاشت پر اوکراین خونړی برید پېل کړو، لویدیځو پلازمینو ماسکو له نړېوال مالي سیستم څخه بهر کړو، او د هغې کرنسي يې په آزادانه توګه د زوال سره مخ کړه او دغه هېواد یې ديواليه کېدو ته نږدې کړو.

حتی د منځنۍ اسیا هېوادونه چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د یرغل په مخالفت کې سره یوځای شوي دي. د مارچ په لومړیو ورځو کې، د ازبکستان حکومت څرګنده کړه چې دا د اوکراین خپلواکي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني. د قزاقستان حکومت په اوکراین کې د روسیې د مرستې لپاره د پوځیانو له لېږلو څخه ډډه کړې او د مارچ په شپږمه یې په الماتې کې د اوکراین پلوه مظاهرو ته اجازه ورکړه.

د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړ کول

خو، چین، چې د روسیې د اوږدې مودې متحد دی، د ورته کار د تعقیب کولو څخه ډډه کړې ده، او په بالقوه توګه ماسکو ته د سفارتي پوښښ لپاره مالي مرسته چمتو کوي او د یرغل د ردولو څخه یې انکار کړی دی.

د ناټو ستر مشر جينس سټولټنبرګ د مارچ په ۲۳مه پر چين تور ولګوو چې روسيې ته سياسي ملاتړ چمتو کوي او بېجينګ ته يې خبرداری ورکړو چې د ماسکو د جګړې له هڅو سره د مادي ملاتړ کولو څخه ډډه وکړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د ناټو د بیړنۍ سرمشریزې څخه مخکې وویل، "چین روسیې ته سیاسي ملاتړ چمتو کړی، چې پدې کې په ښکاره توګه دروغ او غلط معلومات خپرول شامل دي، او متحدین اندیښمن دي چې ممکن چین د روسیې د یرغل لپاره مادي ملاتړ چمتو کړي."

"زه تمه لرم چې مشران به پر چین غږ وکړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه خپل مسؤلیتونه پوره کړي، د روسیې د جګړې له هڅو څخه دې ډډه وکړي او له نورې نړۍ سره د دې جګړې د سمدستي، سوله ایز پای ته د رسولو غوښتنه وکړي."

د چین د کسټمز معلوماتو له مخې، بیجینګ لا د مخکې نه د ماسکو ترټولو لوی سوداګریز شریک دی، پداسې حال کې چې تېر کال د سوداګرۍ حجم ۱۴۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله پکې ۳۰ فيصده زياتوالی راغلی دی.

د جګړې له پېل راهیسې، په اقتصادي فعالیتونو کې د ښه والي لومړنۍ نښې شتون لري، پداسې حال کې چې د پولې پورې غاړې سوداګرو ای اېف پي ته وویل چې دوی تمه لري چې د روسیې غوښتنې ختیځ ته وګرځي.

په بیجینګ کې مېشت یو بل روسي سوداګر د ولادیمیر تخلص په کارولو سره ای اېف پي ته وویل، "دا بحران په چین کې د روسي شرکتونو لپاره یو فرصت دی."

هغه وویل، "چین خلاص دی. دوی وايي، 'که تاسو غواړئ وپیرئ، موږ یې لرو."

روبل له ستونزې سره مخ دی

خو، په چین کې د روسیې ډېرې سوداګرۍ له څو هفتو راهيسې د ستونزو سره مخ دي.

هغه سوداګر چې د آفت وژونکو څخه تر موټرو پورې په هرڅه کې کاروبار کوي وویل، د روبل په ارزښت کې خورا زيات بدلونونو ډېر روسي پیرودونکي دې ته اړ کړي چې د نويو آرډرونو د اخیستلو څخه ډډه وکړي.

نور کسان مجبوره شول چې په چینایي یوآن کې د حسابونو د تنظیم کولو لارې موندلو لپاره هڅې وکړي کله چې د روسیې بېنکونه د سویفټ سیسټم څخه وويستل شول او دوی يې په ډالرو کې د تادیاتو کولو څخه منع کړل.

په عېن وخت کې، د بار وړل د ځنډ له کبله د خنډ سره مخ شول ځکه چې لویو کوریرانو د روسیې لپاره د پام وړ لیږدونو منلو څخه انکار وکړو، او همدارنګه د نړۍ ترټولو لوی هېواد ته ځېنې لارې بندې شوې دي.

ولادیمیر، چې چین ته د روسیې د خوراکي توکو په واردولو کې تخصص لري، وویل، "هر څوک د لا زيات وړاندوینې وړ څيز په تمه دی."

"هرڅوک فکر کوي ... که جګړه ژر پای ته ورسیږي، نو بندیزونه به [شاید] لغوه شي."

'د چین لپاره ښه خبره'

چین او روسیه په دې وروستیو کلونو کې يو بل ته ډېر نږدې شوي دي، پداسې حال کې چې پوتین تېره میاشت د بېجینګ د ژمنیو اولمپیک لوبو د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړو.

ځواکمن مشر او د هغه چینایي سیال شي جینپینګ د "لا محدود" اړیکو اعلان وکړو، او د روسیې د ملیاردونو ډالرو تېلو او ګېس پیرودلو تړنونه يې لاسلېک کړل.

په بیجینګ کې د روسیې په دوو سوداګریزو مالونو کې، هغه سټالونه چې د وبا څخه مخکې د صادراتو لپاره د چمتو شويو جامو او کپړو څخه ډک وو اوس د بندو دروازو شاته خالي ولاړ دي.

مارات وویل، دا جګړه او بندیزونه به په مختلفو صنعتونو په مختلفو لارو سره اغیزه وکړي، ځکه چې په لوړه کچه د ننوتلو او عملیاتي لګښتونو سکتورونه -- د بیلګې په توګه کیمیاوي توکي -- ډېر احتمال لري چې د ارزانه او په چټکۍ سره د حرکت کونکو مصرف کونکو توکو په پرتله غوره فعالیت وکړي.

د چینایي سوداګرۍ مالکان د خپل راتلونکې په اړه اختلاف لري، پداسې حال کې چې ډېر یې د روسیې د لګښتونو ځواک کې د چټک کمي سره مخ دي.

خو، نور کسان د روسیې په هغه اقتصاد کې د چین لپاره اوږدمهاله ګټې ګوري کوم چې د شریکانو په لټه کې ده.

دا د چینایي سوداګرو لپاره هم ورته خبره ده چې د نړۍ په ترټولو لوی هېواد کې دننه کار کوي.

۳۸ کلن داشوای، چې د اي کامرس پلېټ فارم آپریټر دی، د ماسکو له اډې څخه ای اېف پي ته وویل، "دا د چین لپاره یقیناً ښه خبره ده چې روسیه د لویدیځ بندیزونو لاندې راغلې ده."

هغه وویل، چینایي شرکتونه کولی شي په روسیه کې د نیم تیار شويو توکو لپاره د پروسس کولو فيکټرۍ جوړې کړي که چېرې ماسکو هلته کې د دوی لپاره سوداګري اسانه کړي.

هغه وويل، "په اوږده موده کې به د چين ګټه له زيانونو څخه زياته وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500