اقتصاد

د متحده ایالاتو او چین ترمینځ تاوتريخوالی د پاکستان د کپړې صادرونکو ته يوه موقعه ورکوي

د ضياء الرحمان لخوا

کارکونکي د سپتمبر په ۱۱ مه په کراچۍ کې د کپړو کارخانې بهر راټول شوي دي. [ضیاء الرحمان]

کارکونکي د سپتمبر په ۱۱ مه په کراچۍ کې د کپړو کارخانې بهر راټول شوي دي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د چارواکو او سوداګرۍ مشرانو وویل، د پاکستان د کپړې کاروبارونه د چین او متحده ایالاتو ترمینځ مخ په زياتيدونکي د شخړې په دوران کې د احتمالي فرصتونو نه ګټه پورته کولی شي.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکیچ د ګڼ شمير مسلو له کبله رامينځته شوی، چې په دې کې سوداګري، د کورونا ویروس وبا، او په سنکیانګ او هانکانګ کې د چینايي رژیم د بشري حقنونو سرغوړنې، د دې د غلطو معلوماتو روان کمپاين، او د دې د پوځ مخ په زياتيدونکي جارهانه استعمال شامل دي. .

په پایله کې، د متحده ایالاتو د کپړو او جامو شرکتونه په تدريجي توګه نويو عرضه کونکو ته مخه کوي.

ځینې راپورونو وړاندیز کړی چې پاکستان د کپړو سکتور ته د ودې ورکولو لپاره د چین او متحده ایالاتو ترمينځ د خرابو اړيکو له امله ګټه پورته کولی شي.

په کراچۍ کې د سپتمبر په ۱۴ مه یوه هټۍ د ماشومانو جامې ښیي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د سپتمبر په ۱۴ مه یوه هټۍ د ماشومانو جامې ښیي. [ضیاء الرحمان]

د متحده آیالاتو د نړیوال پرمختیایي مالي کارپوریشن (آی ډي اېف سي) یو وفد، چې د آی ډي اېف سي مشر اډم بوهل يې مشرې کوي، د جولای په مياشت کې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د پراختیایی پروژو لپاره د احتمالي سرمايه کارۍ ملاتړ په اړه خبرې کوي. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

د متحده آیالاتو د نړیوال پرمختیایي مالي کارپوریشن (آی ډي اېف سي) یو وفد، چې د آی ډي اېف سي مشر اډم بوهل يې مشرې کوي، د جولای په مياشت کې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د پراختیایی پروژو لپاره د احتمالي سرمايه کارۍ ملاتړ په اړه خبرې کوي. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشت کې د نومورا سکیورټيز، په ټوکيو کې د سکيوريټيز د تحقيق او سوداګرۍ شرکت يوې تجزيې وويل، "په لنډه موده کې، که چیرې متحده ایالات او چین د یو بل په وارداتو لوړ ټيکسونه ولګوي، نو شرکتونه به دا موقع ولري ترڅو دا قیمتي واردات د ځايي تولید سرچینو او یا د نورو هیوادونو څخه وارداتو سره بدل کړي."

دغه تجزيه وايي، د دې شرکت لخوا د ترسره شوي تحقیق په اساس، "داسې ښکاري چې ماليزیا، جاپان، پاکستان او فیلیپین ترټولو لوی ګټه اخیستونکي دي."

متحده ایالاتو ته د پاکستان په لویو صادراتو کې د کپړو او جامو توکي لکه کتان، د ناریناو، ښځو او ماشومانو لپاره جامې، د څرمنې او د څرمنې نه جوړ شوي محصولات، د مالوچو تار، جامې، غالۍ او طبي آلات شامل دي.

پاکستاني چارواکي له سوداګرو څخه غواړي ترڅو د متحده ایالاتو او چین تر منځ له کړکيچ څخه ګټه پورته کړي. .

د سوداګرۍ، صنعت او سرمايه کارۍ په برخه کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار عبدالرزاق داوود تېر کال په کراچۍ کې د کپړو جوړونکو ته وویل، "د چین او متحده ایالاتو تر منځ سوداګریزه جګړه ورځ په ورځ پراخه کیږي او د متحده ایالاتو په بازار کې د توکو غوښتنه په کمیدو نه ده."

داوود وویل، "پاکستان ته په کار ده چې داسې لارې ولټوي ترڅو له دې جګړې څخه ګټه پورته کړي."

په کراچۍ کې د کپړو صادرونکی مجتبی لاکهاني وویل، د چین او متحده ایالاتو ترمينځ تجارتي جګړې پاکستان ته یو ګټور وضعيت ور په برخه کړی او د چین په پرتله یې په ځینو برخو کې ډیر ښه کړې دی.

هغه وویل، چین، ویتنام، بنګله دیش او هندوستان د متحده ایالاتو بازار ته د کپړو او جامو توکو په صادراتو کې د پاکستان اصلي سیالان دي.

لاکهاني وویل، "پاکستان باید د خپلو خارجه اړیکو پاليسۍ ته له سره کتنه وکړي او د چین او متحده ایالاتو ترمينځ کړکېچ کې هیڅ طرفداري ونه کړي."

هغه وويل، "په شخړه کې د بې طرفه پاليسۍ غوره کولو وروسته، پاکستان کولی شي متحده ایالاتو ته د خپلو کپړو او جامو صادراتو په زیاتوالي سره ګټه پورته کړي او خپل بند تولید ظرفیت ته وده ورکړي."

د پاکستان او متحده ایالاتو سوداګرۍ ته وده ورکول

په جولای ۲۰۱۹ کال کې په واشنګټن کې د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان او د متحده ایالاتو د صدر ډونالډ ټرمپ تر منځ له غونډې وروسته، د متحده ایالاتو حکومت له پاکستان سره د اقتصادي همغږۍ د زیاتولو لپاره هڅې کوي.

ټرمپ په دې ناسته کې د متحده ایالاتو او پاکستان ترمينځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره غوښتنه وکړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د جولای په ۲۹ مه د خپور شوي حقيقت پاڼې په وینا، په ۲۰۱۹ کال کې د متحده ایالاتو سره د پاکستان سوداګري ۶.۵ ملیارده ډالره (۱.۱ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) وه، په داسې حال کې چې پاکستان اضافي ۱.۳ ملیارده ډالره (۲۱۵.۵ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) لرلې.

په دغه سند کې ويل شوي، "متحده ایالات په تیرو دوو لسیزو کې په پاکستان کې یو له لويو سرمايه کارانو څخه و، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو زياتره سرمايه کاري په مصرف کونکو توکو، کيمياوي موادو، انرژۍ، کرنې، د سوداګرۍ پروسې آوټسورسنګ، ټرانسپورټ او په مواصلاتو متمرکزه وه."

د جولای په مياشت کې، د متحده آیالاتو د نړیوال پرمختیایي مالي کارپوریشن (آی ډي اېف سي) یو وفد، چې د آی ډي اېف سي مشر اډم بوهل يې مشرې کوله، په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د پراختیایی پروژو لپاره د احتمالي سرمايه کارۍ ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

د فبرورۍ په مياشت کې، د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس او په اسلام آباد کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې چې څنګه د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ اړیکي زياتې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500