سياست

شنونکي خبرداری ورکوي چې په مصر کې د چین پانګونه ناوړه پایلې لري

د ولید ابو الخیر لخوا

چینايي ماڼوګان چې د لارښود توغندي په کښتۍ کې سپاره دي د مصر له سویز کانال څخه د تېرېدو وروسته د تېونس ګشت کونکي کښتۍ ته سلوټ کوي. [د چین د دفاع وزارت]

چینايي ماڼوګان چې د لارښود توغندي په کښتۍ کې سپاره دي د مصر له سویز کانال څخه د تېرېدو وروسته د تېونس ګشت کونکي کښتۍ ته سلوټ کوي. [د چین د دفاع وزارت]

قاهره -- چین په وروستیو کلونو کې په مصر کې له ۷ ملیارده ډالرو څخه زیاته سرمايه کاري کړې، خو شنونکي خبرداری ورکوي چې په کلیدي ځایونو او اقتصادي برخو کې د چین د دې کچې مداخلت ممکن اوږدمهاله پایلې ولري.

اقتصاد پوهانو او د ستراتیژیکو شنونکو المشارق ته وویل، د ځانګړې اندیښنې خبره د چین د سویز کانال په اقتصادي زون کې پراخه سرمايه کاري ده.

دوی وويل، په وروستيو کلونو کې د چين د سرمايه کارۍ پراختيا له اقتصادي پرمختګ څخه ډېره زياته ده او د بحيره روم او افريقې پر بېلا بېلو برخو د تسلط لپاره د چين د حکومت پلانونه په ګوته کوي.

د ډاکس دي فيوچر پروژې له مخې، د چین د بيلټ او سړک په نوښت (بي آر آی) کې د "سمندري ورېښمو لارې" جوړولو پلانونه شامل دي چې چین د سویلي چین بحر، بحيره هند او سویز کانال له لارې د بحيره روم سره وصل کوي.

دا هوايي عکس د سویز کانال يوه نوي اقتصادي زون ښيي. [د سویز کانال اقتصادي زون]

دا هوايي عکس د سویز کانال يوه نوي اقتصادي زون ښيي. [د سویز کانال اقتصادي زون]

د چين او مصر استازي د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په مياشت کې په قاهره کې د چين د بيلټ او سړک نوښت لاندې د چين د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ د نندارتون پرانيسته کوي. [د سویز اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ زون]

د چين او مصر استازي د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په مياشت کې په قاهره کې د چين د بيلټ او سړک نوښت لاندې د چين د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ د نندارتون پرانيسته کوي. [د سویز اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ زون]

ډاکس دي فيوچر د ۲۰۲۰ کال د نومبر په مياشت کې په يو راپور کې وویل، "په دې پروژه کې په بندري سیمو کې سرمايه کاري او د دې سمندري لارو په اوږدو کې داخلي لوژیستیکي او صنعتي تاسیسات شامل دي." دغه راپور یادونه وکړه چې دا به په بشپړ ډول تر ۲۰۴۹ کال پورې بشپړه شي.

"د ځینو اټکلونو له مخې، چین به په راتلونکو لسو کلونو کې د دغه نوښت د پلي کولو لپاره شاوخوا ۱۰۰۰ ملیارد ډالره خرچ کړي." "د اړتیا وړ مالي سرچینې به د سرمايه کارۍ په ټوله موده کې شاوخوا ۸۰۰۰ ملیارد ډالره وي."

په نیویارک ټایمز کې د ۲۰۲ کال د جولای په ۱۱ مه د يو خپور شوي راپور له مخې، چين له مخکې نه د بحيره هند په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تېلو د چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ ده.

دا بندرونه، چې په ښکاره توګه يو تجارتي بندر دی، په احتمالي توګه پوځي ارزښت هم لري، او د چين په چټکۍ سره وده کونکي بحري ځواک ته اجازه ورکوي چې خپل نفوذ پراخه کړي.

د مصر د اوبو د لارو متخصص رفعت العرب المشارق ته وویل، د سویز کانال په صنعتي زون کې د چین اقتصادي نفوذ ممکن د بهرنۍ سرمايه کارۍ يوه عادي خبره وي، خو دا مسله د اندیښنې وړ ستراتیژیکي اړخ لري.

هغه وويل، سرمايه کاري د هغه پلان له مخې ترسره کېږي چې د چين له خوا جوړ شوی ترڅو ګڼ شمېر سيمو ته د ننوتلو لپاره د چين د توسعه پالنې موخې پوره کړي.

هغه زیاته کړه چې دا د تور سمندر په سیمو کې د چینایي سمندري يونټو لپاره د ملاتړ اډې او په افریقایي هیوادونو لکه په سومالیا کې ځینې خورې ورې اډې هم جوړول غواړي.

العرب وویل، د سویز کانال په سیمه کې د چین د سرمايه کارۍ دوام ممکن په راتلونکي کې منفي پايلې ولري او کېدې شي د سیمې ثبات ته زیان ورسوي.

نور کسان دا یادونه کوي چې په شنجيانګ کې د خپل مسلمان نفوس سره د چین چلند په مصر کې، چې يو اکثریتي مسلمان هیواد دی، په ډېرو خلکو کې اندیښنې راپورته کړي.

مصر د چین د پلانونو مرکز دی

د فودان يونيورسټۍ پروفیسر دیګنګ سون د مارچ په ۱۵مه الجزیرې ته په یو بیان کې وویل، "مصر د چین د منځني ختیځ د پالیسۍ مرکز دی."

چین د مصر د نوي انتظاميې مرکزي ښار په جوړولو کې خورا پراخه برخه اخیستې، چېرې چې د چین دولتي ساختماني او انجینرۍ شرکت د مرکزي سوداګرۍ ضلعه جوړوي.

د الجزیرې په وینا، چینایي بېنکونه د ۳ ملیارده ډالرو پروژې نږدې ۸۵ فيصده تمویل کوي، چې په دې کې ۲۰ برجونه شامل دي، چې یو به پکې په افریقا کې تر ټولو لوړه ودانۍ وي کله چې د ودانولو کار بشپړ شي.

د مالي چارو شنونکي او د قاهرې يونيورسټۍ پروفيسر محمود سلطان المشارق ته وویل، "چین د څو شرکتونو له لارې په دې وتوانیدو چې د مصر بازار ته په ځانګړې توګه د سویز کانال د اقتصادي زون له پرانیستلو وروسته ننوځي."

هغه وویل، د مثال په توګه، پدې کې د چین ملکیت Media Egypt او همدارانګه TEDA Egypt شامل دي، چې د چین دولت ملکیت دی. دا دواړه د سویز کانال په اقتصادي زون کې فعالیت کوي.

سلطان وويل، د توليد شرکتونو فعاليت پيل کړی او هغه الیکترونيکي محصولات توليدوي چې چينايي شرکتونه يې په مصر، منځني ختيځ او اروپا کې خرڅول غواړي.

هغه وويل، د سويز کانال صنعتي پارک سرمايه کاري به چينايي شرکتونو ته د مصر بازارونو ته په هغه لګښت سره د ننوتلو فرصت برابر کړي چې د چين له خاورې څخه د صادراتو له لګښت څخه خورا کم دی.

چین خپل نفوذ پراخوي

سلطان وويل، چين اوس د مصر د اقتصاد په ډېرو برخو کې ونډه لري.

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۶ مه د منځني ختیځ انسټیټیوټ (ايم اي آی) لخوا د خپور شوي راپور له مخې، په مصر کې له ۱۵۰۰ څخه زیات چینایي شرکتونه ثبت شوي، پداسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د چین او مصر اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.

د ايم اي آی په وینا، "د املاکو جوړول او د تولید ظرفیت لوړول د چین او مصر د اقتصادي همکارۍ ترټولو مهمې ځانګړتیاوې دي."

دغه انسټيټوټ وويل، "په مصر کې د چین سوداګریز شتون په صنعتي زونونو، د آزاد تجارت زونونو او په مالي مرکزونو کې ممترکز دی." "د ۲۰۰۰ لسیزې له وروستیو راهیسې، چینایي شرکتونو په مصر کې دلچسپي ښودلې چې د سیمه ایز تولید مرکز په توګه کار کوي."

"دا د حیرانتیا خبره نه ده، په داسې حال کې چې د سویز کانال د چین ترټولو لوی بازار، اروپا ته د لیږد لومړنۍ لار ده." "له همدې امله، نه دا د حیرانتیا خبره ده چې چین د سویز کانال په دهلیز کې ترټولو لوی پانګه اچوونکی دی."

سلطان وویل، په مصر کې د چین په سرمايه کارۍ کې "د ۱.۸ ملیارده ډالرو همکارۍ پورټ فولیو شامل ده چې د بریښنا، روغتیا، تعلیم او حرفوي زده کړو په برخو کې ډېرې پرمختیایي پروژې پکې شاملې دي."

خو هغه خبرداری ورکړو چې د چین په ښکېلتيا کې سيټلايټ او پوځي همکاري هم شامله ده، چې ممکن د مصر او سیمې لپاره ناوړه امنیتي پایلې ولري.

د عین شمس يونيورسټۍ پروفيسر سید عبدالغني وویل، د بي آر آی لاندې، چین هڅه کوي چې "له خپلو پولو بهر د ډېرو سیمو په شاوخوا کې محاصره ټینګه کړي."

هغه وویل، دا دې هیواد ته "د عمل ازادي او نورې ګټې" ورکوي.

هغه وويل، د سرمايه کارۍ د کارت په کارولو سره، بېجينګ په پراخه کچه خپل استخباراتي نقشه پراخوي.

هغه د نړیوال اقتصاد لپاره د سویز کانال په اهمیت ټینګار وکړو او یادونه یې وکړه چې دا د نړۍ د ستراتیژیک او پوځي دهلیز په توګه هم کار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500