تروريزم

په بلوچستان کې ګڼ شمير امنیتي بریدونه په سیمه کې مخ په زیاتیدو اورپکي په ګوته کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

شنونکي وايي، پاکستاني سرتيري د اکتوبر په ۵ مه په چمن کې د افغان پولې په غاړه پاکستاني لوري ته د يو بکتر بند ګاډي ترڅنګ چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې خلک انتظار کوي. د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان نیول د ځینې وسله والو ډلو د د زيات فعاله کيدو لامل ګرځيدلی. [ای اېف پي]

شنونکي وايي، پاکستاني سرتيري د اکتوبر په ۵ مه په چمن کې د افغان پولې په غاړه پاکستاني لوري ته د يو بکتر بند ګاډي ترڅنګ چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې خلک انتظار کوي. د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان نیول د ځینې وسله والو ډلو د د زيات فعاله کيدو لامل ګرځيدلی. [ای اېف پي]

کويټه -- چارواکي وايي، په بلوچستان صوبه کې امنیتي ځواکونو په کویټه او د صوبې په نورو برخو کې په بریدونو کې د وروستي زیاتوالي په ځواب کې د مختلفو منع شویو ډلو له دوو درجنو زیات وسله وال وژلي دي.

په کويټه کې یو سينير امنیتي چارواکي محسن جاوید وویل، "د بلوچستان په مستونګ، هرنايي او پنجګور سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره شول."

هغه زیاته کړه، "د ترهګرو له پټنځایونو څخه درنې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي."

جاوید وویل، امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۲۳ مه د مستونګ ضلعې په روشي سیمه کې د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) نهه غړي ووژل. هغه زیاته کړه چې دغه وسله والو په صوبه کې په امنیتي ځواکونو او حکومتي اډو په څو وروستیو بریدونو کې لاس لرلو.

هغه وويل، دغه غرنۍ کېمپ چېرې چې بريد شوی و، د روزنې لپاره کارول کېدو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بيان کې وويل، په همدغه ورځ، د فرنټير کور شمالي څانګې د هرنايي په جمبرو سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د بي ايل ای د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال ووژل.

د اکتوبر په ۲۲ مه په مستونګ کې د نورو عملیاتو په ترڅ کې، د ترهګرۍ ضد ځواکونو د عراق او سوريه اسلامي دولت (داعش) نهه غړي وروسته له هغه ووژل کله چې دوی د خپلې یوې سرچینې څخه خبر ترلاسه کړو.

په عین حال کې، د ګوادر د یو امنیتي چارواکي طفیل بلوچ په وینا، د اکتوبر په ۲۲ مه د پنجګور ضلعې په څنډو کې په یو بل برید کې امنیتي ځواکونو د یوې منع شوې ډلې لږ تر لږه دوه شکمن کسان ووژل، کوم چې په امنیتي ځواکونو باندې په يو څو بریدونو کې ښکیل ول.

هغه وویل، وسله وال ګروپونو د بلوچستان د نورو سیمو سره سره په پنجګور کې تباهي رامنځته کړي ده.

هغه زیاته کړه، "د بلوچستان مکران سيمه د ایران پولې ته څېرمه موقعيت لري، نو ځکه وسله وال اکثر له بریدونو څخه وروسته ایران ته تښتي."

هغه وویل، "د سولې بېرته بحالي د حکومت ترټولو لوی لومړیتوب دی. د ترهګرۍ ضد وروستي ځانګړي عملیات د يادې ستراتیژۍ يوه برخه ده."

بلوچ وویل، چارواکي د هغو ډلو پر ضد سخت ګامونه پورته کوي چې د بهرنیانو د ګټو لپاره په سیمه کې سوله ګډوډوي. هغه زیاته کړه، "هغه کسان چې د بې ګناه خلکو وینه تویوي د هیڅ رعایت مستحق نه دي."

هغه زياته کړه، "د بغاوت د ختمولو نه بغیر دلته پرمختګ نشي کيدی. د سیمې خلک سوله غواړي او د ترهګرۍ پر ضد په دغه ځانګړي اقدام کې له امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي."

بدليدونکی وضعيت

شنونکي وايي، د سیمې په امنیتي وضعیت کې بدلون د ترهګرۍ پرضد د عملیاتو له وروستي پړاو سره تړاو لرلی شي.

په اسلام آباد کې میشته یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د بلوچستان اوسني حالت ته په سیمه کې د بدلیدونکي وضعيت په تناظر کې کتل پکار دي. هغه څه چې دلته پیښیږي د پاکستان په کورني او بهرنۍ پاليسۍ باندې مستقیم اغیز لري."

هغه وويل، "بلوچستان د منځنۍ اسيا دروازه ده، او په راتلونکي کې دلته بهرنۍ سرمايه کاري ممکن د ځينو هېوادونو پر ګټو اغېز وکړي، له همدې امله دوی ثبات نه غواړي."

دغه چارواکي وویل، "زه فکر کوم چې په بلوچستان کې د اورپکۍ چټکه وده کولی شي امنیت او همدارنګه اقتصادي معاملو ته زیان ورسوي." "څنګه بهرني شرکتونه چې غواړي دلته د انرژۍ په سکتور او نورو سکتورونو کې سرمايه کاري وکړي په ناامنه چاپیریال کې کار وکړي؟"

هغه وویل، د داعش خراسان څانګې او د داعش غړي هڅه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نږدې هېوادونو ته ننوځي.

میجر (ريټايرډ) عمر فاروق، چې په اسلام اباد کې یو سينير دفاعي شنونکی دی، وویل، "د طالبانو د حکومت له جوړېدو راهیسې، په کندهار او د افغانستان په نورو برخو کې پټ بلوچ وسله وال د راپورونو له مخې بېرته پاکستان ته ځي، چې د هیواد لپاره به نور امنیتي چېلنجونه رامینځته کړي."

هغه وويل، که حکومت د اورپکۍ د مخ په زياتېدونکي مسلې په اړه جدي اقدام ونه کړي، نو کيدی شي دلته بهرنۍ سرمايه کاري سخته اغېزمنه شي.

فاروق وویل، "بلوچستان له تېرو دریو لسیزو راهیسې په کړکېچ کې دی. منع شوي وسله والې ډلې چې د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي تر دې دمه نه دي توانیدلي چې خپل هدف ترلاسه کړي."

هغه وویل، "دا وسله ‌وال غواړي چې پر حکومت فشار راوړي چې په دغه صوبه کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ او پراختیا مخه ونیسي."

فاروق وویل، دا اړینه ده چې په هیواد کې د ترهګرۍ او د هغې د ملاتړ شبکې د له منځه وړلو لپاره پراخه اقدامات وکړل وشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500