ټولنه

د چین د نفوذ په اړه په بلوچستان کې اندیښنې دوام لري

د عبدل غني کاکړ لخوا

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴ مه اخېستل شوی دی، یو پاکستانې کب نيوونکی په ګوادر بندر کې کښتۍ چلوي. د جون په میاشت کې په ګوادر کې ځایي بلوچ کب نیوونکو په خپلو سیمو کې د چینايانو له خوا په غير قانوني توګه د کب نیولو پروړاندې احتجاج وکړو. [امېلي هېرن سټاین/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴ مه اخېستل شوی دی، یو پاکستانې کب نيوونکی په ګوادر بندر کې کښتۍ چلوي. د جون په میاشت کې په ګوادر کې ځایي بلوچ کب نیوونکو په خپلو سیمو کې د چینايانو له خوا په غير قانوني توګه د کب نیولو پروړاندې احتجاج وکړو. [امېلي هېرن سټاین/ای اېف پي]

کویټه -- د پاکستان د ساحلي ښار ګوادر او د بلوچستان د نورو سیمو اوسیدونکي په خپل معیشت او ورځني ژوند باندې د چینایي اغیزو په اړه اندیښنې په دوامداره توګه راپورته کوي .

ستار دشتي، چې په ګوادر کې ميشت د سیمه ییزو کب نیوونکو د موسسې مشر دی، وویل، "زموږ په سیمو کې د چینیانو د شتون له امله، موږ په غير يقيني حالت کې یو.

هغه وویل، "کب نیول په ګوادر او نورو ساحلي سیمو کې د زياتره اوسیدونکو لپاره د ګټې وټې یوازینۍ سرچینه ده." هغه زیاته کړه چې حکومت د کب نیوونکو د حقونو څخه سرغړونه کوي او پرځای یې چینايي کښتو ته د کب نیولو جوازونه ورکوي.

هغه زیاته کړه، "موږ سیمه ییزو چارواکو ته په لسګونو غير قانوني چینايي کښتۍ په ګوته کړي، خو هیڅ اقدام نه دی اخيستل شوی."

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴ مه اخېستل شوی دی، یو پاکستانی عسکر په ګوادر بندر کې چمتو ولاړ دی. [امېلي هېرن سټاین/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴ مه اخېستل شوی دی، یو پاکستانی عسکر په ګوادر بندر کې چمتو ولاړ دی. [امېلي هېرن سټاین/ای اېف پي]

هغه زياته کړه، "ځایي کب نیوونکي د سرچینو د کمي سره مخ دي. زموږ کښتۍ د کب نیولو لپاره ژورو اوبو ته نشي تللی. له بلې خوا، د ژور اوبو چینایي کښتۍ د کب نیولو لوی جالونه لري چې سمندري چاپیریال ته زيان رسوي."

د دشتي په وینا، د چینايي کښتو لخوا په غير قانوني توګه کبان نیول ځايي خلک په بې روزګارۍ مجبوروي، چې دوی د احتجاج کولو پرته بله چاره نه لري.

وروستی ورته احتجاج په تیره میاشت کې په ګواردار کې هغه مهال وشو کله چې بلوچ کب نیوونکو د چینيانو له خوا په غير قانوني توګه د کب نيولو او همدارنګه د چينايي کښتو ته د جوازونو صادرولو پر وړاندې احتجاج وکړو.

ګوادر به د بلوچستان په سویل لویدیځ ساحل کې د چین بیلټ او سړک نوښت (بي آر آیي) يوه لویه برخه وي -- او هغه قرض چې د پاکستان حکومت له بیجینګ څخه د څو ملیارده ډالرو د زیربنایي پروژو د تمویل لپاره اخیستی دی -- دی يې د يو خطرناک حالت سره مخامخ کړی دی.

د دې په مقابل کې چې څنګه د چین رژیم هیوادونو ته بي آر آیي پلوري -- د ګټور تجارت او پراختیایي پروژو لپاره د کلیدي عنصر په توګه -- د بي آر آیي نږدې کتنه دا څرګندوي چې د بیجینګ د سویلي چین بحر څخه په پاکستان کې تر ګوادر پورې او په ایران، مرکزي آسیا او افریقه کې په نورو ځایونو کې له سرچينو څخه ناوړه ګته پورته کوي او پوځي مشنونه په کې ترسره کوي.

د بلوچستان استحصال کول

د بلوچستان د ملي ګوند مرکزي نايب صدر ملک عبدالولي وويل، "ځایي قومونه په بلوچستان کې د ټولو سرچینو او ساحلونو اصلي مالکان دي."

هغه وویل، د راتلونکې په اړه اندیښنې مخ په ډیریدو دي او په ګوادر او نورو ساحلي سیمو کې د چینايي شرکتونو د شتون له امله ستونزې زیاتیږي.

عبدلولي وويل، په عین وخت کې، چارواکو د امنیتي اندیښنو له امله په ډیرو سیمو کې ترانسپورت محدود کړی دی.

هغه وويل، بلوچيان د پرمختګ مخالف نه دي، "خو دوی به د پرمختګ په نوم د [بلوچستان] په استحصال باندې غلې پاتې نشي."

د تير کال په وروستيو کې د باړ لګولو پروژه، چې د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ څخه ډیرو اوسیدونکو تګ راتګ به يې ستونزمن کړی و، او همداشان کب نيونکي به يې سمندر ته د معمول لاسرسۍ د ترلاسه کولو نه منع کړي و، د احتجاجونه څخه وروسته ودرول شوه.

د بلوچستان چارواکو وويل، دغه باړ اړين دی چې چينايي کارکوونکي د تروریستي اعمالو په ګډون د سیمه ییزې دښمنۍ نه خوندي وساتي.

د محرومۍ احساس

په بلوچستان کې د چینيانو په مشرۍ د پروژو په اړه اندېښنې په صوبایي اسمبلۍ کې راپورته شوي دي.

د بلوچستان د پارلمان غړي ثناء الله بلوچ وویل، "فدرالي او صوبايي حکومتونه اړتیا لري چې د ګوادر او شاوخوا سیمو د خلکو د اندیښنو د کمیدو پورې په روان پرمختيايي پروسه کې د خلکو ګډون یقیني کړي."

هغه وويل، "د چین د پرمختیایي پروژو په اړه د اندیښنې يو اصلي لامل غير شفافه پاليسۍ دي چې د کوچني صوبو اندیښنې له پامه غورځوي او د هغوی د محرومۍ احساس زیاتوي."

هغه وويل، چینايي شرکتونو معاهدې لاسلیک کړې او ژمنه يې وکره چې ځایي خلکو ته به د روزګار فرصتونه برابر کړي.

که څه هم، "له هغه وخت راهیسې چې په ګوادر او نورو سیمو کې کار پیل شو، چينيانو د معاهدو ډیر شقونه له پامه غورځولې دي".

لکه څنګه چې تير کال راپور ورکړل شوی و، په بیجینګ کې په شنجیانګ کې د مسلمانانو سره ناوړه چلند او په بلوچستان او سیند صوبو کې د چین د نفوذ وده د چین پر ضد احساسات راپارولي چې وسله وال ترې ګټه پورته کوي .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ په خپله خاوره کې د چینایي رول په کلکه غندنه کوو. هو تاسو په سمه توګه دا خبره ښکاره کړه. چینايي مافیا زموږ سرچینې لوټوي او حکومت د دوی د پراختیایي موضوع لاندې له دوی سره مرسته کوي. د يو بلوچ په حيثيت، دا زما حق دی چې پوښتنه وکړم چې دوی دغه پیسې کوم ځای کې خرچ کړي، چې د هغې په واسطه دلته ځایي خلک بې وقوفه کيږي. د سي پيک پایله به د سينډک د سرو زرو پروژې په څیر جدي وي. مهرباني وکړئ په سینډک پروژه کې د چینایانو کرپشن هم ښکاره کړئ. پاکستانۍ میډیا په بلوچستان کې د محرومه شويو خلکو اصلي اندیښنې نه روښانه کوي. له تربت څخه روف بلوچ.

ځواب