ديپلوماسي

له پاکستان سره د تهران دوستانه اړیکې پټې ستونزي لري

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نومبر په ۱۸مه په تهران کې د ایران له صدر حسن روحاني سره روغبړ کوي . [آی ايس پي آر]

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نومبر په ۱۸مه په تهران کې د ایران له صدر حسن روحاني سره روغبړ کوي . [آی ايس پي آر]

کویټه -- د پاکستان دفاعي او استخباراتي چارواکي وايي چې د ایران رژیم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځان د پاکستان د اتحادي په توګه ظاهر کړي خو د وسله والو ډلو په ملاتړ سره د هیواد امنیت په دوامداره توګه خرابوي.

د آی اېس پي آر له مخې، د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نومبر په ۱۸مه د سیمه ییزې سولې او ثبات او د سرحدي امنیت لپاره د پاکستان د هڅو د یوې برخې په توګه تهران ته سفر وکړو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "پاکستان د ګاونډیو هیوادونو سره د خپلو اړیکو د ټینګښت لپاره کار کوي او تهران ته د باجوه وروستی سفر هم د دې هڅو یوه برخه وه.البته، د پاکستان پر وړاندې د ایران سازشونه دوام لري."

هغه وویل، "له ایران سره زموږ ګډه پوله خلاصه او حساسه ده، او زموږ په خاوره کې په ترهګرۍ کې ښکېلې ډلې د ایران په خاوره کې ګڼ شمير خوندي ځایونه لري. د پاکستان مخالف بیلتون غوښتونکي عناصر د ایران د پولې ساتونکو ځواکونو د ملاتړ نه خوند اخلي."

هغه وویل، د پاکستان او ایران تر منځ اړیکې تل د ایراني دوه مخه معیارونو له مخې کړکېچن شوې دي او ایراني ځواکونه په ښکاره ډول د دوه اړخیزې ښکېلتیا له اصولو څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه، "موږ په مختلفو وختونو کې د ایران حکومت ته خپلې انديښنې وړاندې کړي دي، خو هغوی د پاکستان ضد عناصرو د له منځه وړو لپاره هیڅ ګام نه پورته کوي."

"په ایران کې د پاکستان ضد وسله والې ډلې، په شمول د بلوچستان د آزادۍ تنظيم (بي ايل اېف)، په لویه کچه د پولې هاخوا په ترهګرۍ کې ښکيل دي. هغه وويل، په دې وروستیو کې د نومبر په ۱۹مه، د بي ايل اېف وسله والو د بلوچستان د تربت ضلعې په بولده سیمه کې د پاکستان ساختماني پرسونلو باندې د برید وروسته د ایران یوې سرحدي سیمې ته بیرته وتښتیدل."

د تربت میشت يو امنیتي چارواکي کاشف جاوید وویل، "په بلوچستان صوبه کې، د ایران پورې تړلې وسله والې ډلې اوس په ګډه د یو نوي نوم، بلوچ راجي اجويي سنګر (براس)، لاندې فعالیت کوي. دا نوې ګډه ډله د منع شويو وسله والو بلوچ سازمانونو استازيتوب کوي، او د نوي اتحاديې روزنیز کيمپونه د ایران په سرحدي سيمو کې دننه دي."

هغه د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز ته په اشاره سره وويل، "د براس اصلي اجنډا په پاکستان کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ ناکامه کول دي، او موږ د دې وسله والې ډلې په حملو کې زیاتوالی لیدلی ځکه چې د سي پيک له لارې پرمختیايي کارونه په ګوادر او د بلوچستان په نورو ساحلي سیمو کې پرمخ ځي."

هغه وویل، د جولای په مياشت کې، براس د پاکستان د سمندري ځواکونو او ساحل ساتونکو پرسونل په نښه کړل چې د بلوچستان په تربت سیمه کې يې په بسونو کې سفر کولو.

هغه وويل، "زموږ د قانون پلي کونکي ادارې د وسله والو د سولې ضد اجنډې سره د مقابلې لپاره هر ممکنه ګام پورته کوي." "ګڼ شمير وسله وال، د دوی د مهمو قوماندانانو په ګډون، د بلوچستان په ناکراره قبایلي سیمو کې تر دې دمه د یاغیانو پرضد په عملیاتو کې وژل شوي دي."

هغه زياته کړه، "زموږ تحقيقاتو ثابته کړه چې په تیرو څو کلونو کې ايران په مستقيمه توګه زموږ په خاوره کې د ډیرو لویو بریدونو مرسته کړې ده. ګڼ شمیر شکمن کسانو چې د مختلفو عملیاتو په جریان کې دلته نیول شوي دا په ډاګه کړه چې دوی د ایران له پولې څخه وسلې او نور اکمالات ترلاسه کړل."

د پاکستان د پرمختګ مخالفت کول

په اسلام آباد کې میشت د دفاعي چارو کارپوه ميجر (ريټايرډ) عمر فاروق له مخې، د ایران رژیم او د پاکستان پر ضد نور عناصر سي پيک د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره د زيان په توګه ګڼي.

"په ګوادر، پاکستان، او چابهار، ایران کې دوه بندرونه د بلوچستان په خاوره کې دي او [بلوچ وسله وال] د دې پروژو په اړه ډيرې اندیښنې لري. هغه وویل، د پاکستان ضد عناصر د ګوادر په بندر کې د پراختیايي کارونو د ناکامولو لپاره بلوچ وسله وال استعمالوي."

هغه وویل، "د پاکستان او ایران تر منځ پوله د ۹۰۰ کلومتره نه زياته اوږده ده، او د دې پولې یوه لویه دښته سیمه نفوس نه لري. پاکستان له ایران سره خپلې پولې ته باړ لګوي، خو ایراني چارواکي د خپلې پولې د امنیت لپاره کافي ګامونه نه اخلي."

هغه وویل، د ایران رژیم باید د ګاونډیو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې پرځای خپلې ستونزې حل کړي.

فاروق یادونه وکړه، "د ایران د حکومت او ګڼ شمیر ایراني بلوچ مشرانو تر منځ نښتې رامنځته شوي، او دا سیمه ایزه مسله له پاکستان سره هیڅ تړاو نه لري."

د فاروق له مخې، يو څو میاشتې وړاندې پاکستان د ایراني چارواکو سره د خفيه معلوماتو هم تبادله وکړه چې د پولې هاخوا د پاکستان پر ضد عناصرو د روزنې مرکزونه په ګوته کوي. که څه هم، ایراني ځواکونو هیڅ اقدام پورته نه کړو.

په کویټه کې د امنیتي چارو کارپوه ندیم احمد وویل، "زما په نظر، د پاکستان او ایران اړیکې باید د پاکستان او سعودي اړیکو په تناظر کې هم وڅیړل شي، ځکه چې زموږ په هیواد کې د سعودي عرب سرمايه کاري مخ په زياتيدو ده او له دې امله موږ له ایران څخه لرې ځو."

هغه وویل، "د پاکستان په کورنیو چارو کې د ایران ښکېلتیا د دواړو هیوادونو تر منځ بې اعتمادي رامنځته کوي، او په تیرو دوو کلونو کې ایران د هغه څه په ځواب کې هیڅ ونه کړل چې پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو لپاره کړي دي."

هغه وويل، د پاکستان او ایران ترمنځ سیالي دغه سیمه نوي شخړې ته ټیل وهلی شي، له همدې امله، دواړه هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ځمکه د یو بل پر ضد ونه کارول شي.

هغه وویل، "بلوچستان د مختلفو بلوچ وسله والو ډلو لخوا د اوږدې مودې بغاوت مرکز پاتې شوی، چې موخه يې خپلواکي ترلاسه کول دي او ایران دغه فکتور د پاکستان پر ضد استعمالوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دواړه هیوادونه د دوه اړخيزه تورونو پرځای همغږۍ ته اړتیا لري.

ځواب

موافقه کوم! همدغسې د ایران سازشي نظريه کار کوي.

ځواب

زه فکر کوم چې دا مقاله د پنځم نسل جنګ برخه ده. نفرت مه خپروئ. دا به ستاسو ډيره مهرباني وي.

ځواب

کمزوری او منفي فکر

ځواب

متعصب نظر

ځواب

تاسو رښتیا وايئ... ایران نه غواړي چې پاکستان یا بل هیواد پرمختګ وکړي او ایران غواړي چې پاکستان او نور مسلمان هیوادونه په بغاوت کې ښکېل شي.

ځواب