امنیت

پاکستان او چین د ترهګرو ډلو سره د افغان طالبانو د اړیکو په اړه اندیښنه لري

د زرک خان لخوا

یو پاکستانی سرتیری د اګست په ۱۵مه چمتو ولاړ دی، پداسې حال کې چې راګير افغان وګړي په چمن کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي لارې په واسطه افغانستان ته ستنیږي. [ای اېف پي]

یو پاکستانی سرتیری د اګست په ۱۵مه چمتو ولاړ دی، پداسې حال کې چې راګير افغان وګړي په چمن کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي لارې په واسطه افغانستان ته ستنیږي. [ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستان او چین د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ايټم) او نورو ترهګرو ډلو سره د افغان طالبانو د اړیکو په کلکه څارنه کوي.

افغان طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې له متحده ایالاتو سره په یو تړون کې موافقه وکړه چې د هرډول نړیوالو ترهګرو ډلو یا اشخاصو له خوا به د افغان خاورې د کارولو مخه ونیسي.

په هرصورت، د القاعدې، تحريک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو ډلو غړي د اګست په میاشت کې د افغانستان د نیولو پرمهال د طالبانو سره په جګړه کې لیدل شوي ول.

پاکستان په ځانګړي توګه د تحريک طالبان پاکستان په اړه اندیښنه لري. تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني اورپکو یوه ډله ده چې په هیواد کې په لویو بریدونو کې ښکېل ده.

د پاکستان د ژغورنې کارکونکي او لیدونکي وروسته له هغې راټول شوي کله چې د جولای په ۱۴ مه د خېبر پښتونخوا صوبې په کوهستان ضلعه کې د بم چاودنې، چې په ټي ټي پي يې تورلګیدلی، څخه وروسته يو بس په یو تنګي کې وغورځيدو، چې د ۹ چینایي کارکونکو په ګډون ۱۲ کسان پکې ووژل شول. [سټرینګر/ای اېف پي]

د پاکستان د ژغورنې کارکونکي او لیدونکي وروسته له هغې راټول شوي کله چې د جولای په ۱۴ مه د خېبر پښتونخوا صوبې په کوهستان ضلعه کې د بم چاودنې، چې په ټي ټي پي يې تورلګیدلی، څخه وروسته يو بس په یو تنګي کې وغورځيدو، چې د ۹ چینایي کارکونکو په ګډون ۱۲ کسان پکې ووژل شول. [سټرینګر/ای اېف پي]

په تهرپارکر کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک) سره تړلي د سکارو د کان کیندنې پروژې فایل عکس چې په جون ۲۰۲۰ کال کې اخیستل شوی. [زرک خان]

په تهرپارکر کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک) سره تړلي د سکارو د کان کیندنې پروژې فایل عکس چې په جون ۲۰۲۰ کال کې اخیستل شوی. [زرک خان]

په عېن وخت کې، چین په تېرو وختونو کې د اویغور بېلتون غوښتونکې ډله د ترکستان اسلامي غورځنګ د ترهګریزو بریدونو په تور تورن کړې او دا ډله یې په شنجيانګ کې د خپلو اقداماتو لپاره د توجیې په توګه استعمال کړې ده، چیرې چې د حقونو ډلې وايي چې په مليونونو څخه ډېر مسلمانان په تربيتي کېمپونو کې بنديان دي.

اسلام اباد او بیجینګ دواړو د جولای په ۱۴مه د هغه ځانمرګي برید پړه په ټي ټي پي واچوله چې نهه چینایي انجنیران پکې وژل شوي ول چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې يې په کوهستان ضلعه کې د بجلۍ په یوې پروژه کې کار کولو.

يو شنونکي، چې د چین د کمونست ګوند تر ملاتړ لاندې ګلوبل ټایمز ورځپاڼې يې حواله ورکړې وه، وويل چې تحريک طالبان پاکستان هڅه کوي "چې په پاکستان کې ډېر فعالیتونه ترسره کړي، او ښایي په ډېرو چینايي خلکو یا چینایي پروژو باندې برید وشي ترڅو په پاکستاني حکومت فشار راوړي".

مفتي ابو زار البرمي، چې د القاعدې یو نفوذ لرونکې نظرياتي کس او د پاکستان وګړی دی، په ۲۰۱۴ کال کې په یو ویډیو پیغام کې خبرداری ورکړو چې چین به ډېر ژر "راتلونکی هدف" جوړ شي.

هغه په ټولو افراطي ډلو، د تحريک طالبان پاکستان په ګډون، ټينګار وکړو چې د چین پر سفارت خانو او شرکتونو باندې بریدونه وکړي او چینايي اتباع وتښتوي او یا يې ووژني.

په تېرو وختونو کې، تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر چینايي اتباعو د وژلو او تښتولو مسوليت په غاړه اخيستې، په ځانګړي توګه په خېبر پښتونخواه او بلوچستان صوبو کې، او اکثر يې د چينايي رژيم پروړاندې مفصل بيانونه خپاره کړې دي.

چینايي او پاکستاني چارواکو اندیښنه څرګنده کړې چې د افغان طالبانو بېرته راتګ به تحريک طالبان پاکستان او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ پياوړي کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د هغه پاکستانې سیال شاه محمود قریشي د جولای په وروستیو کې په جلا توګه له طالبانو څخه وغوښتل چې له دواړو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د بین الخدماتي استخباراتو ډايريکټر جنرل لفټننټ جنرال فیض حمید د سپتمبر په ۴مه هم کابل ته سفر وکړو ترڅو د طالبانو مشرتابه سره د ټي ټي پي او داعش د احتمالي پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د اړیکو قطع کول 'آسان ندي'

شنونکي وايي، افغان طالبان داسې نه ښکاري چې د بیجینګ او اسلام آباد په امر د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحريک طالبان پاکستان پروړاندې اقدام وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام اسحاقزۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اګست په ۶مه د پخواني افغان حکومت له سقوط څخه نهه ورځې مخکې وويل، د اپرېل په نیمایي کې، طالبانو د افغانستان په ۳۴ کې په ۳۱ صوبو کې له ۵۵۰۰ څخه ډېر بریدونه د ۱۰۰۰۰ څخه "د زیاتو بهرنیانو په مستقیم ملاتړ سره پيل کړل -- دغه بهرنيان د القاعدې، لشکر طیبه، ټي ټي پي، آی اېم يو [د ازبکستان اسلامي غورځنګ]، اي ټي آی اېم او آی ايس آی ايل [چې د داعش لپاره یو بل لنډیز دی] په ګډون د ۲۰ ډلو استازيتوب کوي".

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دغه ورځ په خپله لنډه وینا کې زیاته کړه، "د طالبانو او بین المللي تروریستي ډلو ترمینځ اړیکې د تېرو وختونو په پرتله نن ورځ پیاوړې دي."

"القاعدې د طالبانو په پياوړي کولو کې دومره مرسته وکړه چې د کابل حکومت ته يې چيلنج ورکړو او یو نړیوال ترهګريز جوړښت يې جوړ کړو ترڅو سیمه ایزې ترهګرې ډلې لکه ټي ټي پي، ايټم، ټي ټي پي او جماعت انصارالله [چې په افغانستان کې د تاجک طالبانو په نوم پیژندل کيږي] له يو بل سره یوځای کړي.

هغه وویل، تحريک طالبان پاکستان په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې او د هغې د متحد ډلو سره ژورې او قوي اړیکې لري."

حمید وویل، "دا به د اسلام آباد او بیجینګ لپاره اسانه نه وي چې د دې بین المللي ډلو ترمینځ همکاري ختم کړي، کومه چې د القاعدې د نړیوالې جهادي شبکې يوه برخه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500