امنیت

خېبر پښتونخواه د ناټو په اکمالاتي کاروان باندې له برید وروسته امنیت ټينګوي

د جاويد خان لخوا

د خېبر اوسیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه د ناټو پر اکمالاتي کانوايۍ باندې د وسله والو لخوا د برید په ځای کې راټول شوي دي. [شهباز بټ]

د خېبر اوسیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه د ناټو پر اکمالاتي کانوايۍ باندې د وسله والو لخوا د برید په ځای کې راټول شوي دي. [شهباز بټ]

پېښور -- خېبر پښتونخواه (کی پي) په خېبر ضلعه کې د ناټو د اکمالاتو پر کاروان باندې د برید او نورو ترهګریزو پېښو وروسته امنیت پیاوړی کړی دی.

په موټرسایکل سپرو درې وسله والو د اکتوبر په ۱۶ مه په خېبر ضلعه کې د باړه سب ډویژن د جالهندر کلي په سيمه کې په يوې کانوايۍ باندې بريد وکړو، چې افغانستان ته يې د ناټو توکې وړلی.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) محمد علي ګنډاپور وویل، "چې وسله والو په ګاډو کې دوو ټریلو او څلورو حموي ګاډو ته اور ولګوو. هغه زياته کړه چې ناټو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړی."

ګنډاپور وویل، "موږ په مجموعي توګه او د ناټو د اکمالاتو لپاره امنیت لوړ کړی دی، ځکه چې پولیس خبر دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې سولې ته زيان ورسوي."

ژغورونکي ورسته له هغې اور وژني کله چې د اکتوبر په ۱۶ مه د خېبر ضلعې په باړه کې په هغه کانوايۍ باندې بريدو وشو، چې حموي ګاډي او نورې توکې يې وړلی. [ريسکيو ۱۱۲۲]

ژغورونکي ورسته له هغې اور وژني کله چې د اکتوبر په ۱۶ مه د خېبر ضلعې په باړه کې په هغه کانوايۍ باندې بريدو وشو، چې حموي ګاډي او نورې توکې يې وړلی. [ريسکيو ۱۱۲۲]

د خېبر پښتونخواه پولیس او د پوځ چارواکي د اکتوبر په ۱۷ مه د خېبر د مختلفو برخو معاینه کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

د خېبر پښتونخواه پولیس او د پوځ چارواکي د اکتوبر په ۱۷ مه د خېبر د مختلفو برخو معاینه کوي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

په خېبرپښتونخواه کې د ناټو اکمالاتو وړونکي لارۍ باندې وروستی برید په خېبر کې په جولای ۲۰۱۹ کال ترسره شوی و.

د دې نه مخکې، په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو لپاره اکمالات په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې په پېښور، خېبر او د بلوچستان په ځینو برخو کې په څو موقعو تر برید لاندې راغلي و. دا ډول بریدونه وروسته له هغې کم شول کله چې امنیت ښه شو.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي او سي سي پي او ګنډاپور او سينير پولیسو او د پوځ چارواکو د اکتوبر په ۱۷ مه د امنیتي انتظاماتو د معاينې لپاره د تیره درې په ګډون د خېبر ضلعې د مختلفو سیمو څخه لیدنه وکړه.

عباسي وویل، "پوځ او پولیسو په تیرو وختونو کې د سولې لپاره مثالي قربانۍ ورکړې او دوی به دا يقيني کړي چې په ګډه په خېبر او د خېبر پښتونخواه په نورو برخو کې د بشپړې سولې لپاره هڅو ته دوام ورکړي."

د لوړو امنیتي اقداماتو د یوې برخې په توګه، پوليسو د اکتوبر په ۱۷ مه په پېښور کې په یوې لارۍ کې نورو ښارونو ته د وسلو او مهماتو د قاچاق کولو يوه لويه هڅه ناکامه کړه.

د فقير آباد د پوليسو اسسټنټ سپرنټنډنټ حيدر علي وويل، "په پېښور کې د زيات امنیت په لړ کې یو ټرک ودرول شو، او ۳۴ خودکاره وسلې، ۶۸ ټوپکونه، ۱۴ تومانچې، ۳۰۰ جاجرې او د مختلفو وسلو تقريباََ ۳۰،۰۰۰ ګولۍ ترلاسه شوې."

یو شکمن د پولیسو لخوا ونیول شو.

وژونکي بریدونه

پوليسو د ترهګرۍ له پیښو نه وروسته د هیواد په نورو برخو کې امنیت لوړ کړو.

د اکتوبر په ۱۵ مه، د شمالي وزیرستان رزمک ته نږدې په بمبارۍ کې د پوځ یو کپتان او پنځه سرتیري ووژل شول.

په همدغه ورځ، په درنو وسلو سمبال ترهګرو په هغه کانوايۍ باندې بريد وکړو، چې په بلوچستان کې يې په کوسټل هايي وې باندې اورماړه ته نژدې د ګوادر نه کراچۍ ته د تیلو او ګيس د پراختیا شرکت چارواکي وړل. په دغه بريد کې ۱۴ امنیتي پرسونل ووژل شول.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان وویل، "د بلوچستان په کوسټل هايي وې د قانون پلي کونکو پرسونل د قیمتي ژوند له لاسه ورکول یوه ښکاره نښه ده چې دښمن نه غواړي چې بلوچستان او د هغې خلک پرمختګ وکړي."

هغه وویل چې دغه بزدلانه عمل د خلکو مورال نه شي کمولی، او پاکستان د یو ملت په توګه د ترهګرۍ د له مینځه وړو لپاره ډیره لیوالتیا لري.

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان وویل، "هېواد زړورو سرتیرو ته سلامي وړاندې کوي چې په هیواد کې يې د سولې لپاره خپل ژوند قرباني کړو. د ترهګرو پروړاندې په مبارزه کې ټول ملت د پوځ او پولیسو سره ولاړ دی."

په ټولنیزو رسنیو او خبري رسنیو کې ګڼو خلکو د وروستي ترهګريزو بریدونه په کلکو الفاظو غندنه وکړه.

په کراچۍ کې میشت خبریال مبشر زيدي په ټویټر وویل، "زما زړه د وزیرستان او اورماړا ترهګریزو بریدونو د شهیدانو لپاره خوږيږي. همدارنګه دا ثابتوي چې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500