تروريزم

چارواکو په هغه تروريستي ډلې غازي ځواک بنديز لګولی چې له تحریک طالبان پاکستان او لال مسجد سره تړاو لري

د ضياء الرحمان لخوا

د لال مسجد دیني عالم مولانا عبدالعزیز (په منځ کې) د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په ۴مه په اسلام آباد کې د سني مسلمانانو د جنازې د مونځونو امامتي کوي چې یوه ورځ مخکې د پاکستان په مرکزي ښار کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي وو. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

د لال مسجد دیني عالم مولانا عبدالعزیز (په منځ کې) د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په ۴مه په اسلام آباد کې د سني مسلمانانو د جنازې د مونځونو امامتي کوي چې یوه ورځ مخکې د پاکستان په مرکزي ښار کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي وو. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکو پر غازي ځواک (جي اېف)، چې يوه ترهګره ډله ده اود تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري، بنديز لګولی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست په ۲۵مه له ترهګرۍ سره د مشکوکو اړیکو په تور د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې په دغه ډلې بندیز ولګوو.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې (نیکټا) د دغه اقدام د برخې په توګه غازي ځواک د منع شويو سازمانونو په خپل لیسټ کې شامل کړو.

د دې ډلې په اړه لږ معلومات شتون لري، چې له جوړيدو راهیسې په لویه کچه پټه پاتې شوې ده.

د کراچۍ د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په مياشت کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ له کبله د لال مسجد انتظاميه غندي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په مياشت کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ له کبله د لال مسجد انتظاميه غندي. [ضیاء الرحمان]

د امنيتي چارواکو او شنونکو له مخې، غازي ځواک د عبدالرشید غازي په نوم نومول شوې، چې په اسلام آباد کې د لال مسجد (سور جومات) یو اسلامي بنسټپال مشر و او په جولای ۲۰۰۷ کال کې د دغه مرکز د محاصرې پرمهال وژل شوی و.

عبدالباسط، چې يو څيړونکی دی او په سینګاپور کې د سیاسي تاوتریخوالي او ترهګرۍ د څیړنې لپاره د نړیوال مرکز سره تړاو لري، له مخې، دا ډله د منع شوي ټي ټي پي سره تړاو لري او ډیر غړي یې د لال مسجد زده کونکي دي.

باسط وویل، "دوی [د غازي ځواک وسله والو] په اسلام آباد کې په ګڼ شمير بريدونو کې، په ځانګړي توګه ځانمرګي بريدونه، کې مرسته کړې وه، چې د لال مسجد د امنیتي ځواکونو له محاصرې وروسته سمدلاسې ترسره شوي وې."

د غازي ځواک ویب پاڼې وښودله چې دا ډله د حکومت په وړاندې ښکاره دښمني لري او د ټي ټي پي ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د غازي ځواک څخه يوې جدا شوي ډلې د داعش د خراسان څانګې سره بيعت کړی و.

د نیکټا یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د جامعه فريديه، چې د لال مسجد د مدرسو څخه یوه مدرسه ده، يو زده کونکې مولانا نیاز رحیم غازي ځواک د راتلونکي امیر ملا فضل الله په ملاتړ جوړ کړی و.

فضل الله په ۲۰۱۸ کال کې د متحده آيالاتو په هوايي بريد کې په افغانستان کې وژل شوی و. .

دغه چارواکي وويل، د غازي ځواک زياتره غړي د لال مسجد د دوو مدرسو څخه دي -- جامعه فریدیه، چې د نارینوو مدرسه ده، او جامعه حفصه، چې زده کونکي يې ټولې ښځې دي.

هغه وويل، دې ډلې په اسلام آباد کې یا اسلام آباد ته نژدې د څو لوړ پوړو ځان وژونکو بريدونو په ترسره کولو کې مرسته کړې وه، چې په دې کې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په میاشت کې د نړیوال خوراکي پروګرام پر دفتر برید، د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په مياشت کې په میریټ هوټل باندې بريد او بل د ۲۰۱۰ کال په جون کې د ناټو د رسد په کانوايۍ باندې بريد شامل دي.

د چارواکو له مخې، البته، د غازي ځواک ګڼ شمیر مخکښ غړي د هیواد په مختلفو برخو کې نيول شوي او يا په ډزو کې وژل شوي دي، چې دغه وسله واله ډله يې کمزوري کړې ده.

د فرقه يي تفریق دواړو خواو ته په تروریستي ډلو بندیز لګول

دا وروستی بنديز په داسې وخت کې لګول کيږي چې د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو د شيعه وسله والو ډلو -- د غازي ځواک فرقه يي دښمنان -- پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې ده چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او د سوريې د صدر بشار الاسد د رژيم لپاره د جګړې لپاره د نويو سرتيرو د استخدامولو په تور تورن دي.

د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه شيعه ځوانانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د ایراني نفوذ ښکار کیږي او د تهران په ملاتړ په اجیر ډلو کې استخدام کيږي چې په عراق او سوریه کې وجنګیږي.

د اګست په ۱۹مه، فدرالي حکومت په خاتم الامبیا (کی يو ای)، چې يوه شیعه ډله ده، له دې کبله بندیز ولګوو چې دا ځوانان سوریې ته استوي چې د ايران په ملاتړ له هغه جګړمارو سره يو ځای وجنګيږي کوم چې د حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي."

د انصار الحسین (ای يو ايچ) غړو، چې د شیعه ګانو يوه وسله واله ډله ده او په دسمبر ۲۰۱۶ کال کې پرې د کورنیو چارو وزارت لخوا بنديز لګول شوی و، د کی يو ای تر مشرۍ لاندې يې فعاليت پيل کړو او د قانون پلي کونکو ادارو نه يې د تیښتې هڅه وکړه.

په سوریه کې د پاکستاني وسله والو لپاره لومړني استخدام کونکي، تمویلونکي او اداره کونکي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) او د دې د قدس ځواک دي.

پاکستاني چارواکو په لسګونو شیعه ځوانان، چې په ځانګړې توګه يې له زينبيون بريګيډ سره تړاو لرلو، د دغه سازمانونو سره د تړاو په تور نیولي دي. زينبيون بريګيډ هغه ملېشه ده چې په پاکستانيانو مشتمله ده او د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مخکې له دې چې زهر لرونکی بوټی په قوي ونه بدل شي، له بيخه يې وباسئ.

ځواب