امنیت

د خېبرپښتونخواه پولیس د مدرسې له مرګوني برید وروسته د ترهګرۍ پر ضد عملیات زیاتوي

د جاويد خان لخوا

په ډيره اسماعیل خان کې پولیس کمانډوز د نومبر په ۷ مه په جعلي مشقونو کې برخه اخلي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

په ډيره اسماعیل خان کې پولیس کمانډوز د نومبر په ۷ مه په جعلي مشقونو کې برخه اخلي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه چارواکو د تېرې میاشتې په وروستیو کې په پېښور کې په یوې دیني مدرسه کې د بمي چاودنې وروسته د لټون عملیات، ناڅاپه تلاشي او د پولیسو مشقونه زیات کړي دي.

د اکتوبر د وروستۍ هفتې راهیسې پولیسو په پېښور او د صوبې په نورو ضلعو کې وروسته له هغې ګڼ شمیر مشکوک کسان نیولي دي، کله په دیر کالونۍ کې په يوې دیني مدرسه کې یوې چاودنې نهه کسان ووژل او د ۹۰ نه زیات کسان یې ژوبل کړل.

ټولنې دا پیښه له دې کبله وغندله چې ځوان زده کونکي يې په نښه کړې ول..

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علی ګنډاپور وویل، "موږ په پېښور کې تر ۸۰ پورې د لټون او ګوزار عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې مو تقريباََ ۲۰۰ شکمن کسان ونیول."

پولیس د نومبر په ۶ مه په چارسده کې د ټريننګ په مشقونو کې برخه اخلي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

پولیس د نومبر په ۶ مه په چارسده کې د ټريننګ په مشقونو کې برخه اخلي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

څلور مشکوک کسان د نومبر په ۴ مه په مردان کې د لټون عملیاتو وروسته نیول شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

څلور مشکوک کسان د نومبر په ۴ مه په مردان کې د لټون عملیاتو وروسته نیول شوي دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

هغه وویل چې په نیول شویو کسانو کې ځینې تر پوښتنو لاندې دي ځکه چې پولیس د ترهګرو سره د دوی اړیکې کتل غواړي.

ګنډاپور وویل، د عملیاتو په جریان کې، پولیسو د ۲۳۵۹ کورونو او ۱۳ هوټلونو لټون وکړو.

هغه یادونه وکړه، "د دې عملیاتو تقريباََ نیمه برخه د پولیسو لخوا په ځانګړي توګه ترسره شوې وه، په داسې حال کې چې موږ بله نيمه برخه د پوځ سره په ګډه ترسره کړه."

هغه وويل، چارواکو پېښور ته تګ راتګ لارې پیاوړي کړي دي. هغه زیاته کړه چې "د پولیسو ټولو افسرانو او د دوی مرستیالانو ته امر ورکړل شوی چې د لویو جوماتونو او مدرسو په شمول د حساسو ودانیو تازه امنیتي پلټنه ترسره کړي."

د مردان ضلعې د پولیسو افسر زاهدالله جان وویل، "موږ د قانون او نظم د ساتلو په خاطر د ضلعې په ټولو برخو کې بار بار د لټون او ګوزار عملیات ترسره کوو."

جان زیاته کړه، "موږ هره ورځ د افسرانو سره غونډې کوو چې د حساسو ودانیو او ځایونو د امنیت د پلټنې په اړه تازه معلومات ترلاسه کړو."

د ډيره اسماعیل خان ډی پي اُو صاحبزاده سجاد احمد وویل، "موږ د ضلعې په مختلفو برخو کې په ځانګړي توګه په حساسو سیمو کې مشقونه کوو چې د پولیسو چمتوالی وګورو."

احمد وویل، په ټوله خېبرپښتونخواه کې پولیسو ته امر ورکړل شوی چې د لویو جوماتونو او مدرسو سروی وکړي چې د بهرنیو او ملي ښوونکو، زده کونکو او امامانو په اړه تفصيلات ترلاسه کړي.

په جرم کې کموالی

په پولیسو کې زیاتوالی په داسې حال کې کیږي چې چارواکي په خېبر پښتونخواه کې د تیر کال په پرتله د جرمونو د کمیدو راپور ورکوي.

د پولیسو په مرکزي دفتر کې د نومبر په ۹ مه په يو بریفنګ کې د ورکړل شوي خبر له مخې، د سږکال په لومړیو لسو میاشتو کې د بهتې، هدفي وژنو او تښتونې پیښې د ۲۰۱۹ کال په ورته موده کې راکمې شوې.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي وویل، د بهتې کېسونه د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲۶٪ راکم شول، په داسې حال کې چې د پيسو لپاره د تښتونې پيښې ۱۰۰٪ راټیټې شوې او هدفي وژنې ۲۶٪ راکمې شوې.

په ورته وخت کې، چارواکو ۱۸۴۵ ټوپکونه، ۵۵۶۲ شاټ ګنونه، ۳۱۱۳۲ تومانچې، له ۳۰۰۰ څخه ډیر خود کارې وسلې، ۱۸۲ لاسي بمونه، پنځه راکټ لانچرونه، ۱۹۵۷ چاودیدونکي مواد او له ۱.۲ ملیونه څخه ډیر مهمات ضبط کړي دي.

د عباسي له مخې، د ملي عمل پلان لاندې، چې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې يوه پالیسي ده او په جنوري ۲۰۱۵ کال کې پلي شوې وه، د خېبرپښتونخواه پولیسو سږکال د مجرمانو پروړاندې د لټون او ګوزار ۱۰۸۸۴ عملیات ترسره کړل، چې په نتيجه کې يې ۴۸۲۵۵ مجرمان ونيول. په دغه کسانو کې مشکوک ترهګر او هغه کسان شامل ول چې په نورو جرمونو کې مطلوب ول.

عباسي وویل ، "د سیمه ایزو پولیسو ټول افسران امر لري ... چې د هر وګړي د ژوند او مال ساتنه وکړي." هغه زیاته کړه، هغه د سیمه ییزو پولیسو مشرانو ته امر کړی چې د لټون عملیاتو، ناڅاپي لټون او نورو اقداماتو په اړه راپورونه د پولیسو مرکزي دفتر ته روزانه استوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب