تروريزم

د خېبرپښتونخواه پولیسو د نوي څیړنیزې څانګې موخه د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه پیاوړې کول دي

د جاويد خان لخوا

یو پولیس افسر د جولای په ۲مه په پېښور کې د مختلفو پیښو د معلوماتو تجزيه کوي. د خېبرپښتونخواه پولیسو د تحقیق او تجزيې لپاره د مرکزي پولیسو په دفتر کې يو ځانګړی ډايريکټوريټ جوړ کړی دی. [جاوید خان]

یو پولیس افسر د جولای په ۲مه په پېښور کې د مختلفو پیښو د معلوماتو تجزيه کوي. د خېبرپښتونخواه پولیسو د تحقیق او تجزيې لپاره د مرکزي پولیسو په دفتر کې يو ځانګړی ډايريکټوريټ جوړ کړی دی. [جاوید خان]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه پولیسو یوه نوې اداره جوړه کړې ده، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د تګلارو په جوړولو، د قانون پلي کونکو افسرانو په هدفي وژلو او نورو جرمونو باندې تمرکز کوي..

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جي پي) ثناء الله عباسي د جون په مياشت کې وویل، د تحقیقاتو او تجزيې ډايريکټوريټ "د مرکزي پولیسو په دفتر (سی پي اُو) کې جوړ شوی دی [او] په ټوله صوبه کې به کار وکړي." دا دفتر د مارچ په لومړيو ورځو کې جوړ شوی و.

هغه وویل چې دغه اداره د خپل ډول يوه لومړۍ اداره ده چې د ترهګرۍ او نورو جرمونو په کېسونو کې څیړنې او تجزيې ترسره کوي او همدارنګه په صوبه او په ځانګړي توګه په نويو ضم شويو قبایلي ضلعو کې د پولیسو د کار، فلاح او بهبود ښه کولو لپاره د طريقو مطالعه کوي.

عباسي وویل، "په لومړي ځل، د خېبر پښتونخواه د پولیسو په مرکزي دفتر کې د تحقیق يو مرکزي ډايريکټوريټ جوړ شوی دی." هغه زياته کړه چې مخکې له دې سي پي او درې غیر متمرکز څانګې لرلې.

هغه وویل چې دا نوې اداره د دوو مهمو مسلو څیړنه کوي. "دا ډايريکټوريټ د پوليسو په ستراتیژیو باندې کار کوي چې په خېبر پښتونخواه کې د هدفي وژنو مخه ونيسي او چې څنګه د پولیو واکسین د ټیمونو د ساتنې لپاره د پولیسو امنیت لوړ کړي."

د څيړنې او تجزيې نوی ډايريکټوريټ به د پولیسو د فلاحي سیسټم د ښه کولو او عصري کولو لپاره د اقداماتو، د خلکو سره د پولیسو افسرانو چلند، د پولیس سټیشن په کچه د ظرفیت لوړولو او په پولیسۍ کې د جديد ټیکنالوژۍ کارولو مطالعه او وړاندیز وکړي.

د دې نوې ادارې ډايريکټر وقار احمد له مخې، سربيره پر دې، دا اداره څيړنه کوي چې څنګه د کورونا ویروس وبا په جریان کې پولیسي ښه کړي.

هغه وویل چې په دې دنده کې د پولیسو سټیشنونه ساتل، په ځینو سیمو کې په خوښه او جبري ډول لاکډاون پلي کول او د ټولنیز واټن لپاره معیاري طريقې چمتو کول شامل دي.

پوليسي ښه کول

دا نوی دفتر به هغه کار يو ځای کړي کوم چې به مخکې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې څانګې (سي ټي ډي)، د څیړنې ځانګړې څانګې او په سي پي او کې د څيړنې او تحقیقاتو څانګې، چې د دې درې غیرمتمرکز شوي ادارې وې، لخوا ترسره کيدو.

د سي ټي ډي پوليسو سپرنټنډنټ وقار خان وويل، "په سي ټي ډي کې د تحقیقاتو ډايريکټوريټ اوس په خېبرپښتونخواه کې په ترهګریزو پیښو باندې په ځانګړې توګه کار کوي او په دې تمرکز کوي چې څنګه د دې بریدونو مخه په اغيزمنه توګه ونيسي او د خلکو امنیت يقيني کړي."

د اورکزۍ ضلعې د يونيورسټۍ يو زده کونکي عبدالحکیم اورکزۍ وویل، "په پخوانۍ فاټا [د وفاق د انتظام تر لاندې سيمې] کې د پولیسو سيسټم په بشپړه توګه د معرفي کولو لپاره سمې مطالعې او څیړنې ته ضرورت دی."

هغه وويل، په داسې حال کې چې هغه په نويو ضم شويو ضلعو کې د پولیسو د سیسټم د غزولو هرکلی کوي، پکار ده چې د ګڼ شمیر چيلنجونو مطالعه وشي او په سمه توګه حل شي.

اورکزۍ وویل، "د څیړنې ډايريکټوريټ کولی شي چې دا مطالعه وکړي چې په پخوانۍ فاټا کې کوم عناصر د پولیسو ځواک د سم فعالیت لپاره خنډ دي، چیرې چې زياتره اوسیدونکي د هیواد په نورو برخو کې د پولیسو ورته سیسټم غواړي."

په پېښور کې دېره خبریال قیصر خان وویل، "په نورو صوبو کې پولیس ځواکونه د څیړنې لپاره عصري او مؤثره ډايريکټوريټونه لرل، او اوس خېبرپښتونخواه یو ډايريکټوريټ لري، چې د دې فعالیت نور هم ښه کولی شي."

هغه وویل، دا څیړنيزه څانګه به مرسته وکړي چې څنګه په خېبر پښتونخواه کې د ترهګریزو پیښو او همدارنګه په کوڅو کې د جرمونو، جنسي تیري او د ماشومانو سره د بد چلند په اغیزمنه توګه مخه ونيسو.

خان وویل، "د جرمونو د معلوماتو او د ښکېلو کسانو د ريکارډ په راټولولو سره، او د ترهګرو او جنایتکارانو نه د خلکو د ساتنې لپاره د ګامونو د وړاندیز کولو سره، موږ په خېبر پښتونخواه کې د قانون او نظم وضعیت په ښه کولو کې مرسته کولی شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500