امنیت

د حکومت يو نوښت د پېښور د کلتوري ميراث په بحاليدو تمرکز کوي

د سيد انصار عباس لخوا

لیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه په پېښور کې د سيټهي هاؤس څخه خوند اخلي. [شهباز بټ]

لیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه په پېښور کې د سيټهي هاؤس څخه خوند اخلي. [شهباز بټ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت يو نوښت پيل کړی چې د پېښور د کلتوري میراث په ساتلو او خوندي کولو کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې اوس په سیمه کې امنیت ښه شوی دی. .

د پېښور د بيارغونې پلان، چې د جنورۍ په میاشت کې تصویب شوی و، موخه لري چې سياحت ته وده ورکړي او همداشان د ښار زیربنا، اقتصاد، موسيقي او کلتور بیرته راژوندې کړي.

د څو لسیزو ترهګریزو فعالیتونو پېښور ویجاړ کړی و، چیرې چې وژونکي چاودنې يو معمول و.

په اکتوبر ۲۰۰۹ کال کې قیصه خوانۍ بازار ته څیرمه په یو موټر کې په بمي چاودنه کې له ۱۳۷ څخه ډیر خلک وژل شوي وو او له ۲۱۰ څخه زيات کسان ژوبل شوي وو. دا يو داسې بريد و چې د ښار خلک يې په صدمه کې اخته کړی و.

لیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه د پېښور ښار ته د سفر په دوران کې د ګور کهټرۍ میوزیم په ګيلرۍ کې ښودل شوي عکسونه ګوري. د خېبر پښتونخواه د کلتور او سیاحت ادارې په پېښور کې د تاریخي ځایونو د اهمیت روښانه کولو لپاره د دغه سفر انتظام کړی و. [شهباز بټ]

لیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه د پېښور ښار ته د سفر په دوران کې د ګور کهټرۍ میوزیم په ګيلرۍ کې ښودل شوي عکسونه ګوري. د خېبر پښتونخواه د کلتور او سیاحت ادارې په پېښور کې د تاریخي ځایونو د اهمیت روښانه کولو لپاره د دغه سفر انتظام کړی و. [شهباز بټ]

لیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه د پېښور ښار په تاريخي کوڅه کې د تګ څخه خوند اخلي. [شهباز بټ]

لیدونکي د اکتوبر په ۱۸ مه د پېښور ښار په تاريخي کوڅه کې د تګ څخه خوند اخلي. [شهباز بټ]

د بالي ووډ اداکار راج کپور مورنی کور د اکتوبر په ۱۱ مه په پېښور کې ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د بالي ووډ اداکار راج کپور مورنی کور د اکتوبر په ۱۱ مه په پېښور کې ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

په دسمبر ۲۰۱۲ کال کې قیصه خوانۍ بازار ته نږدې په ډکي نالبندۍ کې يوې بلې ځانمرګي چاودنې سينير سیاستدان او پخوانې پارلماني غړی بشیر احمد بلور او اوه نور کسان ووژل.

په داسې حال کې چې دا ښار اوس هم د دې زخمونو څخه د رغيدو په حالت کې دی، صوبايي حکومت موخه لري چې د پېښور بیارغونې پلان استعمال کړي چې د دې پخوانی وقار بيرته بحال کړي ځکه چې عسکرو سيمه له ډیرو افراطي عناصرو څخه پاکه کړې ده.

شوکت يوسفزۍ، چې د خېبرپښتونخواه د سياحت او کلتور وزیر دی، د اکتوبر په ۳۰ مه وويل، دغه ښار له ترهګرو څخه د پاکولو وروسته، د خېبرپښتونخواه حکومت په دې تمرکز کوي چې "ښار ته په بشپړه توګه پام" وکړي.

یوسفزۍ وویل، "پېښور یو وخت د سوداګرۍ مرکز و او سيلانيان به يې راجلب کول." "حکومت لیواله دی چې د ښار پخوانی ویاړ بیرته بحال کړي."

د تاریخي میراث ساتل

د بیارغونې په پلان کې ډیرنوښتونه شامل دي، چې د کاري ډلو لخوا ترسره کیږي.

د یو نوښت لاندې، د خېبرپښتونخواه حکومت به د بالي ووډ د اداکارانو، دليپ کمار او راج کپور، کورونه په بيه واخلي او په میوزیمونو کې به يې بدل کړي.

د خېبرپښتونخواه د اطلاعاتو وزیر کامران خان بنګش وویل، د خېبرپښتونخواه حکومت به د کورونو اخيستلو لپاره د بیارغونې پلان په لومړۍ مرحله کې ځانګړي شوي فنډونه استعمال کړي.

بنګش وویل، "په پای کې، دا به د عامو خلکو لپاره خلاص شي چې د پېښور میراث روښانه کړي."

دواړه کورونه، چې تاریخي قيصه خوانۍ بازار ته څیرمه موقعیت لري، به د تاریخي پيښې په توګه د سيټهي له کور سره یوځای شي.

د خېبرپښتونخواه د آثار قديمه ادارې په ۲۰۱۷ کال کې د سیټهي کور واخيستو او د دغه تاریخي حویلۍ ساتنه کوي، کوم چې اوس د سيټهي محلې په نامه په قيصه خوانۍ کې په يوې روښانه کوڅه کې د لیدونکو هرکلی کوي. د سيټهي کور جوړول په ۱۸۳۵ کال کې پیل شو او ۴۹ کاله وروسته په ۱۸۸۴ کې بشپړ شو.

نواز الدين، چې د خېبر پښتونخواه د آثار قديمه ډايريکټوريټ کې د څېړنې افسر دی، وويل، سيټهي محله د پېښور د اشرافو خلکو استازيتوب کوي چې څنګه به دوی په دودیز ډول خپل کورونه جوړول.

نواز الدين زیاته کړه، "دلته د سيټهي د کورنۍ اوه حويلۍ شتون لري، چې یو وخت د ښار ترټولو بډایه کورنۍ وه." "دا حویلۍ د معمارۍ شاهکارونه دي او د ګندهارا او مرکزي آسیا هنر او معماري يو ځای لري، په داسې حال کې چې د دوی ډیزاین د ازبکستان د بخارا د ځایي معمارۍ لخوا هڅول شوی دی."

په ورته وخت کې، د پېښور د بیارغونې پلان د برخې په توګه، لومړی "کلتوري تاريخي کوڅه" په صوبه کې جوړه شوې او د عامو خلکو لپاره خلاصه ده. د دې موخه د سیلانیانو راجلبول دي، په داسې حال کې چې د ښار د معماري ميراث ساتنه کوي.

د دې پروژې لاندې، کارکونکو د بازار کلان تاریخي ودانۍ ترمیم کړي او بیرته جوړې کړي چې د ځایي معمارۍ سټايل خوندي وساتي.

نواز الدین وویل، د خېبرپښتونخواه حکومت په عین حال کې د ګور کهټړي د تاريخي ځای ساتنه کوي. ګور کهټري د هندوانو مندر دی چې په مغل سلطنت کې په ۱۶ مه پیړۍ کې جوړ شوی و او د پېښور ښار په لوړ ځای کې ولاړ دی.

نواز الدين زياته کړه، "دا مرکز یو میوزیم او د کیندنې ځای لري چې د ۲۰۰۰ کالو نه زيات عمر لري." "دا ځای د هندوانو او بودایانو لپاره مقدس دی، او دا به ډیر سیلانیان راجلب کړي."

هغه وويل، "موږ پلان لرو چې په پېښور او خېبرپښتونخواه کې د ورته ځايونو په اړه د نندارتونونو، آنلاین پورټلونو او چاپ شويو کتابونو له لارې مذهبي سیاحت ته وده ورکړو."

يو ښه انځور

نورې کاري ډلې د پېښور په مختلفو سیمو باندې تمرکز کوي.

طاهر خټک، چې د دې نوښت لاندې د بلې کاري ډلې مشري کوي، به د ښاري پراختیا او چاپیریال لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي چې څنګه تاسيسات ښه کړي، د ټريفک فعاليت زيات کړي او د ښار د اوبو ویستلو سیسټم ته وده ورکړي.

د بلې کاري ډلې مشرې عایشه بانو په وینا، دا نوښت به د پېښور په څنډو کې د چوواه ګوجر پل يو میراثي ځای وګرځوي. دغه پل د مغل سلطنت سره تعلق لري.

بانو، چې د واک لرونکي پارټۍ پاکستان تحریک انصاف له خوا د خېبر پښتونخواه اسمبلۍ غړي ده، وويل، حکومت اراده لري چې د پېښور ويجاړ شوی ویاړ بيرته بحال کړي.

هغې وويل، "که څه هم ډیرې ننګونې شتون لري، موږ په دې نوښت کار پیل کړی، او د یوې میاشتې په جریان کې به موږ د پېښور د بیارغونې پلان لاندې د وړاندیزونو په اړه خپل راپور بشپړ کړو."

"موږ به دا وړانديزونه هم ورکړو چې څنګه دغه ښار د نشه يانو او سوالګرو څخه پاک کړو چې یو ښه انځور جوړ کړو."

ډاکټر علي جان، چې د دې پروګرام لاندې د بلې کاري ډلې چيرمين دی، وويل، څلویښت کاله مخکې پېښور د سيلانيانو لپاره يو غوره ځای و، مخکې له دې چې ترهګرو هلته کې کنټرول ترلاسه کړو.

جان وویل چې د بیارغونې پلان به د ښار میراث او انځور بیرته راژوندې کړي.

جان زياته کړه، "د پېښور د انځور جوړونې کار روان دی. جان زیاته کړه چې حکومت تاریخي ځايونه اخلي او د سیلانیانو لپاره تفریحي ځایونه جوړوي." "پېښور یو تاریخي ښار دی او د سیلانیانو راجلبولو وړتیا لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500