زده کړه

نوي روزل شوي کډوال ښوونکي د افغان ماشومانو لپاره ډیرې لارې خلاصوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

هغه افغانان چې په خېبر پښتونخواه کې د کډوالو په سکولونو کې درس ورکوي د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د نصاب په اړه روزنه ترلاسه کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

هغه افغانان چې په خېبر پښتونخواه کې د کډوالو په سکولونو کې درس ورکوي د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د نصاب په اړه روزنه ترلاسه کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- په پاکستان کې د افغان کډوالو په سکولونو کې ښوونکي د پاکستان د جديد نصاب په اړه روزنه د هغې يوې لارې په توګه ترلاسه کوي چې د ښونکو ظرفیت لوړ کړي او د افغان مهاجرینو ماشومانو لپاره د لوړې زده کړې لارې پرانيزي.

په خېبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو په سکولونو کې ښوونکي وايي چې دوی د نوي نصاب او د تعلیم په معیارونو کې د ښه والي په اړه خوشبین دي.

تر دې دمه، لږ تر لږه ۷۲۰ ښوونکو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (يو اين ايچ سي ار) لخوا چمتو شوي د نصاب روزنه ترلاسه کړې. دغه روزنه په انګريزۍ او پښتو ژبو کې د پاکستان د نوي نصاب مضامین لري.

په یو وروستي پروګرام کې، ۶۳۵ افغان مهاجرينو ښوونکو د اکتوبر د ۵ مې نه تر ۱۵مې پورې د لسو ورځو په روزنه کې برخه واخیسته.

ضیاء الله بنګش، چې د ابتدایي او ثانوي تعلیم په اړه د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی سلاکار دی، د اکتوبر په ۱۵ مه په پېښور کې د افغان ښوونکو د روزنې پروګرام په اختتامي مراسمو کې خطاب کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

ضیاء الله بنګش، چې د ابتدایي او ثانوي تعلیم په اړه د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی سلاکار دی، د اکتوبر په ۱۵ مه په پېښور کې د افغان ښوونکو د روزنې پروګرام په اختتامي مراسمو کې خطاب کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

ښځینه افغان ښوونکي د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د نصاب په مختلفو روزنیزو غونډو کې برخه اخلي. [ظاهر شاه شیرازي]

ښځینه افغان ښوونکي د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د نصاب په مختلفو روزنیزو غونډو کې برخه اخلي. [ظاهر شاه شیرازي]

په جلا توګه، د اکتوبر په ۱۵ مه، د خېبر پښتونخواه د نصاب او ښوونکو د تعليم ډايريکټوريټ د ۹۱ افغان کډوالو ښوونکو سره د درېو مياشتو روزنيز پروګرام پای ته ورسولو.

د اکتوبر په ۱۵ مه د يو اين ايچ سي آر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړه پروګرامونه د خېبرپښتونخواه ابتدایي او ثانوي تعلیم څانګې د انتظام لاندې د يو اين ايچ سي آر لخوا چمتو شوي ول او موخه يې افغان ښوونکو ته توان ورکول وو چې په راتلونکي کال کې د پاکستان د سکولونو نصاب وښيي.

تعليم يو 'ستر لومړيتوب'

زاهد الله بنګش، چې د ابتدايي او ثانوي تعليم په اړه د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، وويل، "د خېبرپښتونخواه حکومت د تعلیم بیړني پلان کې له مخکې نه په دې صوبه کې د تعلیم سکتور ته لومړیتوب ورکړی دی، او د افغان ماشومانو تعلیم تل زموږ لومړيتوب دی."

هغه وويل، د افغان مهاجرو په سکولونو کې د ښوونکو روزنه او د پاکستان تعليمي نصاب معرفي کول به اوږد مهاله اثر ولري. هغه زیاته کړه چې دا به نه یوازې د کډوال ماشومانو ترمنځ عصري زده کړې ته وده ورکوي بلکې دا به د تعلیمي معیارونو په ښه کولو کې مرسته وکړي او د ښوونکو وړتیا به هم لوړه کړي.

منیر علي شاه، چې د خېبرپښتونخواه د ښوونکو د روزنې لپاره د صوبايي انسټیټتوټ سينير ښوونکی او په دغه پروګرام کې يو مخکښ روزونکی دی، وویل چې دا ډول روزنه ډیره ضروري وه.

هغه وويل، "د لومړي کلاس نه تر څلورم کلاس پورې ښوونکو ته په تعليمي نصاب کې روزنه ورکړل شوه." هغه زياته کړه چې زيات شمېر افغان کډوال ښوونکي د انګريزۍ ژبې مضمونونو لکه رياضي او ساينس په ښولو کې له ستونزو سره مخ وو.

شاه وویل، "دا د کډوالو سکولونو د ښوونکو لپاره ډیره اړين ول ځکه چې دا د ښوونکو او زده کونکو ضرورتونو له ارزونې وروسته په مناسبه توګه پلان شوی وو."

شاه زیاته کړه چې افغان ماشومان به د روزل شويو ښوونکو نه زیاته ګټه ترلاسه کړي، ځکه چې دا نصاب، چې اوس یې دوی زده کړه کوي، هغه نصاب دی لکه څنګه چې د پاکستان په سکولونو کې دی. دا اصلاحات به له دوی سره مرسته وکړي چې د لوړې کچې په پاکستاني سکولونو، کالجونو او يونيورسټو او حتی په بهرني سکولونو کې داخلې ترلاسه کړي.

"دا د پاکستاني زده کونکو لپاره هم لويه ګټه ده چې په مضافاتو او لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي چیرې چې سکولونه شتون نه لري یا فعال نه دي."

مطمئن ښوونکي

هغه افغان ښوونکي چې روزل شوي وو د نوي نصاب او د خپلو نوي مهارتونو په اړه يې اطمينان څرګند کړو.

توحيد الله، چې په ناګومان کې په سکول نمبر ۱۷۴ کې يو افغان ښوونکی دی، وويل، "دا روزنه خورا ښه وه، ځکه چې دا زموږ د مهارتونو ښه کولو لپاره ډيره ضروري وه." "زه خوشحاله یم چې موږ د ماشومانو د تعليم لپاره عصري تخنیکونه زده کړل."

هغه وویل، "په هغه روايتي نصاب کې بدلونونه راوستل چې په کډوال سکولونو کې ښودل کيدل لازمي وو، ځکه چې نوی نصاب د نن ورځې اړتیاو سره مطابقت لري." هغه زیاته کړه چې په ساینس، ریاضي او انګريزۍ ژبه کې روزنه "خورا ښه" وه.

په ناګومان کې د کډوالو د سکول د دويم کلاس ښوونکي عرفان الله وویل، "روزنه ښه ده،" خو اضافي روزنه به ګټوره وي.

هغه وويل، "د کورس د ګڼ شمير برخو په اړه میاشتنی تازه کورس یا درې میاشتنۍ یا شپږ مياشتينۍ روزنه به د ښوونکو او زده کونکو دواړو لپاره خورا ډیر اثرات ولري."

صلاح الدين، چې په شمشتو کيمپ سکول نمبر ۲۷۹ کې ښوونکی دی، وويل، "ښه روزل شوي ښوونکي په اغیزمنه توګه خپله پوهه متنقل کولی شي، او زده کونکي به د ښه پرمختللي نصاب وروستني ګټه اخیستونکي وي."

"زوړ نصاب خورا مختلف وو او د نن ورځې ضرورتونه يې نه شو پوره کولی."

"په ناګومان کې د افغان جينکو د سکول مشرې ښوونکې ساجدې وویل، "افغان ښوونکو دې روزنې ته سخته اړتیا لرله ځکه چې دوی د نصاب سره اشنا نه وو."

هغې وویل، "دا به د دوی په ظرفیت جوړولو کې مرسته وکړي او کله چې دوی بيرته افغانستان ته لاړ شي، نو دوی به زده کونکو او همدارنګه خپلو ملګرو ته تخنیکونه منتقل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500