جرم او انصاف

خېبرپښتونخواه موخه لري چې په ډیجېټلي توګه په 'یو کلیک' سره به د پولیسې خدمات ترلاسه کوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

ضیاء الله بنګش، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي لپاره د خېبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، د مارچ په ۱۲ مه د مالاکنډ لیویز په مرکزي دفتر کې د لومړي ډیجیټل څارنې او راپور ورکولو مرکز معاینه کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

ضیاء الله بنګش، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي لپاره د خېبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، د مارچ په ۱۲ مه د مالاکنډ لیویز په مرکزي دفتر کې د لومړي ډیجیټل څارنې او راپور ورکولو مرکز معاینه کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت چمتو دی چې د ترهګرۍ او جرمونو پروړاندې د هڅو د ملاتړ لپاره په صوبه کې په ډیجیټلي توګه د راپور ورکولو او څارنې مرکزونه جوړ کړي.

ضیاء الله بنګش، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي لپاره د خېبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، وويل، د امنیتي عملیاتو د پياوړتيا لپاره د عصري ټیکنالوژۍ او وسایلو کارول یو لومړیتوب دی، او صوبايي حکومت د وزیر اعظم عمران خان د ډیجیټل ليد په لور کار کوي، کوم چې هڅه کوي چې په ډیجیټلي توګه پرمختګ کونکي او ټول شموله هیواد جوړ کړي.

بنګش د مارچ په ۱۲ مه د مالاکنډ لیویز په مرکزي دفتر کې د ډیجیټل څارنې او راپور ورکولو مرکز "اطلاع" څخه د ليدلو پر مهال دغه بيانونه ورکړل. دغه مرکز، چې په مارچ ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی و، د خپل ډول لومړی مرکز دی.

هغه وويل، ورته مرکزونه به په ټوله صوبه کې جوړ شي. هغه زیاته کړه چې دا هڅې به "د پولیسو د فعاليت د لا ښه کولو تر څنګ شفافيت او آسانتيا یقیني کړي".

يو چارواکی ضیاء الله بنګش، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي لپاره د خیبرپښتونخوا د وزير اعلی سلاکار دی، ته د مارچ په ۱۲ مه د مالاکنډ لیویز مرکزي دفتر ته د هغه د دورې په دوران کې معلومات ورکوي. [ظاهر شاه شیرازي]

يو چارواکی ضیاء الله بنګش، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي لپاره د خیبرپښتونخوا د وزير اعلی سلاکار دی، ته د مارچ په ۱۲ مه د مالاکنډ لیویز مرکزي دفتر ته د هغه د دورې په دوران کې معلومات ورکوي. [ظاهر شاه شیرازي]

د ملاکنډ ډویژن کميشنر ریاض محسود وویل، د دې نوښت موخه دا ده چې په خېبرپښتونخواه کې ټول پولیس سټیشنونه ډیجیټل کړي، د افسرانو د موبايل ټيمونو څارنه وکړي او د عامو خلکو لپاره چټک او ګړندی انصاف چمتو کړي.

محسود په ملاکنډ کې دې سیسټم ته په اشارې سره وویل، "موږ ۱۴ لیویز پولیس سټیشنونه او موبايل ټيمونه د تعقیب سیسټم سره منسلک کړي دي."

هغه وويل، دا سیسټم "د ترهګرۍ سره په مبارزه او د قانون او نظم په کنټرول کې خورا اغیزمن دی ځکه چې موبايل ټيمونه او د لیویز ټول پولیس سټیشنونه به د تعقیب د سیسټم له لارې د مرکزي کمانډ او کنټرول مرکز سره وصل شي، چې ټول میکانیزم به چلوي".

هغه وويل، په ډیجیټلي توګه د راپور ورکولو نوي مرکزونه "به د کېسونو آنلاین ثبت کول يقيني کړي، او په ریکارډ کې به بدلون ونه شي کله چې دا آنلاین ثبت شي."

محسود وويل، د څارنې ميکانيزم به چارواکو ته وړتيا ورکړي چې موبايل ټيمونه هغه ځای ته واستوي چيرې چې يې ضرورت وي. هغه زياته کړه چې دغه ټيمونه به "د بيسيمو او مخابراتي وسایلو له لارې له يو بل سره منسلک وي، چې دا به نه يوازې عادي څارنې ته وده ورکړي بلکې د قانون او نظم په ساتلو کې به هم مرسته وکړي".

هغه وویل، د پولیسو ریکارډونه به د آنلاین راپور ورکولو سیسټم سره منسلک وي، چې موبايل ټيمونو ته به اجازه ورکړي چې په یو کلیک سره د شکمن کسانو شناخت وګوري.

د فبرورۍ په میاشت کې د خېبر پښتونخواه د معلوماتو څانګې لخوا د يوې خپور شوې بيان سره سم، د راپور ورکولو سیسټم به د لومړي معلوماتو راپورونو آنلاین ثبت کول پيل کړي.

عام خلک د اړینو معلوماتو په سپارلو سره د خپلو ګاډو تصديق لپاره آنلاين اپلای کولی شي.

امنیت لوړول

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي لفټننټ (ريټايرډ) امجد شعیب وویل، د څارنې سیسټم له لارې د لیویز اصلاح او وده به په ملاکنډ ډویژن کې سوله يقيني کړي ځکه چې دا به د ترهګرۍ او جرمونو سره په مبارزه کې د دغه ځواک وړتيا ته وده ورکړي.

هغه وویل، پخوانۍ قبایلي سیمې په تیرو وختونو کې د ترهګریزو بریدونو سره مخ وې، خو اوس عصري روزنه او آلات به د دغه ځواک مورال او د جګړې وړتيا لوړه کړي.

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي بریګيډير (ریټایرډ) محمود شاه وویل، "لکه څنګه چې موږ په تیرو وختونو کې ولیدل چې د لیویز پولیس سټيشنونو باندې د وسله والو لخوا بار بار بریدونه شوي ول او ډیر امنیتي منسوبين وژل شوي ول ځکه چې د مواصلاتو اړیکې یا د نظارت میکانیزم موجود نه و."

د ډاکټر سيد حسين شهيد سهروردي له مخې، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو څانګې چيرمين دی، د څارنې او تعقیب سیستم به په دوه جوړه ډیر اغیزمن وي.

هغه وویل، دا سیستم به د ټيمونو په موندلو کې مرسته وکړي او د اړتیا په وخت کې به د ځواک په لیږلو کې ګټور وي.

هغه وويل، که ورته سیسټم پولیسو او د قبایلي سیمو، چې اوس د خېبر پښتونخواه پوليسو سره ضم شوي دي، خاصادار ځواک ته ورکړل شي، نو په قبایلي سیمو کې به امنیتي میکانیزم خورا ښه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500