تروريزم

چارواکي وايي چې د ایران رژیم پاکستان ته داخليدو لپاره وسله والو ته بشپړه اجازه ورکوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان او ایران د سرحدي امنیت پرسونل د دسمبر په ۹مه د بلوچستان صوبې په تفتان سیمه کې د نظرونو تبادله کوي. [عبدالغني کاکړ]

د پاکستان او ایران د سرحدي امنیت پرسونل د دسمبر په ۹مه د بلوچستان صوبې په تفتان سیمه کې د نظرونو تبادله کوي. [عبدالغني کاکړ]

کویټه -- چارواکي وايي چې د ایران رژیم د پاکستان پولې ته څېرمه په خپله خاوره کې د وسله والو په پټنځایونو باندې سترګې پټوي او ترهګرو ته اجازه ورکوي چې د بلوچستان له لارې دغه هیواد ته واوړي او بریدونه پیل کړي.

په پنجګور کې دېره يو پاکستاني امنیتي چارواکي طفیل بلوچ وویل، "په میرجاوا او په بلوچستان صوبه کې د مکران سيمې ته نژدې په نورو ایراني سرحدي سیمو کې د پاکستان او ایران د پولې په اوږدو کې د وسله والو پټنځایونه شتون لري." په دغو پټنځایونو کې پټ شوي وسله وال په بلوچستان کې له بریدونو وروسته تښتي.

هغه وویل، "موږ په دوامداره توګه د استخباراتو د شریکولو له لارې د ایران سرحدي امنیتي چارواکو ته د وسله والو پټنځایونه په ګوته کوو، خو دوی د ښکېلتیا د دوه اړخیزو قوانینو سرغړونه کوي او په دې مسله کې جرمي غفلت څرګندوي."

هغه زیاته کړه، "زموږ د بلوچستان صوبې په پنجګور، تربت، ګوادر، چاغي، دالبندین او نورو سیمو کې ډیر تروریستي بریدونه د هغو بلوچو وسله والو لخوا ترسره شوي چې په ایران کې پټنځایونه لري."

یو پاکستانی عسکر په می ۲۰۱۶ کال کې د دغه هیواد د پولې ساتنه کوي. [د پاکستان دفاع]

یو پاکستانی عسکر په می ۲۰۱۶ کال کې د دغه هیواد د پولې ساتنه کوي. [د پاکستان دفاع]

بلوچ وویل، "د پاکستان او ایران ترمنځ د اوږدې او ناامنه پولې د خوندي ساتلو نه بغير په سيمه کې امنیت نه شي تامین کیدی." "پاکستان په خپله خاوره کې په سرحدي سیمو کې ټول احتمالي امنیتي تدابیر نیولي، خو تر دې دمه په ایران کې دې اړخ ته هیڅ توجه نه ده ورکړل شوې."

په راولپنډۍ کې دېره یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي محمد نبیل وویل، "د پاکستان او ایران پر پوله غيرقانوني لارې په پراخه کچه په سیمه کې امنیتي میکانیزم متاثره کوي." "موږ داسې راپورونه ترلاسه کوو چې د پولې د بندولو سربیره، په دې غیرقانوني لارو تګ راتګ دوام لري، چې په سیمه کې سولې ته زيان رسوي."

نبیل وویل، "په بلوچستان کې د پاکستان او ایران څو سرحدي سیمې د روان بغاوت له امله متاثره کیږي."

هغه وويل، وسله وال غیرقانوني لارې د تګ راتګ لپاره کاروي، او "د پولې پورې غاړه د ترهګرۍ مسله دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري."

د ویروس خپریدل د پولې مسله خرابوي

نبیل وویل، د غير خوندي پولې له امله، د امنیت د زياتولو لپاره زیات کوټلي ګامونو ته اړتیا ده. دې اندیښنې د پاکستان حکومت وهڅولو چې یوه بله ستراتیژي جوړه کړي.

هغه وویل، "له ایران سره د ۱۰۰ کیلو متره اوږدې پولې ته باړ لګول د دې تګلارې یوه برخه ده، او موږ د پاکستان او ایران ترمنځ پر پوله باندې د څارنې یو جامع نظام نصب کوو چې له پولې هاخوا ترهګري او غير قانوني مهاجرت کنټرول کړو."

هغه زیاته کړه، "د پولې د پورې غاړې بریدونه او د پاکستان او ایران ترمنځ د پولې په غیر رسمي لارو باندې غیرقانوني تګ راتګ زموږ اصلي اندیښنه ده چې له دې امله په دې مسله زموږ د ایراني همکارانو سره د سفارتي چینل له لارې څو ځله خبرې اترې وشوې."

په کویټه کې دېره يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، د ایران سره د پولې مسله د کورونا ویروس د وبا له امله سخته شوې ده.

پاکستاني چارواکو په تهران تور لګولی چې دا په هیواد کې د نوې کورونا ویروس د خپریدو سبب ګرځيدلی وروسته له هغې چې دا د هغو پاکستانیانو په سکرین کولو او ټسټ کولو کې ناکامه شو کوم چې په قم کې د زيارت کولو نه روسته د پاکستان او ایران پولې ته راستانه شول، په داسې حال کې چې دا ناروغي په ایران کې خپره شوې وه.

د روغتیا په اړه د وزیر اعظم ځانګړي معاون ډاکټر ظفر مرزا د مارچ په ۲۴ مه رسنیو ته وویل چې په پاکستان کې په لومړيو ورځو کې د کورونا ویروس ناروغۍ څه اتیا سلنه برخه د ایران له کبله رامينځته شوې ده.

دغه نامعلومه استخباراتي چارواکي وویل، "موږ له ایران سره خپله پوله د کورونا ويروس وبا له امله بنده کړې، خو ایراني چارواکو زموږ په زرګونو زيارت کونکي د سکريننګ او ټسټونو نه بغير په تفتان کې د پاکستان او ایران د دوستۍ دروازې ته په زور ولیږدول." "که چیرې ایران زموږ اوسیدونکي په دې حالت کې سرحدي سیمو ته نه وای استولی، نو په هیواد کې د کورونا ویروس وضعیت به غالباََ نن ورځ دومره خراب نه وای."

هغه زیاته کړه، "د پاکستان او ایران پر پوله امنیتي وضعیت د کورونا ويروس په وړاندې زموږ په مبارزه کې خنډونه رامینځته کوي." "موږ راپورونه لرو چې انساني قاچاق وړونکي په لویه کچه له ایران څخه شیعه زیارت کونکي د پولې په اوږدو کې د دې غیر رسمي لارو په ذریعه بلوچستان ته لیږي."

دغه چارواکي وويل، "لیویز، فرنټیر کور، او نورې امنیتې ادارې ټولې ممکنې هڅې کوي چې د ایران څخه د غیرقانوني راتګ مخه ونيسي. په تیرو څو هفتو کې، لسګونه کسان چې په غیرقانوني ډول داخل شول، په توربت، پنجګور، مشخېل او د بلوچستان په نورو سرحدي سيمو کې په توقیف کې ساتل شوي دي."

هغه زیاته کړه، "له ایران سره زموږ پولې ته باړ لګول به نه یوازې د پولې پورې غاړې ته د ترهګرۍ مخه ونیسي بلکې د غیر قانوني تګ راتګ په کنټرول کې به هم مهم رول ولوبوي."

د انساني قاچاق مخنیوی

د پوځ د عامه اړيکو دفتر لخوا د خپور شوي يو بيان له مخې، د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د می په ۱۲مه د ایران د وسله والو ځواکونو مشر ميجر جنرل محمد باغري ته ټیلیفون وکړو او د می په ۸ مه د تروریستي برید په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه، چې د بلوچستان په کيچ ضلعه کې په کې د پاکستان شپږ امنیتي منسوبين وژل شوي وو.

په دغه بيان کې راغلي، پاکستان پولې ته په باړ لګولو باندې کار پیل کړی، خو دا به همکارۍ ته اړتيا ولري چې امنیت يقيني کړي او د قاچاق د فعالیتونو مخه ونيسي.

آی ايس پي آر وویل، باجوه د می په ۱۳مه په کويټه کې د سويلي کمانډ د مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه، چېرې چې هغه ته د پولې د امنیت د وضعیت او د پاکستان او ایران پولې ته د باړ لګولو په شمول د پولې د مدیریت د پلانونو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شول.

د تفتان ډپټي کمشنر آغا شیر زمان وویل، "موږ په خپلو سرحدي سیمو کې ټول احتمالي امنیتي تدابیر نیولي دي، او په تفتان کې د پاکستان او ایران دوستانه دروازې له لارې دلته راغلي ټول وګړي په بشپړ ډول سکرين کیږي او د قرنطین مرکزونو ته لیږدول کيږي" که چیرې د دوی روغتیا اندیښنه رامينځته کوي.

زمان وویل، "موږ د پولې په مدیریت کې هيڅ تیروتنه نشو زغملی، نو له دې امله، د پاکستان او ایران په پوله کې د ننوتلو په ټولو ځایونو کې امنیت پیاوړی شوی دی."

هغه وویل، انساني قاچاق یوه مخ په زياتيدونکي ستونزه ده او د پاکستان او ایران په پوله کې دا د ایجنټانو لپاره يو ګټور کاروبار دی.

هغه وويل، "زموږ ځواکونه په لیوالتیا سره د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره کار کوي، او د لیویز ځینو کارکونکو پروړاندې د انساني قاچاق په مخنیوي کې د غفلت له امله ګامونه پورته شوي دي."

زمان وويل، "د سوداګرۍ او نورو عايداتي فرصتونو د نشتوالي له امله، د پاکستان او ايران د پولې دواړو غاړو ته ځايي اوسيدونکي تر ډېره په قاچاق باندې تکيه لري." "دا غيرقانوني سوداګري هڅوي، چې زموږ اقتصاد ته زیان رسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 8

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جعلی خبرونه زه پاکستانی یم او دا ناټو دی چې ترهګرو ته پاکستان ته د تګ لپاره پیسې ورکوي.

ځواب

داسې ښکاري چې ایران په زیاته علاقه قبضه کولو باور لري. دا یوه اجنډا لري چې په ټولو اړوندو هيوادونو او حتی د دې نه علاوه په نورو هيوادونو کې خپل واک زيات کړي.

ځواب

دا به ډېره مناسبه وي چې ښې اړیکې ولرو او د پولې هاخوا په ترهګرۍ هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړو، په ځانګړې توګه پکار ده دې ته دې پام ورکړل شي.

ځواب

ايران په ريښتيا سره له پاکستان سره دي خو مسئله دا ده چې ځینې ترهګر شتون لري چې بايد ووژل شي.

ځواب

موږ باید سترګې پرانیزو او پر دې حقیقت پوه شو چې ایران زموږ ملګری نه دی او د پاکستان د قوم سره ريښتينی نه دی. . . . . زه وایم ف **** ایرانیان، بدبخته خنزيران!!!

ځواب

دا به غوره وي چې تاسو خپلې سترګې بندې وساتئ ځکه چې تاسو دا وړتيا نه لرئ چې د خپلو دښمنانو او ملګرو ترمینځ توپیر وکړئ.

ځواب

ټول انسانان او جنات باید د دوزخ نه خلاصی ترلاسه کړي. دوی باید د الله د رضا او د جنت ګټلو لپاره سخته هڅه وکړي. څنګه به دوی د دوزخ ماران او لړمانونه وزغمي. توبه وکړئ او مهرباني وکړئ د شیطان د خوشحالولو پرځای خپل خالق خوشحاله کړئ. ای خدایه! دوی پوهه کړې. الله دې تا ته اجر درکړي. ټولې مذهبي پارټۍ باید متحد شي، که نه نو خورا سخت وخت به راشي. د ختم نبوت او د نورو نیکیو او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم لپاره، الله دې د ټولو نه راضي شي.

ځواب

پاکستان له مرګوني برید وروسته د ایران پر پوله د لا سخت امنیت غوښتنه کوي په داسې حال کې چې ایران او پاکستان د سرحدي امنیت په ښه کولو او د قاچاق وړونکو په منع کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی، په پاکستاني عسکرو وروستی برید ښیي چې ډیر څه باید ترسره شي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یو بیان له مخې، د می په ۱۳ مه په تلیفوني اړیکه کې، باجوه ټینګار وکړو چې پاکستان "د دوه اړخیز درناوي، عدم مداخلت او مساواتو پر اساس سیمه ییزه سوله او ثبات غواړي." د اقدام لپاره بیړنۍ غوښتنه وروسته له هغې وشوه کله چې د پاکستان لوري ته په پوله باندې په استخباراتي ګاډي باندې بريد وشو، چې د فرنټير کور سرتیري يې وړل. پنځه پاکستاني سرتیري او یو افسر پکې ووژل شول. د راپورونو له مخې، سرتیرو د "مکران په غرنۍ او خورا ستونزمنه سیمه کې د ترهګرو لخوا کارول شوې ممکنه لارې "کتلې کله چې د ایران سره د پولې نه تقريباََ نهه میله لرې د لاس جوړ شوي چاودیدونکي توکي وچاودیدې. وروسته منع شوي او بيلتون غوښتونکي ډلې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د برید مسؤلیت په غاړه واخیستو. د يو بیان له مخې، باجوه ټینګار وکړ چې د پاکستان او ایران پولې ته باړ لګول باید ژر تر ژره بشپړ شي. په پوله قاچاق او غیرقانوني تجارت هم باید وپلټل شي، ځکه چې دا فعالیتونه "د ترهګرو او د مخدره توکو قاچاق کونکو لخوا د خپل تګ راتګ د پوښښ لپاره کارول کیږي."

ځواب