روغتیا

چارواکو ایراني رژیم په پاکستان کې د مخدره توکو د ډلو سره د همکارۍ په تور تورن کړی

د عبدل غني کاکړ لخوا

نیول شوي نشه يي توکي د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د اسلام آباد په څنډه کې د پاکستان د مخدره توکو ضد ځواک له خوا په یو انبار کې سوځول کيږي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

نیول شوي نشه يي توکي د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د اسلام آباد په څنډه کې د پاکستان د مخدره توکو ضد ځواک له خوا په یو انبار کې سوځول کيږي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کویټه -- رسمي سرچینې او کتونکي وايي، د ایران رژیم د مخدره توکو له ډلې سره مرسته کوي چې په ټوله نړۍ کې سيمو ته د هیرویینو او نورو غيرقانوني مخدره توکو د ليږدولو لپاره د پاکستان خاوره استعمال کړي.

دوی وايي چې د دې سکيم موخه پیسې ترلاسه کول دي چې د ایران ناکامه اقتصاد ته وده ورکړي او په سیمه کې د رژیم پراکسي جګړه تمویل کړي.

د ايران سره د پولې په اوږدو کې په ميرجاوه کې يو قومي مشر مير عرفان بارامزۍ وويل، "په ایران کې د مخدره توکو قاچاق د بهرنیو اسعارو يوه ګټوره سرچینه ده، او د ایران په ځینو برخو کې، ځایي چارواکي په ښکاره ډول د هغو ډلو سره مرسته کوي کوم چې د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې ښکېل دي."

هغه وویل، "له پاکستان او افغانستان سره د ایران اوږده او کمزوري پوله په سیمه کې د مخدره توکو د قاچاق لپاره د اصلي لارې په توګه پیژندل کیږي. ایراني چارواکي په سرحدي سیمو کې د مخدره توکو د ډيرو فيکټريو څارنه کوي."

د لیویز چارواکي د اګست په ۸مه د بلوچستان صوبې په خضدار کې رسنیو ته د هغه چهاپې په اړه معلومات ورکوي چې پکې د دوی د ځواکونو د مخدره توکو د نړیوالې ډلې دوه مشکوک غړي نیول شوي ول او د غیرقانوني توکو يو لوی مقدار پکې ضبط شوی و. [عبدالغني کاکړ]

د لیویز چارواکي د اګست په ۸مه د بلوچستان صوبې په خضدار کې رسنیو ته د هغه چهاپې په اړه معلومات ورکوي چې پکې د دوی د ځواکونو د مخدره توکو د نړیوالې ډلې دوه مشکوک غړي نیول شوي ول او د غیرقانوني توکو يو لوی مقدار پکې ضبط شوی و. [عبدالغني کاکړ]

عرفان وویل، "په افغانستان کې د کوکنارو له کښت څخه جوړ شوي اپین لومړی ایران ته راځي او بیا زياتره نړیوالو بازارونو ته قاچاق کیږي."

هغه وویل، "د ایران رژیم تل د دوه ګونو معیارونو له امله زموږ په سیمه کې تر نیوکو لاندې راغلی دی." "له یوې خوا، د ایران حکومت ادعا کوي چې دا د مخدره توکو د ډلې پروړاندې اقدامات کوي، او له بلې خوا، د اسلامي انقلاب ګارډ قول، قدس او بسیج نیم پوځي ځواکونه د مالي اهدافو لپاره د دغه ناوړه کاروبار سرپرستي کوي."

تير کال یو راپور خپور شو چې دا پکې ويل شوي ول چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول په پاکستان کې د مخدره توکو د قاچاق لپاره "پراخه ملاتړ" چمتو کوي..

هغه زیاته کړه، "له اوږدې مودې راهیسې، زموږ خلکو په سرحدي سیمو کې د مخدره توکو د ډیریدونکي ګواښ پر وړاندې احتجاج کړی دی. د مخدره توکو ډلې د ایران د حکومت د ملاتړ له امله له کنټرول څخه وتلې دي."

مزمل وحيد، چې په تفتان کې هغه سينير امنيتي چارواکی دی چې پخوا يې د مخدره توکو د کنټرول په وزارت کې دنده ترسره کړې وه، وويل، "په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د اپينو لوی مقدار د ایران له لارې د نړۍ مختلفو هیوادونو ته قاچاق کیږي، نو له همدې امله، د ایران رژیم د مخدره توکو په قاچاق کې لوی رول لوبوي."

هغه وویل، "زموږ د باړ لګولو سره، ۹۳۶ کیلو متره اوږده ختیځه پوله زياتره د ایراني چارواکو د غفلت له امله خوندي نه ده، او د مخدره توکو ډلې په سرحدي سيمو کې له ويرې پرته فعالیت کوي."

وحید وویل، د پاکستان د نشه يي توکو پروړاندې ملي اداره، د مخدره توکو پرضد د مبارزې ځواک، او قانون پلي کوونکي نورې ادارې د غیرقانوني مخدره توکو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

هغه وویل، "د روان کال له پیل راهیسې، په بلوچستان کې د پاکستان او ایران ترمينځ په سرحدي سیمو کې د مختلفو عملیاتو په لړ کې د ۱۱ ملیارده روپو (۵۶ ملیونه امريکايي ډالره) نه د زيات ارزښت نشه يي توکي نیول شوي دي."

هغه زیاته کړه، "د ایران له ملاتړ پرته، د مخدره توکو ډلې هیڅکله نشي بريالي کيدی چې د ایران له لارې نړیوال بازار ته مخدره توکي قاچاق کړي. نړیواله ټولنه باید خپل رول ولوبوي چې د غير قانوني مخدره توکو لپاره د ايران د ملاتړ مخه ونيسي."

د پراکسي ملیشو تمویلول

وحید وویل، "له ایران څخه د مخدره توکو رسد یوازې زموږ ځوان نسل نه تباه کوي." "بلکې دا ناامني زياتوي ځکه چې د مخدره توکو څخه ترلاسه شوي پیسې د وسله والو لخوا د وسلو او نورو تجهیزاتو د اخيستلو لپاره کارول کیږي."

په راوالپنډۍ کې د استخباراتو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "ایران په سیمه کې د مخدره توکو ترټولو لوی عرضه کوونکی دی او هغه پراکسي ملیشو ته د مخدره توکو پیسي چمتو کوي کوم چې د تهران د ګټو لپاره په مختلفو هیوادونو کې په جګړو کې بوخت دي."

هغه وويل، د متحده ایالاتو بندیزونو "د ایران اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړی او په سیمه کې د ستراتیژیکو ګټو د پراخولو لپاره یې د ایران وړتیا کمه کړې ده"

هغه وویل، "ایران د وابسته وسله والې ډلې حزب الله، چې د مخدره توکو له نړیوالو ډلو سره قوي اړیکې لري، له لارې د مخدره توکو د قاچاق نړیواله شبکه چلوي." "د ایران هوایي شرکت، ایران اير، وینزویلا، سوریې، لبنان، عراق، او په اروپا کې ځینو هیوادونو ته د مخدره توکو په لیږدولو تورن شوی دی."

هغه زیاته کړه، "پخوا د ایران د مخدره توکو ډلې پاکستان ته د مخدره توکو د استولو لپاره په پاکستان کې شیعه زیارت کارولو." "که څه هم، په تفتان کې د پاکستان او ایران ترمينځ د دوستۍ دروازه کې سخت امنیتي انتظاماتو دا ډول عملیات شنډ کړي دي."

بل ایرانې هوایي شرکت، ماهان ایر، چې د څه حده پورې د آی آر جي سي ملکیت دی، په ایران او ټوله سیمه کې په پراخه کچه د کورونا ویروس د خپريدو کلیدي عنصر دی، او د ډیرو کسانو لخوا دا "مليشه هوايي شرکت" په نامه پيژندل کيږي ځکه چې دا د آی آر جي سي لخوا کارول کيږي..

راپورونه وړانديز کوي چې تهران د شیعه وسله والو ډلو مالي تمویل په لویه کچه د غیرقانوني مخدره توکو د عوايدو سره کوي. هغه زیاته کړه چې د آی آر جی سي سره تړلې شیعه پراکسي ملیشو -- د زینبیون بریګيډ او فاطمیون ډويژن -- د وسلو په اخیستلو کې دا ډول عواید کارولي دي. .

په اسلام اباد کې ميشت د دفاعي چارو شنونکي میجر (ريټايرډ) عمر فاروق وویل، "د ایران رژیم عموماََ سویلي اروپا او مرکزي آسیا ته د مخدره توکود صادراتو لپاره د بالکان او ریښمو لارې کاروي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د مورفینو او هیرویینو ټولټال رسد د ایران له لارې نړیوالو مارکیټونو ته ځي."

هغه وويل، "د پاکستان او ایران د پولې په اوږدو کې د بلوچيانو میشته سیمه د هغو ډلو لپاره يو مرکز دی کوم چې نړیوال بازار ته مخدره توکي رسوي." "د مخدره توکو د لیږدونکي هیواد په توګه د ایران رول نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري."

هغه زیاته کړه چې د ایراني چارواکو له ملګرتیا پرته، د ایران په حساسو سیمو کې د غیرقانوني مخدره توکو فيکټريو چلول ناممکن دي.

فاروق وویل، "د ایران د مخدره توکو د ډلو ځینو غړو ځانونه د عراق په قم، نجف، کربلا او مشهد ښارونو کې د ایراني زيارت کونکو په توګه ظاهر کړي چې دغه هیواد ته نشه يي توکي قاچاق کړي."

هغه احتمالي فشار ته په اشارې سره وویل، "په میډیا کې ډیر راپورونه راغلي چې پاکستاني زيارت کونکي د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي ول، خو زما په اند زياتره زيارت کونکو د مخدره توکو د لیږدولو نه انکار وکړو."

فاروق وویل، "د مخدره توکو ډلې د ایران په ترانسپورت کې قوي شبکه لري؛ له همدې امله، دوی اکثر د زيارت کونکو په شخصي مالونو کې پاکستان او نورو سيمو ته مخدره توکي قاچاق کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500