امنیت

پاکستاني چارواکي د ایراني وسله والو په وړاندې د حل لاره باړ لګول ګڼي

د عبدل غني کاکړ لخوا

یو پاکستانی عسکر د تيرې میاشتې د مۍ په ۸ مه د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د بلوچستان کویټې ته څیرمه د باړ خوا ته چمتو ولاړ دی. پاکستان پلان لري چې د ایران سره د پولې په اوږدو کې ورته باړ ولګوي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

یو پاکستانی عسکر د تيرې میاشتې د مۍ په ۸ مه د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د بلوچستان کویټې ته څیرمه د باړ خوا ته چمتو ولاړ دی. پاکستان پلان لري چې د ایران سره د پولې په اوږدو کې ورته باړ ولګوي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

کويټه -- پاکستاني چارواکو وويل، پاکستان چمتو دی چې د ایران سره خپلې پولې ته باړ ولګوي چې امنیت او د پولې هاخوا ترهګري کنټرولول يقيني کړي.

لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه، چې د پاکستان د پوځ د سویلي قوماندې قوماندان دی، د مارچ په ۱۸ مه په کويټه کې په يو سيمينار کې وويل، "د ایران سره پولې ته باړ لګول زموږ د وخت اړتیا ده، موږ نور انتظار نشو کولی چې په پوله باندې په غير قانوني توګه د تګ راتګ او ترهګرۍ سره مبارزه وکړو."

هغه وويل، "پاکستان تل په سيمه کې د تلپاتې سولې د موخې لپاره هر ممکن ګام پورته کړی دی او امنيتي ادارو هغه عناصرو ته په کلکه ځواب ورکوي چې زموږ ملي امنيت ته د زيان رسولو لپاره پلانونه جوړوي."

هغه وويل، د پاکستان او ایران د پولې په اوږدو کې، "موږ د تیرو ۱۰ او ۱۵ کلونو راهيسې امنیتي مسلې لرو."

د بلوچستان د تفتان په سیمه کې دا دروازه، چې په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوې ده، د پاکستان او ایران تر منځ په پوله باندې يوازينۍ دروازه ده. [د عبدل غني کاکړ څخه په مننه]

د بلوچستان د تفتان په سیمه کې دا دروازه، چې په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوې ده، د پاکستان او ایران تر منځ په پوله باندې يوازينۍ دروازه ده. [د عبدل غني کاکړ څخه په مننه]

هغه زياته کړه، موږ خپله خاوره د ډير حده پورې خوندي کړې ده، او له ايران سره زموږ په پوله کې باړ لګول به يقيناََ امنيتي چيلنجونه ختم کړي چې زموږ په ټيکاو او اقتصادي پرمختګ کې خنډونه دي."

د ایران ميشت جنګیالیو سره مبارزه کول

محمد نبيل، چې په راولپنډۍ کې يو سينير امنیتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د پولې هاخوا بريدونه د افغانستان او ایران سره زمونږ په اړيکو کې مهمه اندیښنه ده."

نبیل وویل چې ځېني منع شوي ډلې، د بلوچيانو د آزادۍ پوځ او بلوچ لبریشن فرنټ په شمول، په ایران کې په سرحدي سیمو کې زيات شتون لري او د پولې هاخو څخه يې ډیر بریدونه ترسره کړي دي. هغه زیاته کړه چې پاکستاني پوځیانو د پولې خپل اړخ ته په لویه کچه دا ډول ډلې ختمې کړي دي.

هغه وویل، "تیر کال د دسمبر په ۱۴ مه، د ۲۰ نه زيات د ايران وسله والو په بلوچستان کې توربت ضلعې ته نژدې زموږ په سرحدي ګشت کوونکي کانوايۍ باندې برید وکړو چې شپږ کسان په کې ووژل شو."

نبیل وویل، "د ایران سره زمونږ په پوله باندې باړ به نه يوازې زموږ د پولې امنیت يقيني کړي، بلکې د غیرقانوني تګ راتګ مخه به هم ونيسي، چې په سیمه کې د سولې لپاره يو ګواښ دی."

په بلوچستان کې د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "په بلوچستان کې، موږ د ايران د سیستان بلوچستان سره ۹۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لرو. دا مهمه ده چې وګورو چې ایران خپل اړخ ته پوله ولې نه خوندي کوي." هغه وړاندیز وکړو چې تهران په قصدي توګه خپله پوله غير خوندي ساتي.

هغه وويل، "زموږ امنيتي ادارې د هغه ډلو سره د مبارزې لپاره نږدې کار کوي چې له ايران سره تړاو لري او د زينبيوان او فاطميون ملېشو تر چهتر لاندې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول (آی آر جي سي) لپاره شيعه جنګياليان استخداموي."

هغه وویل، "جنګیالي ډلې، چې د ایران د موخو لپاره جنګيږي، د پاکستان او ايران ترمنځ په پوله باندې غیرقانوني لارې کاروي." هغه زیاته کړه، د پولې ساتل د دواړو هیوادونو مسوولیت دی.

هغه زياته کړه، "بلوچستان تل د هغو عناصرو لپاره يو نرم هدف پاتې شوی دی، چې هڅه کوي چې پاکستان بې ثباته کړي." "زما په خيال، د ایران سره په پوله باندې باړ به په ګډه پوله باندې د غیرقانوني تګ راتګ په کنټرولولو کې مهم رول ولوبوي."

هغه وويل، "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې په بلوچستان کې داسې يو ځای نشته چې خلک ورته نه شي تلې، ځکه چې د صوبې ټولې ناکراره سيمې د هغه وسله والو ډلو څخه پاکې شوې دي چې د دولت واک ته يې چيلنج ورکولو."

قاچاق او د انساني قاچاق اندیښنې

محمد عباس، چې په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، دا باړ به نورې مسلې هم حل کړي.

هغه وويل، "پولې ته باړ لګول به د وسله والو نفوذ او غیرقانوني تګ راتګ ودروي، چې د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان لپاره د اندیښنې موضوع وه." "د امنیت د نشتوالي له امله، د انسانانو قاچاق مخ په زیاتیدو دی او انساني قاچاق وړونکي په پراخه توګه غیرقانوني مهاجر د دې کمزوري پولې له لارې يورپ او منځني ختیځ ته لیږدوي."

عباس وويل، پاکستان له مخکې نه د پولې د امنيت لپاره اضافي سرتيري ځای پر ځای کړي دي، خو ايران بايد د ګډ سرحد لپاره د پايلو پر بنسټ امنيتي تدبيرونه هم پلي کړي.

هغه وويل، د پاکستان او ايراني پولې دواړو خواوو اوسيدونکي د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي سره مخ دي، چې زياتره په قاچاق او د نشه يي توکو په قاچاق کولو باندې مجبوره کوي.

هغه وویل، "مونږ په دې سترګې نه شو پټولی چې د ٪۵۰ نه زيات نشه يي توکې په افغانستان کې پيدا کيږي او د ایران او پاکستان له لارې نړیوالو بازارونو ته لیږدول کیږي."

عباس وويل، "د سرحد امنيت د يو هيواد د ملي امنيت د تګلارې يو مهم عنصر دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ايران او پاکستان ترمنځ ستر شراکت.

ځواب