جرم او انصاف

د ایران رژیم په پاکستان کې د مخدره توکو په قاچاق کې په پراخه کچه مرسته کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان امنیتي پرسونل د اپریل په ۲۵ مه د کراچۍ په شاوخوا کې د هغه سوځيدونکو غيرقانوني نشه يي توکو د یو انبار مخې ته تيريږي چې د پاکستان د ساحل ساتونکو لخوا نیول شوي ول. [آصف حسن/ای اېف پي]

د پاکستان امنیتي پرسونل د اپریل په ۲۵ مه د کراچۍ په شاوخوا کې د هغه سوځيدونکو غيرقانوني نشه يي توکو د یو انبار مخې ته تيريږي چې د پاکستان د ساحل ساتونکو لخوا نیول شوي ول. [آصف حسن/ای اېف پي]

کویټه -- چارواکي او شنونکي وايي چې د ایران رژیم د خپل ناکامه اقتصاد د ښه کولو لپاره د هڅو په لړ کې د هیرویينو او نورو مخدره توکو په قاچاق کې ښکيل دی، او پاکستان د ايران سره د پولې هاخوا نه د مخدره توکو د زيات قاچاق سره مخامخ دی.

محسن اربابي، چې د ايران په زاهدان کې يو شنونکی او ليکوال دی، وويل، "په ایران کې، مخدره مواد زياتره په شمالي خراسان، سویلي سیستان بلوچستان او هرموزګان صوبو کې تولیدیږي، او دا ټول لینونه د بالکان له دوديزې شبکې سره تړاو لري."

اربابي وویل، "د پاکستان او افغانستان سره د ایران ختیځ پوله د مخدره توکو قاچاق مرکزي لاره ده، او د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) له پاکستانیانو او افغان قاچاق وړونکو سره لویه مرسته کوي چې نړیوال مارکیټ ته مخدره توکي قاچاق کړي."

هغه وویل، ۹۶۳ کلومیتره اوږده ختیځ پوله زياتره نا امنه ده او جرمي ډلې د سرحدي سیمو په اوږدو کې د ویرې پرته فعالیت کوي.

امنیتي پرسونل د جولای په ۱ په کويټه کی نیول شوي نشه يي مواد سوځوي. [عبدل غني کاکړ]

امنیتي پرسونل د جولای په ۱ په کويټه کی نیول شوي نشه يي مواد سوځوي. [عبدل غني کاکړ]

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) غړي په ایران کې د هغه ملګرو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي کوم چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې وژل شوي وو. آی آر جي سي د اپریل په میاشت کې یوه تروریستي ډله ګرځول شوې وه، او د راپورونو له مخې د غيرقانوني مخدره توکو په تولید او سوداګرۍ کې ښکيل ده. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) غړي په ایران کې د هغه ملګرو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي کوم چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې وژل شوي وو. آی آر جي سي د اپریل په میاشت کې یوه تروریستي ډله ګرځول شوې وه، او د راپورونو له مخې د غيرقانوني مخدره توکو په تولید او سوداګرۍ کې ښکيل ده. [د ایران د دفاع وزارت]

اربابي ایران او ترکي ته په اشارې سره وویل، "د مخدره توکو د نړیوال قاچاقبرانو لپاره، د ایران لاره د دې د ستراتیژیکي اهمیت له امله د دوی لپاره غوره ده ... دوی د يورپ بازار ته د رسېدو لپاره یوازې د دوو سرحدونو نه تیريږي."

هغه زیاته کړه، "ایران د نشه یي توکو د ترانزيتي هیواد په توګه راپورته کیږي او د مخدره توکو ځينې نړیوال قاچاق وړونکي د مخدره توکو د صادرولو لپاره د ایران دولت ملاتړ ترلاسه کوي."

اربابي وویل، "په مقامي توګه، د سویلي هرموزګان صوبې د اکمالاتو لاین د بندر عباس بندر ته رسيږي، چې له دې ځای نه مخدره توکي دوبۍ او نورو ټاکل شوي ځایونو ته رسيږي."

اسد رحمان، چې په راولپنډۍ کې د نشه يي توکو د کنټرول وزارت يو سينير چارواکی دی، وویل، "د پلټنو په دوران کې، موږ پوهه شو چې ډیر خلک چې د ایران په خراسان صوبه کې اوسیږي، د غیرقانوني لارو په ذریعه افغاني اپین واردوي."

هغه وویل، "پاکستان د ایران او افغانستان د پولې هاخوا نه د مخدره توکو د قاچاق سره مخ دی ... د ګډې پولې د امنیت لپاره، ټول ګاونډي هیوادونه باید د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې ګډه ستراتیژي جوړه کړي."

هغه وویل، "زموږ پلټنو تایید کړه چې د ایران د مخدره توکو مافیا د نجف، کربلا په مقدس ښارونو او ځینو نورو ځایونو کې قوي شبکه لري." هغه زیاته کړه، "ځینې وخت زیارت کوونکي د مخدره توکو د قاچاق د پټولو په توګه کارول کیږي."

د رحمان په وینا، د ایران باسیج نیم پوځي ځواک په لویه کچه د مخدره توکو په تولید کې ښکيل دی. دا ځواک د ایران په خراسان صوبه کې د هیروینو پروسس کولو د ګڼ شمير فيکټرو څارنه کوي.

هغه وويل، قاچاق وړونکي د غیرقانوني لارو په ذریعه د افينو او مورفینو لوی مقدار پاکستان ته لیږي او د پولې په اوږدو کې د دې استعمال مخ پر زياتيدو دی.

رحمان زیاته کړه، "د مخدره توکو پرضد د مبارزې ځواک (ای اېن اېف) او د قانون پلي کونکي نورې ادارې په لیوالتیا سره د مخدره توکو د قاچاق کنټرولولو لپاره کار کوي."

د مخدره توکو قاچاق کونکو سره مبارزه

مير کمال توتزۍ، چې د ایران پولې ته څېرمه په تفتان ضلعه کې یو پاکستانی قومي مشر دی، وویل، د مخدره توکو قاچاق وړونکي به توان ونه لري چې د ایران د دولت له ملاتړ پرته په اسانۍ سره نړیوال بازار ته ورسيږي.

هغه زیاته کړه، "د مخدره توکو قاچاق وړونکي د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې ګڼ شمیر فيکټرۍ لري، چیرې چې په ټنونو هیرویین او نور مخدره توکي د نړیوال بازار لپاره جوړيږي. د مخدره توکو قاچاقبران د پاکستان او افغانستان د مخدره توکو مافیا سره قوي اړیکې لري."

توتزۍ وویل، "زموږ په سیمه کې د مخدره توکو د قاچاق خطر د له منځه وړلو لپاره مناسب میکانیزم پکار دی." "د اپینو او هیرویينو د تولید کنټرول په پاکستان او ایران دواړو کې د مخدره توکو د کنټرول چارواکو لپاره يوه لويه اندیښنه ده."

توتزۍ وويل، "د نشه يي توکو کنټرول چارواکي په پاکستان کې د قاچاق وړونکو په وړاندې کافي ګامونه پورته کوي، خو دا ګامونه دا مهال د ايران د غفلت له امله نتيجې نه ورکوي."

توتزۍ وويل، د پاکستان او ايران پولې ته څېرمه قبايلي سيمه د نشه يي توکو د قاچاق لخوا زياته ځپل شوې ده او قبايلي ځوانان ډير زيات له دې خطر سره مخامخ دي.

هغه وویل، "موږ له نړیوالو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د ایران دولت د نشه يي توکو سوداګرۍ ته په جدي توګه پام وکړي او د مخدره توکو د قاچاق په مخنیوي کې رول ولوبوي."

د بلوچستان په چاغي ضلعه کې يو سينير امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "زموږ په ټولنه باندې د مخدره توکو ویجاړونکی اثر زموږ لپاره يو لویه اندیښنه ده، او موږ له خپلې سیمې نه د نشه يي توکو قاچاق د له منځه وړلو لپاره هر ممکنه ګام پورته کړی دی."

هغه وویل، "د پاکستان او ایران د ګډې پولې په اوږدو کې په ناکراره سرحدي سیمو کې، ځینې قاچاقبران له وسله والو ډلو سره اړیکې لري چې دوی ته هغه مرستې برابروي چې د نشه يې توکو د قاچاق لپاره دوی ته پکار وي."

هغه وويل، "موږ راپورونه لرو چې د مخدره توکو پیسې د بلوچستان په ناامنه سیمو کې د وسله والو د مالي ملاتړ يوه مهمه سرچینه ده. ځینې وسله وال چې د پاکستان په مکران ډویژن او د ایران په سیستان بلوچستان کې فعالیت کوي، په لویه کچه د وسلو اخيستلو او نورو لوژيستيکي مقاصدو لپاره د مخدره توکو پیسې کاروي."

هغه وویل، د تېرکال په جریان کې، د پاکستان امنیتي ځواکونو په ټول بلوچستان کې په عملیاتو کې د ۱۵۲ ټنو نه زيات مخدره توکي ضبط کړې. "ضبط شوي نشه يي توکي په نړیوال بازار کې د څو ملیاردو امریکایي ډالرو قيمت لرلو، او امنیتي ځواکونو په دغو بریدونو کې ۱۹ قاچاقبران ونیول."

هغه زیاته کړه، "د افينو لوی مقدار د سویلي افغانستان د خاشخاشو پټو نه په ایران کې د مخدره توکو پروسس کولو فيکټرو ته قاچاق کیږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان له پکار ده چې خپل سرحدونه کنټرول کړي.

ځواب

هر هغه څوک چې د مخدره توکو د قاچاق د لارو په اړه لږ معلومات لري، پوهیږي چې د مخدره توکو ٪۹۰ پلانټونه او توليدات په افغانستان کې دي او دا د پاکستان له پولو څخه تیریږي او په دوه مختلفو لارو باندې ايران او نورو هيوادونو ته د ځمکې له لارې منتقل کيږي. د يو اين او ډي سي د راپورونو له مخې، ایران په نړۍ کې د مخدره توکو ترټولو زیات مقدار ضبط کوي. نو په دې مقاله کې د قاچاق کونکو ملاتړ په اړه د ایران رژیم تورن کول ښیې چې لیکوال غواړي چې یو روښانه حقیقت پټ کړي. ایران په ۲۰۱۸ کال کې ۸۰۰ ټنه مخدره توکي نیولي دي. تاسو لوستلی شئ چې "ایران د رسمي بنديزونو پرته هر کال ۸۰۰ ټنه غير قانوني نشه يي توکي نيسي: د يو اين او ډي سي د راپورونو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۸۰۰۰ ايکړه وو، خو لویدیزو هیوادونو ته له ننوتلو وروسته په دې هیواد کې په دې کې هرکال زیاتوالی راغلی او په ۲۰۱۷ کال کې دا ۳۲۸۰۰۰ ايکړه وو. په ۲۰۰۱ کال کې د افيمو تولید ۱۸۵ ټنه وو خو په ۲۰۱۷ کال کې دا ۹۰۰۰ ټنه وو. امریکا له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې دا ادعا کوي چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کوي خو د ملګرو ملتونو ګرافونه د دې برعکس پایلې ښیې. یوازې یو څو هیوادونه په سیمه کې د متحده ایالاتو ملاتړ کوي او یو څو لیکوالان د متحده ایالاتو د ملاتړ کونکو لخوا ورکړل شوي ډالرو له کبله حقیقت پټوي. د دې مقالې په لیکونکو باندې د باور کولو نه مخکې غوره دا ده چې د ملګرو ملتونو لخوا ترسره شوي سروې کې ځینې حقایق وګورو.

ځواب