جرم او انصاف

ځوانان د سپاه پاسداران په ملاتړ د 'کریستال میت' د قاچاق عملیاتو هدف ګرځيدلي

د فاریس العمران لخوا

ايراني امنيتي ټيمونه د دسمبر په ۱۸مه په بغداد کې د مخدره موادو لويې زيرمې تباه کوي. [د عراق د روغتيا رياست]

ايراني امنيتي ټيمونه د دسمبر په ۱۸مه په بغداد کې د مخدره موادو لويې زيرمې تباه کوي. [د عراق د روغتيا رياست]

د بصرې اوسیدونکي ۲۹ کلن حیدر هېڅکله فکر نه و کړی چې هغه به بېرته عادي ژوند ته راستون شي وروسته له دې چې هغه په ​​میتم فېرامین روږدي شو. میتم فېرامین احتمالي وژونکي غیرقانوني مخدره مواد دي چې له ایران څخه عراق ته قاچاق شوي.

میتم فېرامین، چې د کریسټال میت په نوم هم پیژندل کیږي، یو ډېر روږدي کیمیاوي مرکب دی چې د سپینې کريسټال شکل لري چې مرکزي عصبي سیسټم متاثره کوي.

دا په عراق کې ترټولو پراخه غیرقانوني مخدره مواد دي -- چې ډېر یې په مرکزي او سویلي عراق کې کارول کیږي -- پداسې حال کې چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره تړلې ملېشې دغه هیواد ته د قاچاق په اسانتیا کې مهم رول لوبوي.

هغه المشارق ته وویل، حیدر په یو پرايويټ کلېنیک کې د نشه یي توکو د روږدي کېدو څو میاشتې علاج وکړو، او په بشپړ ډول روغ او عادي ژوند ته د راستنیدو لپاره یې دوه کاله وخت واخيستو.

عراقي امنیتي ځواکونو د اپرېل په ۱۱مه په بغداد کې د نشه يي توکو له یو پلورونکي څخه یو کیلو ګرامه کريسټال میت ضبط کړل. [د عراق فدرالي استخباراتو او تحقیقاتو اداره]

عراقي امنیتي ځواکونو د اپرېل په ۱۱مه په بغداد کې د نشه يي توکو له یو پلورونکي څخه یو کیلو ګرامه کريسټال میت ضبط کړل. [د عراق فدرالي استخباراتو او تحقیقاتو اداره]

هغه وويل، "زه نه غواړم چې دا خبره ځانته راياده کړم چې کله او څنګه ما دا کارول پېل کړل. دا د تجسس او ستړيا له کبله وه، خو ما په پای کې ځان په دوزخ کې وموندو."

هغه وویل. "دا یوه ترخه تجربه وه چې تقریباً زما ژوند يې ختم کړی و او زما شاوخوا خلکو ته یې زیان ورسوو ... زه د خدای شکر ادا کوم چې دا اوس د تېر وخت خبره ده‌."

د حیدر پلار عباس وویل، میتم فېرامین د هغه زوی په لنډه موده کې په یو بل انسان بدل کړو، هغه یې بد مزاجه او سخت مزاجه کړو او د تمرکو کولو ماده يې پکې ختمه کړه. وزن يې هم ډېر کم شو.

"کله چې موږ وموندله چې هغه دا خطرناک مواد استعمالوي، موږ په چټکۍ سره هغه د روږدي درملنې مرکز ته بوتلو او موږ ټول د هغه سره ودرېدو او د هغه د روغېدو پورې مو د هغه سره تکليف برداشت کړو."

غير قانوني نشه يي مواد له ايران څخه قاچاق کېږي

له ایران سره پر پوله پرتې سیمې د نشه یي توکو د قاچاق لویې لارې ګرځېدلې، چې پکې کريسټال ميت، چرس، هیروین او اپین شامل دي.

سپاه پاسداران پدې تورن دي چې په عراق او د منځني ختیځ په نورو ځایونو کې د خپلو ملېشو له لارې د قاچاق عملیاتو مشري او ملاتړ کوي.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر النایل وویل، د سپاه پاسداران ملېشې د نشه یي توکو له قاچاق څخه لویه ګټه ترلاسه کوي، چې دوی یې د وسلو اخیستلو او د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي.

هغه وویل، خو، د سپاه پاسداران تر ټولو مهم هدف "ګاونډیو هېوادونو ته زیان رسول، پرمختیا، د ساختماني پلانونه او د ځوانانو نوښتونه ګډوډ کول، او د جرمي فعالیتونو خپرول دي".

هغه المشارق ته وویل، دا کار د ایران د پراختیایي پاليسو د ګټو لپاره د دغو هېوادونو د ټولنې جوړښت کمزوری کوي.

النایل وویل، کريسټال میت او نور غیرقانوني مخدره مواد د ایران او سوریې د پولو له لارې قاچاق کیږي او په ارزانه بیه پلورل کیږي.

هغه وويل، په عېن حال کې، د نشه يي توکو د قاچاق شبکې چې د ملېشو سره وابسته دي، د نشه يي توکو کاروونکي په وړيا توګه د دې د ترلاسه کولو لپاره د کريسټال ميت په پلورونکو او سوداګرو بدلوي.

هغه وویل، ایران هڅه کوي چې عراق "په داسې یو هېواد بدل کړي چې نه یوازې کریسټال میت بلکې مختلف ډوله مخدره توکي مصرفوي او تولیدوي، او دا د سیمې نورو هېوادونو ته د ترانزیت د یوې مهمې نقطې په توګه کار وکړي."

عراقي چارواکي د سرحدونو د کنټرول لپاره هڅې کوي او په منظم ډول د زرګونو مخدره توکو پلورونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې امنیتي عملیات ترسره کوي.

په وروستي عملیاتو کې، د عراق د ملي امنیت خدماتو (INSS) د اپرېل په ۱۱مه په بصره کې د قاچاق وړونکو سره د ډزو له تبادلې وروسته له ایران څخه د ۲۰ کیلوګرامه کريسټال میت او ۱۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق کولو مخه ونیوله.

په همدې ورځ، INSS اعلان وکړو چې د عراق په المتنه صوبه کې د مخدره توکو تر ټولو خطرناکه شبکه -- یوه شبکه چې ۱۵ غړي لري -- له منځه وړل شوې ده.

د دسمبر په میاشت کې، عراق شاوخوا شپږ ټنه غیرقانوني مخدره مواد وسوځول، چې پکې د بهنګو، کیپټاګون، کريسټال میت او کوکینو لويې زيرمې شاملې وې، چې د چارواکو په وینا دا په یوه لسیزه کې د مخدره مواد د سوځولو ترټولو لوی عملیات وو.

د عراق په جنوب ختیځ کې، د شط العرب سیند په اوږدو کې د ایران سره په پوله کې د خاورين امنيتي دېوال او خندق په جوړولو کار روان دی.

د نوي قلعې د جوړولو کار د جون په میاشت کې پېل شو، چې موخه یې د مخدره مواد د قاچاق لارې بندول دي چې د قاچاق شبکې يې کاروي.

په ټولنه ویجاړونکي اغیزه

متخصصین وايي میتم فېرامین د ټولنې لپاره يو ویجاړونکی عنصر دی، ځکه چې خطر یې په چټکۍ سره، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې، خپریږي.

په عراق کې د کریستال میت د کاروونکو د شمېر په اړه دقیق ارقام شتون نلري، کوم چې د ۲۰۱۷ کال څخه وروسته زيات شو کله چې دا د تولید د اسانتیا له امله د قاچاق وړونکو، سوداګرو او فاسدو شبکو لپاره يو ګټور تجارت جوړ شو.

خو د عراق د کورنیو چارو وزارت وويل چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د کريسټال میت په ګډون د ناقانونه مخدره موادو د قاچاق، کاروبار او کارولو په تور شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان ونیول.

دغه وزارت وويل، په همدې موده کې نيم ټن نشه يي مواد هم نيول شوي دي.

د عراق د روغتیا وزارت له مخې، په عېن وخت کې، د ۲۰۲۲ کال له پېل راهیسې، ۴۵۰۰ روږدي کسانو او د مخدره موادو کاروونکو -- په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لري -- علاج ترلاسه کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500