امنیت

سپاه پاسداران او د هغې نیابتي ډلې د سیمه ییزو ګاونډیانو په لګښت د مخدره موادو له سوداګرۍ څخه ګټه پورته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د لارښود توغندیو ویجاړونکی يو اېس اېس پاول هیملټن د اپرېل په ۲۱مه د عمان په خلیج کې د کب نیولو کښتۍ ته نږدې تېرېږي. دغه کښتۍ په داسې حال کې ونيول وشوه کله چې د ناقانونه مخدره موادو د قاچاق هڅه یې کوله. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د لارښود توغندیو ویجاړونکی يو اېس اېس پاول هیملټن د اپرېل په ۲۱مه د عمان په خلیج کې د کب نیولو کښتۍ ته نږدې تېرېږي. دغه کښتۍ په داسې حال کې ونيول وشوه کله چې د ناقانونه مخدره موادو د قاچاق هڅه یې کوله. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

لکه څنګه چې په بحيره عرب او شاوخوا سیمو کې د قاچاق ضد عملیاتو لوړه کچه په ګوته کوي، دا سیمه په زیاتیدونکې توګه د غیرقانوني سوداګرۍ د مرکز په توګه راڅرګنده شوې -- چې زياتره د ایران او د هغې د پراکسيانو سره تړاو لري.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) ​پورې تړلې ملېشې له کلونو راهیسې په سیمه کې د مخدره موادو په قاچاق کې مهم رول لوبوي​.

له ایران سره پر پوله پرتې سیمې د کریستال میت، کیپټاګون، چرس، هیروینو او افينو په ګډون د ناقانونه مخدره موادو د قاچاق لویې لارې ګرځېدلې دي.

یوازې په دې میاشت کې، سمندري ځواکونو، چې د څو ملي ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) يوه برخه ده، د ايران د کښتیو څخه د ۱۰۰ ملیونه ډالرو ارزښت غیرقانوني مخدره مواد ضبط کړي.

د می په ۹مه، د عراق د ملي امنیت خدماتو په بصره کې د مخدره توکو څلور پلورونکي ونیول او له دوی څخه يې ۲۰۰۰۰۰ کیپټاګون ګولۍ ضبط کړې. [INSS]

د می په ۹مه، د عراق د ملي امنیت خدماتو په بصره کې د مخدره توکو څلور پلورونکي ونیول او له دوی څخه يې ۲۰۰۰۰۰ کیپټاګون ګولۍ ضبط کړې. [INSS]

د کب نیولو دوه کښتۍ چې د می په ۸مه او ۱۰مه د ایران له چابهار بندر څخه رواني شوي وې، د عمان خلیج ته د لیږد پرمهال د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي ګړندي غبرګون کښتۍ لخوا ودرول شوې.

یوې کښتۍ د ۳۰ ملیونه ډالرو ارزښت هیرویین او میتامفیتامین، چې په عام ډول د "کریستال میت" په نوم یادیږي، او بلې کښتۍ د ۸۰ ملیونه ډالرو ارزښت هیروین ليږدول.

همدغه شان د مۍ په ۸مه، د انګلستان د شاهي سمندري ځواکونو یوې کښتۍ د کب نیولو د کښتۍ نه د ۶ میلیونو ډالرو ارزښت چرس ضبط کړل چې په بحیره عرب کې يې سفر کولو.

دا یوازې وروستۍ پېښې ښیي.

تر دې دمه، سي اېم اېف په سیمه کې د ۲۵۰ ملیون ډالرو څخه ډېر غیرقانوني مخدره توکي نیولي دي.

ګټي ترلاسه کول، ګاونډیانو ته زیان رسول

څارونکي وايي چې سپاه پاسداران پدې تورن دي چې د خپلو ملېشو له لارې د قاچاق عملیاتو لارښوونه او ملاتړ کوي، چې د نشه یي توکو له قاچاق څخه لویه ګټه ترلاسه کوي چې بیا یې د وسلو اخیستلو او د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي.

د عراق سیاسي شنونکي عبدالقادر النایل وویل، د سپاه پاسداران بله مهمه موخه دا ده چې "ګاونډیو هېوادونو ته زیان ورسوي، پرمختیا، د ساختماني پلانونو او د ځوانانو نوښتونه ګډوډ کړي، او جرمي فعالیتونه خپاره" کړي.

هغه المشارق ته وویل، دا کار د ایران د پراختیا غوښتونکو پاليسو د ګټو لپاره د دغو هېوادونو د ټولنې جوړښت کمزوری کوي.

النایل وویل، کریستال میت، چې هغه غیرقانوني مخدره مواد دي چې کولی شي سخت فزیکي او رواني ستونزې رامینځته کړي، او نور غیرقانوني مخدره توکي د ایران او سوریې د سرحدونو له لارې عراق ته قاچاق کیږي او په ارزانه بیه پلورل کیږي.

دوی د پټو لارو او د اوبو د لارو له لارې په دلدلي ميدانونو او نورو سیمو کې قاچاق کیږي.

النایل وویل، ایران هڅه کوي چې عراق "په داسې یو هېواد بدل کړي چې نه یوازې کریستال میت بلکې مختلف ډوله مخدره مواد مصرفوي او تولیدوي، او دا د سیمې نورو هېوادونو ته د ترانسپورت د یوې مهمې لارې په توګه کار کوي."

عراقي چارواکي د سرحدونو د کنټرول لپاره هڅې کوي او په منظم ډول د زرګونو مخدره توکو پلورونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې امنیتي عملیات ترسره کوي.

په وروستي عملياتو کې، د عراق د ملي امنیت خدماتو (INSS) د مۍ په ۹مه په بصره کې د مخدره توکو څلور پلورونکي ونیول او له دوی څخه يې ۲۰۰۰۰۰ کیپټاګون ګولۍ ضبط کړې.

د اپرېل په ۱۱مه، INSS هم د قاچاق وړونکو سره د ډزو له تبادلې وروسته له ایران څخه د ۲۰ کیلوګرامه کريستال میت او ۱۰ کیلوګرامه چرس د داخليدو مخه ونیوله.

په همدې ورځ، دې اعلان وکړو چې د عراق په جنوب کې د المثناء په صوبه کې د مخدره موادو تر ټولو خطرناکه شبکه -- چې ۱۵ غړي لري -- له منځه وړل شوې ده.

د دسمبر په میاشت کې، عراق شاوخوا شپږ ټنه غیرقانوني مخدره مواد وسوځول، چې پکې بهنګ، کیپټاګون، کریستال میت او کوکېن شامل ول. د چارواکو په وينا دا په یوه لسیزه کې د مخدره موادو د سوځولو ترټولو لوی عملیات وو.

د عراق په جنوب ختیځ کې، د شط العرب سیند په اوږدو کې د ایران سره په پوله د خاورين امنيتي دېوال او خندق په جوړولو کار روان دی.

د نوي قلعې د جوړولو کار د جون په میاشت کې پېل شو، چې موخه یې د مخدره مواد د قاچاق لارې بندول دي چې د قاچاق شبکې يې کاروي.

مشترکه ګټه

د سوریې دولت د نړېوال کپټاګون سوداګرۍ په مرکز کې دی، چې د ۱۰ ملیارده ډالرو غیرقانوني صنعت باندې مشتمل دی چې د بشار الاسد رژیم ته وده ورکوي او سوریه یې د مخدره توکو په دولت بدل کړی دی.

اردن له سوریې څخه د پولې هاخوا د مخدره توکو د قاچاق تکراري ستونزه لري، چېرې چې سویدا او درعا جنوبي صوبې د لبنان د حزب الله د سیمه ایزو مخدره توکو د قاچاق عملیاتو لپاره يو مرکز جوړ شوی.

د سوریې څېړونکي ترکي مصطفی چې د ایران په چارو کې تخصص لري، المشارق ته وویل چې د اردن پولې ته نږدې کلي، په ځانګړې توګه هغه چې په سویلي سویدا کې دي، "اردن ته د مخدره توکو د قاچاق او سمګلنګ لپاره مشهورې ترانسپورتي لارې دي".

هغه وویل، "حزب الله او د سوریې د رژیم امنیتي عناصر د سویدا صوبې د اوسېدونکو څخه قاچاقبران اردن ته د مخدره موادو د انتقال لپاره استخداموي."

په پوځ کې د پوځي رسنیو ډايريکټر کرنل مصطفی الحیاري دولتي خبري اژانس المملکا تلويزيون ته په تېره مياشت کې وویل، د اردن چارواکو له ۲۰۲۰ کال راهیسې له سوریې څخه د نشه یي توکو په قاچاق کې زیاتوالی ليدلی دی، چې د سلګونو میلیونو ډالرو ارزښت ناقانونه مخدره مواد اردن ته داخليږي.

هغه وويل، "موږ د پولو په اوږدو کې د جګړې سره مخ یو، د مخدره موادو جګړه چې بهرني سازمانونه يې مشري او ملاتړ کوي. دا ایراني ملېشې تر ټولو خطرناکې دي ځکه چې دوی د اردن ملي امنیت په نښه کوي."

د الحیاري په وینا، د مخدره توکو قاچاق وړونکي د اردن او سوریې په پوله د درېو څخه تر څلورو ډلو کې فعالیت کوي چې هره يوه ډله پکې د ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې غړي لري.

هغه خبرداری ورکړو چې اردن د سعودي عرب او خلیجي هېوادونو لپاره د منزل او ترانزیت په مرکز بدل شوی او یادونه یې وکړه چې په وروستیو کلونو کې د مخدره موادو له سوداګرۍ څخه ګټه لس چنده زیاته شوې ده.

سعودي عرب هم د نشه يي توکو د قاچاق او راکړې ورکړې د شبکو پر وړاندې خپله جګړه پرمخ وړي او په تېرو مياشتو کې يې د دوامداره څارنې عملياتو او د ملکي خلکو د معلوماتو له امله د نشه يي توکو د زياتې زيرمو په نيولو کې بريالی شوی دی.

د اردن پاچا عبدالله د جولای په میاشت کې وویل، "د مخدره موادو او وسلو د قاچاق عملیات زموږ او د نورو عربي هېوادونو لپاره یو ګواښ دی."

هغه وویل چې اردن د دې ګواښ سره د مقابلې لپاره د نورو هېوادونو سره همغږي کوي، "او موږ ټول پوهیږو چې د دې سره مخ کېدل ګډه ګټه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500