روغتیا

د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ازمایلی شوي د خېبرپښتونخواه پولیس په کورونا ناروغۍ تمرکز کوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

پوليسو د اپرېل په ۳ مه په شانګله ضلعه کې د کورونا ناروغۍ د خپریدو سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه تيار شوي یونیفورم اغوستې دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پوليسو د اپرېل په ۳ مه په شانګله ضلعه کې د کورونا ناروغۍ د خپریدو سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه تيار شوي یونیفورم اغوستې دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- د خېبرپښتونخواه پولیس افسرانو د عشرو راهیسې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مبارزه کړې ده. اوس، دوی د یو نوي او پټ دښمن سره مبارزه کوي: کورونا ویروس.

د خپلو رسمي دندو سربیره، د خېبر پښتونخواه پولیس افسران اوس مهال په سیمه کې د وبا د مخنیوي لپاره په مختلفو دندو کې بوخت دي، چې په دې کې د څارنې څخه تر قرنطین پلي کولو پورې دندې شاملي دي.

پولیس چارواکي وايي، د کورونا ناروغۍ څخه د ځایي اوسیدونکو ساتنې لپاره د دوی ژمنتیا کلکه ده او د ترهګرۍ پروړاندې د جګړې په لومړۍ لیکو کې د دوی تجربه به د ویروس د خپریدو په وړاندې مبارزه کې کاميابۍ ترلاسه کړي.

په مردان کې د خېبر پښتونخواه د پولیسو سپرنټنډنټ وقار عظیم د دې ژمنتيا يو مثال دی.

پوليسو د اپرېل په ۳ مه په اېبټ آباد ضلعه کې د کورونا ناروغۍ د خپریدو سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه تيار شوي یونیفورم اغوستې دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پوليسو د اپرېل په ۳ مه په اېبټ آباد ضلعه کې د کورونا ناروغۍ د خپریدو سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه تيار شوي یونیفورم اغوستې دي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د اپریل په ۳ مه یو هيلي کوپټر ته خيژي چې په صوبه کې د بنديزونو او د قرنطین مرکزونو څارنه وکړي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د اپریل په ۳ مه یو هيلي کوپټر ته خيژي چې په صوبه کې د بنديزونو او د قرنطین مرکزونو څارنه وکړي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

درزيان د اپريل په ۸ مه په پېښور کې د ډاکټرانو او امنیتي کسانو لپاره حفاظتي جامې جوړوي. [شهباز بټ]

درزيان د اپريل په ۸ مه په پېښور کې د ډاکټرانو او امنیتي کسانو لپاره حفاظتي جامې جوړوي. [شهباز بټ]

وقار پخپله وروسته له هغې په دې ناروغۍ اخته شو کله چې هغه د ځایي خلکو د یوې ډلې د کنټرولولو هڅه وکړه، چې هغو هغه وخت غوسه شول کله چې په يو کلي کې له ۷۹ څخه زیاتو اوسیدونکو د ناروغۍ لپاره ټسټونه مثبت راغلل.

د ویروس څخه د ښه کيدو وروسته، عظیم بیرته په خپلې دندې کې بوخت دی.

هغه وویل، "ما د دې نه علاوه بله لاره نه لرله چې بهر ته لاړ شم او نور خلک له ویروس څخه وژغورم، نو ویره شتون نه لري." "زما کسان او زه د کورونا ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوو، خو زموږ مبارزه د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري. دوی باید په کور کې پاتې شي او ټولنیز واټن عملي کړي."

مراد خان، چې يو پوليس افسر دی او د پېښور په حیات آباد سیمه کې په قرنطین تاسیساتو کې ځای په ځای شوی دی، باور څرګند کړو چې د ترهګرو سره په مبارزه کې د هغه او د هغه د همکارانو تجربه په دې معنی دي چې دوی چمتو دي چې د ویروس پر وړاندې جګړه وګټي.

"د خېبرپښتونخواه پولیسو د ترهګرو سره جګړه وکړه او ماتی يې ورته ورکړو، او موږ چمتو یو چې دا ویروس هم کنټرول کړو. موږ هیڅکله هم ويره نه لرو."

'زموږ مشن یوازې د ګټلو لپاره دی'

خان وویل، "په تیرو وختونو کې، موږ د خلکو په ملاتړ جګړه وګټله، او موږ بیا د [ویروس] ماتولو لپاره د دوی همکارۍ ته اړتیا لرو." "موږ په سړکونو باندې یو، د دې مخې ته يو، په کورونا ناروغۍ اخته د ناروغانو قرنطین کول پلي کوو. خو هیڅ ویره شتون نه لري."

د پېښور په کېنټ سیمه کې قیوم سپورټس کمپلیکس ته څېرمه په یو چيک پوسټ کې ځای پر ځای شوي يو بل پولیس چارواکي صدیق خان وویل، دا جګړه د ترهګرۍ پرضد د جګړې نه مختلفه نه ده.

هغه وویل، د مثال په توګه، پولیس هیڅکله نه پوهيږي چې کوم موټر احتمالي ځانمرګي بريدګر لري. اوس، دوی بالکل نه پوهيږي چې کوم موټر د کورونا ناروغۍ احتمالي ناروغ لري.

هغه وويل، "زه به د دې ویروس تګ ته اجازه ور نه کړم، نو زما مسؤلیت دا دې چې د دې مخه ونيسم او انسانیت وژغورم." ''زموږ مشن یوازې د ګټلو لپاره دی. د دې جنګ بایلل انتخاب نه دی."

په جګړه کې د مرستې لپاره، د خېبر پښتونخواه پولیس ځانګړي تجهیزات لري.

د خېبر پښتونخواه د پولیسو مشر ثناء الله عباسي وویل، دغه اداره د څارنې او مخابراتو په برخه کې د مرستې لپاره عصري ټکنالوژي او وسایل کاروي.

هغه وويل، "دا يو مختلف جنګ دی. موږ د نظارت چیپونه، ډرون کیمرې او غوره موجوده عصري وسایل کاروو چې لومړی د ځواک خونديتوب او بیا د مختلفو قرنطین مرکزونو امنیت او خونديتوب يقيني کړو."

هغه زیاته کړه، "دښمن پټ دی. موږ باید نه یوازې عمومي قانون او نظم وساتو، بلکې موږ باید د کورونا ناروغۍ هغه حساس ناروغان کنټرول کړو چې ټول ناروغه دي او د وبا په هکله د شور او غوغا نه وروسته مايوسه شوي دي."

د افسرانو ساتنه

د شخصي حفاظتي آلاتو د کمي سره د مقابلې لپاره، ځايي پولیس کمانډرانو خپل پلانونه پیل کړل چې د افسرانو ساتنه وکړي او د آلاتو د رارسيدو د انتظار پر ځای په ځایي توګه جوړ شوي آلات استعمال کړي.

پوليس افسران له حفاظتي ماسکونو او نورو آلاتو سره په بونیر، شانګلا او اېبټ آباد ضلعو کې په چيک پوسټونو کې په اودي او شنو جامو کې ساتنه کوي، چې د کورونا ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې یې د هغوی مورال لوړ کړی دی.

د بونير ضلعې د پولیسو افسر سهیل خالد وویل، "موږ ۱۰۰ جوړې جامې، ماسکونه او نور آلات تيار کړي دي او هغه مو افسرانو ته ورکړي دي، چې په پوسټونو کې به ځای پر ځای شي او د توقيف خونو ساتنه به وکړي."

هغه وویل چې نور ډير حفاظتي یونیفورمونه تياريږي او بالاخر ټول ځواک به مناسب تجهیزات ولري.

خالد وویل، ځانګړي حفاظتي آلات په اېبټ آباد، شانګله او نورو ضلعو کې د پولیسو ځواک ته ورکړل شوي او نور ډیر به ورورسيږي.

د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی ویاند اجمل وزیر وویل، صوبايي حکومت د هغه روغتیایي کارمندانو، پولیسو او د ژغورنې د کارمندانو لپاره د ځانګړي رقم او ګټورو پيکجونو اعلان کړی دی چې د وبا په وړاندې په لومړۍ لیکه کې دي.

هغه وویل، د کارمندانو لپاره د شهادت پيکجونو سربیره چې په لومړۍ لیکه کې مړه کیږي، ټول افسران به د ویروس د خپریدو په وړاندې مبارزه کې د خپلو هڅو لپاره د یوې میاشتې تنخوا د بونس په توګه ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500