روغتیا

پاکستان د کورونا ويروس ناروغۍ د اغیزې کمولو لپاره رضاکارانه ډله او د مرستې فنډ پیلوي

د عديل سعيد لخوا

يو سړی د اپریل په لومړۍ نیټه د اسلام آباد په څنډه کې د خپلې کورنۍ سره یو موټرسایکل چلوي، په داسې حال کې چې حکومت د کورونا ويروس پروړاندې په ټول هيواد کې بنديزونه لګولي دي. [فاروق نعیم/ ای ایف پي]

يو سړی د اپریل په لومړۍ نیټه د اسلام آباد په څنډه کې د خپلې کورنۍ سره یو موټرسایکل چلوي، په داسې حال کې چې حکومت د کورونا ويروس پروړاندې په ټول هيواد کې بنديزونه لګولي دي. [فاروق نعیم/ ای ایف پي]

پېښور -- د پاکستان حکومت د ځوانانو یو ځانګړی رضاکارانه ځواک جوړ کړی دی چېد بنديزونو په جريان کې، چې موخه يې د ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې مرسته کول دي، په کور کې خلکو ته خواړه ورکړي او د کورونا ویروس په هکله پوهاوی رامنځته کړي،

د پنجشنبې (د اپريل ۲ مه) د ورځې پورې، په پاکستان کې د دې نړيوالې وبا تصديق شوي ۲،۲۹۱ کېسونه، د ۳۱ مرګونو په ګډون، ثبت شوي دي.

وزیر اعظم عمران خان قوم ته په خطاب کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) د رضاکارانه ډلې د جوړولو اعلان وکړو، چې د "کورونا ریلیف ټایګر فورس" نوم ورته ورکړل شوی دی. چارواکو د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۳۱ مه) د رضاکارانو رجسټریشن پیل کړو.

خان وويل، "د کورونا ويروس د ګواښ او د دې د مخنيوي اقداماتو په هکله په عامو خلکو کې د پوهاوې رامنځته کولو سره به زمری ځواک د ملکي او پوځي چارواکو سره د مرستې په عملیاتو کې مرسته وکړي."

په ټولنیزو رسنیو کې يو پوسټ د مارچ په ۳۱ مه د کورونا ویروس سره مبارزه کې د مرستې لپاره د پاکستان د يو نوي رضاکار ځواک د پیل اعلان کوي. [پی ټي آی]

په ټولنیزو رسنیو کې يو پوسټ د مارچ په ۳۱ مه د کورونا ویروس سره مبارزه کې د مرستې لپاره د پاکستان د يو نوي رضاکار ځواک د پیل اعلان کوي. [پی ټي آی]

حکومت د کورونا مرستې فنډ هم پيل کړی دی چې د هغه بې وزله پاکستاني خلکو سره مرسته وکړي کوم چې د کورونا ويروس د خپريدو لخوا سخت ځپل شوي دي.

خان وویل، خلک، د هغه شتمنو پاکستانيو په ګډون چې بهر اوسيږي، د دې فنډ لپاره چنده ورکولی شي او د مالیې مراعات ترلاسه کولی شي، چې د دوی نه به د دوی د فنډ سرچینې په اړه پوښتنه ونه شي.

د حکومت لخوا دا هڅې وروسته له هغې پیل شوې کله چې خان د مارچ په ۲۵ مه د ۱.۲ ټريليونه روپو (۷.۵ ميليارده امريکايي ډالره) مالي مرستې پيکج جوړولو اعلان وکړو چې د هیواد په اقتصاد باندې د کورونا ویروس اغیزې په کمولو کې مرسته وکړي.

دا فنډ به د تیلو په قیمت کمولو کې مرسته وکړي، د کارکونکو لپاره به د ۳،۰۰۰ روپو (۱۸.۷۵ امريکايي ډالره) د مياشتې وظيفه چمتو کړي او د صادرونکو او صنعتي سکتور لپاره به د پيسو بحران کم کړي.

د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د هڅو په جريان کې، د پاکستان په ځینو برخو کې مالونه، ریسټورانټونه او عام ځایونه بند شوي دي.

د پلان جوړولو وزیر اسد عمر د چهار شنبې په ورځ (د اپریل په ۱) په اسلام آباد کې رسنیو ته د وینا پر مهال وویل، بنديزونه به په ټول هيواد کې د دوو هفتو لپاره د اپریل د څوارلسمې نیټې پورې دوام ولري.

داسې خلک چې له مخکې نه د اورپکۍ لخوا ځپل شوی دی

د ټولنې مختلفې برخې، د هغه کسانو پشمول چې اوس هم د ترهګرۍ او افراطیت له اغیزو څخه د خلاصون لپاره هڅې کوي، د دغه اقداماتو ستاينه کوي.

میر کلام وزیر، چې د شمالي وزيرستان ضلعې څخه د خېبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ غړی دی، وويل، د کورونا ویروس ناروغۍ د ترهګرۍ ځپل شوي ملکي وګړو ستونزې زياتې کړي دي، چې دوی د ناروغۍ له خطر سره ډير مخ کوي -- په ځانګړي توګه هغه کسان چې اوس هم په بنو ضلعه کې د بکاخېلو په سیمه کې په کېمپونو کې ژوند کوي."

د وزیر له مخې، تقريباََ ۲،۰۰۰ کورنۍ لاهم په شمالي وزیرستان کې خپلو کورونو ته د بيرته تلو توان نه لري او په باکاخېلو کې په جوړ شويو کمپونو کې په ګندا حالاتو کې ژوند کوي.

که چيرې کورونا ویروس دې مرکز ته ورسیږي، نو پایلې به د دوی لپاره ويجاړونکي وي، چې ډير کسان پکې اوس هم د ترهګرۍ له امله له ستونزو سره مخ دي.

وزیر د زمري ځواک د جوړولو ستاینه وکړه او د مخنیوي اقداماتو په اړه یې په خلکو کې د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د ډلې پر اهمیت ټینګار وکړو.

وزیر وویل، په کلیوالو سیمو کې، د کورونا ویروس پوهه، په صحت د دې اغیزې، د دې د خپریدو سرچينې او د مخنیوي تدابیر خورا لږ دي.

د جنوبي وزیرستان ضلعې يو اوسیدونکي حیات پریغل وویل، دا ناروغي به هغو ټولنو ته یو ناوړه ګوزار ورکړي کومې چې له مخکې نه د اورپکۍ له امله تباه شوي دي.

هغه وویل، "زه توان نه لرم چې په جنوبي وزیرستان کې زمونږ په دوکانانو او کورونو باندې د [وسله والو] د بمبارۍ له امله د هغه ستونزو او کړاونو څرګندونه وکړم چې مونږ ورسره مخ يو."

هغه زیاته کړه چې په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ کې د ورځی مزدورانو ګڼ شمیر کورنۍ به له يوې لويې ستونزې سره مخ شي کله چې د مخنیوي تدابیر اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو او کار کولو نه منع کړي.

هغه وویل، بيا هم، د ضرورتونو د کمولو او د ويروس سره د مبارزې لپاره د حکومت لخوا هڅو هيلې رامنځته کړي دي.

د مهمند ضلعې اوسیدونکي محمد شفیق صافي وویل، ویروس په قبایلي سیمو کې د ډیرو خلکو د ژوند مشکل حالات لا نور خرابوي.

هغه وويل، "د کوروناویرس ویرې او خپریدلو د قوم د غړو په ستونزو کې اضافه کړې ده چې هغه ناوړه حالات یادوي چې موږ ورسره د بې ځایه کیدو په دوران کې په کیمپونو کې د پاتې کیدو په وخت کې مخ وو."

صافي وویل، یوه لويه ستونزه په تګ راتګ باندې بنديز دی، چې د ضروري توکو اخيستل ګرانوي او سره له دې د کورونا ویرس د خپریدو له امله ورځني ضروري شيان کم شوي دي او نرخونه لوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، "د حکومت لخوا اعلان شوې د مرستې پيکچ او زمری ځواک د قبایلو لپاره یو رحمت دی چې له مخکې په خپلو سیمو کې د ترهګرۍ او اورپکۍ له امله په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي."

غمجنو خلکو ته رسيدل

بلال رحمان، چې په پېښور کې يو ځوان کارکونکی دی او له مخکې نه د ترس (رحم) فاونډيشن سره کار کوي، وويل، "د وزیر اعظم عمران خان پریکړه چې د کورونا ویروس پروړاندې په مبارزه کې ځوانان بوخت کړي یو ښه اقدام دی، او زه چمتو يم چې د دې ښه کار لپاره خپل خدمت په رضاکارانه توګه وړاندې کړم."

هغه وویل چې د ترس فاونډیشن د رضاکار په توګه، هغه له مخکې نه د ترهګرۍ او اورپکۍ قربانیانو سره د مرستې لپاره کار کړی دی چې له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوي وو او د حکومت لخوا په جوړ شويو کيمپونو کې په ژوند کولو مجبوره شوي وو.

هغه زياته کړه، "کله چې حکومت زموږ خدمات غواړي، موږ به یې چمتو کړو ځکه چې د پاکستان اوسیدونکي او په ځانګړي توګه د [خېبر پښتونخواه" اوسیدونکي -- د نويو ضم شويو قبايلي ضلعو په ګډون -- له مخکې نه د ترهګرۍ او اورپکۍ د لسیزو اوږدې مودی څپې له امله له سختو حالاتو سره مخ دي، چې په هيواد کې يې تباهي او ګډوډي رامنځته کړه."

حاجي غلام علي، چې په پېښور کې يو سوداګر دی او د قبايلو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې بنسټ ایښودونکی دی، وویل، "د وژونکي کورونا ويروس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د زمري ځواک جوړول د ټولنې ځپل شويو کسانو ته د رسیدو لپاره يو ښه ګام دی."

هغه زیاته کړه چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې اقتصادي فعالیتونه د اورپکۍ او ترهګرۍ له امله په ټپه ودریدلي دي او د کورونا ویروس پروړاندې د مخنیوي اقدامات به دغه حالات لا نور هم خراب کړي.

علي وویل، شتمن پاکستانیان باید مخکې راشي او له ضرورت مندو سره مرسته وکړي ځکه چې د حکومت سرچینې دومره کافي نه دي چې ځپل شويو خلکو ته بشپړې مرستې چمتو کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500