ټولنه

خیريه موسسې د کورونا ویروس اغیزې کمولو لپاره په قبایلي ضلعو تمرکز کوي

د حنيف الله لخوا

د الخدمت فاونډېشن کارکونکي د اپرېل په ۹ مه د باجوړ ضلعې په سالارزۍ کې په قرنطین مرکز کې د ويشلو لپاره خوراکي توکي په کتار کې ږدي. [حنیف الله]

د الخدمت فاونډېشن کارکونکي د اپرېل په ۹ مه د باجوړ ضلعې په سالارزۍ کې په قرنطین مرکز کې د ويشلو لپاره خوراکي توکي په کتار کې ږدي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- ځايي خیریه موسسې د باجوړ ضلعې له اوسیدونکو سره کار کوي چې د کورونا ویروس د خپریدو پرمهال د اورپکۍ لخوا په ځپل شويو قبایلي ضلعو کې زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

د الخدمت فاونډېشن (ای کی اېف)، چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې يې په زرګونو اوسیدونکو سره مرسته کړې ده، په هغه خیریه موسسو کې ده چې خلکو د مرستې لپاره ځان رسوي، په داسې حال کې چې دغه وبا دندو او عامې روغتیا ته زيان رسوي.

د الخدمت فاونډېشن د باجوړ فصل صدر خليل الله جان وويل، "موږ نه يوازې د ضرورت مندو کسانو سره مرسته کوو ... بلکې د هغه کسانو سره هم مرسته کوو چې د کورونا ويروس له کبله قرنطين شوي دي."

هغه وويل، "مونږ له پکار ده چې په دې سخت وخت کې د هغو خلکو ملاتړ او مرسته وکړو چې اوس بې روزګاره دي او په لاک ډاون کې دي."

کمر سر فلاحي تنظيم، چې په باجوړ ضلعه کې يوه خیریه موسسه ده، په کمر سر کلي کې خلکو ته د هغوی په کورونو کې خوراک ورکوي. [حنیف الله]

کمر سر فلاحي تنظيم، چې په باجوړ ضلعه کې يوه خیریه موسسه ده، په کمر سر کلي کې خلکو ته د هغوی په کورونو کې خوراک ورکوي. [حنیف الله]

پاکستانیان د اپرېل په ۸ مه د باجوړ ضلعې په خار کې د مزدورانو ټولنې سره د مرستې لپاره د الخدمت فاونډېشن لخوا په جوړه شوي يوې غونډه کې اوړه او غوړي ترلاسه کوي. [حنیف الله]

پاکستانیان د اپرېل په ۸ مه د باجوړ ضلعې په خار کې د مزدورانو ټولنې سره د مرستې لپاره د الخدمت فاونډېشن لخوا په جوړه شوي يوې غونډه کې اوړه او غوړي ترلاسه کوي. [حنیف الله]

د اورپکۍ لخوا په ځپل شويو قبایلي ضلعو کې اوسیدونکي له دې امله د خیریه موسسو هڅو ستاینه کوي چې هغوی ته ځان رسوي.

د باجوړ ضلعې یو قومي مشر ملک ظاهر وویل، "موږ خوشحاله یو چې دا خیريه موسسې په دې بحران کې د بیوزلو سره مرسته کوي -- دوی ستر خلک دي."

'یو ډیر ستونزمن حالت'

هغه وویل، "د اورپکۍ دور موږ ته دا ښوولې ده چې موږ باید په داسې بحرانونو کې متحد پاتې شو، ځکه چې زموږ سیمې په تیرو وختونو کې د ناوړه پيښو سره مخ شوي دي."

خايسته محمد، چې په خار سوداګريز مرکز کې يو کارکونکی دی، وویل چې "وسله وال خورا بد خلک وو، او دوی له ضرورت مندو خلکو سره مرسته نه کوله، خو اوس دا ښه خلک له موږ سره په یو ډیر ستونزمن حالت کې مرسته کوي."

محمد د مزدورانو لپاره د وزيراعظم عمران خان د مالي مرستې د پلان ستاینه وکړه.

هغه د اړمنو کورنیو لپاره د حکومت د مالي مرستې نوښت ته په اشارې سره وویل، "ما د احساس کفالت پروګرام لاندې ۱۲،۰۰۰ روپې (۷۵ امريکايي ډالره) نغدي پيسې هم ترلاسه کړې."

هغه زیاته کړه، "اوس زه د یوې میاشتې لپاره د مزدورۍ له لاسه ورکولو وېره نه لرم ځکه چې ما خپله مزدوري له حکومت څخه ترلاسه کړه."

د خوراک ورکولو نه علاوه، ډیر کسان او خيريه موسسې د مخ ماسکونه ويشي چې کاروونکي د کورونا ويريوس ناروغۍ نه خوندي وساتي.

د باجوړ ځوان، چې يوه ځایي خیریه موسسه ده، په سیمه کې د وبا د خپریدو راهیسې وړیا ماسکونه ويشلي دي.

د باجوړ ځوان چيرمېن ريحان زيب خان وویل، "موږ هغو خلکو ته ماسکونه ورکړي چې له نورو ښارونو څخه په ځانګړي توګه له کراچۍ او د سیند د نورو برخو نه راځي، چې د خپلې سیمې اوسیدونکي له کورونا ویروس څخه خوندي وساتو."

هغه وويل، "پاکستانیان په خیرات ورکولو کې په لومړی نمبر دي، او موږ تل ښودلې چې مونږ په سختو وختونو کې یو قوم یو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاباش الخدمت

ځواب

الخدمت فاونډېشن تل په هره شخړه کې د اړمنو خلکو لپاره لوی ملاتړ ښودلی. غوره کار

ځواب

الخدمت فاونډېشن غوره دنده ترسره کړه. شاباش الخدمت.

ځواب