د باجوړ اوسېدونکي د پوليو کارکونکي د وژلو خلاف مظاهره کوي

د حنيف الله لخوا

خار -- د باجوړ ضعلې اوسيدونکو د جمعې په ورځ (د مۍ په ۱۰ مه) د باجوړ پریس کلب څخه بهر يوه مظاهره وکړه چې د پوليو واکسین افسر د وژلو خلاف احتجاج وکړي.

نامعلومو کسانو د می په ۴ مه د باجوړ د عنايت کلي په سیمه کې عبدالله جان، ۳۵ کلن، په ډزو ووژلو.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پوليو واکسین ورکوونکو په ويرولو او وژلو کې په فعاله توګه برخه اخلي.

مظاهره کونکو بینرونه او پلی کارډونه لرل چې هغه شعارونه پرې ليکل شوي ول چې غوښتنه يې کوله چې قاتلان دې ونيول شي او د جان کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.

يونس جان، چې د عبدالله جان ورور دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "حکومت له پکار ده چې په باجوړ کې د قانون او نظم د ستونزو د حل لپاره کلک ګامونه پورته کړي." هغه غوښتنه وکړه چې د خيبر پښتونخواه چارواکي دې مجرمان ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500